پښتو متلونه
الف :
ـ
ابا اوبو يو وړ
، ويل ابا څه
کوې چه غاړي
غرونه ئې يو وړه .
ـ
ابا مه ګوری
، خورجين ئې ګوری .
ـ
اټنه وران سې
چه امرالدين
دي نارې کوي .
ـ
اختر پټ مېړه
نه دی .
ـ
آخير عمر د
خوارۍ دی .
ـ
ادب له بې
ادبه زده کيږي .
ـ
ادب له
زخمه اخيستل
کيږي .
ـ
آدم خان دي په
خيال ګوروان
درغلی دی .
ـ
ارزانه بې علته
نه وي ګران بې
حکمته .
ـ
ارمان چي
وروستی عقل
لومړی وای .
ـ
آره آره يوم پر
غاړه .
ـ
اړه په اړه
خلاصيږي .
ـ
ازمويلی څوک
نه ازمويی .
ـ
ازميښت اول په
کال وتلين و ،
اوس دم په دمه
دی . ( تلين دسالګری
په معنی دی )
ـ
آسان ئې نالول
چونګوښو هم پښې
پورته کړې .
ـ
آسمان ليري ، ځمکه
سخته .
ـ
آسمان چي ټيټيږي
، دومره نه
اوريږي .
ـ
آسمان چي وريځي
ښوروي باران
به وکي ، کونډه
چي سترګي
توروي مېړه به
وکي .
ـ
آس ششنی ، خر
رايي ، عاتره
نوري بلاوي
وايي .
ـ آس
که ټکنی دی
ميدان لڼد دی .
ـ
آس ئې و هغو ته
ورکړ چي د تانګ
د ټرلونه وه .
ـ
آس ئې په سوو ګټي
، مړونه ئې په
خولو ګټي .
ـ
آس دبله ،
غمچينه د ځنګله
چي دی ئې
تيز نه کړي نو
بې څوک تيزوي .
ـ
اشه ښه ده که ګله
؟ مه يوه وينی
مه بله .
ـ
اشه اشه بابا
اشه ، قاضي
غلام غوندي
مريی لرې .
ـ
اصيل په ګدله
کي ، کم اصل
په ګزبره کي .
ـ
اصيل ته اشارت
، کم اصل ته
لغت .
ـ
اصيل خطا نه
لري ، کم اصل
وفا نه لري .
ـ
اصيل خوري نه
خاوري کيږي .
ـ
اصيل کوټور ،
کم اصل څپړور.
ـ
اصيل په جنډه
کالو کي هم
معلوميږي .
ـ
اصيله ځان دي
کچه کی ، چي
پرتوګ دي الچه
کی .
ـ
اصيل نه ورکيږي .
ـ
اصيل بې بها
وي ، کم اصل بې
بها وي .
ـ آغا
کور نسته د بي
بي څخه بېره
نسته .
ـ
الم نشرح هغه
الم نشرح ده ،
خوله د ملا عثمان
غواړي .
ـ
اګر و اګر سره
ورته دي .
ـ
امانت مځکه نه
خيانتو ي.
ـ آموخته
خور بلا خور .
ـ
آموخته خور ښه
دی که ميراث
خور ؟ ويل
اموخته خور .
ـ امير
ئې ورکوي ، شېخ
مير ئې نه
ورکوي .
ـ
انا مړه سول ـ
تبه ئې وشلېده .
ـ انسان
تابع د احسان
دي .
ـ
انسان تر کاڼي
سخت تر ګل
نازک دی .
ـ
انسان نه دی ، هغه چي د
حيوان څخه ګيله
کوي .
ـ
اوبو اخيستی زګ
ته لاس اچوي .
ـ
اوبه په ډانګ
نه بېليږي .
ـ
اوبه چي تر سر
تېري سي څه يو
نيزه څه دوې .
ـ
اوبه چي تر غاړ
ي ورسيږي ، زوی
تر پښو لاندي
کيږي .
ـ
اوبه په
کمزوري ورخ
ماتيږي .
ـ اوبه
د سر دپاله خړيږي .
ـ
اورته خپل او
پردی يو دی .
ـ
اوربشي څه په ځمکه کي څه
په جوال کي ؟ .
ـ
اوربشي که سل
منه دروپۍ شي
، دخره پکښي
يو لپه ده .
ـ اور
له خپلي لمني
بليږي .
ـ
اور او اوبه
نه سره يوځای
کيږي .
ـ
اور او پنبه نه
سره يو ځای کيږي .
ـ
اوړه په اوړه
، منت ئې پر څه
؟ .
ـ
اوړه يو موټ
نه لري ،
تنور ئې پر
بام جوړ کړی .
ـ
اوړه ئې د
ميچني ، زامن
ئې د چخني .
ـ
اوړه ئې
يوـت نشته شل
ئې تنورنه دي .
ـ
اوسپنه په
اوسپنه ماتيږي
ږ
ـ
اوس دي ويښی کړې
چي د ماشو پر وړ
دي وخوړ .
ـ
اوښان سره کارېدله
ګېډړه هم ځغاسته
چي بې پرسي ده .
ـ
اوښان نه ژاړي
بارونه ژاړي .
ـ
اوښ په غلبېل
نه دريږي .
٦٧ـ
اوښ په خپلو
متيازو کي ګوډيږي .
ـ
اوښ په سر باری
نه درنيږي .
ـ
اوښ تر پله
لاندي نه سي
پوټېدلای .
ـ
اوښ ته ئې ويل
الغبندي وکه ،
ده ويل په کمو
لاسو .
ـ
اوښه ، هر څه
دي بې هوښه .
ـ
اوښ ته ئې ويل!
لوړ دي خوښ دي
که ځوړ ؟ ده
ويل دريم ئې
هم بد دی
چي خټي دي .
ـ
اوښ ته ئې ويل
لوبي وکه ، ده
جړونګان له بېخه
وکښه .
ـ اوښ
ته ئې ويل دا
مغزی دي ولي
کوږ دی ؟ ده
ويل کم ځای مي
سم دی .
ـ
اوښ دي اوسار کئ
نو دي پلار کئ
ـ اوښ چي ئې
نته کی نو ئې
اور ته کی .
ـ
اوښ چي لوي
بار وړي خوارک
ئې ځوز دی.
ـ
اوګره په
تلوار نه سړيږي .
ـ
اوګره ځيني توې
سوله ، ويل په
نصيب مي نه وه .
ـ
اول اتام پسې
کلام .
ـ
اول ځان پسې
جهان .
ـ
اول حق د ګاونډي
دی .
ـ
اول زده کړه ،
بيا کوزده کړه .
ـ
اول سلام پسې
کلام .
ـ اول
کوه احتياط ،
اوستری مه کوه
پسات .
ـ
اول مړانه په
سيالي وه ،
اوس سپيتانه په
سيالي ده .
ـ
اول مي نه خوړی
هزارسلاخي ،
اوس
دخوارپلاومحتاج
يم . (هزارسلاخي يو ډول
ډوډۍ ده چي وېشلې
هم بولي )
ـ
ايلچي ته نه
بند شته نه
زندان
ـ اوښ
پۀ بډه نه وهل
کېږي .
ـ
اختر څۀ پټ مېړۀ
نه دی چې تېر
به شي .
ـ
اول ځان پسې
جهان .
ـ
اوبۀ پۀ ډانګ
نه بېلېږي .
ـ
ازمويلی بيا
مه ازمويه .
ـ
اوښ ليدلی ،
نه ليولی .
ـ
انسان له ختا
سره ملګری دی .
ـ اور
ته خپل او پردی
يو دی .
ـ
اول زده کړه
،بيا کوزده کړه
ـ
اوبۀ هم د لوښي پر
مخ څښلې کېږي .
ـ
اور ته راغلی
د کور څښتن شو .
ب:
ـ
بابا حلاله
، پوخۍ مه
حلاله .
ـ
بابا دي خدای
وبخښي مګر د
سهار په لمانځه
کي سُست و .
ـ
بابا ګيلې کوي
، ادې پېرې
کوي .
ـ
پاچهان چي د
اوګرې پېروی
خوري وس ئې رسيږي .
ـ
پاچهي
پاچهانو لره ښايي
، لويي خدای ( ج)
لره .
ـ
باران پر تېر اوسو
، خره ئې د لړموړي
يو وړه .
ـ
بارونه ئې تړل
، اوښانو ژړل .
ـ
بار ئې په شا
نه شو وړای ،
يو لرګی ئې بل
پر کښييود.
ـ
باغ که باغوان
لري ، چغال هم
خدای لري .
ـ باغ
که خراپوې ،
الو پکښي ږده .
ـ
باغ چي پوخ سي
باغوان کوږ سي .
ـ
بام ئې لوړ ،
کور ېې ډګر .
ـ
بخت چي کوټه
سي پاچهان ټکري
خوري .
ـ
بخت په ټنده
دی نه په منډه .
ـ
بد بانجڼ افت
نه لري .
ـ
بد په بلا
اخته ښه دی .
ـ
بد په سلام نه
ورکيږي .
ـ
بد تربور په
بد ځای کي په
کاريږي .
ـ
بد مه راسره
کوه ښه دي نه
غواړمه .
ـ
بد مه کوه بد
به نه وينې !
ـ
بده ماندينه
تنګه موچڼه
ده .
ـ
بدی چي نه کړای
بدي چاري ، بدی
به چا واژه پر
لاري .
ـ
برج دي تر
اسمانه ، سپي
دي له لوږي
مري .
ـ
برخي ټولي
ازلي دي نه په
زور نه په
سيالي دي .
ـ
برخي وېشه مړونه
ګوره .
ـ
بزه په خپل ښکر
نه درنيږي .
ـ
بشره د انسان خوی
د شيطان .
ـ
بلا بيده ښه
وي نه ويښه .
ـ
بلا د هغه پاڅي،
چي ئې ګړنګ په برېتو
څاڅي .
ـ
بلا پر بلا
واوښته . بلا
يو څه لاندي
واوښته .
ـ
بل ته کوهي مه
کينه ، چي
خپله پکښي لوېږې .
ـ
بلخه بې تميزه
، لالی راغی بې
کميسه .
ـ بللي
خور ولي .
ـ
بل من چپه شو .
ـ
بنده اريان
خدای پر
مهربان .
ـ
بنده راسه
د خدای خپل سه
، لکه پر ځان
داسي پر بل سه .
ـ
بنده چي داد
کي نو بې ياد
کي ،
الله چي ياد
کي نو بې ښاد
کي .
ـ
بنده ليري موښلولې
، مرګ لار ورته
نيولې .
ـ
بنده و خپل
عمل .
ـ
بنده وتړل
بارونه ، خدای
کوله خپل
کارونه .
ـ
بوچ د
اختر خلاص دی .
ـ
بې دولتي د
نفغقه خيژي .
ـ
بيده بل بيده
نسي ويښولای .
ـ
بې زحمته راحت
نشته
ـ
بېزاره دي له
خيره يم ، سپي
دي در ګرځوه .
ـ بيزی
په بد راضي .
ـ
بې ښځي سړی ښه
دی نه په کور
کي همېش جنګ .
ـ
بيعقل ته ئې ويل
چي ونه دي په
کونه کي شنه
سول ، ده ويل ښه
دی تر سيوري
لاندي بې ناست
يم
ـ بې
عقل دونه په
بل نه کوي لکه
په ځان .
ـ
بې ګودره کي ګيډيږي
، خود بې سين وړي .
ـ
بې ما دي شل نه
کړه
ـ بې
چرګه به هم
سباشي .
ـ
بازخانه له
بازه نه خالي
کېږي .
ـ
بې عمله علم
،د بې مېوې ونې
پۀ څېر وي .
ـ
بې قامه مقام
نسته .
ـ
بې وسي
دؤسي نه ده .
ـ
بخت يا پۀ کمڅۍ
دی يا پۀ کوټۍ .
ـ
برج مې جوړاوۀ
، را څه
کدانه سوه .
ـ
بې زحمته راحت
نسته .
ت :
ـ تارووخوړه کهۍ
، که ئې دا کهۍ
په زړه وه بيا
به نه ځي په غدی .
ـ
تارو يو
مرغه دی ، چي
چا ونيو د هغه
دی .
ـ
تازيان چي هوسۍ
وهي د هغو خولې
توري وي .
ـ
تازي چي تر
تازي پاته شو
لکۍ ئې غوټه
پرې که .
ـ
تر اوبو د مخه ګاولي
مه کاږه .
ـ
تر باغ ئې مورۍ
لو ده .
ـ
تربور ته بې
وروره مه سې ،
ورور ته بې زويه
، پلار ته بې
موره .
ـ
تر بېکاري ، بېګاري
ښه ده .
ـ
تر بې عقل خپل
، هوښيار
دښمن ښه دی.
ـ
تر بېکاره کښېنستل
لور زېږول ښه
دي .
ـ
تر پردي زوی خپله
لور ښه ده .
ـ
تر پښو لاندي
مځکه مه ګوره
، ليري واټن ګوره .
ـ
تر تياره برخه
مه تېريږه .
ـ
تر خوښ نس را پېښ .
ـ
تر خوړلي لا
اميد ښه دی .
ـ
تر دې ئې تېر
، هغه نور ئې
ستا ګنډهير .
ـ
تر رمې ئې سپي ډير
دي .
ـ
تر زرين پوښه
پياده ، د
غوايي سپور ښه
دی.
ـ
تر سړه ګټه
ترت تاوان ښه
دی ږ
ـ
تر کورني سړي
، ګښته خر ښه دی .
ـ
تر شير ئې په ښوروا
خوشحاله دی .
ـ
تر مز ئې
شکردانه ډيره
ده .
ـ
تر مړه زمري ،
ژوندی ګېډړ ښه
دی .
ـ
تر مور او
پلار خوږې ، راکښېنه
که ورجي غوښي
خورې . ( مراد د
مخاطب څخه
ماندينه ده )
ـ
تر ناپوه دوست
، هوښيار
دوښمن ښه دی .
ـ
تر نکه ئې
وپوهېدې؟ ډير
دي .
ـ
تر ورخ چي
اوبه تېري شي ،
بېرته نه را ګرځي .
ـ
ترور نيمه مور .
ـ
تروری تروری ،
موږ به سره جوړ سو
ستا ئې پاته
مخ توری .
ـ
تر وېش ئې په
چور خوشحاله
دي .
ـ
ترياکي دوه په ايکي .
ـ
تر يوې خرما
دوې وڅکي ښې
دي .
ـ
ترهېدلی خو
ترهېدلی دی ،
نو ښه پسي چغي
که .
ـ
تږی په خوب
اوبه ويني .
ـ
تږی سپی ئې پر
کور نه اوبيږي .
ـ
تشه لاسه
دښمن مي ته ئې .
ـ
تښتي له سېرلي
، غول کړي په
زمري .
ـ
توبه د مړو
خالي ده . (
توبه ، د يو
علاقې نوم دی
د قندهار په
جنوبي سرحد کي )
ـ
توپکه مه د ي خوله
سه ، مه دي
کونه .
ـ
تو ، په شونډانو
کيږي .
ـ
توتکۍ وای بې
ازاره ده ، ويل
د ځمکي د
چنجيانو وپوښته .
ـ
تور په توره
شپه اخله ، چي
سور وينې سين
مه اخله . (
مراد ځيني غوا
يا غوايی دی
دا د بزګرو
متل دی )
ـ
تور د تور دی ،
ژيړ د نجنو
دی .
ـ
تور سپی د اوزګړي
په بيه خرڅېږي .
ـ
توره کښلې ،
کونه کښلې .
ـ
توره په اصيل
والي غوڅه کوي .
ـ
توري نور ځوانان
وهي ،منصب سدو
وخوړی .
ـ
توري چرګي
سپيني هګۍ
اچوي .
ـ
توزنه هيله د
خدای د کرمه
وتلی ده .
ـ توکل
نر دی ړ اندېښنه
ښځه .
ـ
توکلي ناړي
خولې ته بېرته
نه اخيستل کيږي .
ـ ته څه
سخندر سخندر
لرې ، چه نه
اورې نارې .
ـ
ته ښه سړی ئې د
پلار دي
دامانه کړی .
ـ
ته کښته سه ،
آس ماته راکه .
٧ـ
ته مي بزې
واهه ، زه به
دي روژې واهم .
ـ
ته هم اسيوان
زه هم اسيوان
، ته واماته
واغزل ووايه .
ـ
تېغ په جوهر خوارک
کوي
ـ
توکلې ناړې بېرته
نه اخيستې کېږي .
ـ
تماشبين د نښې
منځ وولي .
ـ
تور بانجان
بلا نه وهي .
ـ
تر چاړۀ لاندې
هم ساه سته .
ـ
تر ورخ تېرې
اوبۀ بېرته نه
راګرځي .
ـ
تيږۀ راځي ،راځي
دخوار پر سر لګېږي .
ـ
تۀ زما
دارو ، او زۀ
ستا دارو !
ـ
تر بې عقله
دوست هوښيار دښمن
ښۀ دی .
ـ
تورۀ وکړه
، توره پخپله
چغې وهي !
ـ
تربور مړ کړه
، لمر ته يي مه
اچوه .
ـ
تربور مړ ګڼه
،پړ يې مه ګڼه .
ـ
تقدير پۀ
تدبير نه بدلېږي .
ـ
تر وزګار بېګار
ښۀ دی .
ـ
تر وژلي ورور
پرې ايښې ګومل
ښه ده .
ټ :
ـ
ټر ټر دادي
خاني ده ،
خوراک دي
نالبکی ده ،
ستاګوز ته
ارباني ده .( ګوز
څه مراد کبر
او لوی خبري
دي
)
ـ
ټمبه ته يو
باد هم غنيمت
دی
.
ج :
ـ
جار دي سم ګوته
دروړم .
ـ جار
دي سم روپۍ ،
چي هم سپر ئې
هم ګدۍ.
ـ
جت مي تک تور ،
نه ئې عيب سته
نه پېغور .
ـ
جع پر غاړه او
جغ غواړه .
ـ
جفا مرګی ښه
ده ، نه بې
اتفاقي .
ـ
جنګ په وسله ،
ننګ په غله .
ـ
جنګ پر خاوره ښه
دی ، نه پر شېدياره .
ـ
جنګ پر شيدياره
ښه دی ، نه پر
خاره
.
ـ
جنګ جنګي کوي
، ننګ ننګي .
ـ
جنګ چي نه کوې ډبره
لو اخله .
ـ
جنګ سوړ سو ،
ميری تود شو .
ـ
جولا سوی نه ئې
، بيا نېچې غلا
کوې
.
څ :
ـ
څيراغ چي ئې
په کور کي لګيږي
و صحرا ته څه
حاجت دی .
ـ
څمڅه په ځان
غره سوه ، چي
په دې اوګړه سړه
سوه
.
ـ
څنګه وي هغه
سياه بخته ، چي څلويښت
ورځي نه وي
نيک بخته .
ـ
څوری څه په څنګ
څه په نس.
ـ
څوک چي لاس درپوري
بند کي مه ئې
غوڅه وه .
ـ
چوک چي بيده
وي ، مېښه به ئې
نرګټی زېږوي.
ـ څوک
مه واهه په ګوته
، تابه نه ولي
په لوټه .
ـ
څوک وائې چي
زما د غړيکي
خوند بد دی .
ـ
څوک وائې څه
وخورم ، څوک
وائې په چائې
وخورم .
ـ
څونه چي خرګی
، هغو نه ئې
بارګی .
ـ
څو ئې ونه
شاربې کوچي نه
کوي
.
ـ
څه توره تېره
وه ، چه انا ورسته
وه
.
ـ
څه خوره ، چه
پرېږده .
ـ
څه چي په کټو
کي وه ، هغه په څمڅۍ
کي
ښکاري .
ـ
څه دي کول ،چي
پلار او نيکه
دي کول .
ـ
څه راوړه ، څه
به يوسې .
ـ
څه زه بد وم ، څه
دښمنانو لاس
راپسي تکوهل.
ـ
څه ژرنده پڅه
وه ، څه غنم لانده
وه
.
ـ
څه لاس تر مينځ
، څه غر .
ـ
څې کوې ، چي نې
کوې
ـ څلاکه
مرغۍ پۀ غبرګو
پښو نښلي .
ـ
څۀ چې کرې هغه
به رېبې .
ـ
څۀ غنم لاندۀ
وو څۀ ژرنده پڅه .
ځ :
ـ
ځان دي وخوری
نوکری ، چي په لږ
و ډير لری .
ـ
ځان ته ښه وائې
ښه نه کړي ، داڅه
وائې دا څه کړي .
ـ
ځانه
! خپله
ځانه
! .
ـ
ځنګل چي اور
اخلي ړ وچ او
لانده ګرد ه
اور اخلي .
ـ
ځوان پر غړي زوړ
پر لري
ـ ځان
ساتلی ښۀ دی ،
دښمن وژلی ښۀ
دی
.
ـ
ځمکه هغه سوځي
چې اور پرې بلېږي .
ح :
ـ
حيادار حيا
کوله ، بې حيا
ويل زما څه بېريږي .
ـ حال
منصور وايه چي
سر ئې په دار
شو
چ :
ـ چا په کلي
کي نه پريښو،
ده ويل اس مو د
ملک کره وتړۍ .
ـ چا
په ورا کي نه پرښو . ده
ويل د مخ اوښ
زما دی .
ـ چاپه
قافله کي نه
پريښو، ده ويل
د مخ اوښ زما دی .
ـ چاړه
چي د سرو زرو
سي ، څو ئې په
نس کي نه و هي .
ـ چا
مونده ، ما مونده .
ـ چرت
ئې واهه
خورجين ئې
بايلو .
ـ چرسي
زوی نه زوی ،
تارياکي دوه
په
ايکي .
ـ چرګ
په تالې کي ګوره .
ـ چرګ
دی يم حلالوه
مي مه .
ـ چرګ
پر ډيران مه ګور
ه ، پر کاسه ئې ګوره .
ـ چرګ
چي غټيږ ي ،
کونه ئې تنګيږي .
ـ چرګ چي ځوان
شي پر بام ورو
ورو ځي .
ـ چرګ
پر پرديو غوړو
مست وي .
ـ چرګه
مي ناجوړه ده
بهانه مي ورته
جوړه دي .
ـ چرګه
چي ببره شي ،
دا هم بد
جناور نه دی .
ـ چرګ
د مالګي په څکلو
څه پوهيږي .
ـ چغال
ته الو نه
رسيده ويل دا
تروه دي ،
چغال پر نعمت
شکر کښه چرګ ئې
د خولې ووت .
ـ چه اړ
سې ، و خره ته
وای بابا .
ـ چي
اوبه وي تېمم
ته څه حاجت دی
؟ .
ـ چي
اوسې په خوی
به د هغو سې .
ـ چي بابا
ژوندی و ، د ادې
په لاس کودی
وو .
ـ چي
بابا ژوندی و
، هلته ادې ادې
وه ؟ .
ـ چي
ايمان وي مرګ څه
دی .
ـ چي
باد نه وي وني
نه ښوري .
ـ چي
باجوړ دي نه وي خوړلی
، بد مه پر
وايه .
ـ چي
باد وي د پاسه
، باران ئې سم
دلاسه .
ـ چي
باد ئې وي د کښې
، وريځي ځغلي
لکه بزې .
ـ چي
بابړ ئې زما
په کتاب پړ ئې .
ـ چي
بخت ئې تور سي
دښمن ئې د
پلار کور سي .
ـ چي
بد ګرځي ، بد
په پرزي .
ـ چي
بد کوي ، بد به
مومي .
ـ چي
بد غواړي ، پر
بدو به واوړي .
ـ چي بې
ملو ځي
، تور ما بې پر
اوږو ځي .
ـ چي
فال ګورم ښه
راځي ، چي يار ګورم
نه راځي .
ـ چي
درانه بارونه
وړي ، خوراک ئې
ځوز دی .
ـ چي
اومه کاکونه
خوري ، خوراک
ئې ګوز
دی .
ـ چي
پردۍ لور ته ئې
طمع سي ، يو من
غوښه ئې کمه
سي .
ـ چي
پر لوړه ګرځي
، پر ژوره
پرزي .
ـ چي
پر کوي منډک
دي ، يووې ،
نودی په غووې .
ـ چي پلار ئې
وز نه وي
ويشتلی ، مور
ئې غوز نه وي
ويشتلی .
ـ چي
پوڅی خورې ،
متار به سهی .
ـ چي
په جنګ کي .................
غوړي ، نوم ئې
سدو دی .
ـ چي
په ځان کي
ويني ، په
جهان کي ويني .
ـ چي
په پټه وي ، په ښکاره
لنګيږي .
ـ چي
په ناز لويږي
، په زيار زړيږي .
ـ چي
په خره دي کار
نه وي ، اشه مه
ورته وايه .
ـ چي
په خپله ئې
وخورې غول به
سي ، چي بل ته ئې
ورکې ګل به سي .
ـ چي
په مرګ ئې
ونيسې ، په
تبه به راضي
شي .
ـ چي مېلمه
ئې سوړسک خوري
، کوربه به څه
خوري ؟ .
ـ چي
په ډير ئې واخلې
، په لږ ئې مه
خرڅوه .
ـ چي
په ډله کي
دوست نه وي ، مه پکښي
کښېنه .
ـ چي
په ډير حرص ئې
غواړي ، هغه
کم خوري .
ـ چي
په زور ورسره نه
وي برابر، د
هغو د څنګه نه
کښېني زړه ور .
ـ چي
په کور کي غوړي
مومي ، ليونی به
غرو ته درومي .
ـ چي
په نيمه شپه بېدار
ئې ، که غل ئې
زما يار ئې .
ـ چي
پيلان کوي ،
پيلخانې به هم
کوي .
ـ چي
پيلان لرې ،
دروازه به لوړ
ي ايږدې .
ـ چي
تا وکړل ، ما
وريبل .
ـ چي
تر ملکه دي کړه
، نو دي ورکه کړه .
ـ چي
ته راځې له
هلکه ، زه په څلور
مړونه وکم .
ـ چي
تيار وي ، هغه
يار وي .
ـ چي تېرسو
، هغه هېر سو .
ـ چي
چرګ نه و ،
آذان چا کاوه .
ـ چي
چنګښي وای کور_
نرکی وای مقر .
ـ چي
چنګښي وای غار
، ترکی وای
کندهار .
ـ چي څوک
دي ونه پوښتي
مه ګډيږه .
ـ چي څه
درپوري وينم ،
ګوړي غوندي دي
وينم، چي څه
نه درپوري
وينم ، هرګز
دي نه وينم .
ـ چي ځوان
وم د هري چټي
يار وم ، چي زوړ
سوم د خواري
خواري پروړ
سوم .
ـ چي
حيا مي ځني
نسي څه بلا مي
ورته نسي .
ـ چي
حج حج لرې ، يوخت
به حاجي سې .
ـ چي
خان ئې په
ياران ئې ، چي
ياران نه وي
توري خاوري د
بيابان
ئې .
ـ چي
خاوند ئې لېټۍ
خوري د سپو بې څه
احوال وي ؟ .
ـ چي
خبر سي بې اثر ،
ترينه پټه
خوله بهتر .
ـ چي
خدای ئې ورکوي
، پټل ئې يار دی .
ـ چي
خدای
کوي ، هغه به
وسي .
ـ چي
خر نه لري ، خر
نه ارزي .
ـ چي د
اختر کالي دي
دادي ،
د لو دا به دي
کم وي ؟ .
ـ چي د
هلکه وفا غواړې
، لکه د خره چي
کيميا غواړی .
ـ چي د
بنګو بټل زدوئی
، اخير به بنګي
سي .
ـ چي د
بل مور بوره
وي ، ستا به هم
بوره کي .
ـ چي د
جان سي تر سر تېره
، خدای دي نه
کي دا نا بوده
دنيا ډيره .
ـ چي د ګېډري
په جنګ وزې ،
تايه د زمري
نيسه .
ـ چي د
ملا غواړی ،
خدای دې
نغاړی ، چي و
ملا ورکي خدای
دي ورکي.
ـ چي
در ئې نه کړم ،
ازار دي پر څه کړم ؟ .
ـ چي
درومې څه به
مومې.
ـ چي
دود نه وي
هلته سود نه
وي .
ـ چي
د ړندو
پر کوڅه راسې
، پر يوه سترګه
لاس ايږده .
ـ چي
دي نه وي
دردمونده . در
به نسي پر تنګسه :
ـ چي ډب
نه و يادب نه
وي .
ـ چي ډول
دي وي په څنګ ،
دوهلو دي څه ننګ .
ـ چي ډير
وايي . لږ خيژي .
ـ چي ډيری
سي ، مرداری
سي .
ـ چي
راځي د بل د کوره
، پرتابه شپه
سي تکه توره .
ـ چي
زر وي . زاری د
کمه ده ؟ .
ـ چي
زړه خوږيږي
، له ړندو سترګو
هم اوښکي راځي .
ـ چي
زما پر مينه
نه وي ، هغه واړه
ښه سړي
وي .
ـ چي
زما په ډوډۍ
مست سي ، هغه
زما دمور مېړه
سي .
ـ چي
زما سره ځي ، تل به
توري وڅکي
خوري .
ـ چي
زيار کاږي ، ګټي
د هغو دي .
ـ چي
ژرنده ئې ګرځي ، بلا
ئې پرځي .
ـ چي
ژوندی وم ښه
مي غواړه ، چي
مړ سوم مه
راپسي ژاړه .
ـ چي
سپی د دنيا نه
سي ، ددنيا
خاوند به نه
سي .
ـ چي
ستا د کوره راځي
، په غلبيل کي
دي راځي .
ـ چي
ستړی نه سی ،
موړ به نه سی .
ـ چي
سر وي خولۍ ډيري
دي .
ـ چي
سر دي نه خوږيږي
داغ مه پرايږده .
ـ چي
سره ونه مېژې
، سره به ونه
ګټې .
ـ چي
سوی تر پلو ده
، تازي ته غول
ورغله .
ـ چي
شپه ئې ترمينځ
وي د هغي ببلا مه بېرېږه .
ـ چي
شل ګله ورکې ،
درې ګله ورنه
کې ، ګل بې نه کې
. ( ددې څخه مطب ښځه ده )
ـ چي ښه
هلته دي شپه .
ـ چي
طلب ئې کوې
پرپېښ به سې .
ـ چي
عقل نه
لري ، پر کور بې
تل غم وي .
ـ چي
علي درسره مل
وي خطر نسته .
ـ چي
غل نه ئې د
پاچا مه بېرېږه .
ـ چي
غل نه تښتي ،
مل دي وتښتي .
ـ چي
غواړې ئې ، پروا بې وړې .
ـ چي
غوټه په لاس
خلاصيږي ،
حاجت غاښ ته
نشته .
ـ چي
غورځي هغه پرزي .
ـ چي
کوچنی وي پر پښو
ځي ، چي لوی سي
پر اوږو ځي .
ـ چي
کوچنی ونه ژاړي ، مور
تۍ نه ورکوي .
ـ چي
کرې هغه به رېبې .
ـ چي
کلی په نامه
لري ، يو خوی تر نور ښه
لري .
ـ چي
کور پر غره
لري ، هم نوي
هم زاړه لري .
ـ چي ګړنګ
مي څڅېده
، چي خدای راکړي
ستا ئې څه ؟ .
ـ چي
لری دی لری ئې
، لړی دی لړی ئې .
ـ چي لږ
خوري هغه تل
خوري ، چي ډيره
خوري هغه ګنډير
خوري .
ـ چي
لو کونه وينې ځني ځغله .
ـ چي
لوی غاپي ،
کوچنی تراپي .
ـ چي
له مازيږي ،
بلا زيږي .
ـ چي
له خدايه پټه
نوي ، د بندګانو
ئې ولي پټوې .
ـ چي د
ياره وائې ، دځانه
وايي .
ـ چي
مربی لری ،
مربا خوره .
ـ چي مړونه
وي هلته کورنه
وي .
ـ چي
مړ سو
هغه پړ سو .
ـ چي
مشر ئې ساوڼ
وي ، لښکر ئې ګوزاوڼ
وي .
ـ چي
مشر ئې وي سپی ، د کشر
ئې څه کمی .
ـ چي
مشر ئې غمبر
وي ، اختر بې
ماذيګر وي .
ـ چي
ملا وائې هغه
کوه ، چي ملا
کوي هغه مه کو
ه .
ـ چي
مور دي نه وي
په پلرګنۍ ،
ورې ولي ځې ليونۍ .
ـ چي
مور لري ادکه
، په صفت به ئې
واده که .
ـ چي
مور ئې بټياري
وي ،
زوی ئې نه فتح
خان کيږي .
ـ چي
مور مېره سي ،
پلار پلندر سي .
ـ چي مېښه
زهيره
وي ، کټی ئې
واهه .
ـ چي
نغده دي وليدل
څنګه دي وخندل .
ـ چي
نه کوي حبيب ، څه
به وکي خوار
طبيب .
ـ چي
نه کار په هغه
دي څه کار ؟ .
ـ چي
نه دي وي د موره
داسي مه وايه
چي وروره .
ـ چي
نه خوری د
باغه ، غم به ئې
پر څه خوری غرمساغه .
ـ چي
نسې تلای وابه
دي خلم ، چي نه ځې
څه دروکم .
ـ چي
نه دي وي له
ملا ،
داسي مه وايه
اغا .
ـ چي
نه لري هلک ،
هغه کور دتېغ
لايق .
ـ چي
نه لري سړ ي، نه دي
کورت خوري نه
غوړي .
ـ چي
نه غواړم ،
هغه مه راپېښوې .
ـ چي
نه لرې پنګه ،
مه کښېنه د چا
د څنګه .
ـ چي
نه مرم لابه
واورم .
ـ چي
نه دي وي د پښته ، دهغو
کسانو تښته .
ـ چي
نه پوهيږي د
هغه دوې برخي .
ـ چي
چي نواله خوري
جاناز به وهي .
ـ چي
نه منې د يار
پندونه ، لاس
به نسې پر
سرونه .
ـ چي
نه ځيني
خلاصېږې ، بړ
بړ پر ورځه .
ـ چي
نوای د خدای
زرونه ، د هر
چا پس وه خپل
کورنه .
ـ چي
واورې وايه ،
چي ووينې مه
وايه .
ـ چي
وخت د ښکار سي
تازي ، اسهال سي .
ـ چي
وخت د ختمې سي
، د يتيم پزه
ويني سي .
ـ چي
وخورې د نر
لغته ، داسي
به کښېنې لکه
اورته .
ـ چي
ودي نه پوښتي
، مه ګډيږه .
ـ چي
ورور ئې نه کې ، پر ....... به
ئې نه کې .
ـ چي
ولاړ سې تر
بلخه ، درسره
ده خپله برخه .
ـ چي
وويشت نه سي ،
خبر به نه سي .
ـ چي وې
غواړي په خوله
، نو خورې به ئې
په څه
؟ .
ـ چي
هوږه ونه خوري
د خولې ئې بوی
نه ځي .
ـ چي
هوس دی ،
دغونه بس دی .
ـ چي
يو لور ئې تر
ملا وي ، می ځني
رغوه .
ـ چي ئې
ياد کړې په وړکتوب
، هېربې
نکړې په زوړ
توب .
ـ چي
يو واهم ، بل
په رنګيږي .
ـ چي ئې
زده کړې پر پېکی ، هير
بې نه کړی پرنګښی .
ـ چي
زده د کميس غاړه
، هغه ئې خوري
په لکه غاړه .
ـ چي ئې
زده د کميسه
غاړه ، هغه
بيا کله شړلې
ولاړه .
ـ چونه
انا راوبولی ،
چي سر
ئې په کټو کي
پرې کي .
ـ چيري
دي واهم ،
چيري دي باسي .
ـ چيري
هېډو ، چيري ګېډو
، راځه چي سره ځو .
ـ چيري
...... ، چيري څنګل .
ـ چيري
چي ډنګ سي ، د
ابۍ کودی تر څنګ
سي .
ـ چيري
کلاله ګوره ،
خو خپله سياله
ګوره
ـ
چې چېرې ښه
،هورې شپه .
ـ
چې مړ شي ، هغه
پړ شي
.
ـ
چې
زوړ
شي ، څۀ ترې جوړشي .
ـ
چې درومې ،څۀ
به مومې .
ـ
چې ښار وران
شي
شادوګان
هم پۀ کې لوټې
وولي
.
ـ
چې مدعي له
کوره نۀ وي ،
خونه يي توره
نۀ وي
.
ـ
چې اوسې پۀ خوی
به د هغو سې .
ـ
چې نۀ وي آدم
خان ،تل به يي
مري اوښان .
ـ
چې څنګه مخ
،هماغسې څپېړه .
ـ
چې عقل يې کم
ورکړ ، تل يې
غم ورکړ .
ـ چاړۀ
که دز رو شي هم
پۀ نس نه چوخېږي .
ـ
چې ځې ،ځې
ابازو له به
راځې
.
ـ چونګښه
له ماره سره
تله ، پۀ منځ
دوه ځايه سوه .
ـ
چې چېرې ډب وي
،هورې ادب وي .
ـ
چې راشي قضا ړندې
شي بينا .
ـ
چې يارانه پۀ
شفتالو شوه ،
نو بيا ګرانه ده .
ـ
چرګ دې يم خو
حلالوې به مې
نه
.
ـ
چې پۀ ما پسې
سپره سې ، بيا
زما پۀ وينو
سره سې !
ـ
چې خوب درشي
بالښت نه غواړي
،چې زړۀ مئين
شي ښايست نه
غواړي
خ :
ـ
خانده خانده ،
ښه کور دي اوډلی
دی
.
ـ
خان صاحب ! يو
تار ورېښم نه
خوړ ،
لس زره روپۍ ئې
وخوړلې .
ـ
خاوره د خُسر
د ګوره اخيستل
کيږي
.
ـ
خبر د خدای لپاره
، لوړ د ورور
له پاره .
ـ
خبره تر خبري
پوري ياديږي .
ـ
خبري کي افغانې
کوي ، نې پلار
نه ېې ادې کوي .
ـ
خبري زده که
بيا ئې وکه .
ـ
خبري ډيري ،
سر ئې يو .
ـ
خبري ښې کوې .
لکۍ ئې کږې کوې .
ـ
خپل سر په
خپله نه خريل کيږي .
ـ
خپل عمل د
لاري مل .
ـ
خپل عېب د اوږو
مېنځ دی .
ـ
خپل که دي مړ کي
، ولمر ته دي
نه غورځوي .
ـ
خپل کور ، يا
خپل ګور .
ـ
خپل پر تنګسه په
کار دی .
ـ
خپل دا په نس ،
دبل دا په وس .
ـ
خپل بدي وژړوي
، پردی به دي وخندوي .
ـ
خپل به ازار
سي بېزاره کيږي
نه
.
ـ
خپل دا مي
خپله کې ، که د
بل
دامي
هم خپله کې .
ـ
خپل ځان د ي
ساته ، بل ته
مه وايه چي
غله
.
ـ
خپل مال تر سترګو
لاندي ښه دی .
ـ
خپل وطنه ، ګل
وطنه
.
ـ
خپل خپل ، پردی
په ډيرو نارو خپل .
ـ
خپل خپل وپېژنه
، پردی پردی .
ـ
خپله خوله هم
کلا ده ، هم
بلا
.
ـ خپله
پښه ، خپله پڼه
پېژني .
ـ
خپله خوله په
بل نه وچيږي .
ـ
خدای د کراری
مل
دی .
ـ
خدای د ناروا
ؤ مل نه دی .
ـ
خدای په
ريشتيا خوښيږي.
ـ
خدای دحق ملګری دی .
ـ
خدای شړلی نه
سميږي .
ـ
خدای وهلی د
خلګو نه شرميږي .
ـ
خپله لاسه ګله
لاسه
.
ـ
خدای د ناروا
ملا نه تړي .
ـ
خدای دي په
هغو پوښته چي
لري ئې .
ـ
خدای او مړو
سره وپېژانده
، خو مړونه او
مړونه نه سره
پېژني .
ـ
خدای دي هيڅوک
داسي نه که ،
چي خپل درنه
که د بل سپکه .
ـ
خدای يو دی ،
روزۍ ئې ډيري دي .
ـ
خدای چا ليدلی
نه دی پر صنع
اوقدرتو ئې پېژني .
ـ
خدای خبر دی ،
چي
تره
کاپر دی .
ـ
خدای او پاچا
ئې راکوي ،
شيخ مير ئې نه
راکوي .
ـ
خدايه لوی مي
کې ، لويي را
مه کې
.
ـ
خدايه لويه !
ما وساتې بې
زويه
.
ـ
خدای وائې ته حرکت
کړه ، زه به
برکت کړم .
ـ
خرابه ښځه د
بل ده
.
ـ
خر پر لار که ،
خپله چار که .
ـ
خر پلار که ،
خپله چار که .
ـ
خر په پالانه
نه درنيږي .
ـ
خر
په
اته ، کوټې ئې
په شپېته .
ـ
خر په وهلو نه
آس کيږي .
ـ
خرپه غره کي
بوعلی دی .
ـ
خر په سبا څه
خبر
.
ـ
خر نه دی کچر دی
، په پوري د
خره سر دی .
ـ خر
چي تر خره
پاته شي ، غوږ
ئې پريکه .
ـ
خر چي پردانه
مړ سي شهيد دی .
ـ
خر
چي
تر مکې ولاړ
سي هغه خر دی .
ـ
خر دباره سره
خوري
.
ـ
خر که مري ، ديګان
به
وړي .
ـ
خر له باره
ولوېدی ، دګوزو
ونه لويده .
ـ
خر وځان ته
حيران و ،
خاوند ئې بار
ته
.
ـ
خرې موري ، خوږې
موري
.
ـ
خر هغه دی ځل ئې
نوی دی .
ـ
خره ته دي
خدای ښکر نه
ورکوي ،که
ورکي د غويو
نسونه به څيري
کي
.
ـ
خره ته ئې ويل زوی
ته وشو ؟ ده
ويل څه ئې کوم
هغه به خپل
بار وړي ، زه
به خپل .
ـ
خره ګله که ، بيا
ګله که .
ـ
خلګ په ليوني
پوري خاندي ،
ليونۍ په خلګو
پوري
.
ـ
خوار چي خوار سي
، باک ئې نشته
.عزيز کرده سړی
چي خوار شي تل
دي ژاړي .
ـ
خړ سپی د شرموښ ورور
دی
.
ـ
خوار په خپله
خواري نه شرميږي .
ـ
خوار تلتک نه
درلوده ، چي
پيدا ئې کړ ،
تر غرمې پکښي
پروت و .
ـ
خوار کبرجن د
خدای دښمن دی.
ـ
خوار خدای کړې
، سپی چا کړې ؟ .
ـ
خوار سو ، د ټره
ونه لويده .
ـ
خوار سړی ،
ابلک ئې سپی .
ـ
خوار کبرجن ،
زوړ زناکار
خدای نه بخښي.
ـ
خواره وږې ، څه
به وخورې د سوي
دسبزی .
ـ
خواره بازاري
، هغه ته هغه
خواري .
ـ
خواره سې
مکاري . چي هم جنګ
کوې هم ژاړې .
ـ
خواره کی هغه
مينځه ، چي د
مينځي کونه
مينځي .
ـ
خواره سې چرګي .
چي له خياله
مستک نه خورې .
ـ
خواره بدي غواړم
نه د ورور د مرګه .
ـ
خوار هندو دی
چه ايمان نه
لري
.
ـ
خواره هغه کړې
چي ګاللای شي
، بوره هغه کړې
چي ژړلای شي .
ـ
خواري لوي تخت
به زه درکړم ،
بخت دي خدای .
ـ
خواري د مړو په
شا ده
.
ـ
خواړه د رنګه
خوړل کيږي .
ـ
خواښي پر زوم
ريږدي ، زوم
پر
لور
ور پرېږدي .
ـ
خوري تخت به
زه درکړم ،
بخت د ي خپل دی .
ـ
خورئې د ماما د
ميني دښمن دی .
ـ
خورې سوړ سک ټېغ
د د پلاو باسې .
ـ
خوږ به دي کړم
، نو نه تر ځان .
ـ
خوشي خواري ،
دلور په لمسي .
ـ
خوله په غاښو ښايسته
وي
.
ـ خوله
د ي خپله ، ګل
په وله .
ـ
خوله په مميزو
مه امخته کوه .
ـ
خوله چي اموخته
شي ، آس نه دی
چي قېضه شي .
ـ
خونه که مي
وسوه
ديوالونه خو ئې
پاخه دي .
ـ
خوند د فکرو
زيات دئ ،
ترخوند د بکرو
. ( ځيني وايي :
خوند د چکر
زيات تر پکر )
ـ
خيراتي آس ،
غاښ ئې کتل ؟ .
ـ
خېښي په خوښي
، سودا په رضا
ـ
خواره چې مَړه
سوه ،نو مړه
سوه
.
ـ
خوار سړی ،
سور يې سپی .
ـ
خپله ژبه هم
کلا ده ،هم
بلا
.
ـ
خپل عمل د لارې
مل
.
ـ
خندی دغاړې غړوندی
دی
.
ـ
خبره کوه د
خدای لپاره ،
کوتک وهه د
ورور لپاره .
ـ
خپل عيب د ؤلي منځ
، د بل عيب د
کلي منځ .
ـ
خر يار کړه ،
مطلب پرې بار
کړه
.
ـ
خټکی چې خټکي
ته وګوري ، رنګ
واخلي
د :
ـ
داهاړلمرته
خرنشي ټينګيدى .
ـ
داّهنګريوټك دزرګرسل
ټكه
ـ
داملوكوپه
تول خرڅيږي .
ـ
داوبوخرواردى
په ګوته ښوريږي.
ـ داباسيندنه
اوبه غواړې تږى
نه يې
.
ـ
داوبونه كوچ
اوباسي .
ـ
داوښ دشاوړۍ
ده
ـ
داهاړليوه دى
ـ
داّسمان لاندې
يې كوردى په
دى پوردى
ـ
داڅه ډوول سړى دى
ـ
داسې دى چې په
ژبه خلك څټي .
ـ
داوړۍ نه شړۍ
كيږي
ـ
داور سوي په اور
رغيږي.
ـ
داډول اوداوټي.
ـ
داغزوپه پولۍ
مې شپه وه.
ـ
داغزوپه لښتويې
وهي
.
ـ
داحال دى چې
دغوايي وال دى.
ـ
دارې غوندې
دواړوخواوته اچوه.
ـ
داوښ په
شاسوردى.
ـ
دارهټ منګوټي
دي.
ـ
داجل نه مخكې
مري.
ـ داګز
دا ميدان.
ـ
داملوكوپه
تول كې لاړو.
ـ
دبازله ځالې
بازپاڅيږي.
ـ دباران
نه پاڅيددناوي
لاندې كښيناست.
ـ
دبوسولاندې
اوبه مه تيروه .
ـ دبريښناپړق
دى
.
ـ
دبادام په شان
مې زړه سورى
سورى دى.
ـ
دبيزوپرهردى.
ـ دبل
په اوږومياشت ګوري.
ـ
دبل په اوږويې
لاس ايښى دى.
ـ
دباران پسې پټي ګرځوي.
ـ
دبادپه نيلي
سوردى.
ـ
دباغوان لاس ګل
دى.
ـ
دباران
تورمخى دى .
ـ
دبنوڅښتن په
اّرامه نه وي.
ـ
دبنوكوروران
دى
.
ـ
دپردي زوى نه
خپله كړميزنه
او پوواړي لورښه
ده.
ـ
دپولۍ پړق ته
ناست دى .
ـ
دپاچاصاحب
بازدى په ډيران
چورګوړي نيسي.
ـ
دپندانې قصه
شوه.
ـ
دپخلادښمن نه ځان
ساته
.
ـ دپاچانزديكت
اوردى.
ـ
دپراچه موټى
دى.
ـ
دپاسه مسْله
راغله په درست
جهان خوره
راغله .
ـ
دانسان مخ
دخداي له نوره
دى.
ـ
دپيشودوژلوشپه
ده
.
ـ
دبلي ونې
سوري ته نيالګى
نه غټيږي .
ـ
دبل سورى پرې
شوى
.
ـ
دبدو به بد
مومي
.
ـ
دبل په غاړه
چاړه تيره كوي .
ـ
په بل خپل زور
معلوموي بل
دخپل ظلم
وسيله او اله ګر
ځوي.
ـ
د بنګړ وباردى .
ـ
دانااوګره ده
په څكلو خلاصه
شوه
.
ـ
دټوكې نه پټاكه
شوه.
ـ داخرت
سختې خوارۍ دي.
ـ
داوسپنې نه
غُل پاتېكيږي.
ـ
دانځرګل شوې.
ـ داولادبد
چاته نه ښكاريږي.
ـ
دپادوان
پخپله غوا
نظروي.
ـ
دپاسه ښه رنګين
دى
دننه
يې زړګى خوړين
دى.
ـ
دپادوان ګټه
په ?.. تنكيوكوټو
كې ده
.
ـ
داو ښ تالو دى.
ـ
داوښ پل يې جوړكړ.
ـ
دبې صبره دې
بيخ ووځې وايي
ماته يې په
لمن كښې واچوه..
ـ
دتورې شپې غل
دى.
ـ
دټيپروپه تول
يې وركړه.
ـ
دجوړ و نايى دى.
ـ
دجمعې مړى شو.
ـ
دجولامنډه
دموږي پورې وي.
ـ
دجومات تنبه
ده
.
ـ دجوارۍ
موټى دى.
ـ
دجب نه اوبا
سه پيسې
ورباندې
وخوره پتاسې
ـ
دخيرپه غونډۍ ناست
دى
ـ
دخنداپسې ژړاشته .
ـ
د خپلې كوټې
واورې په بل
اچوي.
ـ
د خرې دومره
شيدې دي چې د
خپل كوټي يې
كيږي
ـ
د خوشحالۍ
ياران ډير وي.
ـ
د خيرات خوا كې ډۍ
كوي.
ـ
د خارې مړز دى.
ـ
د خپلو سره جنګ
دښيښې درز دى.
ـ
د
خوارې
كونډې زويه
خپلي روټي
ژويه.
ـ
دا حوض څوكاسې
دى.
ـ
د خوارۍ ژرنده
ساتي د كبره يې
مزد نه اخلي.
ـ
د خره په تندي
كې محراب نه وي.
ـ
د خره مينه
لغته ده .
ـ
د خير نه مې دې
توبه سپي دې
كورې كه.
ـ
د خوږې ګوتې
نه نيول كوي.
ـ د
خولې نه يې
اور پورته كيږي.
ـ
د خوږ لاس
غوندې يې د زړه
پورې نيولى دى.
ـ ډير
پرې قدرمن او ګران
دى.
ـ
د جولا د ننګورتيز
شو.
ـ
دخرې څټه وركه
شه دښځې ګټه
وركه شه .
ـ
خپل لونه
لورمه پټوه .
ـ
دخوار ملا په
اذان څوك كلمه
نه
وائي .
ـدڅادر
نه پښې مه
اوباسه .
ـ
دڅپلۍ ګردته يې
هم نه شې
رسيدى .
ـ دچراغ
لاندې تياره
وي
.
ـ
دچرګې
دنيولودى .
ـ
دچرګ دمالګې دڅټلوسره
څه دي
.
ـ
دچادسترګو نه
خلى نه اوباسي.
ـ
دچل ياري سرته
نه رسيږي.
ـ
ددوزخ خپسه پرې
ناسته ده .
ـ
ددله سپيه چې
غاپې نه بوڅ
خوكښينه .
ـ
ددرواغو مزل
لنډوي .
ـ
ددرمند څخه يې
ناپاكي زياته
ده
.
ـ
ددووه به
كوروي ددريم ګړي
به مخ توروي .
ـ
دډير وامساء
ديوګيډى.
ـ
ددادپورې يې
پريږده .
ـ
دډير
وخويندووروردى په
دنګه ولويْې
كونه وشليده.
ـ
دځوانۍ يوه
نيشه وي هسې
نه چې هميشه
وي
.
ـ دځنګل
اوردى زياتيږي
اوكميږي نه .
ـ
داخوله كه
زماواى مابه
پرې ?. خواړه.
ـ ددوه
پښوسړىدى.
ـ
ددښمن په خوږومه
تير وځه .
ـ
دزاخيلوسپۍترې
جوړه شوه .
ـ
دزمري زړه لري.
ـ
دړندوپه
بازاركه راغلې
په يوه سترګه ته
هم لاس كيږده .
ـ
دشولوځرى دى.
ـ
دړندودلاس
امساٌده.
ـ
دړندوسترګواوښكه
ده
.
ـ دزمري
وروردى.
ـ
دزمري په خوله
كې هم خيرغواړه.
ـ
دزورورمخې ته
مه ځه او داّس
شاته مه ځه
ـ
دزوم خټه
دخسردكاله وي.
ـ
دزوراّوراوبه
په پيچومي خيږ
ي.
ـ
ددرواغوګوډى
دى
.
ـ
دسپي دغپ پسې
مه ځه
.
ـ
ديوسړي مارپه ګيډه
تيرشوخفه واوويل
يې چې دايې
لارشوه .
دسترګواغزى
دى .ـ
ـ
ددوبي
كورداخترپه
ورځ معلوميږي.
ـ
دزروقدرپه زرګروي.
ـ
دسروپيزوانه ګړنګوزوړكړې.
ـ دسلوغويانوخاونديولنډي
ته ودريږي.
ـ
دښمني دسرې
اوردى نه مړكيږي.
ـ
دشرم تيزدكونې
په سروي .
ـ
دشګونه پړي نه
غښتل كيږي.
ـ
دسپې مرګ په ګيدړاختردى .
ـ
دسلوكالوموړپه
سلوكالوكې نه
خواريږي.
ـ
درستم نوم
درستم نه ښه
دى.
ـ دښارنه
زه راغلم دنرخ
خبرې ته كوې.
ـ
دسلوكالووږي
په سلوكالوكې
هم نه مړيږي.
ـ
دسوال
دژوندنه مرګ ښه
دى.
ـ
دسيندنه مړي
چاګټلي .
ـ
دسلوقصابانوونډۍ ده ..
ـ
دسلوبللوځاى
كيږي
خوديونابللي
نه.
.
ـ
دسيوري ونه
خورمانه نيسي.
ـ
دسختۍ نه څوك
نه مري.
ـ
دسروګلوبدمه
وايه.
ـ
دسوال په
اوبوژرنده نه ګرځي.
ـ
دسورنا چي
يوپف دى.
ـ
دسپي سترګې يې
دي.
ـ
دشكاڼه غل دي
نه خس دي نه
سره.
ـ
دشعرمعنې دشاعرپه
خيټه كې ده.
ـ
دشړۍ لنګ يې
وهلى دى. .
ـ دسپيورمه
نه وي.
ـ
دسره غمي په
شان دى .
ـ
دشنه اّسمان ږلۍ
ده.
ـ دسرويښتان
يې په كې سپين
شول.
ـ
دنغري په غاړه
جنت غواړي.
ـ
دللون كونه
حساب نه ده.
ـ
دشولويې پريښودل
او دپروړويې
راونيول.
ـ
دسترخوان ته يې
مه ګوره اوچولې
ته يې ګوره.
ـ
دشادكتلوپه ځاي
مخكې ګوره.
ـ
دشپې هرسړى ډاريږي
څوك حال
وايي اوڅوك يې
نه وايې .
ـ
درنګ ته مالګه
مه وړه.
ـ
دپسرلي باران
دى.
ـ
دقارون
دنياده.
ـ
دادپټي سردى پټى
وروسته
سوروردى .
ـ
دشيطان په خره سوردى.
ـ
دسپي مرګ ترې ښه
دى.
ـ
دچاغران دچابګيل
مړزشو.
ـ
دپيښې نه تيښته
نشته
.
ـ
دپنځه جريبه ځمكې
نه يو مريد ښه
دى.
.
ـ
درنګريزخم دى .
ـ درب
سر وهي عرب يې
په سروهي .
ـ
دحريص كاسه
چپه وي خوله
ئي سپيره وي .
ـ دټيكۍ
سرشو.
ـ
دژبې پر هرنه
جوړيږي .
ـ
دغوادپښو وتى
دى
.
ـ
دغوړيو زور دقرتو
نه او باسي .
ـ
دغوړلستوڼي
ياردى .
ـ
د ښونه ښه
پيداكيږي
دبدونه بد.
ـ
دټنګې بيزو نه
وه دروپۍ ځنځير
يې وتښتاوه .
ـ
دبدونه هم لرې
هم غلى .
ـ
دسپي خوى يې
دى
.
ـ
دسپي سريې ترې
جوړكړ .
ـ
دسلوشاباسونه
يوه روپۍ ښه ده .
ـ
دغلې بلانه
ويره په كارده
ـ
دسپي په كودي
كې يې وركړه
ـ
دډبګرۍ اجړادى.
ـ
دغم ټغريې غوړولې
دى
ـ
دبې اتفاقه
خلكوجمع كول
دچنډخانوتول
دى
ـ
دخپل خره
تيزپيژنم
ـ
دغره هوسۍ
دغره تازيان
نيسي
.
ـ
دغله لاس چې كوركې
ولګيدبركت يې
والوت ،
ـ
دشيعه په ليمڅي
چې كښيناستې وړۍ
ترې باسه .
ـ دغله
په ږيره خس وي
ـ
دغله مورپه غلاژاړي
ـ
دغريب سړي
دخيرات په ورځ غواوركه
وي
ـ
دشملې ګل دى
ـ
دڅاڅكونه
سيلاب جوړيږي
ـ
دغنموله رويه ځوز هم
اوبه كيږي
ـ
دچړمړى دى
ـ
دټانټوكټ دى
ـ
دفيل غوږ كې
ويده دي
ـ دقربانۍ
ګډورى دى.
ـ
دخوړهره تيږه
من نده.
ـ
دصبر ميوه خوږه
ده.
ـ
زغم ښه شى دى
خداى(ج) پرې
انسان ته اجر
وركوي.
ـ
دطالبانو
غويىشو.
ـ
دكانګړې په ټس كې
لاړې بټګرامه.
ـ
دقربان نه دې
معلوميږي چې
چرسي يې.
ـ
دكوربه په پسه
زړه كيده
دميلمه په هډوكي
نه كيده.
ـ
دكبر كاسه
نسكوره ده..
ـ
دكور ګټه دډهلي
ګټه ده.
ـ
دكور په كار
دكور ميرمن ښه
پوهيږي..
ـ
دكر واړې چج
دى اواز يې
شته دانې يې نشته
ـ
دتورې پرهار
به جوړ شي د ژبې
پرهار نه جوړېږي .
ـ
دوست به دې وژړوي
دښمن به دې
وخندوي
ـ
د سوال پۀ
اوبو ژرنده نه
چلېږي .
ـ
د هرې ونې مه خوره
د يوې به دې ګنډېر
شي
.
ـ
د کبر کاسه
نسکوره ده .
ـ
د خوار به پۀ
حلوا کې غاښ وتلی
وي
.
ـ
د لندو خټو لږې
اوبۀ دارو وي .
ـ
د کور کلي سپی
، د بهر سړی .
ـ
د پردي کلي
ناوې ښايسته
وي
.
ـ
د خرۀ لغته
،ملنډه وي .
ـ
دروغ د ايمان
زيان دي .
ـ
د زمري غار بې
هډوکو نۀ وي .
ـ
د عقل وږی
نسته د دنيا موړ .
ـ
د نوي منګي
اوبۀ خوږې وي .
ـ
دوه غوايي چې ښکر
پۀ ښکر شي
زيان يې د بوټو کاڼو
وي
.
ـ
دوه غوايي چې ښکر
پۀ ښکر شي
،زور يې د وښو
پرخوا وي .
ـ درياب
پۀلوټه نه خړېږي .
ـ
دښمن هغه دی چې
اول يې ( هو!) او
بيا يي (يه) وي .
ـ
د درواغو مزل
لنډ وي .
ـ
د غنمو لپاره
پۀ زوزو هم
اوبۀ لګېږي .
ـ
د
صبر
مېوه خوږه وي .
ـ
د ډوډۍ پر قدر
وږي پوهېږي .
ـ
دوست هغه دی چې
پۀ سخته کې دې پۀ ښه
راشي
.
ـ
د لاس ګوتې پۀ
يوه اندازه نۀ
دي
.
ـ
د شپې پای سپېدې راختل
دي
.
ـ
د کور جارو ،
دبل دارو .
ـ
د خرۀ مړينه د
سپي اختر وي .
ـ دوستي
پۀ ليرې والي
کې ښه وي .
ـ
دګور شپه پۀ
کور نه کېږي .
ـ
د ناليده چې لور
وشوه پۀ ښکلولو
يي مړه کړه
ـ
د نر زوی ژړا پۀ
ځانګو کې
مالومه وي .
ـ
د
اوښانو
خاوندان
دروازې لوړې
ساتي
.
ـ
د زړۀ زړۀ ته
لار وي .
ـ
د ډالۀ ږغ ليرې ښۀ ځي .
ـ
د غلۀ پۀ غرۀ کې
هم ځای نۀ وي .
ـ
د مور پۀ نس کې
چا نۀ دي زده کړي .
ـ
د بل پر ايمان
سړی جنت ته نۀ ځي .
ـ
دنيا پۀ امېد
خوړه کېږي .
ـ
د بې عقله
علاج نسته
ـ
د پلالې اور
تر درمندۀ ځي
ـ
د سيال خواړۀ
پور دي يا پېغور .
ـ
د بې غيرته به
دکور مېلمه
واکمن وي .
ـ
د ښځې سل کمڅۍ
دي ، سل سره
بدۍ دي .
ـ
د سپو کور پر
کور بدي وي
خوار غريب ته
يو وي
.
ـ
دنن کار سبا ته
مه پرېږده .
ـ
د بل پۀ لاس
مار هم مه
وژنه
.
ـ
د آرمان واتۀ
د آسمان خاتۀ دي
ـ
دزورور اوبۀ
پر پېچومي خېژي .
ـ
د زورور مې څټ
هم خوښ دی ، د کمزوري
مخ هم نه !
ـ
د لاس تڼاکې
مرغلرې دي .
ـ
د غزني
زيارتونه تر
خپلو پردو ته ښۀ
رسېږي .
ډ:
ـ ډبره
تسي ځای ته ښه ځي
ـ ډبره
چې چېرې پرته
وي هورې
درنه وي .
ـ ډېر
سفر وکړه چې
خاموالی دې
پوخ شي .
ړ
:
ـ ړوند
له خدايه څۀ
غواړي ، دوه
سترګې !
ـ ړنده
سترګه څۀ ويښه
څۀ ويده !؟
ر:
ـ راست اوسه
پۀ لويه لار کې
ملاست اوسه .
ـ رڼا
سترګې پټوي !
ز:
ـ زۀ
درنه پزه پرې
کوم ، تۀ رانه
پېزوان غواړې
!؟
ـ زۀ دې
کښت نه کړم تۀ
پټي راګڼې .
ـ زۀ دې
پېرۍ نه منم ،
تۀ راته
مريدان نيسې .
ـ زړه ښځه
پۀ تګ مالومه
وي
س:
ـ سپين
ويل ترخۀ وي .
ـ سور
سپی هم د لېوۀ
ورور دی .
ـ سړی
دې سړي تالۍ
ته نه تندي ته ګوري .
ـ سترګې
له سترګو شرمېږي .
ښ
:
ـ ښځه
د کور
ډېوه ده .
ـ ښۀ
خوی به دې
سلطان کړي بد
خوی به دې پۀ ځان
پورې حيران کړي
ـ ښځې
چا مرکو ته نۀ
دي بيولې .
ـ ښه
ورځ پۀ منډه
نه پۀ ټنډه ده .
ـ ښځه د ځان پۀ
خوښه که د
جهان ؟
ـ صحبت
بې تاثيره نۀ
وي
غ
:
ـ غوښتل
توانېدل
دي .
ـ غوا
توره شيدې يي
سپپنې .
ـ غر
پر غرۀ نه ورځي
انسان پر انسان ورځي
ـ غرضي
پر خټه اور لګوي
. ـ
غوټه چې
پۀ لاس خلاصېږي
خلې ته يي څۀ حاجت دی .
ـ غوښه
چې دې د پيشو پۀ
خله ورکړه ،
نو يي ساتې له
چا ؟
ـ غم
به يي
د بډبېرې زبېر
کوي چې مېلمنو
ته يي لار ښووله .
ک
:
ـ که
تا ويل چې زۀ
يم او
ما ويل چې زۀ
يم ، نه به تۀ يې
نه به زۀ يم
،اوکه تا ويل
چې تۀ يې او ما
ويل چې تۀ يې
،هم به زۀ يم
هم به تۀ يې !
ـ که
روپۍ وړه ده
خو پۀ تول
پوره ده .
ـ کلی
پر نامۀ لري
يو خوی تر
نورور ښۀ لري .
ـ کلی
پۀ لېوني پورې
خاندي لېونی پۀ
کلي پورې .
ـ که
ولي نه يم
خالي هم نه يم .
ـ کله
کله د سړي پۀ بې
خيرۍ کې
هم خير وي .
ـ که
برج نه سو
کدانه خو به
سي .
ـ کوم
کار چې پۀ
صلاح وي ورکه يي
بلا وي .
ـ
کوتره له کوترې
سره او باز له
بازه سره .
ـ که
نن پر ما سبا پر
تا !
ـ که
غواړې چې رسوا
نه شې ، له ټولنې
سره همرنګه شه .
ـ که
غل نه
تښتي ، مل دې
وتښتي .
ـ که ګور
ګران دی ، خو د
مړي ناکام دی .
ـ کارغۀ
د زرکې
تګ کاوۀ خپل يې
هېر شو .
ـ کږه
خلۀ پۀ سوک سمېږي .
ـ که
غر لوړ دی پر
سر لار
لري .
ـ که
شپه تيارۀ ده
خو مڼې پۀ
شمار دي .
ـ کله
،کله له ړاندۀ
هم لکړه لوېږي .
ـ که
جنګ نه کوې لکۍ
خو ببره نيسه .
ـ کوږ
بار تر منزله
نه رسېږي .
ـ
کُلاله وکړه
،خپله سياله
وکړه !
ګ
:
ـ ګُل
بې خاره نۀ وي .
ـ ګيله
له خپله کېږي .
ل
:
ـ له
غرونو لوېدلي
به پورته شي
،خو له زړونو
لوېدلي
به پورته نۀ
شي !
ـ له
کلي ووځه خو
له نرخه مه وځه .
ـ له
قامه سره خوره ، له
قامه سره مره .
ـ لمر
پۀ دوو ګوتو
نه پټېږي .
ـ له
بارانه تښتېدم
،تر ناوې
لاندې مې شپه
سوه
ـ لوی
مې کړې لويي
مه راکوې .
ـ له مړو
آواز نه راپورته کېږي .
ـ له
پخلا شوي دښمنه
ځان ساته .
ـ لال
پۀ ايرو کې نه
پټېږي .
ـ له
لوږې مړ شه خو
د سوال دارو
مه خوره .
ـ له
آزاره چا
بازار نه دی
موندلی !
ـ له
يوۀ لاسه ټک
نه خېژي .
ـ له
وچو سره لاندۀ
هم سوځي .
م
:
ـ مېړۀ
مړ کړه ، خو مېړانه
يي مه وژنه !
ـ مېړونه
غرونه دي ،ښځې
يي اړمونه دي .
ـ
مرغان هم هغه
سره ګرځي چې بڼې
يي سره لګېږي .
ـ مرغۍ
پۀ خپلو بڼو ښه
ښکارېږي .
ـ مينه
ړنده ده .
ـ مېلمه
د خدای دوست
وي .
ـ مړی
چې خدای شرموي ، پر
تخته يي
معامله ګډه وډه
شي .
ـ مار
خوړلی له تور
پړي هم وېرېږي .
ـ مار
ته پۀ لستوڼي
کې ځای مه
ورکوه .
ـ مه
وکړې هغه منډه
چې مې کونه شي
بربنډه !
ن
:
ـ نوې
ناوې ته هرڅوک
ببوزی وهي .
ـ نړۍ
ليدونکي ډېر
درواغ وايي .
و
:
ـ ورېندارې
پۀ لېورو ساتلې
وي .
ـ وينه
پۀ وينه نه
مينځل کېږي .
ـ وينه
آزارېږي ، بېزارېږي
نه .
ـ
وروستۍ ورځ
نامرده وي .
ـ وړۀ
دې پۀ
وړۀ منت دې پۀ څۀ
؟
ـ وزه
پۀ خپلو ښکرو
نه درنېږي .
ـ ورور
که د ورور له کوره
خپه وځي ، خو پۀ
هدېره کې
ورسره يو ځای
د پلار پر قبر
شناختې دروي .
ه
:
ـ خپل
مال خوندی که
.همسايه غل مه
نيسه .
ـ هرګرد
شی غوز نۀ وي .
ـ هر
کاره سړی هيڅ
کاره دی .
ـ هيڅوک
هم نه وايي چې
زما د غړکې
خوند بد دی .
ـ هغه څراغ
چې دکور لپاره روا
دی ، د جومات
لپاره ناروا دی.
ی
:
ـ یو
بام دوه هواوې !
ـ يو
پۀ خدای
، او بل پۀ
خبرو کې ، د
هرچاحق وي !
والسلام
www.pashtoaf.weebly.com
www.pashtoaf.weebly.com کمپوزکوونکي:-