Follow us On
  • Home
  • پښتو خبرونه
  • Islamic
    • Reading Quran Online
    • تفسیر شریف
    • Quran Mp3 & Downloads
    • لمونځ
  • Pictures
  • پښتو ادبیات
  • Music
    • Afg Music
    • اوردو
  • ذده کړه
    • کمپیوټر
    • روغتیا اوصحت
  • ټوکی او تنظونه
    • Pashto SMS
  • بیلابیلي موضوعګاني
    • جالب معلومات
    • لنډی کیسی
Pashto SMS pashto-sms free pashto sms, send pashto sms ghazal, pashto sms poetry, sad pashto sms, funny pashto sms, love pashto sms, text message (quotes, jokes, new / latest) pashto messages and pashto peotry پشتو مسیجونه پښتو مسیجونه پښتو ایس ایم ایس او ټوکی شعرونه ددی پاڼی څخه لیدلي سی
یو چرسی بل چرسی ته وائي، "په چین کې په یوه دقیقه کې یو ماشوم پیداکيږي". دوايم چرسی وائی، "او يار خود بۀ پیداکيږي، خلک خپل هیواد ته کار کوی او پرمخ تللی ټیکنالوژی لری مونږ چې ټیکنالوژی نه لرو نو خود به په نهو میاشتوکې یو ماشوم پیداکوو"
Pasho Sms                                                                                                                                             پښتو ایس ایم ایس

پښتو ای ایف
ټوکی او مسیجونه
اغزی لرونکی سیمونه :
د پا کستان حکومت پیشنهاد وکړ چی خپله پوله (سرحد) د افغانستان سره په اغزی لرونکی سیمونو (خارداره سيم) د ترهګرو پر مخ بنده کړی . په دی وړاندیز د پاکستان اوسپنه خرڅونکی زیات خوشحاله شوه. دا ځکه چی یوه اونی وروسته به دا ټوله اغزی لرونکی سیمونه د پاکستان په بازارونو کی پراته وی .

خاله مچ کړه :
یوی ښځی و خپل کوچنی زوی ته وویل چي نن دی خاله راځی . هغه چی دروازی ته راورسیده ، ته به و مخی ته ورسی ، سلام به وکی اوخاله به پر مخ مچ کړی . هلک په ژړا سو او ویی ویل : زه خاله نه مچوم .
مور يی پوښتنه تری وکړه چی ولی يی نه مچوی ؟ هلک ویل هغه بله ورځ می پلار خاله مچول خاله پر مخ چپلاخه ورکړه.
مات سر :
د یوه سړی سر مات وو او وینی ځینی بهیدلی . بل سړی پوښتنه ځینی وکړه چی دا سر دی ولی مات دی؟ ده ورته ویل میرمنی په ګل وویشتم . هغه ویل په ګل خو سر نه ماتیږی . ده ورته ویل ‍ هو چی ګل په ګلدانی کښی نه وی .

په راکټ یی ووله :
يوی ښځی او میړه يی شفر سره ايښی وو چی که هر وخت د هر یوه و مينی ته اشتها راغله بیا به هغه بل ته وايی په راکټ یی ووله او هغه به ځی بستر ته او دا بل به پسی ورځی . خو څو ځله داسی پیښه شوه چی هر ځل به ښځی ورته وویل په راکټ يی ووله اوميړه به يی بستر ته ولاړ ښځه به پسی ورغله . یوه ورځ یی دا ميړه ډیر ستړی وو ، ماښام چی بستر ته ولاړ ښځی ته يی شا ور وګرځوله ، ښځی پوښتنه ځینی وکړه چی نن يی لکه چی په راکټ نه ولی؟ میړه ورته ویل نه ، نن يی په توپ ولم .

ملا چرګک :
یوه اروپایی ځوان سړی د سر ويښتان جګ درولی او څو قسمه يی رنګ کړی وه ، په اصطلاح یو پنکروو. دا سړی په یوه پارک کی د یوه سپین ږیری افغان وڅنګ ته پر چوکی کښیناست . داسپین ږيری افغان د داسړی و سر او ویښتانو ته حیران پاته وو او هغه ته يی ډیر ډیر کتل . دا ځوان سړی پوښتنه تری وکړه چی ولی دومره ډیر ډیر راته ګوری ؟ تا په خپله ځوانی کی داسی عيشونه نه دی کړی؟ دا سپین ږيری افغان ورته وویل چی زه یو وخت په خپل هیواد کی پر ملاچرګک عاشق شوم . ممکن ته به زما زوی یی .

کلیوال سړی :
یو سړی د یوه ملګری سره ښار ته ولاړ . په ښارکی یوه ښایسته ښځه چی ښه کالی یی اغوستی او ښه عطرونه يی پر ځان وهلی وه ، ددوی وڅنګ ته تیره شوه او پر دوی یی ډیر ښه بوی ولګید او ښه خوند یی ورکړ. دا یوه ملګری و دابل ملګری ته وویل: دا ښاری ښځی چی پُسکۍ واچوی څنګه ښه بوی یی ځی.

غلته ترجمه :
یوه سړی یو خارجی سړی ولیدی او ډیر يی خوښ شو . هغه يی کوټی ته بوت غوښته يی چه دا بله معامله ورسره وکړی . څو دقیقی وروسته يی ملګری کوټی ته ورغی که ګوری خارجی پر سپور دی . ملګری يی ورته ویل دا څه کوی ما خو فکر کاوه چی ته به پر سپور يی . ده ورته ويل په ترجمه کی سره غلط سوو.

خواښی :
یو سړی په بندیخانه کښی بندی وو . یوه ورځ د محبس مدیر ورته وويل چی راسه یو څوک دی لیدنی ته راغلی دی . ده پوښتنه تری وکړه چی څوک دی ؟ د محبس مدیر ورته ویل خواښی دی راغلی ده . بندی و مدیر ته ویل ورسه ورته ووایه چی هغه يی پرون اعدام کړ .

د پلار سکرتره :
مور وخپل زوی ته وویل : زویه د پلار دفتر ته ورغلی؟ زوی يی ویل ّو موری ورغلم. مور پوښتنه ځينی وکړه ویل د پلار سکرتره دی ښايسته ده ؟ زوی يی ویل نه موری داسی ده لکه ته .

د عسلو خورک :
یو سړی د بل سړی کره د میلمه په توګه ورغی . کوربه یعنی د کور خاوند عسل ور ته راوړه . میلمه چی عسل یی ډیر خوښ وه چابک چابک یی په ګوتو څټل . د کورخاوند وارخطا سو چی عسل یی ټوله وخوړه . و میلمه ته یی ویل چی ډیر عسل د زړه درد پیدا کوی . میلمه ورته ویل : خدای پوهیږی چي عسل څوک خوری او زړه د چا درد کوی؟

فقر کول :
یو فقیر په لار کی ولاړ وو او فقر یی کاوه او د یوی ښځی څخه یی فقر وغوښت . ښځی ورته وویل چی لیری شه ، په لار کښی ولاړ یی او فقر کوی . فقیر ورته وويل چی د فقر دپاره خو به دفتر نه خلاصوم .

د ګارګه (کارغه) خرڅول :
یو سړی چی په رنګ ډیر تور وو، یو تور ګارګه یی پر لاس اخيستی وو په بازار کی يی خرڅاوه . یوه ټوکی سړی پوښتنه تری وکړه چی دا تور خر په څو دی؟ کارګه خرڅونکی ورته وویل چی دا خر نه دی بلکه کارګه دی . ټوکی ورته وویل چی بخښنه غواړم ما دکارګه څخه پوښتنه وکړه نه ستا څخه .

زما آس :
یوی ډیری بی رنګه ښځی و خپل میړه ته ویل زما آس د هيچا څخه نه بیریږی . میړه یی ورته ویل هو هغه اوس ستا په زیاتو لیدو اموخته شوی دی .

جادوګری :
یوجادوګر په بازار کښی ولاړ وو او قسم قسم جادوګری یی ښکاره کول . وروسته تر یو څو چالونو یی مخ و تماشاچیانو ته راواړاوه او ویی ویل : اوس نو ستاسی له ډلی څخه دی یوه ښځه راشی چی زه يی ورکه یعنی غیبه کړم . یوه تماشا چی ږغ ور وکړ چی یو څو دقیقی صبر وکړه زه به خپل خواښی در ته راولم.

عسکر :
یو سړی چه په عسکری تللی وو کورته یی خپلی ښځی ته ولیکل : زه د سګریټو او داسی نوروشیانو لپاره پيسو ته ضرورت لرم . دری سوه افغانی کفایت کوی . ښځی یی په جواب کښی ورته ولیکل دادی دیرش افغانی می د سګریټو لپاره در واستولی ، بل شی دلته په کور کی مفت ستا په انتظار کښی دی .

بد رنګه زوی :
یوه ښځه د خپل زوی سره بس ته پورته سوه . بس چلونکی چی و هلک ته وکتل مور ته یی وویل : داڅنګه بد رنګه زوی لری ؟ ښځه په قهر شوه او زوی یی د یو زړی ښځی څنګ ته په چوکی کی کښیناوه . څو دقیقی وروسته د هلک مور و زړی ښځی ته وویل : زه پر دا بس چلونکی ډیر په قهر یم . زړی ښځی ورته وویل : موټروان ته نژدی ورسه او ښه سپک ورته ووایه چی زړه دی یخ شی ، زه به دا ستا پر بیزو پام کوم


هنداره :
یوی ښځی په هنداره کی وکتل او ويی ژړل . میړه يی پوښتنه ځینی وکړه چی ولی ژاړی ؟ ښځی ورته وویل : ځان چی می په هندار کښی ولیدی نو ژړا راغله . میړه يی ورته وویل تا ځان نن په هنداره کی ولید ژړا درغله ، زه چی تا هره ورځ وینم زما به څه حال وی .

دری لوڼی :
یوه سړی خپل ملګری ته وویل چی ښځی می دری لوڼی زیږولی دی دا په دی چه موږ په کابل کی د خیرخانی په دریمه برخه کی اوسیږو . ملګری يی ورته وویل : ښه دی چه د کابل په شش درک کی نه اوسيږی .

د وبا مریضی :
ميړه د خپلی ښځی څخه پوښتنه وکړه ویل : ستا مور هندوستان ته تللی ده ؟ ښځی ویل نه څنګه دی پوښتنه وکړه ؟ ميړه يی ویل : په ورځپاڼو کښی لیکلی دی چی په هند کی وبا راغلی ده .

اری :
یو سړی ایران ته سفر وکړ . هلته چی به هر چا خبری ورسره کولی ده به په جواب کی »بلی« ورته ویل . یوه ایرانی ورته وویل چی په ایران کی بلی څوک نه وایی ، دلته د بلی پر ځای »اری« ویل کیږی . دا سړی چی وطن ته راستون شو ، په مجلس کی یوه سړی پوښتنه تری وکړ چی د ایران څخه دی یو څه راوړی دی؟ ده په جواب کی ورته وویل : اری – هغه ورته ويل څشی دی راوړی دی ؟ بل سړی ور ږغ کړه ويل : خو اوس يی درته وویل چی اری يی راوړی دی.

ژر دی پلار راوله :
یوی ښځی چی ليفت یی نه وو لیدلی ، یوی مغازی ته د زوی سره ور ننوتله او هلته يی په ديوال کی دروازه ولیدله چی خلاصه شی ، سړئ ځینی راوزی ، بل سړئ ور ننوزی ، دروازه بنده شی او هغه سړی ورک شی . ښځی کتل چی یو سپین ږیری سړی په ليفت ننوتئ ، دليفت دروازه بنده شوه ، څو دقیقی وروسته دروازه خلاصه شوه او یو ځوان سړی ځینی راووت . ښځی وزوی ته ورږغ کړه ويل چابک ولاړ شه کورته او پلاردی راوله چی دلته ځوان شی .

د خره واده :
یوه سړی خپل خر لمباوه ، بل سړی پوښتنه ځینی وکړه چی دا خر ولی لمبوی؟ هغه ورته ویل واده يی دی . دا بل سړی پوښتنه تری وکړه ويل دده په واده کی به موږ څه شی خورو؟ ده ورته ویل تازه شوتل (شفتل).

مصنوعی غاښونه :
یوه سړی په هوټل کی ډوډی فرمايش کړه . هوټلی چی ډوډی ورته راوړه و میلمه ته يی وویل : ډوډی په احتياط خوره ، زموږ د آشپز مصنوعی غاښونه ورک سوی دی .

انګور :
یوه امریکايی د یوه میوه خرڅونکی دکان ته ودرید ، يوه هندوانه يی را پورته کړه او دوکاندار ته يی وويل : ایا ستاسی په هيواد کی تر دغه غټ سيب نه شته ؟ دکاندار ورته وویل : په لاس کی دی انګوردی او پوښتنه د سیب کوی. 
چپک :
یوه سړی ددکاندار څخه پوښتنه وکړه ویل تا ولی چپک سړی په دکان کی مزدور کړی دی؟ هغه ورته وويل : زما په دکان کی اوس څوک غلا نه شی کولای ځکه هر یو فکر کوی چی چپک وهغه ته ګوری.

شپشتی :
یو چرسی سړی ناست وو شپشتی یی خوړلی . بل چرسی پوښتنه تری وکړه ويل شپشتی ولی خوری؟ هغه ورته ویل شپشتی د سترګو دید زیاتوی. دا بل چرسی ورته وویل رشتیا هم ما هيڅ خر نه دی لیدلی چی عینکی يی ايښی وی .

پلار او پردئ سړئ :
پلار د زوی څخه پوښتنه وکړه ویل زویه زما او دپردی سړی پر تا باندی څه فرق کيږی؟ زوی يی جواب ورکړ ویل : پلاره ته ماښام دمور سره جنګ کوی اوپردی سړی می مورد ورځی مچوی .


٣ - ښوونکی : فېل چېری پېداکېږی ؟  زده کوونکی : استاده فېل ډېرغټ موجود دی هېڅکله نه ورکېدای سی اونه هم ځان پټولی سی

سړی د برقی سامان پلورنځی ته ورغلی . پلورونکی ته ېی ووېل ، ډېره حېا دی وېی / ډېر لېری دا ستا د پاکه مخه ېوه دا نه څراغ می په کار دی . پلورونکی : پر دا دواړو سترګو ، ولی دا راته وواېه چی دا حېا او لېری دی دمخه دی دڅه دپاره ووېل ؟ سړی : څراغ می د تشنا ب دپاره په کار دی


سړی: مولوی صیب زما سپی وفات شوی دی او غواړم ختم ورته ونیسم.
مولوی: سپی ته ختم نیول ګناه لری، ځه توبه وباسه!
سړی: نه، زما سپی وصیت کړی وو چې باید حتما ورته ختم ونیسم.
مولوی: (په قهر) ګناه لری په خبره پوهیږی که نه؟
سړی: زما سپی همدارنګه وصیت کړی وو چې مولویانو ته یوه یوه جوړه کالی ورکړم.
مولوی: مرحوم نور څه ویلی دی
.


  



له سیاف څخه یې وپوښتل، چې کولای شی په انګریزی تر لس پوری وشمیری.

سیاف وویل ولی نه:  

  Ten, nine, eight, seven, sex  نعوذ باالله, five, four, three, two, one







اسماعیل خان چې غوښتل د علم تعریف وکړی او ښکاره کړی چې دی د ټولو عالمانو قدر کوی که مسلمان وی او که نه، خپل په وینا کې یې داسی وویل: 

که ادیسن بریښنا نه وای اختراع کړی نو اوس به موږ ټلویزیون په توره تیاره کې کاته!



مسعود د کورنۍ جګړی په وخت کې خپل د جبهی مړی ټولول او په بوجیو کې یې اچول. یو کس چې ډیر زیات زخمی وو په ستونزی سره مسعود ته وویل چې، زه مړ نه یم، زخمی یم.

مسعود: چپ شه، ته مړ یې خو اوس ګرم یې په ځان نه پوهیږی.

یو ملا په لمونځ کې پوسکۍ واچوله. چې سلام یې وګرځاوه. 

یو کس ورته وویل: ملا صیب کمال دی وکړ. په پنچر ټیر دی موټر منزل ته ورساوه. 


مور خپل زلمي زوى ته غږ کړ: زوى راښکته شه، دومره ناوخت په بام څه کوې؟ هلک: مورې! سپوږمۍ ګورم. -         زويه! ډېر ناوخته دى، ته هم راښکته شه او سپوږمۍ ته هم و وايه چې خپل کور ته لاړه شي.



یوه طالب کوم هندو بیچاره یوه ورځ د روژی په میاشت کې په خوړلو ولید. هندو بیچاره یې چپه کړ په لغتو او شلاقو یې واهه او ویل یې چې: په پټه روژه خوری، بی غیرته!
هندو ناره کړه چې: وروره زه هندو یم.
طالب: نو چې هندو یې روژه نه نیسی! او وهلو ته یې دوام ورکړ.



یو غل د قاضي مخکښې حاضر کړل شو.
غله په خپل جیب کی لاس نیولی و.
قاضي ورته وویل چې، له جېبه دې لاس لرې کړه بې ادبه!
غله وویل چې، څه وکړم که په خپل جېب کی لاس نیسم وایي بې ادبه دی، او که یې د بل په جېب کی نیسم وایي غل دی. تاسو ووايئ، چیرته یې ونیسم؟


وایی چی دوه ورونه د کومی قومی جګرړی لپاره د قوم سره په ملاتړ کی ووتل خو دوی ورونو کی یی یو لږ څه بی زړه وو نو کله چی جنګ ښه ګرم شو نو ددی یوه سره کومه ګولی نږدی ولګیدله نو دی بل ورور ته یی ورغږ کړی چی ای لالا د وینی رنګ څنګه وی نه هغه ورته وویل سور وی ده بیرته چواب ورکړ چی له ما نه خو زیړه وینه تللی ده


يو سړي غوښتل چي د چرگي په خوله كي جوش اوبه واچوي ......... نو. يو چا تري پوښتنه وكړه چي دا ولي د چرگي
په خوله كي جوش اوبه اچوي . سړي ځواب وړكر چي غواړم تياره جوش كړي هگي راته واچوي



يو سړي خپل خر ورک کړی و، او ډېر خوشحاله و.
ملګري ورته وويل چي هم دي خر ورک دئ او هم خوشحاله ئې.
هغه ورته وويل : خوشحاله په دې يم، که زه دخر سره وای، اوس به زه هم ورک وای .



يو سړي خپل خر ورک کړی و، او ډېر خوشحاله و.
ملګري ورته وويل چي هم دي خر ورک دئ او هم خوشحاله ئې.
هغه ورته وويل : خوشحاله په دې يم، که زه دخر سره وای، اوس به زه هم ورک وای .



ټوکی ،وای دری لیونیان وه .یوه ویل زه په دوشنبی زوکړیم ،دوهم ویل زه په
چار شنبی زوکړی یم ،دریم ویل زه په جمه زوکړی یم.هغه دواړو لیونو پر وخندل

چی دا څه وای جمه خو رخصتی ده......



یو هلمندي ددوږخ څخه جنت ته تښتیدی په لاره کي ملا یکو ټینک کی ښه یی ووا هه ده وويل په خداي چی زه جنتي یم انډیوال ته ور غلی وم چي نصوار ځني وا خلم


ډیره پښنه غواړم دوستانو دا ټوکه
وملاء جمع ورکوله په اول رکعت کی تری اوازتللی وو خوخلکوځانونه چپ نیولی ووپه دوهم رکعت کی یی دګوتوڅخه ټکارویستلی وو دشاطرف نه یوه اواز وکه چی سرونه ټیټ کړۍ بله مرمۍ یی تیره کړه.



پر یوه کور پو لیسانو چا په ووهل غل په زانګوکی پټ سو پو لیس ورته وویل څه کوي
غله ورته وویل میمي خورم پو لیس ورته وویل میمی ژر
اوخوره  چی ماما  دی په ډيډیټ بیایی

 

د ملا نصرالدين نه چاپوښتنه وکړه ،چې داخلک سهار پاڅي ولې ځينې په يوه خوا ځي او ځينې په بله خوا؟
ده ورته ووېل : که چېرې ټول په يوه خوا لاړ شي ؛ نو بيا ځمکه په يوه خوا زور کوي کږيږي


ټوکه :
یو منګل امرود خرڅول یو تڼی تری واخستل مګر چنجن وختل ، تڼی ورته وویل منګله امرود کی خو دی چنجی دی، منګل په ځواب کی ورته وویل چی دی هرچاخپل قسمت دی ، له تانه مخکی یو ځدراڼ راغلی وو هغه ته پکی موټرسایکل وواته.


ټوکه :

مسعود د کورنۍ جګړی په وخت کې خپل د جبهی مړی ټولول او په بوجیو کې یې اچول. یو کس چې ډیر زیات زخمی وو په ستونزی سره مسعود ته وویل چې، زه مړ نه یم، زخمی یم.
مسعود: چپ شه، ته مړ یې خو اوس ګرم یې په ځان نه پوهیږی.


ټوکه :
يو چا د پيغمبرۍ دعوا کړې وه؛ د وخت خليفه وروغوښت او ترې ويې پوښتل ،چې ستا معجزه څه شی ده؟
ده ورته وويل ،چې زه په هغو خبرو پوهېږم چې د خلکو په زړونو کې ګرځي .
خليفه ترې وپوښتل چې ، ښه همدا اوس زما په زړه که څه ګرځي؟
مدعي ورته وويل ، چې ستا په زړه کې همدا اوس دا خبره ګرځي چې زه دروغ وايم.



ټوکه :
یو هندو مسلمان شو. د تشویق او ثواب لپاره دولت او خلکو ورته بیلابیلی تحفی ورکړی. د نورو شیانو تر څنګ هندو د موټر او کور خاوند هم شو. د هندو قدر زیات شو آن دا چې د ده زاړه جامی هم خلکو خورده کړی. خپل یوه مسلمان ملګری ته یې وویل چې یاره مسلمانی خو سخته خوندوره ده. ملګری یې وویل: اوس خو ښه خوند درکوی زور به یې هغه وخت درته مالوم شی چې نیمه شپه دی د آرام خوب څخه راپورته کی او درته ووایی چې پاڅه پیشلمی دی!


ټوکه :
 

د ملا نصرالدین خر مړ شو. خلک د مسخرو لپاره د ده په کور کې را ټول شول، چې خواخوږی ورسره وکړي.
ملا د دوی په مطلب پوه شو، او ویی وویل:
زه نه پوهیدم، چې زما خر دومره ډېر خپلوان لری.



ټوکه :
ديو كلي وال هلك څه چا پوشتنه وكره چي ولي روژه نه نيسي !!! هغه وويل ولا زه خو..يو غټ مشكل لرم ..خلكو ورته وويل چي څه مشكل لري .....هغه وويل ..زه خو وږي كيږم
ټوکه :
يوي ښځي خپل خاوند وويل ته زما سره مينه نه کوي خاوند چي دري زامن يي ومخته ناست وه وخپلي ښځي ته وویل ستا په خیال دامي دانټرنیټ څه ډاونلوډ کړيدي
ټوکه :
 

یوهلک دخپل ملګروسره دکوردباندي وتلی وو منډي یي وهلې اود خپلو ملګروسره یې ساعت تیری کوی، ډیرستړی شو کله چي کورته راغلی نو په ګیلاس کي پترول پراته وو هغه یې وچښل، او په کورکي شاوخوایې منډي شروع کړې پلاریې ډاکټر ته تلیفون وکړ چي زوی مي پترول چښلي دي اوس منډي وهي ډاکټر ورته وویل چي پترول یې ختم شي خپله به ودریږي


ټوکه :
ديو کم عقل سړي په کور اورولگېدۍ ،خلک راغلل او اور يې وواژه ،چې خلک تلل ؛ نو ده په مننه کښې ورته وويل ،چې که خداى ستاسې په کور اور ولگاوه ؛نو زما ايمان به درته معلوم شي


ټوکه :

یو پاكستاني مولوي صاحب په ممبر بیان کولو.
خشتګ یې سورئ وو.
ھر څه یې ښکارہ کیدل.
چي ھر سړي به ممبر ته وکتل سر به یې کښته کړ..

ملا صاحب وویل دغه حال دی چي حقیقت درته څوک ښکارہ کړي نو تاسو سرونه کښته کړی
داولي؟؟؟؟


ټوکه:
ملا نصردین وپیشلمی ته غوښی راوړي وی هغه پیشی وخوړلی په فیشلمی چی را پورته سوښّځي ته یی وویل هغه غوښی راواخله ښّځي ورته ویل هغه پیشی وخوړلی ده سرپه تلتک ننه یستۍ ویی ویل روژه دی هم پیشی ونیسی


ټوکه :
وايې يوه ورځ ملا صاحب په جومات کې دقبر دعذاب په اړه بيان کاوه
خو ډير سختې سختې خبرې يې وکړې
ويل چې په قبر کې لړمان دي ماران دي هادي او
دا دي
په دې وخت کې يوه سړي خپل څادر په اوږه کړ
او کله چې په دروازه وتلو
.
مخ یی راواړویی ویل چی ما به بیروي الله دی یی خراب کړي


ټوکه :
د بجلی گھر مولا نه چا پوښتنه وکړه چی ته دا څنگه مولا یی چی خلګو ته ښکنځل کوی.زموږ پیغمبر (ص) خو به چاته ښکنځل نه کول.نو بجلی گهر ورته وویل چی ھغو ته به صحابه کرام ناست وه .او ماته ټول کونیان ناست وی .

ټوکه :
یوکس دبل چاکره میلمه تللی وو میلمه دشپی په نیمایی کی وږی شوی وو میلمه دکور خاوند را پاڅولی وو راځه چی ټوکی وکوو.
میلمه :په دا قواره لکه زه چی وږی
یم.
دکور خاوند:په دا قواره لکه زموږ کره چی ډوډۍ خلاصه
سوي وي.


ټوکه :
وايي ښوونکی په ټولګي کې له زده کوونکو پوښتنې کولې نو په دې وخت کې ښوونکي له يوه ټنبل زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه چې ته ما ته داسي جمله ووايه چې اوبه پکې راشي..... نو زده کوونکي له ډير ځنډ څخه وروسته جواب ورکړ چې استاده! پیپ .....!!!!

ټوکه :
وایی کم نفر د جنګ په وختو کی حکمتیار ته په مخابره کی ویلی و. که ۱۰۰۰ راکټه نور هم په کابل پیر کړی نو موږ به شاته ولاړ نه سو حکمتیار ورته ویلی وه ته چیری یی نفر ورته وویل موږ په پنجشیر کی یو..

ټوکه :
وایی څلور ټوکماران چی یو وړوند اویو کوڼ بل شل او بل هم بربنډ لوڅ او پوڅ ووه ،وړوند وایی او خلکو وګوریۍ د غره په سر کی دوه میږی سره په جنګ اخته دی .کوڼ وایی یاره سترګی خو می دومره کار نه کوی خو دلغتو اواز یی اورم .شل وایی راځۍ چی ورسو سره خلاص یی کړو لوڅ وایی ای....صبر وکړی خدای مو خوار کړه په لاره کی ډیر غله دی څوک به مو لوڅ کړی


ټوکه :
یو ساده سری سیند کی جال اچولی و چی ماهیان ونیسی نو یو سړی چی د سیند تر غاړه تیریدۍ ورباندی ږغ وکۍ چی ماهیان ونیسی نو څنکه به یی وژنی نو ساده سړی ورته وویل چی سر یی په  اوبو کی منډم.

ټوکه :

یوه ورځ یو سړی پر یو لور منزل ناست وو درس یی وای یوه بل سړی پوښتنه ځینی وکړه ولی دلته درس وایی ده ورته وویل زه لوړی زده کړی کوم


ټوکه :
یوه کنجوس سړي خپل ماشوم په بوجۍ کي واچوی او بیا په بس کي سپورشو، کلینر چي د کرایې د ټولولو پروخت ورڅه پوښتنه وکړه چي په بوجۍ کي څه شي دي؟ ده ورته وویل: مالټې. ماشوم چي په بوجۍ کي بندو،ناره یې کړه ،بابا ! ماته هم مالټه راکړه.


ټوکه :

اوستاد ربانی يوه ورځ احمدشاه مسعودته وويل امر صاحب زما په بزرګی خو باور لری : مسعود ورته وويل اوستازه بيا دې ځه کرامات کړۍ اوستاد ربانی جواب ورکۍ له کومې ورځي چې د ارګ ماڼۍ ته راغلی يم او تشناب (توليت )ته ننوزم نو ګروپ (لمپ) زما په ننوتو اتومات روښانه سې ْ مسعود جواب ورکه اوستازه لکه چې بيا دي په يخچال کې غول کړېدي

ټوکه :
په یو ځای کې هنرمندانو مجلس کولو چی ناڅاپه زلــــــــزله وسوه،
نو ډولکی "تبل
ه چي" دواړه تبلي په بغل کی ونیولی او ویی ځغستل !
کله چی دروازی ته اورسید
ۍ نو په دروازه کی ومښـــلیدۍ او چیغی یی شروع کړی ....
چی راشی خلقه راشی د ثبـــــوت ســــــــره یی ونیولــــــــم


ټوکه :
یو کنجوس سړی په ژمی کې په یخو اوبو لمبیدۍ
بل چا ځنې وپوښتل چې دا څه کوې ؟ کنجوس سړی وویل :
زه غواړم ناروغ شم ، ځکه چې یو پاکټ پنسیلین لرم چې نیټه یی په ختمیدو ده



ټوکه :
درو كسانو لاپي وهلې . يوه وويل يو ځل زه ځنګل ته ولاړم نو زما مخ ته درې زمريان راغله او زما په توپك كي يوازي يوه مرمۍ وه ما زمريانو ته وويل چي پر لين ودريږئ چي هغوى ودريدل نو ما ټول په يوه مرمۍ مړه كړه
دوهم وويل يو ځل زه ځنګل ته ولاړم زما سره توپك نه وو خو لايسنس يې راسره وو ما چي كله لايسنس زمري ته ور ښكاره كړ نو هغه له بيري مړ سو
دريم ويل تاسو هو هيڅ هم ندي كړي . يو ځل زه ځنګله ته لاړم نه راسره توپك وو او نه يې لائسنس چي كله زمرى زما مخي ته راغى نو ما په خوشكه ورته وويل
نه شرميږي چي په لوى ځنګ كي لڅ لغړ ګرځې
نو هغه د شرمه مړ سو




ټوکه :
یوه سړي د لمړي ځل لپاره روژه نیولې وه نو یو چا ورته وویل چې په روژه مات کې چې هره دعا وکړې نو خدای یې قبلوي---کله چې ماښام شوی نو خدای ته یې دعا وکړه چې یا خدایه سباته اختر کړې


ټوکه :

·         یوسری دتهجد دلمانځه څخه وروسته په دعا کی داسی ویل یاالله ته وینی چی ټوله خلگ بیده دی اوزه یوازی ستا عبادت کوم یوچرسی چی دده څنگ کی بیده ووپر را کښینستۍ ورته  ویی ویل خپل عبادت ورته کوه ته زموږ شیطا نت ولی ورته کوی

ټوکه :
یوه پښتون او یو پنجابی په یو هوټل کې ډوډۍ خوړله.
پښتانه روسټ سوي غوښه خوړله او پنجابی په دال اخته وو. پښتانه پر غوښه ښه خوند اخیستی وو او په پای کې يې هډ هم پسې وچیچلی.
پنجابي چي دا ولیدل، نو يې پر پښتانه سوال وکړ. ـــ خان صاب! ستاسو په علاقه کې سپیان څه خوري؟؟ دا هډ خو ټول تا وچیچلو؟؟
پښتانه له خولې هډ را وایستی او په ځواب کې يې ورته وویل، ـــ زموږ په علاقه کې سپیان دال خورې

ټوکه :
په سوهيلي پښتونخوا کې د چمن په نامه چې کومه سيمه ده نو د دې سیمې خلک په اوسني وخت کې خدای ډېر شتمن کړي دي ښه مالداره خلک یادیږي
پخوا وختونو کې د دې خلکو ګوزاره به داسې هم کېده

پخوا چې به کندهاریانو د کندهار نه انګور کوټې او نورو سیمو ته لېږل انګور به يې په کوارچو کې اچولې وو کوارچې به يې پر خره ښه ټينګې تړلي وې د لیري سیمو تر بازارنو پورې به يې رسول
نو د چمن خلکو به اوږدې اوږدې نرۍ لښتي جوړي کړي وې دا به يې د انګورو په کوارچه ور دننه کړ نو بیا به يې ښه وڅټل
دا خلک چې به کله ماځيګر سره یو ځای شول نو یوه به و بل ته ویل :
اې بوړه نن دې څو وڅټلې؟ هغه به ورته وویل ولا اتلس مې څټلې دي
دا بل ملګرې به ورته ویل
کښېنه کرار زوی مړې ما دوه دېرش وڅټلې تر تا ښه شوم

ټوکه :
یو شپون چی به یوه روژه نیوله نو یوه پچه به یی په منګی کی اچوله
دا یی ګومان کاوه چی کله ۳۰ پچی پوره شی بیا به د خیره سره اختر وی
یوه ورځ یوی بزی چیرته په منګی کی پچی کړی وی
چی ماښام شپون پچی شمارلی نو پچی تر ۱۰۰سلو نه هم زیاتی وی
شپون وویلی
یا الله غرق شوم -تباه شوم -دا خو غټ اختر هم تیر شویدی

 ♣ استاذ او شاګرد ♣ استاذ: ته پوهیږې ولي دي وهم ؟

شاګرد: کوچنی دي ترپام درغلم ځکه مي وهې .

                           ♣ سړک ♣

مسافرله یوتن نه وپوښتل: جنابه ! دا سړک چیرته ځی؟

هغه وویل: هیڅ چیرته نه ځي ټوله ورځ دلته غزیدلی وې.

                       ♣ خواري کښ ♣

قاضي مجرم ته وویل: دحیرانتیا خبره ده چي په یوه شپه کي پنځه کورونوته د غلالپاره ورغلې او مالونه دي ورڅخه یووړل!

مجرم ځواب ورکړ: بلې قاضي صاحب! زه له وړکوالي څخه ډیرخواري کښ وم .

                          ♣ جنازه ♣

دیوه هیواد باچا مړسوخلګو یې جنازه په خورا شوراوزوږ سره اوچته کړه ،یوه وویل: کاش چي نن باچا ژوندی وای چي دخپلي جنازې مراسم یې لیدلي وای څومره به خوښ شوی وو.

                           ♣ مالټې ♣

یوه کنجوس سړي خپل ماشوم په بوجۍ کي واچوی او بیا په بس کي سپورشو، کلینر چي د کرایې د ټولولو پروخت ورنه پوښتنه وکړه چي په بوجۍ کي څه شي دي؟ ده ورته وویل: مالټې. ماشوم چي په بوجۍ کي بندو،ناره یې کړه ،بابا ! ماته هم مالټه راکړه.

                          ♣ امتحان ♣

ښونکي په امتحان کي له شاګردڅخه پوښتنه وکړل څنګه فکروړی یې؟ سوالونه خوبه مشکل نه وي؟شاګردوویل:  یا سوالونه اسانه دي خوزه دې ته فکر وړی یم چي ما ددغوسوالوځوابونه په کوم جیب کي ایښي دي؟!

                          ♣ سوک ♣



یوه ورځ دکابل په ښارکي ده یوه پهلوان (پنډ) سړي د یوه ډنګرسړي سره پریوه خبره جنجال شوود دوی ترمنځ خبری دیرښکته پورته شوې نوپه اخرکي پهلوان سړي وډنګر سړي ته وویل: که دي بله خبره وکړه نو په یوه سوک به دي کندهار ته ورسوم . ډنګرسړي ورته وویل لږورومي ووهه چي غزني ته ورسیږم ،هلته مي یو څه کاردی.

                     ♣ جنت ته ځي ♣

یوه ورځ یوه معلم شاګرد انوته وویل چي په تاسو کي څوک جنت ته ځي . نو ټولو شاګردانو لاسونه پورته کړل یوشاګرد چي په کونج کي ناست و لاس یې نه و پورته کړی نو معلم ورڅخه پوښتنه وکړه چي ته جنت ته نه ځې؟ شاګرد ورته وویل چي معلم صاحب ما ته مي مور هروخت وایي چي بې له مکتبه بل چیري ولاړنشې .

                         ♣ میږۍ ♣

یوه سړي دبل سړي څخه پوښتنه وکړه چي په حیواناتو کي غښتلی حیوان چشی دی؟ هغه ورته وویل: میږۍ نو ده ورته وویل: چی څنګه؟ ده ورته وویل چي یوه ورځ میږۍ زما په خونه کي و ما غوښتل چي مړیې کړم هغه دبرق په ساکټ را څخه ننوتی.ما یوغټ میخ وربسي داخل کړی داسي سوک یې ووهلم چي د خوني منځ ته یې پوري وهلم او هلته بې سده شوی وم چي یوه اونۍ مي بد ن خوږیدی .

                         ♣ روپي ♣

یوزلمی پربایسکل سوراوډیرتیزروان و ناڅاپه یوسپین ږیری مخي ته ورغلی،هغه یې په بایسکل وواهه او پر مځکه پریوت،زلمی ورغی او سپین ږیری یې د لاس نه ونیواوراپورته یې کړ سپین ږیري زلمي ته وکتل او بیا یې ورته یوه روپي ورکړله زلمي حیران شو او سپین ږیري ته یې وویل: باباجانه څه عجیبه غوندي خبره ده چي خوږته شوې اوروپي ماته راکوې؟ سپین ږیري ورته وویل: زویه! زه ستا په شان هرړانده ته یوه،یوه روپي د خدای په نامه ورکوم.

                     ♣ طیاره او پلار ♣

یووخت دیوکوچني پلار حج ته تلی، نوزوی یې هم هوایي میدان ته بوتلې،کله چي طیاره پورته شوه او ډیره لوړه شوه، نوماشوم ته ډیره کوچنی معلومه شوه، بیا یې وژړل کله چي د ژړا پوښتنه ځني وشوه نو په ځواب کي یې وویل: چي طیاره دومره کوچنۍ شوه نوزما پلار به څومره کوچنی شوی وي؟

                           ♣ کلینر ♣

یوکلینرپه مسجد کي پرلما نځه ولاړو، کله چي امام اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وویل نو کلینر ځواب ورکړوعلیکم سلام راځه د بس سیټ خالي دی.

                           ♣ فیل ♣

یو کلی و،فیل یې نه پیژندی کله چي د دوی کلي ته فیل راغلی نو یې خپلو ته راوستی چي داچشي دی؟ چي دانه ورکړی که والوتی نومرغه دی که نه والوتی نو زه یې هم نه پیژنم.

                            ♣ پترول ♣

یوهلک دخپل ملګروسره دکوردباندي وتلی وو منډي یي وهلې اود خپلو ملګروسره یې ساعت تیری کوی، ډیرستړی شو کله چي کورته راغلی نو په ګیلاس کي پترول پراته وو هغه یې وچښل، او په کورکي شاوخوایې منډي شروع کړې پلاریې ډاکټر ته تلیفون وکړ چي زوی مي پترول چښلي دي اوس منډي وهي ډاکټر ورته وویل چي پترول یې ختم شي خپله به ودریږي.

                           ♣ منګي ♣

یوه کوچني په منګي کي خپل ځان ولید، ده ورته وخندل هغه هم ورته وخندل، ده خپل پلار ته ناره کړل پلاره! زموږپه منګي کي غل ناست دی، پلارچي یې راغلی په منګي کي یې خپل ځان ولید، دستي یې منګي پورته کړاودمځکي یې وویشت، اوویې ویل په دالوږیره د کوچنیا نوسره ټوکي کوې.

ټوکه
 
یو پادشا له خپل دربار څخه را ووت، که ګوری چی یو شاعر د څه شی دلیکلو په حال کښی دی ، پاچا وویل بیا څه درواغونه لیکی ؟ شاعر په جواب کی وویل ستاسی مدح او تعریفونه لیکم.
 
چیرته ځی ؟ 

له یو ساده سړی څخه چا وپوښتل آیا ستا په ژوند کی داسی کومه پوښته شته چی ځواب یی نشی موندلای ؟

سړی وویل ، یاره زما سره تل دا پوښته ده : دا برق چی لاړ شی نو دا به چیرته ځی ؟ هه هه هه هه هه هه هه

( لیونی ) 

ښځه : که زه مړه شم نو ته به څه کوی ؟

میړه : لیونی به شم .

ښځه : بله ښځه خو به نه کوی ؟

میړه : په لیونی څه اعتبار شته . هه هه هه هه هه هه هه

(  خواهش  )

کدام نفر اعدام میشد برایش گفتند آخرین خواهشت را بگو؟

میگوید یکدانه تربوز بیاورید.

گفتند حالا وقت تربوز نیست.

نفر میگوید خیراست شش ماه انتظار میکشم . هه هه هه هه هه هه هه هه

(  استعفی  ) 

یو سړی چی د پیسو د چاپ او شمیر په فابریکه کی کار کاوه ، خبر تر لاسه کړ چی د ټولو مامورینو معاش دوه برابره شوی ، نوموړی سمدستی استعفی ورکړه ویی ویل چی ددی ټولو پیسو شمیر د چا دلاسه کیږی. هه هه هه هه هه هه هه هه هه هه

( په پور کی ډوب )

یو سړی خپل ملگری ته وویل : څه وکړم وروره په قرض کی تر ستونی ډوب یم ، ملگری یی ورته وویل ، شکر باسه چی قد دی لوړ دی که نه نو اوس به دی سر هم نه ښکاره کیده . هه هه هه هه هه هه هه هه

د غاښونو ډاکټر

یوکس د بوکس مسابقی ته تللی و او په زوره زوره یی ناری وهلی شاباش شاباش .... د نر زوی ټول غاښونه یی ور مات کړل ، وروسته بل چا ځنی وپوښتل وروره ته هم بوکسر یی ؟ هغه ځواب ورکړ نه د غاښونو ډاکټر یم. هه هه هه هه هه هه

کم عقل

دوه ملگرو سره خبری کولی ، یوه وویل : غواړم چی د کور دروازه می د کم عقلو خلکو پر مخ وتړم .... ملگری یی ځواب ورکړ : ښه خبره ده ، مگر خپله به څنگه کور ته ننوځی ؟  هه هه هه هه هه هه .

په کوم جیب کی دی ؟

ښوونکی په امتحان که له شاگرد څخه پوښتنه وکړه  چی څنگه فکر وړی یی ؟ سوالونه خو به مشکل نه وی ؟

شاگرد وویل : سواله آسانه دی ، خو زه دی ته فکر وړی یم چی ما د دغو سوالو ځوابونه په کوم جیب کی ایښی دی ؟

زلزله

یوه کلیوال سړی لس ماشومان درلوده ، یوه شپه زلزله وشوه ، نودی په منډه منډه ماشومان د کوټی نه بهر کوی ، چی کله یی لسم ماشوم راوویستو نو زلزله ختمه شوه ، سړی له ځانه سره وویل خدای تباه کړه ستاسو له لاسه په زلزله هم پوه نشوم. هه هه هه هه هه هه هه

بکس می هم یوسه

یوه شپه یو کور ته غل ورواوښت ، په کور کی یوازی یو ماشوم ویښ و غله د ځینی شیانو پر راټولولو پیل وکړ.

ماشوم غله وویل : زما د ښوونځی بکس هم در سره یوسه کنه نو مور او پلار راویښوم.هه هه هه هه هه هه

لکی

یو چا له یوه چا نه پوښته وکړه چی د فیل او د آس په منځ کښی څه فرق دی ؟

هغه بل ځواب ورکړ : بس دومره فرق یی دی چی د آس لکی شاته وی او د فیل لکی مخکی وی . هه هه هه هه هه هه
 
آیسکریم

یو ماشوم خپل مور ته وویل چی موری یوه روپی راکړه فقیر ته یی ورکوم.

مور : چرته دی فقیر ؟

زوی : د باندی کوڅه کی ولاړ دی او آیسکریم خرڅوی . هه هه هه هه هه هه هه هه

(( مامـــور ))


د یو دفتر مامور داکټر ته ورغی ، او داکټر تری وپوښتل چی څه ناروغی لری ؟

مامور ورته په ځواب کی وویل زه په خوب کی خبری کوم ،

داکتر وویل چی  دا خود  دومره  بده  خبره نده ، مامور وویل نه – نه داکتر صیب دا ډیره بده خبره ده ، ځکه په دفتر ټول را باندی خاندی . هه هه هه هه هه هه هه هه

 

زورور حیوان 


یوه سړی نه چا پوښتنه وکړه چی ډیر زورور حیوان کوم دی ؟

ده ځواب ورکړ چی میږی ، دانو بیا څنگه ؟

هغه وویل چی یوه ورځ میږی د ساکت منځ ته ننوتی وه نو غوښتل می ویی وباسم ، داسی لغته یی را کړه چی ټول عمر کی می نه وه خوړلی. هه هه هه هه هه هه هه هه هه

 

(( لس کسه )) 

یو وخت سخته گرمی وه ، هلک راغی او پلار ته یی وویل : پلاره د کوټی د چت باد پکه بیا خراب شوی پلار یی په قهر شو  او  په غصه کی یی ورته وویل ، خدای مو تباه کړه سل ځلی می درته ویلی چی لس کسه د باد پکی لاندی مه کښینی. هه هه هه هه هه هه هه هه هه

 

بعد از نان یا پیش از نان ؟ 

یک دیوانه میرود پیش داکتر و میگوید که بسیار ضعیف شده ام  ، داکتر میگوید : شما را معاینه کردم کدام تکلیف ندارید ، فقط باید بعد از  این جگر، کله پاچه ،  و مغز بخورید ،دیوانه میگوید: آیا بعد از نان بخورم با پیش از نان؟ هه هه هه هه

 

مـاشوم او هټگر©  

ماشوم :-  کاکا جانه پیازی لری ؟

هټــگر :-  هو بچیه .

ماشوم :-  رومیان هم لری ؟

هټــگر :-  هوبچیه .

ماشوم :-  شنه مرچ هم لری ؟

هټــگر :-  هو شنه مرچ هم لرم .

ماشوم :- نو بیا ولی کاکا جانه سلاده نه جوړوی ؟


نیټه یی په ختمیدو ده

یو کنجوس سړی په ژمی په سړو اوبو کی لمبل ، بل چا ځنی وپوښتل چی داڅه کوی ؟ کنجوس سړی وویل غواړم ناروغ شم ځکه چی یو پاکټ پنسلین گولی لرم چه نیټه یی ختمه نشی. هه هه هه هه هه هه هه .

رش مه جوړه
ېو داکترته مرېض ورغلې و چې مرېض ته به ېو کس دوه ښکارېده او داکتر ته به  ېو کس ډېر کسان ښکارېده نو کله چې مرېض د داکتر خونې ته داخل شو نو ووېل چې داکتر صېب تا ته درشم که هغه بل ته داکتر چې وکتل نو ورته ېې وېل چې وځې وځې رش مه جوړه وېې

پښتو متلونه
که پښتو متلونه و طالبانو ته منصوب شی نو داسی به وی.
۱: طالب ته عسکر او امریکایی یو دی.
2: امریکایی چی په چاړه مرداریږی نو د مرمی اصاف ته حاجت نسته.
۲: طالب بیرولی د لوی ږیری څخه هم بیریږی.
۴: د کتار موټر تر منزله نه رسیږی.
۵: په یو فدایی امریکایان نه خلاصیږی.
۶: په اربکی که رشخند وهی نو ورته ووایه قهرمانه.

چیرته ځی ؟ 

له یو ساده سړی څخه چا وپوښتل آیا ستا په ژوند کی داسی کومه پوښته شته چی ځواب یی نشی موندلای ؟

سړی وویل ، یاره زما سره تل دا پوښته ده : دا برق چی لاړ شی نو دا به چیرته ځی ؟ هه هه هه هه هه هه هه

( لیونی ) 

ښځه : که زه مړه شم نو ته به څه کوی ؟

میړه : لیونی به شم .

ښځه : بله ښځه خو به نه کوی ؟

میړه : په لیونی څه اعتبار شته . هه هه هه هه هه هه هه

(  خواهش  )

کدام نفر اعدام میشد برایش گفتند آخرین خواهشت را بگو؟

میگوید یکدانه تربوز بیاورید.

گفتند حالا وقت تربوز نیست.

نفر میگوید خیراست شش ماه انتظار میکشم . هه هه هه هه هه هه هه هه

(  استعفی  ) 

یو سړی چی د پیسو د چاپ او شمیر په فابریکه کی کار کاوه ، خبر تر لاسه کړ چی د ټولو مامورینو معاش دوه برابره شوی ، نوموړی سمدستی استعفی ورکړه ویی ویل چی ددی ټولو پیسو شمیر د چا دلاسه کیږی. هه هه هه هه هه هه هه هه هه هه

بکس می هم یوسه

یوه شپه یو کور ته غل ورواوښت ، په کور کی یوازی یو ماشوم ویښ و غله د ځینی شیانو پر راټولولو پیل وکړ.

ماشوم غله وویل : زما د ښوونځی بکس هم در سره یوسه کنه نو مور او پلار راویښوم.هه هه هه هه هه هه

لکی

یو چا له یوه چا نه پوښته وکړه چی د فیل او د آس په منځ کښی څه فرق دی ؟

هغه بل ځواب ورکړ : بس دومره فرق یی دی چی د آس لکی شاته وی او د فیل لکی مخکی وی . هه هه هه هه هه هه

زلزله

یوه کلیوال سړی لس ماشومان درلوده ، یوه شپه زلزله وشوه ، نودی په منډه منډه ماشومان د کوټی نه بهر کوی ، چی کله یی لسم ماشوم راوویستو نو زلزله ختمه شوه ، سړی له ځانه سره وویل خدای تباه کړه ستاسو له لاسه په زلزله هم پوه نشوم. هه هه هه هه هه هه هه

کم عقل

دوه ملگرو سره خبری کولی ، یوه وویل : غواړم چی د کور دروازه می د کم عقلو خلکو پر مخ وتړم .... ملگری یی ځواب ورکړ : ښه خبره ده ، مگر خپله به څنگه کور ته ننوځی ؟  هه هه هه هه هه هه .












پښتو ای ایف
 مسیجونه په شعرو کي

-۱
وايي: ما خو بلا لویه اشتباه وکړه
تاته چې نیږدې شومه همدومر بس
ژوند مې درته برخه برخه وویشو
څومره بس اوڅومره بس او څومره بس

-۲
ستا تصویر هم په اوبو کې
زما تصویر هم په اوبو کې
زه یواځې درته ګورم
ته مې اخلې په لاسو کې
شین منګی دې ځوانیمرګ شه
زنداني کړمه ولې

-۳
ته مسلمان خو دودونه د هندوانو کوې
ډکه مجمه دې د ګلونو په لاس
راته نظر ماتوې
بیا مې تندی رنګوې

-۴
د انګریزۍ په تورو ښه پوهېږم
خو په پښتو کې مسیجونه اخلم
نه موبایل دې په بلا ولګي
زه په کاتو کې مسیجونه اخلم

-۵
وایه په مسیج کې راته څه لیکي 
ګله شاعري دې هلته څنګه ده
ماته د پوهنتون خبرې مه کوه
دا چې حاضري دې هلته څنګه ده

-۶
که ارزانه زندګي ده
خو ناځوانه زندګي ده
ځان تر ځانه زندګي ده
بد ګومانه زندګي ده
بې جانانه زندګي ده
تربارانه زندګي ده
دا څه ورانه زندګي ده
نورنوګرانه زندګي ده
زندګي ده زندګي ده
خیرتورمانه زندګي ده

-۷

دغرونو خلک یو کارونه دبازار نکاوو
شدل بدل گرزو هیچ دول او سینگار نکاوو
دسر دشمن ته کو سلام اوهم سلامی اخلو
ولوی مخامخ دشانه پری گزار نکاوو

-۸
شیخه تا دمینی خوند لیدلی ندی 
        تا لا خوب دسپین مر وند لیدلی ندی
د جماعت په کنج کی ناست یی سه خبر یی 
       تا د دوه زرونو پیوند لیدلی ندی
   په عاشق پوری ناحقه مسخری کری
دعشق درد دی په سوگند لیدلی ندی
   داتسبیح به دی دانه دانه راپریوزی 
تالا مخ دیار سر گند لیدلی ندی

-۹

راغلل شورویان افغانستان ته مغروری باندی
رای ولل جنگونه په تو پو او  بمباری با ندی
سوالم خدای قبول که خدای تری خلاس کرو  کا میابی باندی
شکر دی خالقه ز مونگ دین خودی رو شانه که
ورکدی شوره وی که خپل وطن ندی چالانه که
تختی په تا نگو نو په سره کو کی گر دونه  دی
اوس په مونگ اخترشه چی ولال سپین بیره غوندی
دم په دم  په هر جماعت کی ازانونه دی
سوکچی شهیدان وی په تصیب ی جنتونه دی

-۱۰

خوند دميني عاشقانوته معلوم دي
 دگلانو قدر بلبلانوته معلوم دي
 ملا يان دعشق مطلب نه خبرندي
 دغه راز خو ليونيانوته معلوم دي

-۱۱

ته ستر گومی پناهی په خیالونوکدی وینم 
چی سر په بالش  کیدم په خوبونوکیدی وینم 
دظالم قسمت له لاسه دربدر په بل وطن یم
چی سر په زنگون کیدم په فکرونوکیدی وینم


۱۲
همیشه می ستا یادونه زنگوی
 لکه باد چی سره گلونه زنگوی
 ما زخمی پردیس ته داسی شراب راکه
 چی یو عمر می خوبونه زنگوی

۱۳
په عمر منازیگی خلکو ....عمر دژمی مازیگردی تیر بشینه

۱۴
خیردی که خپل او یا پردی خکولی دی
په درست جهان کی پشتانه خکولی دی
 خو زبه داسی درته و وایمه
 چی زما بریتونه  ستا بانه خکو لی دی

-۱۵
لکه تیاره می درنا تصویر ته دیر وژړل
 نن می دهغه بی وفا تصویرته دیر وژړل

-۱۶
راشه چی خپل وطن آبادکوووووووووو
پره دی وطن کی به تر سو کو خدمتونههههههههههههه

۱۷
چا دیار لاری کتلی چی اختر شو            چادغم سلگی واهلی چی اختر شو

چا په اوښکو په سلگوکره روزه ماتا         چایی زلفی سمه ولی چی اختر شو

چادیار په غم کی توري شپي صباكري      چايي سترگي خكلاولي چي اختر شو

۱۸

پرون ستاپه انتظار ووم ته رانغلی         دمنصور غوندی په دارووم ته رانغلی

هر اندام می لکه سکور ایره ایره شو        پروت دهجرپه انگارووم ته رانغلی

بیماری پسی می اوس سله رادرومی      خه خبروی چی بیماروم ته رانغلی

۱۹












 لنډۍ

پښتوکوه که ته پښتون يې
ماپرپښتوباندې ګاللي دي غمونه


پښتنوبيا شملې کږې کړې
پردښمنانوبه بيا جوړکي ناتارونه


پښتون په توره کې پيدا دی
په توره لوی دی هم به مړپه توره شينه


پښتون دجنګ په ډګرمړشو
پښتنې نجونې يې په وينو ږدي خالونه


پښتونستان کې غلغلې شوې
ځلميان ټولېږي په وطن سرورکوينه


پښتنې پېغلې خوشالي کا
چې ځلميان کاندي دانګرېزسره جنګونه


علي خان صا في

په خوستواله لهجه لنډۍ

 

دياروړي وړي خبري،،،،، اخ لکه شکري خپلي شنډي وچيچمه

شيشه هو نه دو چي صفاشي،،،،، په زړه مي داغ ايتو رټلي ځوابونه

ايمو جانانه بغير اي تونه،،،،، بنګړي مي کم نوره به څوګ ارته رورينه

روشه دميني باغ ته روشه،،،،، ازغي بو زه خورم ګل بو توته ديرکومه

چي مو ته وي منل دنه کړل،،،،، په سردروړل تبورګيو پيرورونه

چي سترګي توري که راواځه     ،،،،،  دتوروسترګوسوديګرروغلي دينه


په خوبه ولي کلي روغلم ،،،،، خدايه سيرې کمه که غلې تيره شمه


ارمون به اولته اې مو وکې ،،،،، چې نه مې وينې نه مې غږ ورې مينه

په شمل پيرې وده مه شې ،،،،،په شمل پيرې يتيمونې ودوه وينه

اصيل وښي دي که بنګړي دي ،،،،،اصيل وښي دي بنګړي چيغې ګډوينه

سترګې دې زړه ته رونږدې که ،،،،،چې غم په تو دی که په مو ډير دی مينه

چې په ژوندينې مې قدر نه کې ،،،،بيا مې سپرې خورو ته مه نسه لوسينه

ويس مې خپل وطن يديږي ،،،،،مو د جرمن ځنګله نه تيره که چې څمه

چي ويته جګ شه ويته ټيټ شه،،،،، که خواښه دنه شوه بيا به بله ديته کمه

خوښي مي ښه دو بده نه دو،،،،، چي چرګ حلال کي اورميګ کي روکاوينه

عالمه مينه مينه نشته،،،،، سوداګري دو يو په بل يي خيرڅوينه

په خوستواله لهجه لنډۍ
سترګو ته يو يو سيلي و ير كه == شنډو ته و يركه د مټك زيړي ګو لو نه

مورې منگلو كې دې وركړم==دا دې دورغ چې څيړۍ نيسې گلونه

مورې!خــــــــوستوالو کې مې ورکړه==چې سپينې وريژي کله خورم غره کومه

د سپينې خولې دې دارې خراپ شو == لكه په جګ څينور كې څونګه موته شينه

چې ار څه ويايې اغه ويايه == داسې بو نه ويايې چې خوله نه ديركومه


چې جلكى ټينګه ټنګه ژوړه --- د كلي څټ ته مو ټر تو ته غوره وينه

دمنګولزن لالي نه ځار شم==سهاربيګامې تخنوي ماخندوينه


ته خو به کيز(کوز) بنو ته لاړ شې==ګنی به ژويې ما به هېره کړې ميينه

که ديدن کړې بيړه راوکړه==خړې(خټې) خيشتېږي(خوشتېږي) د ديدن کړکي تپينه

په سرينده دې ګوتې کېښوې==په پنډه جامه دې در ګډه کړم ميينه

که د جومات په وره کې نه وای==ما به په ډک منګي ويشتلای وای ميينه

نن يې د يار د راتلو ورځ ده==په دېواله څپياکې ګډې وډې ږدينه

ورور مې ټوپک زه يې ګولۍ يم==په تورو غرو مې اړوي فناه يې کړمه

ستا چې داشنې شولې پخيږي ==ما به مرغۍ په ژاړه ستړي کړي مينه

لرګي چې دوه شي اورې پرې بل شي==بېګاه په ما غريب يوازې بلېدنه

يو سا ده سړي دشپي دوه بجي د خوبه پاڅيده ويې كتل چه ښځه يې څنگ کې نشته وارخطا شـو ټولې كوتې یې وكتلي خو ښځه يې پيدا نكړه ډ ېر خپه شو ،، يو ساعت وروسته متوجه شؤ چه زه خو مجرده يم
Kandahar Weather pashtoaf
Picture
د افغانستان بیرغ
Pashto SMS pashto-sms  free pashto sms, send pashto sms ghazal, pashto sms poetry, sad pashto sms, funny pashto sms, love pashto sms, text message (quotes, jokes, new / latest)
 pashto messages and pashto peotry پشتو مسیجونه پښتو مسیجونه پښتو ایس ایم ایس او ټوکی شعرونه ددی پاڼی څخه لیدلي سی
Create a free website with Weebly