بسم الله الرحمن الرحیم ۰
عضوی کیمیا
پخواکیمیاپوهانوعقیده درلوده چی دکیمیاوی مرکباتودوه اساسی کلاسونه یاصنفونه موجوددی چی هغه عبارت دی دعضوی مرکباتواوبل یی عبارت دی دغیرعضوی مرکباتوڅخه تریوقرن پخواداسی فکرکیدی چی کوم موادچی دژوندیوموجوداتوڅخه لاس ته راځی ورته عضوی مواداوکوم چی دمنرالی موادوڅخه لاس ته راځی ورته غیری عضوی موادویل کیږی مثلاً دخوړومالګه ،مرمرډبره ،اوکاربن ډای اکسایډدغیرعضوی موادوڅخه ګڼل کیږی په داسی حال کی چی په vinegar کی acetic acid اوالکول په vine کی اوTartaric اسیدپه انګوروکی اویاcitric acid په لیموکی دعضوی مرکباتوویل کیږی داسی یوه فرضیه موجوده وه چی عضوی مرکبات یواځی اویوځی دژوندی عضویتونوڅخه تولیدیږی چی ودغوتیوری ته یی Vital force ویل کیږی چی ترزیاتووختونوپوری داتیوری دقبول وړوه اوپه لابراتوارکی نوره توجوه نه کیدله په 1828 کال کی جرمنی کیمیاپوه Friedric wholer امونیم سیانایټ چی غیری عضوی ماده ده حرارت ورکړی اویوعضوی مرکب چی یوریاده تولیدکړی .
کله چی وهلردغیری عضوی مرکب څخه یوعضوی مرکب یوریا تولید کړه تردی وروسته په کیمیاکی نوی تحول رامنځ ته شواوتردی وروسته ډیرنوی مرکبات تولیدشول په 1950کال کی Vital force تیوری ردشول . ډیرهغه مرکبات چی دژوندی حجراتو(نباتاتواوحیواناتو) په وسیله تولیدیږی دکاربن دعنصرلرونکی دی دپخوانی تیوری په عوض وکاربن ته زیاته توجوه وشول اواوس عضوی کیمیاداسی تعریفوی چی دکاربن دمرکباتودمطالعی څخه عبارت ده په داسی حال کی چی ځنی استیثنآت موجوددی . کاربن ډای اکسایډ CO2 کاربن مونواکسایډCO کاربن ډای سلفایډCS2 سودیم کاربونیټ لکه Na CO3 بای کاربونیټ لکه Na HCO3 پوتاشیم سیانایډ لکه KCN یاتایوسیانیټ لکه
Na SCN یاسیانیټ لکه CN یاکلسیم کاربایډلکه Ca C2 نوموړی مرکباتودغیری عضوی مرکباتوپه ډله کی څیړل کیږی.
داچی ولی عضوی اوغیرعضوی مرکبات په جلاجلاډول مطالعه کیږی پداسی حال کی چی ټول مرکبات په اصولوکښی دکیمیادعلم په وصیله څیړل کیږی .
( ۱) دمرکباتودتعدادزیاتوالی :۰ تخمیناً 0 100.00 غیری عضوی پیژندل شویدی اوتعدادیی په ډیرسرعت سره زیاتیږی همدارنګه تردری میلیونه زیات عضوی مرکبات پیژندل شوی دی اودهری ورځی په تیریدوسره دهغه پرتعدادباندی نورهم علاوه کیږی اوهرکال په زرهاوونوی عضوی مرکبات په مصنوعی توګه جوړیږی که چیری دادری میلیونه مرکبات ټوله دغیری عضوی کیمیا ترعنوان لاندی مطالعه کړای شی چی داکاربه دتعادل څخه وتلی وی .
2 - برابرکیماوی اوفیزیکی خواص: - دعضوی اوغیری عضوی مرکباتو کیمیاوی ساختمانونه ترکیبات یوله بله تشخیص شوی دی لاندی جدول وګوری.
Organic |
Inorganic |
۱- دویلیکیدونقطی یی کښته دی . |
۱- دزوب نقطی یی لوړی دی . |
۲- دجوش نقطی یی کښته دی . |
۲- دجوش نقطی یی لوړی دی . |
۳- په اوبوکی دحل کیدوقابیلیت نلری اوپه غیری قطبی محللاتو کی په ډیر اسانی سره حلیږی . |
۳- په اوبو کی په اسانی حلیږی اوپه غیری قطبی محللاتوکی نه حلیږی . |
۴- سوځل کیږی . |
۴- نه سوځول کیږی . |
۵- په محلول کی بریښنا نه تیروی . |
۵- په محلول کی دهغه څخه بریښنا تریږی . |
۶- عمومآ اشتراکی روابطه لری . |
۶- ایونیک روابط لری . |
۷- ایزومیری خواص لرونکی وی . |
۷- لږ ایزومیرونه لری په استسنا دانتقالی عناصرو . |
۸- کیمیاوی تعاملات یی ډیر ورووی . |
۸- کیمیاوی تعاملات سریع وی . |
۳- دکاربن اتوم دبل کاربن د اتوم سره په اسانی یوځای کیږی ترڅویو زیات شمیر نوی مرکبات جوړ کړی دکاربن دی خاصیت ته Catenation ویل کیږی اوداخاصیت یی دیوزیات شمیر عضوی مرکباتو دجوړولومسولیت په غاړه لری .
دعضوی کیمیا اهمیت :
بله دساینس یوه داسی رشته نسته چی زمونږد روزمره ژوندد فعالیتونوسره لکه عضوی کیمیا غوندی زیات ارتباط ولری . کومه غذا چی روزمره خورو اکثرآ عضوی مرکبات دی کوم کیمیاوی تعاملات چی دغذادخوړولووروسته دوجود په داخل کی صورت نیسی اونورمرکبات جوړیږی عضوی دی کوم میتابولیزم چی دوجود په داخل کی صورت نیسی ، په عضوی کیمیا کی داخل دی عضوی کیمیا د ټولو ژوندیوموجوداتو (حیوانات اونباتاتو) په ژوند کی دخالت لری کوم کالی چی اغوندو، رنګ یی اوهغه صابون چی کالی پری مینځو اووکالیوته هغه نشا سته چی اهارورکوی هغه څرمن چی بوټونه تری جوړیږی اوکوم رنګ چی دبوټ پالیش لپاره استعمالیږی دعضوی کیمیا په فابریکو کی جوړیږی اکثره دکورونو ساختمانی مواد دفرنیچرڅخه نیولی تررنګ امیزی پوری ټوله عضوی مواد دی همدارنګه کوم مواد چی موټرته حرکت ورکوی یا دموټرڅرخونه غوړوی اوفابریکی چلوی داټول عضوی مواد دی چی داټول په لاندی لیست کی رالنډولای شو .
۱- غذاوی لکه پروتین ، قندونه اوشحمیات .
۲- کالی ، پنبه ، وړی ، وریښم ، Dacron , Rayon , Nylon .
۳- پناګاه ، لرګی ، رنګ ، اوورنش .
۴- انتقالات ، طبعی ګاز ، پترولی تولیدات اودډبروسکاره .
۵- دواګانی ، پنسیلین ، اونور .
۶- حشره کش لکه DDT - Herbicide علفه کشونه لکه Treflan 2- 4- D .
۷- Hormone او Steroids ، ویټامینونه اونزایمونه Antiseptic او Ores , Anaesthetics او Pigment ، قلم رنګ اوکاغذ ، دعکاسی فلم اودهغه انکشاف ، دخوند ورکولواورنګ ورکولومواد ، پلاستیک ، ربړ ، نقلیه مواد ، صابون او Detergents اوداسی نورټول عضوی مرکبات دی په دی اواخیروکی دعضوی کیمیا کشفاتودانسانانو پرتمدن اوژوند باندی زیات اثرلرلی دی .
دعضوی کیمیا رول د مصنوعی موادو په جوړولو چی په روزمره ژوند کی په کار لویږی ډیرزیات دی چی دهغوی له جملی څخه د Gasoline، مصنوعی الیاف منفقه مواد ، کریمونه ، رنګونه اودواګانی شاملی دی ددواووجوړول په صنعت کی لکه ضدعفونی دواګانی Antibiotic ضدمکروبی اودبی هوشی Anaestheticدواګانو استعمال چی د عضوی کیمیا برکت دی دانسان ژوند یی دتیری نیمی پیړی په پرتله دوه چنده کړی دی . دمرګ اومړینی سطحه یی راټیټه کړی ده اکثره امرا ض یی له نابودی سره مخ کړی دی په ګل کی یی دانسانانو په ژوند کی نوی پاڼی پرانیستلی ده همدارنګه په بغل کی دانسانانو لپاره مشکلات راوستلی دی لکه دافت وژونکواستعمال اویادځینو لیډرانودخودخواهی په منظور دجنګی وسایلواستعمال همدارنګه دژوند دچاپیریا ل نورمشکلات اودنفوسودزیاتوالی یوسلسله مشکلات منځ ته راوړی دی .
دعضوی مرکباتومنابع :- پخواداسی عقیده وه چی ټوله عضوی مرکبات دحیواناتواونباتاتوڅخه یوځای اوپه یوه وخت کښی په وجودراغلی دی . ځنی نورمصنوعی مواددهغوی څخه په مستقیم یاغیرمستقیم ډول منځته راغلی دی .
۱ – نباتات اوحیوانات :- اکثره عضوی مرکبات دحیواناتواونباتاتوڅخه وصل شویدی چی یوڅومثالونه یی دلته یادوولکه قندونه ( سلولوز ، نشایسته اوبوره ) پروتین لکه ( وریښم ، وړی ،Casein اوخوراکی پروتینونه ) شحمیات اوتیل لکه ( Cotton seed oil ، Soy been oil ، Lard ، Buher ) . Alkaloids (quinine ، Strychnine، Mor phine (،Hormones ، Enzymes ، Perfumes ، Flavours ، Resin
۲ - طبعی ګازاوپترولیم :- په اوس کی طبعی ګازاوپترول دعضوی مرکباتولویه منبع ده دوی دسوځولولپاره پکاریږی همدارنګه په زرهاونورمصنوعی مواددهغوی څخه لکه پلاستیک نیلونی الیاف ، مصنوعی ربړ، منتفلقه موادځنی جوړیږی .
۳ – دډبروسکاره :- داهم دعضوی مرکباتوغوره منبع ده د 200 په حدودکی مختلف عضوی مرکبات ځنی جلاشوی دی .
۴ – Fermentation : چی دمایکرواورګانیزمونودعامل په نتیجه کی تخمر صورت مومی چی دهغوی دعامل په نتیجه کی مهم عضوی مواد لکه الکولونه ، اسیدونه ، انتی بیوتیکونه اوویټامینونه جوړیږی ۰
۵ – په مصنوعی توګه جوړیدل :- Synthesis : کوم ساده عضوی مرکبات چی دپترولواوډبروسکروڅخه لاس ته راځی دهغوی په مصنوعی ډول نوی عضوی موادپه Synthetic په ډول جوړیږی چی په دی طریقه سره ښایی ډیرعضوی مغلق مرکبات نظروهغوته چی په طبعی ډول جوړیږی په لاس راشی ، لکه مختلف قسم رنګونه ،الیاف ،مصنوعی ربړ،پلاستیک ، دواګانی اوویټامینونه په ډیروحالاتوکی مصنوعی مرکبات ترطبعی مرکباتوبهتره وی . دمثال په توګه هغه رنګونه چی په مصنوعی ډول جوړیږی نظروهغورنګونوته چی په طبعی توګه جوړیږی ښه کیفیت لری .
دعضوی مرکباتوجلاکیدل : - کوم عضوی مرکبات چی په طبعی توګه په لاس راځی په عمومی ډول سره خالص وی په ځینوحالاتوکی دنورومرکباتوسره ګډیاMix وی اویاداچی په کیمیاوی دوران سره یوځای کیږی اویاداچی نوی جوړیږی ددی لپاره چی دهغوی خواص مطالعه کړوهغه بایدیوله بله جلاکړو. هغه طریقی چی دلته په کاروړل کیږی دعضوی مرکباتوپه طبیعت پوری اړه پیداکوی همدارنګه دهغه موادوپه مقدارپوری چی ورسره ګډوی هغه عملیه چی دعضوی مرکباتودجلاکیدولپاره استعمالیږی په لاندی ډول دی .
۱- Crystallisation - کرستل کیدل
2 – Sublimation - تصفیه کیدل
3- Distillation - تقطیرکول
4- Fractional distillation - تعاملاتی تقطیر
5- Distillation under reduced pressure دفشاردتغیرپه وسیله تقطیر
6- Steam distillation - دبخارپه واسطه تقطیر
7- Extraction with solvent - دمحلل سره یوځای راایستل
8- Chromatography - رنګ امیزی
اول Crystallization :- داطریقه عمومآ دجامدوعضوی مرکباتولپاره پکاریږی ۰ په دی طریقه کی ګډ عضوی مرکبات وځنی محللاتوته وراچوی ترڅومنحله برخه یی په محلول کی حل اوغیرمنحله برخه یی باقی پاته نسی محلول ایشوی ترهغه وروسته یی پریږدی چی سوړشی اوبیایی فلترکوی ترڅووروسته کرستالی شکل غوره کړی اوبیاوروسته کرستیلونه دفلتریاصافی په واسطه سره جلاکوی داطریقه په ځینوشرايطوپوری اړه پیداکوی .
اول دمحلول انتخاب : - 50 ګرامه دمادی دیوه محلل سره په تست تیوب کی اچول کیږی اوبیا سره ښورول کیږی که چیری یی دخونی دحرارت په درجه کی جامد عضوی مرکب په محلل کی په کلی توګه حل شی نودایومناسب محلل نه دی که چیری جامد عضوی مرکب دحرارت ورکولو په نتیجه کی ترسړیدو وروسته کرستل جوړوی نودامناسب محلل دی داتعامل دځینومحلولاتوسره لکه اوبه ، بنزین ، ایتر ، ایتایل الکول ، اسیتون اونوروسره په تکراری توګه استعمالیږی ترڅو هغه چی ښه قنعت بخشه وی انتخاب کړل شی .
۲- دمحلول جوړول :- یومقدار دجامدو موادوڅخه راخیستل کیږی اوپه یوه داسی پلاستک کی چی دکاندنسرسره تړل شوی دی اچول کیږی . دهغه محلول څخه چی په اوله مرحله کی موجوړ کړی دی یوڅوڅاڅکی پلاستیک ته اچول کیږی نونوموړی محلل باید په دومره اندازه سره وی چی یواځی اویواځی وکولای چی جامد مرکب په ځان کی حل اودایشیدو قابیلیت پیداکړی کیدای شی چی دحرارت ورکولو دمختلیفو منابعو څخه لکه اور ، بریښنا اوګاز څخه استیفاده وشی چی دا په دی اړه لری چی ډیر یی ایشوو اوکه لږ .
۳- دناوړه محلول پلټرکول :- په پورتنی طریقه سره لاس ته راغلی محلول پلټر کیږی . هغه داسی چی دپلټر کاغزدیوګلاس په خوله باندی ایښول کیږی ، فلټرشوی تورمحلول په احتیاط سره په یو بیکر کی اچول کیږی کله چی سوړ شی دکرسټل شکل ځان ته غوره کوی .
۴- دکرستلونو جلاکیدل :- کرستیلونه بیاهم دفلټر دکاغر په وسیله جلاکیږی .
دعضوی مرکباتوترکیب :
مخکی له دی چی دعضوی مرکباتوڅخه په تفسیل سره یادونه وکړو لازمه ده هغه عناصر چی دعضوی مرکباتوپه ترکیب کی شتوالی لری وپیژنو . اکثره دامرکبات دلاندنی عناصرو څخه یویا دوه په خپل ترکیب کی لری چی هغه عبارت دی دکاربن ، اکسیجن اوهایدروجن څخه دی برعلاوه ددوی څخه امکان لری نایتروجن هیلوجنونه ، سلفر اوفاسفورس هم ولری نودفلزی ایونونه هم نسبتآ لیدل کیږی .
۱- کاربن همیشه موجود وی .
۲- اکسیجن نژدی همیشه ته .
۳- هایدروجن عمومآ موجود وی .
۴- نایتروجن ، هیلوجنونه اوسلفرلږ عمومآ موجود وی یعنی لږ عمومیت لری .
۵- فاسفورس اوفلزی ایونونه نسبتآ موجود وی .
ددی لپاره چی وکتل شی چی ایا یومرکب عضوی وی که نه . دځینو مرکباتوپه استیسنا سره لکه کاربن تیترا کلورایټ نورغونډ عضوی مرکبات کاربن لرونکی دی همدارنګه عضوی مرکبات هایدروجن لری .
تجریبه : دکاپراوکسایډ تست : دنامعلومه عضوی مرکب دری برخی دیوی برخی وچ کاپراوکسایډ سره ګډوو بیا یی یوښیښه یی بیکر ته اچوو دلاندی شکل مطابق دزانوخم بل سرپه بل بیکر کی ایږدو ولمړی بیکرته حرارت ورکوو لاندی کیمیاوی تعامل صورت نیسی .
څرنګه چی کاربن موجود دی اوهغه په کاربن ډای اوکسا یډ باندی تبدیلیږی کوم چی Lime water چی په دوهم بیکر کی موجود دی دهغوی رنګ د شیدوورنګه ته اړوی همدارنګه که چیری په مرکب کی هایدروجن موجود وی هغه داکسیجن سره اوبه جوړوی اودکوچنیو څاڅکو په څیر دکج نل په وسطی برخه کی چی لږڅه یخه وی لیدل کیږی .
۲ - نایتروجن :- دلاندی تستونوپه وسیله دنایتروجن موجودیت په یوه عضوی مرکب کی معلومولای شو دموادو یولږ مقدار ته په مستقیمه توګه په تستیوب کی حرارت ورکوو یا مستقیمآ داورلمبی ته وراچوو سوی بڅرکی دنایتروجن په موجودیت باندی دلالت کوی .
۲- soda lime test :- (NaOH + CaO) دورکړه شوی مرکب دوه برابره دیوی برخی دسوډالایم سره ګډیږی په یوتستیوب کی ورته حرارت ورکول کیږی . دامونیا دکازبخاردتولید دنایتروجن په موجودیت باندی دلالت کوی . که چیری دامونیا بخارتولید نه شی طبعی خبره ده چی نتیجه اخلو چی په مرکب کی نایتروجن نسته ډیرځینی نایتروجنی مرکبات لکه (NO2) Nitro ویا Diaz a ودی تست ته جواب نه ورکوی .
۳- Sodium test: په نایتروجن لرونکومرکباتوکی دنایتروجن دمعلومولو لپاره بهترین تست ته چی هغه په لاندی مراحلوکی سرته رسیږی.
۱- مواد دسودیم سره ګډ اوډیر شدید حرارت ورکول کیږی .
Na + C + N NaCN
From org. Compound
۲- یوڅه فیرس سلفیټ وجوش کړل شوی اوبوته وراچوو .
Fe SO4 + 2NaOH Fe (OH) 2 + Na2so4
6NaCN + Fe (OH) 2 + Na4 {Fe (CN) 6} + 2 NaOH
Sod. Ferrocynide
۳- کله چی محلول سوړ شی نویولږمقدارفیریک کلورایډ ومحلول ته وراچوو
3Na4 [Fe (CN) 6] + 4FeCl3 Fe4 [Fe (CN) 6]3 +12NaCl Prussian blue
دشنه رنګ یاblue Prussian تولیددنایتروجن موجودیت ثبوتوی
په دی مرحله کی یوڅوڅاڅکی هایدروکلوریک اسیدورعلاوه کیږی ترڅوشین رنګ په یوه غیری منحل شکل ته شین کړه شی که چیری په ورکړه شوی مرکب کښی سلفرموجودوی رنګ دوینوپشان سوروی داځکه چی په دی صورت کی Sodium Sulpha cyanide جوړیږی اوبیا دفیریک کلورایډسره تعامل کوی ددی په نتیجه کی تک سوررنګ دوینوپه شان تولیدوی
Na +C +N +S Na CNS sodium sulpha cyanide
3Na C N S + Fe Cl3 Fe (CNS) 3 + 3Nacl
Ferro sulfocynid (Blood Red)
په عضوی مرکب کی دسلفرموجودیت معلومول :
۱ - دسوډیم تست : که چیری په عضوی مرکب کی سلفرموجودوی نودسودیم سره فوراَ تعامل کوی اوسودیم سلفایډجوړوی
2Na + S Na2S
اوکله چی سودیم سلفایډحاصل شوهغه په لاندی ډول ټسټوو
۱ – که چیری یومقدارمحلول کړل شی نوبنفش رنګ ورکوی چی دسلفرپرموجودیت دلالت کوی اوکه یوه برخه یی داسټیک اسید سره یوځای کړواو
توررنګ په شکل ته نشین کیږیLead Sulfid ورسره ګډ شی نوlead acetate
Pb (CH3 COO) 2 + Na2S PBS + 2CH3COONa
Lead Sulfid (Black)
په یوه مرکب کی دهلوجنومعلومول:
که چیری سودیم دعضوی مادی سره یوځای کړوکه چیری په نوموړی ماده کی هلوجن موجودوی دنایتروجن سره تعامل کوی Na +Cl NaCl
Br + Na NaBr I + Na NaI
که چیری دنایتریک اسیدسره یوځای اوهغه ته څلورنایتریت ورعلاوه کړه شی .
۱- په محلول کی سپین زرات چی په امونیاکی منحل دی دکلورین پرموجودیت دلالت کوی .
۲- زیرزرات چی په امونیاکی منحل وی دبرومین پرموجودیت دلالت کوی .
۳- زیرزرات چی په امونیاکی غیرمنحل وی دایوډین پرموجودیت دلالت کوی .
په یوه عضوی مرکب کی دفاسفورس معلومول :
جامدعضوی مرکب ته دنایتریک اسیدسره په شدت سره حرارت ورکړی اویا دهغه په عوض دسوډیم کاربونیټ یا پوتاشیم نایتریت سره حرارت ورکول کیږی که چیری په عضوی مرکب کی فاسفورس موجودوی وفاسفیټ ته اوکسدایزکیږی محلول داوبوسره یوځای ایشودل کیږی اویولږنایتریک اسید وراچول کیږی ترهغه وروسته دAmmonium molybdate ګرم کړل شوی محلول ورسره یوځای کیږی ژړرنګ ته نشین کیږی چی نوموړی ژړرنګ دفاسفورس دموجودیت نمایندګی کوی .
په یوعضوی مرکب کی دفلزی ایونودموجودیت معلومول :
امتحانی مادی ته دپلاتینیم سره یوځای په شدت سره حرارت ورکووترهغه چی تعاملات پایته ورسیږی دغیرسوځلو ( یعنی هغه پاته شوی چی ښه سوځل کیږی ) ،بقایاووپه وجودراتلل دفلزی ایونوباندی دلالت کوی .
په یوعضوی مرکب کی دعناصرومحاسبه :
په یوه راکړل شوی عضوی مرکب کی دهغه دعناصرومقدارچی په نوموړی مرکب کی موجودیت لری دمرکب دمجموعی وزن په اساس معلومولای شو دکاربن ، هایدروجن ، اکسیجن اونایتروجن اونوروعناصرومقدارمعلومول په لاندی طریقه سره معلومولای شو.
۱- دکاربن اوهایدروجن مقدارمعلومول :
دادواړه عناصریعنی کاربن اوهایدروجن په یوه اپریشن کی معلومیږی . دعضوی مادی یومعین مقدارداکسیجن په مرسته سوځل کیږی په نتیجه کی کاربن ډای اکسایډاواوبه تولیدیږی داوبواوکاربن ډای اکسایډوزن
CX HG + O2 X CO2 +y /2 H2O
معلومولای شودکاربن اوهایدروجن مقدارپه اصلی موادوکی داسی معلومولای شوهغه لابراتواری سامان چی دلته پکاریږی دادی
1 – Oxygen supply هغه سامان چی دکاربن اواکسیجن دمقدارد
2 – Combustion Tube معلومولولپاره پکاروړل کیږی.
3 – Absorption apparatus
اواکسیجن دتهیه کیدونل : کله چی اکسیجن دمجراووله لیاری وتیوب ته داخل شی دu په قسم کی چی دګوګړوتیزاب پکښی موجوددی تیریږی اوهغه بیکرته چی دپوتاشیم هایدروکسایډمحلوپکښی رسیږی اکسیجن کاردرطوبت نه ازادیږی اوکاربن ډای اکسایډدسوځولوتیوب ته داخیلیږی .
دسوځلوتیوب یا Combustion Tube یا داکسیجن دنصف کیدوتیوب . یوسخت ښیښیی ګیلاس څخه عبارت دی چی ۳۳ انچه طول ۱/۲ اینچ قطرلری دواړه طرفونه یی خلاص وی چی دعضوی مرکب دCombustion لپاره استعمالیږی هغه ته کاپراکسایډ وراچول کیږی دهغه رول دادی دهغه لاس ته راغلی موادودانشارڅخه جلوګیری کوی چی بیرته شاته ولاړنشی په شکل کی داخل کښی ماننده دعضوی موادومقدارچی 0,2 gr دی ښی دنل په یوه برخه کی کاپراکسایډدی دموادوپه مخ اوشاه کی دکاپراکسایډ دځای پرځای کیدووظیفه داده کوم بخارچی دعضوی موادوڅخه پیداکیږی نه پریږ دی چی ووزی اوتیوب ته حرارت ورکول کیږی .
Absorption apparatus:د Combustion په نتجه کی تولیدشوی موادرطوبت تولیدوی اودهغه څخه کاربن ډای اکسایډتیریږی اوداسامان عبارت دی له U شکله تیوب څخه چی په هغه کی دګوګړوتیزاب اوPomio اچول شوی دی ترڅواوبه جذب کړی اویوبل پوکاڼي غوندی بیکرچی دقوی پوتاشیم هایدروکسایډدمحلول څخه ډک دی ترڅوکاربن ډای اکسایډجذب کړی یوبل سامان چی
Anhydride Calcium chloride پکښی دی ترڅوهغه رطوبت چی دهواڅخه داخیلیږی منع کړی.
محاسبه : که چیری دهغوموادووزن چی لرویی په Wg وښيو
هغه وزن چی داوبوله امله په U تیوب کی پیداکیږی په Xg
په پوتاشیم لرونکی پوکاڼه کی دوزن تیریدودکاربن ډای اکسایډله کبله =yg
اوځکه چی ۱۸ ګرامه اوبه یوازی یی دوه ګرامه هایدروجن لری نو
Xg water contain 2/18 x Xg
همدارنګه ۴۴ ګرامه CO2 ۱۲ ګرامه کاربن لری 12/49 x Xg
H = 2/18 x 100/W %
C = 12/44 x 100/w %
مثال :
0.2475 gr دعضوی مادی راکړه شوی دی چی دتجریبی په نتیجه کی دکاربن ډای اکسایډ0.4950 ګرامه او0.2025 ګرامه اوبه دهایدروجن اوکاربن فیصدی په نوموړی ماده کی محاسبه کړی.
2 x 0.2025/18 = 12gr w = 0.2475gr ۱- دعضوی موادوزن=
12 x0.4950/49 = 2gr xg = 0.4950gr ۲- دتولیدشوی کاربن ډای اکسایډوزن
Yg = 0.2025gr داوبووزن
C=12/44 x 0.4950 x 100/0.2475 =54.54%
H = 2/18 x 0.2025 x100/0.2475 = 9.09%
دعضوی مالیکولونوساختمان:
اتمی ساختمان :
دRuther ford دتیوری مطابق یواتوم دمثبت اومنفی چارج لرونکی دی چی مثبت چارج په هسته کی کرارلری چی ورته Proton ویل کیږی چی ورسره یوځای خنثی زرات چی ورته نیوترون ویل کیږی موجوددی چی دواړه دکتلوی واحدلرونکی دی یعنی داتوم کتله مساوی د N + P څخه ده خپله هسته دځینومنفی چارجونوپه وسیله چی ورته الکترونونه ویل کیږی احاطه شوی ده اوهریویی یوواحدمنفی چارج لری چی دوزن له مخی نه محاسبه کیږی الکترونونه دهستی پرشاوخواباندی په سویوکی تقسیم شوی دی چی ورته Orbital ویل کیږی کله چی دالکترونوامواج دانرژی په سویوکی حرکت کوی یومقداریی دانرژی دځانه سره هم نقلوی حقیقت دادی چی هغوی انرژی نه جذبوی هغه
تعدادالکترونونه چی دهستی پرشاوخواپه مختلفومدارونوکی قرارلری په دی ترتیب دی 2,8,18,32,18,8 هسته دخارجی مداردالکترونوتعدادپه مختلفوعناصروکی مختلف وی مګرنجیبه ګازاتوپه استسنادنوروټولوعناصروخارجی مدارنامکمل وی چی هغوی ته دولانس الکترونونه هم ویل کیږی .
څنګه اتومونه دیوبل سره یوځای کیږی اومالیکولونه جوړوی .
داتیوری Kossel او Lewes په وسیله رامینځ ته شویده ددی تیوری پربنیاداتومونه سره یوځای اومالیکولونه جوړوی یوازی نجیبه ګازات genert gases په خپل اخیری مدارکی ۲ یا۸ الکترونونه لری داعناصرپه کیمیاوی تعاملاتوکی برخه نه اخلی اوداسی ویل کیږی چی هغوی دکیمیاوی تعاملاتوپه مقابل کی مقاوم دی اودنوروټولوالکترونوعناصروخارجی مدارونه نامکمل دی چی دکیمیاوی تعاملاتوپه نتیجه کی هغه تکمیل کړی .
1 – Ionic or electrovalent bond: TYPS of bonds د
2 – Covalent bond
3 – Coordinate bond
- 1 ایونیک رابطه هغه وخت رامنځ ته کیږی چی دیوه عنصردولانسی الکترونونه وبل عنصرته انتقال شی په دغه رابطه کی چی ددوواتومونودیوځای کیدوپه نتیجه کی رامنځ ته کیږی دهغوی دجملی څخه یی یویی تر۸ یا۲ الکترونونه په اخیرمدارکی اضافی الکترونونه لری مثلا سودیم کلورایډ په دغه طریقه باندی مینځ ته راځی سودیم 2 , 8 ,1 دی اوکلورین 2 , 8 ,7دی ددی لپاره چی دادواړه عناصرخپل اخیرنی مدارپوره کړی اوسویه یی دنجیبه ګازاتومشابه شی نوسودیم خپل اضافی الکترون وکلورین ته انتقال کړی ترڅوکلورین چی اخیرمداریی 7 دی په 8 تبدیل شی همدارنګه سودیم هم دیوه الکترون په دلاسه څخه دورکولوله امله باید 8 شی دلته سودیم دنیون Configuration غوره کوی یعنی 2 , 8کیږی اوکلورین دارګون یعنی 2 ,8 ,8،Configuration غوره کوی چی سودیم دیوه الکترون دلاسه په ورکولوسره مثبت چارج اوکلورین دیوالکترون په اخستلوسره منفی چارج اخلی چی ددغه مخالف چارچوپه نتیجه کی یوه دجذب قوه داټومونوپه منځ کی راځی چی داقسم رابطه په غیرعضوی مرکباتوکی عمومیت لری
-
ایونیک یاElectrovalent band مرکبات : مركبات مضر نه ويnon-volatile دی په اوبوکی منحل اودویلی کیدولوړی نقطی لری ددوی دابی محلول څخه برقی Current تولیدکیدای شی .
۲ – Covalent bond په دی رابطوکی ددوواتوموترمنځ الیکترونونه په مشترک ډول ایښوول کیږی .
اشتراکی رابطه ددووداسی اتموترمنځ په وجودراځی چی دواړه اتمونه داخیرمدارالکترونونه لنډوی دواړه اتمونه یویوالکترون چی جمله دوه الکترنونه په شریک ډول سره ایږدی دی رابطی ته اشتراکی رابطه ویل کیږی اودیوه خط ( _ ) په شکل ښکاره کیږی اشتراکی رابطه اغلباٌ په عضوی مرکباتوکی لیدل کیږی . هایدروجن که یومثال راوړودهایدروجن ددوواتموترمنځ داسی رابطه موجودده
دلته دوه الکترونه په شریکه توګه ایښودل شویدی اودهرهایدروجن Configuration وهیلیوم ته پاته کیږی دی ته Covalent bond ویل کیږی اودیوکوچنی خط په وسیله ښکاره کیږی
( H – H ) داقسم روابط زیادپه عضوی مرکباتوکی ترسترګوکیږی عضوی مرکبات Volatile دی یامضردی په اوبوکی غیرمنحل اوپه عضوی محللاتوکی حل کیږی اوبرقی Current ځنی تیریدای نه شی .
۳ - Coordinate bond : داقسم روابط هم ددوویازیاتواتومونوترمنځ چی الکترونونه په مشترک ډول سره ایږدی مینځ راځی یواځی فرق یی داشتراکی رابطی څخه دادی چی په اشتراکی رابطه کی دهراتوم څخه یوالکترون په شریک ډول ایښودل کیږی مګر Coordinate bondکی یواتوم دوه الکترونونه شریک ایښودل کیږی
دکاربن ولانس :
دکاربن اتومی نمبر6 دی اواتومی وزن یی12 دی دده اتمی Configuration داسی دی
کاربن په خپل اخیری مدارباندی څلورالکترونونه لری ددی لپاره چی خپل اخیری مدارپوره کړی نوڅلورواړه الکترونونه نوراتومونه مثلاٌ هایدروجن سره په شریکه ډول ایږدی نودمیتان ساده ساختمان په لاندی ډول سره لیکلای شو
همدارنګه په ټولوعضوی مالیکولونوکی کاربن Tetravalent دی ځکه چی دهغه ولانس څلوردی اوداڅلورواړه الکترونونه په یومستقیم پلان باندی نه دی واقع بلکی هغوی په Corner یاکنج کی موقعیت لری چی ددووولانسونوترمنځ زاویه یی
109 O.28- ده.
Carbon.
Carbon single bond:
دیوکاربن اتوم دبل کاربن داتوم سره داشتراکی رابطی په وسیله یوځای کیږی چی داکاردکاربن ته اجازه ورکړیده چی دعضوی مرکباتولوی مالیکولونه جوړکړی لکه چی په ایتان اوپروپان کی وینوچی .
دکاربن اوبل کاربن ترمنځ جفته رابطه په دی صورت کی دیوه کاربن دوه الکترونونه دبل کاربن ددوه الکترونوسره په شریک ډول ښودل کیږی .
ایتلین
دکاربن ترمنځ دری رابطی : ځنی وختونه چی دوه کاربونه اتومونه یودبل په څنګ کی قرارونیسی دری ګونی رابطی جوړوی لکه استیلین .
چی ورته Triple bond ویل کیږی
Cyclic structure: که څودکاربن اتومونه یودبله سره داسی اتحادوکړی چی یوه حلقه جوړه کړی لکه.
اوربیټال : دهغه ساحی دSize اوShape څخه عبارت دی چی په هغه کی الکترون دموجودیت احتمال اعظمی وی . امکان سته په یوه وخت کی داوربیټال په یوه برخه کی په یوه معین وخت الکترون موجودوی مګرځنی وختونه دااحتمالات داوربیټال په یوه معینه برخه الکترونونه زیادموجوددی په یوه اتوم کی الکترونونه دڅلوروQuantum نمبرونوپه وسیله معلومولای شو.
Principle Quantum number - 1
Azimutal Quantum Numbers -2
Spin Quantum numbers - 3
Magnetic Quantum number -4
Principle Quantum number عبارت داوربیټال دSize اوهغه انژی څخه دی چی په هغه کی زخیره شوی وی.
Azimutal Quantum Numbers عبارت داوربیټال د Shape څخه دی.
Magnetic Quantum number عبارت داوربیټالونوOrientation دجهت یاتشخیص دموقعیت څخه دی .
مالیکولی اوساختمانی فرمولونه :
پوهیږوچی مالیکولی فرمولونه یواځی تعداداوقسم داتمونوپه یوه مالیکول کی ښی لکه په ایتایل الکول کی C2H6O کی دافرمول یواځی داراښی چی په ایتایل الکول کی دوه اتومه کاربن شپږاتومه هایدروجن اویواتوم اکسیجن موجوددی په مالیکولی فرمول دامسله چی ایانوموړی اتومونه څنګه یودبله سره یوځای شوی دی نشی ښودلای داسی فرمول چی دیومالیکول عکس العمل وښی اوداراته روښانه کړی چی څنګه دمختلفوعناصرواتومونه یودبله سره رابطه جوړه کړی ده چی وهغه ته ساختمانی فرمول یا Structure Formula
ویل کیږی په دی فرمول کی په واضح
ډول سره څرګندیږی چی د کوم عنصر
اتوم دبل کوم اتوم سره یوځای شویدی
بیا هم کوم فرمول چی دلته دکاغذ پرمخ ایتایل الکول
لیکل شوی دی په عین شکل سره نه وی .
مالیکولی مودل :
مالیکولی موډل زمونږ سره مرسته کوی چی یومالیکول به څنګه ساختمان ولری یومودل داسی دی چی دبال او دلرګی څخه جوړ شوړ شوی وی اوهغه رنګ سوید ی اولکړو څخه جوړشوی دی اوهغه تهBall and stick ویل کیږ ی داموډل درابطوترمنځ زاویه اوپه یوه مالیکول کی دمختلفواتومونوساحه راته ښیی .
دساختمانی فرمول لیکل: -
موږولیدل چی عضوی مالیکولونه دری قسمه ساختمانونه درلودل کیمیاپوهانوهمیشه دکاغذپرمخ فرمول داسی لیکی چی دکاربن دولانسونوترمنځ دکاربن داتوم وراسته طرفته ښکاره کوی چی داکارنیمی افادی لپاره دی اصلاٌ دکاربن دولانس ترمنځ رابطی په زیک زیک ډول موجودیوی لیذادکاغذپرمخ دیوعضوی مرکب دفرمول لیکل یواځی دمختلفواتومونواودهغوی درابطوڅرګندونه کوی اوپه ډیره ساده توګه لیکل کیږی په خلاکی داتومونوموقعیت نه ښکاره کوی په ساختمانی فرمول کی چی دکاغذپرمخ لیکل کیږی دولانس خط هراستقامت چی غوښتی مووی لیکلای شومثلا ایتان اوایتان کلورایډ
۲ – مالیکولی یایوځایی فرمول : Condensed structure
ځنی وختونه ددی ضرورت نه وی چی دیومرکب مشرح فرمول ولیکل شی یوازی یوځایی فرمول چی په هغه کی یواځی دمختلفواتومومقداراونوعی لیکل کیږی نوځکه دکارداسانی لپاره داچی زیاته ساحه ونه نیسی نودکیمیاپوهانویواځی یوځایی فرمول Condensed structure فرمول لیکی په دی فرمول نورټول اتومونه دکاربن څخه وروسته لیکل کیږی البته په دغه خط باندی لیکل کیږی مګررابطه یی نه معلومیږی CH3 CH3 CH3 CH2 Cl
ایتان کلورایډ ایتان
Skeletal formula:-
ځنی وختونه دکارداسانی په خاطریواځی دفرمول اسکلیټ لیکل کیږی دمثال په توګه
البته داسی څرګندیږی چی دکاربن نورټوله اتومونه دهایدروجن په وسیله اشغا ل شوی دی
Bond length:
کله چی دوه اتومونه دخپل منځ اشتراکی رابطه جوړه کړی هغه فاصله چی ددوواتومودهستوترمنځ موجوده ده درابطی دطول یا Bond length په نوم یادیږی Bond length د X – Ray Crystallography په وسیله اندازه کیږی هم دارنګه micro waive spectroscopy په وسیله هم اندازه کیږی اودهغه واحدانګسترون دی (Ao) IAo = 10-8cm اکثره رابطی دیوه څخه تردوه انګسترونه پوری وی لاندی جدول وګوری
C – H 0.09A0 C - 6 1.43A0
C - e 1.54A0 C = 0 1.21A0
C = C 1.34A0 C – N 1.21A0
C C 1.20A0 C – Cl 1.77A0
N – H 1.02A0 C = I 2.12A0
C – Br 1.91A0
درابطی انرژی یادرابطی داستحکام توانایی :-
عبارت دهغه مقداردانژی څخه ده چی په یومالیکول کی درابطی دماتیدولپاره ضروره ده درابطی انرژی درابطی په قسم پوری اړه لری اوهغه دکیمیاوی تعاملاتودحرارت په مقداری اندازه ګیری باندی یعنی کالوری انرژی باندی ښکاره کیږی اویاپه Spectra scopes Method باندی هغه اندازه کیږی دځینومرکباتودرابطی انرژی په لاندی جدل کی ښودل شوی ده
Bond Bond energy Bond Bond energy
K- Cal/mol K- Cal/mol
C – H 99 C – O 86
C - C 93 C = O 179
C = C 146 C – N 73
C C 200 C – Cl 81
O - H 111 C – Br 68
N – H 93 C - I 51
Modern Concept of Bonding:
داتم داوربیټالونوشکل :
کله چی دامواجومیخانیک منځ ته راغلی داتوم Bond موډل شاته ولاړهمدارنګه درابطوجوړیدوزاړه اصولوهم هغه لاره تعقیب کړی دنن ورځی داتوم موډل داسی انګیرل کیږی چی الکترونونه په ازادانه ډول سره حرکت کوی اودهستی پرشاوخواساحه کی ګرځی کله چی الکترونونه یوځل دهستی وخواته اوبیابیرته شاته حرکت وکړی دالکترونونوباریک وټولوجهاتوته ممکن دی لذاکه په سترګوباندی دالکترونونولیدل ممکن وای هغه دزراتوپه شکل نه بلکی دیوی وریځی شکل به ولری چی دالکترونونودخوزیدوڅخه پیداکیږی ځکه چی ددی وریځی تشکیل دالکترونودحرکت په نتیجه کی منځ ته راځی نوځکه دالکترنونودوریځی یاelectronic cloud په نوم یادیږی
دمثال په توګه که چیری باریکه ولاړه وی نودهغه خلایوه معینه برخه اشغال کړیده اوکله چی په تیزی کی حرکت کوی نوټوله ساحه په حرکت کی داخلوی چی هغه دیوی وریځی په شکل ځانته غوره کوی دالکترونونوحرکت که چیری دپکی دحرکت سره مشابهت ورکړوکه چیری پکه ورووروحرکت کوی نومعلومیږی چی دهغه پرونه چی دپکی ددایری پرمعینه ساحه اشغالوی اوکله چی حرکت ډیر چټک شی نودوریځی په قسم یی دهغی دایری ټولی برخی نیولی وی په مشابه توګه که الکترونونه دهستی پرشاوخواحرکت کوی نودهستی ټوله شاوخواکی الکترونونودوریځی په قسم ټوله ساحه اشغال کړی وی عموما په یومعین وخت کی الکترونونه په دری جهاتونوحرکت کوی چی دلته په هروخت کی امکانات ډیرزیاددی هغه ساحه چی دالکترون دموجودیت احتمالات پکښی زیات
وی ورته اوربیټال وایی . په اوربیټال کی په هرځای په یومعین وخت کی
الکترون موجودوی په یوه اتوم کی الکترونونه په څلوروکوانتم نمبروباندی معلومه وی چی عبارت ده Princinciple Number Azimutal او Magnetic .Spin
Principal – دالکترون سایز اوانرژی ازموتال دالکترون – شکل یاقواره Magnetic – Orientation یا Spin دالکترون جهت معلوموی دفرضیی له مخی دوه الکترونونه په یوه اوربیټال کی دسایز. قواری اوداورینټیشن له مخی سره برابروی ولی Spin له مخی سره مخالف دی
کیمیاوی اصول:
ددی لپاره چی په کیمیا اودنباتاتوپه تغذیه باندی سم پوه شودابه ښه وی چی دکیمیا غوره اساسات وپوهیږو.
ولانس : که دیوه اتوم ساختمان ته ښه ځیرشونوداساختمان عبارت دی دیوی مرکزی هستی څخه چی دهغی پرشاوخواالکترونونه پرخپلومعینومدارونوباندی موقعیت لری . نوموړی الکترونونه چی منفی چارجونه اوپه مختلفوفاصلوباندی موجوددی . البته په هسته کی نیترونونه اوپروتونونه هم موجوددی چی نیوترون دچارج له مخی خنثی اوپروتونونه مثبت چارج لری یوعنصر چی یواځی وی چارج نلری ځکه چی پدی حالت کی دعنصر دالکترونواوپروتونوتعداد مساوی وی دعنصرداډول حالت فلزی ،اوسپنه ،مس ،اوسلفرپوډرنیسی داتوم حقیقی وزن ډیرکم دی دهایدروجن داتوم وزن 1.67 x 10 -24 ګرامه دی اوداکسیجن دیواتوم وزن مساوی دی 2.67 x 10 -23 ګرامه دی دمختلفوعناصرواټومی وزنونه یودبله څخه ډیرفرق لری ځکه چی دهغوی دپروتونونواونیوترونونوشمیر یودبله سره توپیرلری .دهایدروجن دعناصروپه ډله کی یوکوچنی عنصردی چی یوالکترون اویوپروتون لری اودنوروعناصرودالکترونونوشمیردیوه څخه زیات وی دالکترونونومدارونه دالکترونومختلف شمیرښی په مختلفومدارونوکی دالکترونوشمیرپه دی ډول دی 2 ,8 ,18 ,32. یاپه یوه مدارکی دالکترونوشمیرمساوی دی په 2n2 سره اوN عبارت دمدارونودنمبرڅخه دی K,L,M,N,O,P,Q که یوازادعنصرپه اخیری مدارکی ( داول مداردعناصروڅخه تر) 8الکترونونه ولری دغیرفعال عناصرپه نوم یادیږی لکه نجیبه غازونه ، نیون ،ارګون ،هیلیوم ، کرپتون ، زینیان چی نه الکترون ورکوی اونه الکترون نیسی ځکه چی ددوی اخیری مدارمکمل دی هیلیم په اول مدارکی یواځی دوه الکترونونه لری چی دامدارهم مکمل دی . نورټول عناصرددی تمایل لری چی الکترون ونیسی اوخپل اخیرنی مدارپری ډک کړی اویاالکترونونه دلاسه ورکړی ترڅودنوروعناصرواخیری مدارپری ډک کړی هایدروجن په خپله یوالکترون لری کله کله یوبل نیسی . همدارنګه اکسیجن غونډاته 8 الکترونونه لری دوه الکترونونه یی په اول مدارکی اوڅلورالکترونونه یی په دوهم مدارکی موقعیت نیسی نوددی لپاره چی خپل اخیری مدارډک کړی نودوه نورالکترونونه اخلی کله چی یوعنصرالکترون واخلی اویایی دلاسه ورکړی دایون په نوم یادیږی . رانیول شوی اویاورکول شوی الکترونودعناصروولانس ښکاره کوی . ولانس په کیمیاوی تعاملاتوکی دعناصروترمنځ ترکیبی قدرت تعینوی . یا
داوبوپه جوړولوکی داکسیجن اوهایدروجن ترمنځ تعامل په دی ډول دی دلته یواځی داخیرمدارالکترونونه ښودل شویدی
اکسیجن + هایدروجن اوبه
دځینومهمومرکباتوالکترونی اړیکی په لاندی ډول دی
ګوګړوپه تیزاب کی سلفرداکسیجن اوهایدروجن په پرتله الکترونونه ټیګ نیسی
اوله همدی کبله اکسیجن هایدروجن خپل الکترونونه واکسیجن ته ورکوی همدارنګه په سلفورایډاسیدکی هایدروجن خپل الکترونونه واکسیجن ته ورکوی ځنی عناصرڅوولانسه نیسی لکه سلفر، فاسفورس ، کلورین ، کاربن اوداسی نورچی په لاندی جدول کی دځینوعناصروولانسونه شودل شویدی
لومړی جدول اوداړونده مرکباتوفرمول :
کلسیم |
Ca |
ولانس +2 |
مکسیوم کاربونیټ |
Ca co3 |
مګنیزیم |
Mg |
+ 2 |
مګنیزیم کلورایډ |
Mg cl2 |
پتاشیم |
K |
+ 1 |
پتاشیم کاربونیټ |
K2co3 |
فاسفورس |
P |
+ 5 |
فاسفوریک اسید |
H3po4 |
سلفر |
S |
- 2 |
هایدروجن سلفاید |
H2s |
سلفر |
S |
+ 4 |
سلفرډای اکساید |
H2so4 |
سلفر |
S |
+ 6 |
سلفوریک اسید |
H2so3 |
سلفر |
S |
+ 4 |
امونیا |
NH3 |
نایتروجن |
N |
-3 |
نایترایت |
No2 |
نایتروجن |
N |
+3 |
نایتریت |
No3 |
نایتروجن |
N |
+ 5 |
کاربن ډای اکساید |
Co2 |
کاربن |
C |
+4 |
میتان |
CH4 |
کاربن |
C |
- 4 |
ګلوکوز |
C6H12O6 |
کاربن |
C |
0 |
اوبه |
H2O |
هایدروجن |
H |
+ 1 |
سودیم هایدراید |
NaH |
هایدروجن |
H |
- 1 |
اوبه |
H2O |
اکسیجن |
O |
- 2 |
هایدروحن اوکساید |
H2O2 |
اکسیجن |
O |
- 1 |
|
|
لږمعرفه عناصر ولانس مرکبونه فرمولونه
مګنیزیم Mg +2 مګنیزیم کلورایډ MnCl2
= = +4 مګنیزیم ډای اکسایډ 2 MnO
= = +7 پوتاشیم پرمنګنټ KMnO4
= = +6 = K2MnO4
اوسپنه Fe +2 فیرس کلورایډ FeCl2
= = = +3 فریک کلورایډ FeCl3
مس Cu +1 کیوپرس کلورایډ CuCl
مس Cu +2 کیوپریک کلورایډ CuCl2
جست Zn +2 زنیک کلورایډ ZnCl2
بوران B +3 بوریټ Bo3
موسبدنیمMo +6 مولبدیت Mo O
کلورینCl -1 سودیم کلورایډ NaCl
سودیم Na +1 ==== NaH
سلیکانSi +4 سلکان ډای اوکسایډ SiO2
وینادیمV +5 وینادیک اسید VO3
کوبالتCo +2 کوبالت کلورایډ CoCl2
= = = +3 کوبالتیک کلورایډ CoCl3
فرمول : دچارج لرونکوعناصریوعناصریایوګروپ یی دایون په نوم یادیږی . هغه ایونونه چی مثبت چارج لری Catien اومنفی چارج لرونکی anion په نوم یادیږی .
1. اسیت . C2K3O2-1
2. بوریت . (Bo3) -3
3. بایوکاربونیت (HCO3) -1
4. کاربونیت (Co3) -2
5. فلوراید ( F ) -1
6. هایدروکسایډ ( OH) -1
7. ډای کرومیت ( Cr2O7) -2
8. کلوراید ( Cl ) -1
9. نایترایت (NO2) -1
10. نایتریت (NO3) -1
11. سلفاید S -2
12. کلورایت ClO2 -1
13. اوکسایت ( C2O4) -2
14. پرمیګنیټ (MnO4) -1
15. فاسفیټ (PO4) - 3
16. فاسفایټ (PO3 ) -3
17. سلفیت (SO4) - -
18. سلفایټ - - SO3
19. میولبدیټ (MoO4) -2
20. کرومیټ ( Cr O2) -2
21. سیانایت ( CN ) -1
22. پرکلوریت ( ClO4) -1
23. هایپوکلوریت (ClO) -1
24. کلوریت (ClO3) -1
یایومالیکول ګرام CO2 چی 6.02 x 10 23 اتومونه دهغه یومول د44 ګرامه سره مساویدی ځنی سوالونه.
1 – د سودیم دوه موله څوګرامه سودیم اوڅواتومونه لری
Na = 1Mol or 23gr or 6.02 x 10 23 Atom
23 x 2 = 46gr Na or 2 x 6.02 x 10 23 = 12.04 x 10 23
1gr s = 6.02 x10 23
16 gr = x
1Mole –[ 3]
تیزاب قلوی اومالګی :
موږدلته نوموړی مرکبات داسی تعریف کوو. تیزاب عبارت دهغه مرکباتوڅخه دی چی په محلول کی هایدروجن ایون دلاسه ورکوی دتیزابوپه نوم یادیږی
HNO3 NO3 + H
قلویات :
هغه مرکبونه دی چی په محلول کی دهایدروکسیل ګروپ یاایون ورکوی دقلوی په نوم یادیږی
مالګی :
هغه مرکبات چی دقلویاتودمثبتی برخی اودتیزاب دمنفی برخوڅخه جوړیږی اویادتیزابواوقلویاتودتعامل څخه برسیره اوبه لاس ته راځی لکه
NaNO3, CaCl2, Na2SO4, اوداسی نور.
ځنی غوره تیزابونه :
1. نایتریت اسید HNO2
2. نایتریک اسید HNO3
3. سلفوریک اسیدH2SO4
4. سلفورس اسیدH2SO3
5. کاربونیک اسیدH2CO3
6. هایدروکلوریک اسیدHCl
7. پرکلوریک اسیدHClO4
8. استیک اسیدC2H5COOH
9. بوریک اسیدH3BO3
10. فاسفوریک اسیدH3PO4
ځنی غوره قلویات :
امونیم هیدروکسایډ NH4OH
کلسیوم هیدروکساید Ca( OH) 2
مګنیم هایدروکساید Mg(OH) 2
سودیم هیدروکساید Na OH
پتاشیم هیدرکساید KOH
ځنی غوره فلزات لکه : امونیاNH3 کاربن ډای اکسایډ CO2 ، H2 ، N2 اکسیجن SO2 سلفرډای اکسایدSO3, سلفرترای اکسایډ HCl, دمالګی تیزاب.
ځنی غوره مالګی عبارت دی لکه امونیم کلورایدNH4Cl کلسیم سلفیټ CaS4 فریک کلورایډ FeCl3 مګنیشم کاربونیټ MgCO3 پتاشیم نایتریت KNO3 سودیم فاسفیټ Na3PO4 .
په سلوبرخوکی دیومرکب یایوڅوعناصروبرخی : ددی لپاره چی هغه معلومی کړونولازمه ده چی اول بایددنوموړی مرکب فورمولی وزن معلوم کړو.دلته دهرعناصراتومی وزن دنوموړی عنصرداتومونوپه شمیرکی ضربووبیادټولوعناصرووزنونه جمع کووچی دی مجموعی ته فرمولی وزن وایی له هغه وروسته دهرعنصرټوله وزن په فرمولی وزن باندی ویشواوپه 100 کی یی ضربوو.
مثال: دالمونیم اکسایدپه سلوبرخوکی څوبرخی المونیم اوڅوبرخی اکسیجن وی ?
Al2 = 27 x 2 = 54 47.2= 100x16x3 په سلوبرخوکی دالمونیم اندازه
O3 = 16 x 3 = 48
دیومرکب فرمول پیداکول : په یوه مرکب کی دهغه دفرمول دپیداکولولپاره بایدنوموړی مرکب په سلوبرخوکی دمختلفوبرخو اوبیالاس ته راغلی ځوابونه دهغوی دډلی پرکوچنی عددباندی ویشوعناصرواندازه یی معلومی کړواوترهغه وروسته دنوموړوعناصروپه سلوکی دهغه پراتمی وزن باندی وویشواوفرمول یی جوړکړو
۱ – دیوه مرکب په سلوبرخوکی 15.76 المونیم 28.2 برخی سلفراو56.12 برخی اکسیجن دی دنوموړی مرکب فورمول څه ډول دی اوفرمول یی ترتیب کوو: څرنګه چی دلته ترټولوکوچنی عدد0.584 دی ددی لپاره چی 1.5 څخه مکمل عددجوړکړوټوله عددونه په دووکی ضربوو
نودپورتنی مرکب فرمول Al2 S3 O12 دی
مولریټی غلظتونه : - کیمیاپوهانوغلظتونه دمولریټی په اساس ښی ځکه چی دمولریټی اړیکی داتمی وزن . مول اوحجم سره ډیرزیاد دی . یومولرمحلول عبارت دحلیدونکی مادی دیومول څخه چی په خالصواوبوکی داسی حل شی چی اخیرنی حجم یی یوه لیترته ورسیږی یاپه بل عبارت دیوه مولرمحلول یولیتر = حلیدونکی مواد+ حلونکی مواد
یومثال:
سوالونه : دیوه محلول ۵۰۰ ملی لیتره کی ۱۰ ګرامه سودیم سته دنوموړی محلول مولریټی څومره ده
۱ – یواتوم ګرام سودیم = ۲۳ ګرامه فرمولی وزن ۲۳ + ۱۶ + ۱ = ۴۰
۲ – یواتوم ګرام اکسیجن = ۱۶ ګرامه
۳ – یواتوم ګرام هایدروجن = ۱ مولریټی = وزن په ګرام
مالیکولی وزن x تعدادلیټر
0.5 = 10gr
0.5Li x 40
نارمل محلولونه : دنارمل محلول دجوړیدولپاره بایدمعادل ګرام وزن پیداکړو معادل ګرام وزن دتعادل کونکوموادوله هغه وزن څخه عبارت دی چی یاداتم ګرام هایدروجن سره تعامل وکړی اویایواتوم هایدروجن ګرام ولری دپتاشیم یواتوم ګرام هایدروجن دیواتوم ګرام سره معادل دی . دکلسیوم یواتوم ګرام دهایدروجن ددوواتوم ګراموسره معادل دی اویواتوم ګرام دالمونیم دهایدروجن ددرواتوموګرامه سره معادل دی دیوه مرکب یومعادل ګرام عبارت دی دمرکب دهغه وزن څخه چی یواتوم ګرام هایدروجن ازادکړی اویادهغه معادل وی دمثال په توګه دمالګی دتیزاب یومالیکول یواتوم ګرام هایدروجن ورکوی اویومالیکول پوتاشیم کلورایډدیواتوم ګرام هایدروجن معادل دی .ځکه یواتوم ګرام هایدروجن کولای شی چی یواتوم ګرام پوتاشیم بی ځایه کړی دیوه عنصرمعادل وزن داسی په لاس راځی دنوموړی عنصراتمی وزن دهغه داوکسدیشن دلمبرپرتغیرتقسیم شی دیوه مرکب معادل وزن داسی معلومیږی چی دنوموړی مرکب فورمولی وزن دمرکب په خالص مثبت اویامنفی چارجونه باندی وویشل شی نارملټی
نارملټی = ګرام دحلیدونکی مادی یعنی کله چی دیومرکب معادل
معادل وزن x محلول دلیټروشمیر
وزن په خالصواوبوکی داسی حل کړوچی اخیرنی حجم یی یولیترته ورسیږی نویومحلول لاس ته راځی . ځنی مثالونه :
که چیری په دوه لیتره محلول کی 120ګرامه سودیم هایدروکسایدموجودوی نونارملټی څوده . دسودیم هایدروکسایډوزن وزن معادل ګرام = یومول سودیم هایدروکسایډیومعادل.
PH: پی ایچ: دهایدروجن دایونودغلظت څخه عبارت دی له چی دلاګ په لمبرښودل کیږی اوبه تریوه زیات حده پوری ثابت مرکب دی چی ان په لوړه تودوخه اوفشارلاندی هم نه تجزیه کیږی خوبیاهم خالیصی اوبه څه ناڅه په H اوOH باندی ایونایزکیږی.
H2o H + OH
H دهایدریت پروتون H3O (هایدرونیم) په شکل ښول کیږی تجربوښولی ده چی یولیترخالصی اوبه 10 - 7موله هایدروجن او 10 -7موله OH لری که چیری دیوه محلول هایدروجن دOH په پرتله زیادشی نوموړی محلول تیزابی اوکه هایدروکسل یی دهایدروجن په پرتله زیادشی نومحلول قلوی دی
کله چی په یوه لیتراوبوکی دH غلظت یعنی 10 -7اوOH غلظت هم 10 -7سره ضرب کړونو = {H x OH } 10 -14څرنګه چی دلته 10 -14یوثابت دی نوکه چیری دهایدروجن غلظت زیاتیږی طبعا دOH غلظت کمیږی
که چیری دH غلظت 10 -5وی نودهایدروکسل غلظت 10 -9 = 10 -14
10 -5
اودمحلول PH به پنځه وی څرنګه چی PH دهایدروجن دایونودغلظت منفی لوګارتم دی نوهرڅومره چی PH کمیږی په همغه اندازه تیزابیت زیاتیږی
H2O [H +] + (OH -) or Kaq = [H +] [OH -]
H2O
څرنګه چی دیوخوااوبه دH اوOH په ایونوباندی تجزیه کیږی اودبلی خواداوبودایونایزیشن داوبودغلظت په پرتله 55.6 = 1000 مول پی لیتردی څرنګه
18
اوبه اوKaq دواړه ثابت دی نوددوی دضرب حاصل هم که چیری2 [ H + ] = 10 - نوپه دی ترڅ کی OH = 10 -12ته رسیږی Kaq = [ H + ] [ OH - ] = 10 -14
لاند نی جدول مطالعه کړی .
H PH OH - POH [H+][OH-]
زیات تیزابیت10 -1 .1 10 -13 13 10 -14
10 -2 2 10 -12 12 10 -14
10 -3 3 10 -11 11 10 -14
10 -4 4 10 -10 10 10 -14
10 -5 5 10 -9 9 10 -14
کم تیزابیت 10 -6 6 10 -8 8 10 -14
خنثی حالت 10 -7 7 10 -7 7 10 -14
کم قلویت 10 -8 8 10 -6 6 10 -14
10 -9 9 10 -5 5 10 -14
10 -10 10 10 -4 4 10 -14
10 -11 11 10 -3 3 10 -14
10 -12 12 10 -2 2 10 -14
10 -13 13 10 -1 1 10 -14
زیات قلویت 10 -14 14
په پورتنی جدول کی وینوچی هرڅومره PHکمیږی POHزیاتیږی مګرپه دواړوصورتوکی 10 -14 = [ H + ] [ OH ] دتل ثابت پاته کیږی ځنی مثالونه یی .
دیوه محلول PH اوPOH به څووی چی دهایدروجن دایونوغلظت یی په یوه لیترکی 10 -4موله وی .
PH = - log [H +] PH = - (-4)
PH = - log [10 -4 ] PH = +4
POH = (4 -4) = 10
فرمولی وزن :
فرمولی وزن دهغه وزن څخه عبارت دی چی په هغه کی مثبت اومنفی ایونونه وجودولری داډول مرکبات دایونی مرکباتوپه نوم یادیږی . ایونی مرکبات مالیکولی شکل نلری دیوه ایونی مرکب کوچنی ممکن واحددفورمولی وزن په نوم یادیږی دمثال په توګه دامونیم سلفیټ فارمولی وزن عبارت دی له دوه اتومه نایتروجن ، اته اتومه هایدروجن ، یواتوم سلفراوڅلوراتومه اکسیجن څخه چی وزن یی
132 = ( 16 x 4 ) ( 32 x 1 ) + ( 1 x 8 ) + ( 28 =2 x14 ) Nته رسیږی دکلسیوم فاسپیټ Ca3(PO4)2 فرمول د215 اودKClO3 فرمولی وزن 122.5 دی .
مالیکولی وزن : په یوه مالیکول کی داټومودوزنودمجموعی څخه عبارت دی دمثال په توګه په کاربن ډای اکسایدکی داکسیجن اوکاربن دوزنودمجموعی څخه عبارت دی یعنی 44 = ( 16 x 2) + ( 1 x 12) دایتایل الکول مالیکولی عبارت دی له 46 څخه اوداستیک اسیدمالیکولی وزن = 60 سره څرنګه چی
F2 – O2 – H2 هرمالیکول ددوواتومونوڅخه جوړشویدی.
نوله دی کبله دډای اتومی مرکبونوپه نوم یادیږی هغه مرکبات چی دوه غیری فلزی عناصرولری لکه CO , S1 , F4 اوCO2 هم مالیکولونه دی همدارنګه عضوی مرکبونه لکه ایتایل الکول اوبنزین هم مالیکولونه ګڼل کیږی .
اتوم ګرام : دیوه اتوم وزن دومره کوچنی دی چی په لابراتواروکی کتل کیدای نشی نودکارداسانی لپاره ګرام دی Atomic mass unit پرځای استعمالیږی نوله دی کبله دسودیم اتومی وزن 23AMU دی اودسودیم ګرام اتومی وزن 23gr دی دسلفرګرام اتومی وزن 32gr اود پوتاشیم ګرام اتومی وزن 39grدی دهرعنصریوګرام اتومی وزن 6.02 x10 23 اتومونه لری داداوګدرودثابت عددپه نوم یادیږی دمثال په توګه دکاربن یواتوم ګرام وزن = 12gr دی حد6.02 x10 23 اتومونه لری اودسودیم یوګرام وزن اتومی = 23gr یا
6.02 x10 23 اتومونه لری. که دیوعنصراتومی وزن په ګرام سره وښودل شی نوهغه ته ګرام وزن اتومی ویل کیږی ګرام .
مالیکولی اوګرام فرمولی وزن :
دیومرکب ګرام مالیکولی یاګرام نسبتی کتله Relative mass هغه مالیکولی یافرمولی وزن دی چی په ګرام باندی ښودل کیږی . ګرام اتومی وزن په عنصراوګرام مالیکولی وزن په مرکب پوری اړه پیداکوی مګردګرام فرمولی وزن غیرمالیکولی ایونی مرکبوته راجع کیږی یومول دیوه عنصرداوګدرودعددیعنی 6.02 x10 23 زرات ( اتومونه یاایونونه یامالیکولونه . دمثال په توګه یوګرام اتوم = 12gr یا 6.02 x10 23 اتویایومول کاربن سره سمون خوری مثلا دسودیم یوګرام اتوم 23gr یا6.02 x10 23 اتومونه یایومول سودیم سره دی.
الکترونیک تشکیل :
دالکترونونوتقسیم په اصلی اوفرعی مدارونوکی همدارنګه په اوربیټالونوکی دلاندی اصولومطابق صورت مومی .
۱ – په یوه مدارکی دالکترونونومجموعی تعداد2n2 دفرمول په اساس ټاکیل کیږی په دی ځای کی n عبارت دمداردنمبرڅخه دی ددی فرمول په اساس به په اول اصلی مدارکی 2الکترونونه اوپه دوهم اصلی مدارکی8 الکترونونه اوپه دریم مدارکی 18 اوڅلورم مدارکی 32 الکترونونه موجوددی .
2 - په یوه اوربیټال کی دوه دانی الکترونونه په فرعی مدارکی موجودی یعنی په فرعی مدارونوکی دالکترونونوتعدادداوربیټالونوتعداد دوه چنده وی ځکه دS په فرعی مدارکی یواځی دوه دانی الکترونونه وی چی دافرعی مداریواځی یویواربیټال لری اوP په فرعی مدارکی 6 دانی الکترونونه موجودوی ځکه چی د p فرعی مداردری دانی اوربیټالونه لری اود d فرعی مدار10 دانی الکترونونه لری داځکه چی پنځه دانی اوربیټالونه لری اوبالاخره د f فرعی مدارکی 14 دانی الکترونونه موجودوی اوداټول په 7 اوربیټالونوکی سره ځای پرځای شویدی په لوړ شکل سره توضیح شوی دی .
3 – دوه الکترونونه په یواوربیټال کی قرارلری دادواړه الکترونونه یودبل په مخالف جهت یعنی spine کی قرارلری په علاموسره ښودل کیږی.
4 – دانرژی له مخی هرڅومره چی هستی ته مدارونه نژدی وی لږه انرژی لری په لاندی ډول سره ښکاره کولای شو.
1S < 2S < 2p < 3S < 3p < 4S < 3d < 4p < 4S
5 – په لاندی شکل کی دانرژی سویی تشریح شویدی
6– دفرعی مدارونوپه اوربیټالونوکی دجوړوپه شکل موجودوی اودولانس الکترونونه په عمومی ډول سره یودانه الکترون لرونکی وی مثلا کاربن دکاربن په اول S فرعی مدارکی اصلا دوه دانی الکترونونه موجودوی
هم دارنګه په دوهم S کی دوی دانی چی باقیمانده دوی دانی دP په اوربیټال کی په غیرجوړه یی توګه موجودوی څرنګه چی په دوهم P اوربیټال کی یواځی دوه دانی الکترونونه په غیری جوړه یی ډول موجوددی ددوهم P دریم اوربیټآل خالی دی نود2S 2 مربع داوربیټال څخه یوه دانه د 2p 2 اوربیټال ته انتقالیږی چی ترڅوڅلورغیرجوړه یی الکترونونه په 2S او2P مدارونوکی په وجودراسی اصلا دالکترونوشمیرپه اصلی اوفرعی مدارونوکی دیوست په شکل سره لیکل کیږی .
Element At : # Electron configuration
1S1 1 H
1S2 2 He
1S2 – 2S1 3 Li
1S2 – 2S2 4 Be
1S2 – 2S2 – 2Px1 5 B
1S2 – 2S2 2Px1 2Py1 6 C
1S2 – 2S2 – 2Px1 – 2Py1 2pz1 7 N
1S2 – 2S2 – Px2 – 2Py1 2Pz1 8 O
1S2 – 2S2 – Px2 – 2Py2 – 2Pz 9 F
1S2 – 2S2 – 2Px2 – 2Py2 – 2Z2 10 Ne
داوربیټالونوشکل اونما: Orbital shapes and orientation
اوربیټال عبارت دهغی ساحی څخه دی چی دالکترونونوموجودیت په هغه کی ممکن وی هراوربیټال ځانته یومعین شکل اوجهت لری دS اوربیټال اصلا دری جهته لری په عضوی کیمیا کی موږ اکثرا دS اوP دفرعی مدارونوسره سرکارلروچی ددواړواوربیټالونوقواری په لاندی شکل سره ښول شوی ده
دS اوربیټال شکل :
دS داوربیټال دشکل له مخی څرګندیږی دلته الکترونونه په دری جهته کی پیداکیږی د1S او2S اوربیټالونوفرق یواځی دانرژی په مقدارپوری اړه لری څرنګه چی 2S اوربیټال دهستی څخه ډیرلیری دی نونظریوS ته زیاته انرژی لری دP اوربیټآل قواره چی په پورته شکل کی ښوول شوی دی دوه قطوبه لری چی په حقیقت کی هغه دوه لوبه یابیضوی شکله قطبونه لری څرنګه چی دP په فرعی مدارکی دری دانی اوربیټالونه موجوددی یعنی ( PX, Py,Pz ) هریویی په دری جهتونوباندی یودبل په مخالف جهت کی قرارلری لاندی شکل وګوری .
لکه چی پورته موذکرکړل دS په فرعی مدارکی یواځی یواوربیټال وجودلری اودP په فرعی مدارکی دری دانی اوربیټالونه موجوددی چی ددریوواړوانرژی سره مساویده چی هراوربیټال ځانته جهت غوره کوی چی په شکل کی ښوول شویدی .
داتومونوپه منځ کی دروابطودجوړولوساختمان:
Force of aHraction and Repulsion
Between two points
کله چی دوه اتومونه تعامل سره کوی څه پیښیږی .
کله چی دالکترونووریځ څپی وهی دیواتوم دالکترونودبل اتوم دهستی ترمنځ یوجذب منځ ته راځی ددواړواتومونودهستوپه منځ څرنګه چی دواړه هستی مثبت
چارج لری همدارنګه دواړواتومونودالکترونونوترمنځ چی دواړه منفی چارج لری یوبل سره دفع کوی چی په پورتنی شکل سره واضح شوی دی اودرفع کیدل په نسبتا لږفاصله کی ترسره کیږی کله چی دوه اتومونه یودبل سره تعامل کوی په دی ترڅ یومقدارانرژی دلاسه ورکوی ترڅوچی په خپل مابینځ کی رابطه جوړه کړی داتومونواوربیتالونه څپی ددی سبب ګرځی چی انرژی کښته راولی ترڅودیواتوم الکترون دبل اتوم دهستی سره دجذب سره یوه قوه پیداشی اوداانرژی ترهغه وخته پوری کښته راځی ترڅوددواړواتومونوهستی دومره سره رانږدی کړی ترڅویوبل سره دفع کړی دلته بیرته انرژی لوړیږی انرژی هغه وخت بیرته وخپل وسطی حالت ته ځان رسوی کله چی وویل شی چی دادواړواتومویودبله سره رابطه جوړه کړی اوداپه حقیقت کی یوه کیمیاوی رابطه ده .
اتم Energy
داتومونوترمنځ فاصله
(5 – 15)
یوکیمیاوی تعامل هغه وخت صورت مومی کله چی مجموعی انرژی کښته راشی دتعامل څخه وروسته الکترونونوالبته ددواړواتومواوهستی په یوه نوی موقعیت کی قرارنیسی اوپه خپل منځ کی یی یوه رابطه جوړه کړی چی نسبتا لږ انرژی لری اوډیره مقاومه وی په نجیبه ګازونوکی داچی ټوله دانرژی سویی ډکی دی نووتعامل ته جوګه ندی یواځی هغه عناصرچی داخیری مدارونواوربیټآلونوکی کمبوت الکترونونه لری یاالکترون اخلی اویاالکترون ورکوی اویادچی په اشتراکی ډول یی په خپل منځ کی ایږدی دلته هغه اتوم چی الکترونونه اخلی په حقیقت کی پخپل اخیره مدارکی یی الکترونونه کمبودوی اوهغه اتومونه چی الکترونونه ورکوی په خپل اخیرمدارکی اضافی الکترونونه لری دواړه اتومونه کوښښ کوی چی دخپل اخیرمداردالکترونونوتعدادونجیبه ګازونوته ورسوی لکه چی نیون ،هیلیوم اوارګون یانور. لذادوی بالاخره تعامل سره کوی اویومالیکول جوړوی په حقیقت کی په دی تعاملاتوکی داتوم داخیری مداراوربیټالونه برخه اخلی چی هغه ته ولانسی الکترونونه ویل کیږی لذاولانس دالکترونونوپه تعاملاتوکی خاص اهمیت لری اواکثره وختونه ولانسی الکترونونوته Bonding الکترونونه هم ویل کیدای شی .
ایونیک یاelectro valiant bond په نوی ساختمان کی یواځی دالکترونونه انتقال ښکاره کیږی په سودیم کلورایډکی ده 3S فرعی مدارڅخه یوالکترون دکلورین د3P وفرعی مدارته انتقالیږی په لاندی ډول سره
Na= 1s2 2s2 2p6 3s1 Na 1s2 – 2s2 – 2p6 + e-
Cl =1s2 2s2 2p6 3s2 – 3p5 + e- Cl 1s2 2s2 2p6 3s2 3p6
دسودیم اوکلورین ترمنځ دتعامل څخه وروسته دهراتوم دالکترونوترمنځ ډیره محکمه رابطه مینځ ته راځي ځکه هریویعنی سودیم دنیون اوکلورین دارګون شکل ځانته غوره کوی خپله نیون اوارګون دواړه نجیبه ګازات په داخل کی هریومحکمه رابطی لری .
اشتراکی رابطی :
اشتراکی رابطه هم ددوواتومونودالکترونونودڅپوڅخه منځ ته راځی کله چی ددوه اتومونوداخیری مدارداوربیټالونوڅپه ووهی هغوی اوربیټالونوپه منځ کی تعامل صورت مومی اوالکترونونه په شریک ډول ایږدی په حقیقت کی په ساحه کی یونوی اوربیټال چی ورته Molecular orbital ویل کیږی په وجودراوړی داچی په (Mo ) توری سره ښودل کیږی Mo په حقیقت کی عبارت داشتراکی رابطی څخه دی دMo اوربیټال هم داتومی اوربیټال په څیر دوه الکترونونه لری چی البته یودبل په مخالف جهت کی قرارنیسی اشتراکی رابطه هغه وخت منځ ته راځی .
۱ – هغه دوه اتومونه چی یودبله سره تعامل کوی دهغوی داخیرنی مدارونواوربیټالونوکی نیمایی الکترونونه لری .
۲ – نوموړی اتومونه چی خپل په منځ کی سره تعامل کوی اوروابطه جوړوی بایدداتحادشرایط ورته پکاروی .
۳ – په تعاملاتی اوربیټا ل کی الکترونونه په مخالف Spine کی قرارنیسی
داشتراکی روابطواقسام :
دوه قسمه اشتراکی روابط موجوددی : ۱- Sigma ( ) رابطه اوپای ( )
اول میګا ( ) داراربطه داوربیټالونوترمنځ په خطی ډول چی ددواتومونواخیره برخه a - دs اوS اوربیټالونوپه منځ کی شکلونه :
B : دP اوX S داوربیټالونودڅپوپه وسیله
PX – C اوPx اوربیټالونودڅپوپه نتیجه کی منځ ته راځی
مګماروابط دهستوپه منځ کی پریوخط باندی په متناظرډول واقع دی اوالکترون دمګماالکترون ویل کیږی
۲ – د پای ( ) رابطی داشکل رابطی عادتا دP اوربیټالونودالکترونونودڅپوپه منځ چی یودبل شکل کی واقع صورت مومی .
شکل
دپای رابطه هم لکه دPx رابطه ددووفوکاڼوڅخه جوړه شوی ده په شکل کی څرګندیږی چی دپای درابطی نیمی برخه دخطی پلان په پورتنی برخه بیاترمنځ دوی هستی اوترهغه وروسته دPy داوربیټال الکترون ښکاره کوی چی ورته دپای ( ) الکترون هم ویل کیږی .
دسګمااودپآی درابطوپه منځ کی دوه عمده تفاوتونه لیدل کیږی .
۱ – دپای په رابطه کی الکترونونه نسبتایودبل څخه یوڅه فاصله لری نسبت دسګماورابطی ته دپای درابطی الکترونونه نسبت دسګما ورابطی ته الکترونونه زیاته انرژی لری لدی کبله دپای رابطه نظروسګماته ډیر ژرماتیږی اوپه ډیرژرتعامل کی برخه اخلی
۲- دپای په رابطوکی پرشاوخواداتومونوتناوب ممکن ندی داتناوب عمدتا دالکین په مرکباتوکی دTrans او Cig ایزومیرونوپه منځ کی ممکن دی .
دکاربن داتوم SP3 الکترونونوامتزاج : Sp3 Hybridisation Carbon
لطفا لاندی دکاربن داتوم دالکترونوساختمانی شکل اوګوری
C ground state 1s2 2s2 2p2 (Px1 2Py1 2Pz0) ونیوچی دPz په اوربیټال کی هیڅ الکترون وجودنلری څرنګه چی 2S2 يوه جوړه الکترونونه لری او2S2 1S2
Py Pz Px 2S2 1s2
اوPz دواړه په عین مدارکی یعنی په دوهم مدارکی قرارلری ځکه نویوالکترون د2S2 اوربټال څخه Pz اوربټال ته انتقالیږی چی په نتیجه کی څلوردانی غیرجوړه یی الکترونونه یعنی د2Py1 , 2Px 1 او2Pz1 او2S1 وجودراځی که په لاندی شکل کی وګورو 1S2 , 2S2 , 2Px1 , 2Py1 2Pz0 لیدل کیږی چی دوه اوربیټالونه غیرجوړه یی دی چی دلته دیوی رابطی دجوړیدواحتمال لیدل کیږی .
په دی اساس که دکاربن دارابطی دهایدروجن سره جوړیږی نویواځی دوه اتومه هایدروجن ورته ضروردی چی CH2 جوړوی دوه Bonds C- H هغه جوړیږی چی د2P اوربیټالونه Px اوPy1 څپی د1S2 دهراتوم هایدروجن څپوته ورسیږی اوداچی دP داوربیټال دجلاکیدوزاویه پوره 0.90o د C – H ترمنځ رابطه به یوله بله سره یوه زاویه 90o زاویه جوړه کړی دکیمیا څخه پوهیږوچی کاربن دهایدروجن سره یوساده مرکب چی میتان نومیږی جوړه وی په دی مرکب کی څلوردC – H یعنی
رابطی موجودی دی .
اوس فرضاَ 2S اوربیټال یوالکترون وPz چی خالی اوربیټال دی انتقال شی نوپه دی صورت کی څلوراوربیټالونه یعنی 2Z1 , 2Py1 , 2Px1 , 2S1 یوه یوه دانه الکترون لرونکی اوربیټالونه مینځ ته راځی ځکه دPz اوربیټال نظرو 2S اوربیټال ته زیاته انرژی غواړی داچی د2S څخه یوالکترون 2Pz ته انتقالیږییوڅه انرژی ضروری ده چی داانرژی بایددحرارت اویاروښنایی په شکل واخستل شی دکاربن ودغه نوی حالت ته Excited state ویل کیږی
1S2 – 2S1 – 2Px1 2Py1 2Pz1 = C – Excited State
Valence shell
دانرژی دسویی په دیاګرام کی څلورغیری جوړه یی الکترونونه ښودل شوی دی په دی اساس دکاربن یواتوم دهایدروجن دڅلورواتوموسره یوځای اودمیتان مرکب لاسته راوړل کیږی دپورته تشریحاتوڅخه څرګندیږی چی دهایدروجن دری اتومه دکاربن (2P2) یعنی Px1 , Py2 سره نوی درجی زاویه جوړه اویوازی څلورم اتوم هایدروجن چی د2S1 سره رابطه جوړوی کوم معین جهت نلری ځکه نوبیادتیدراهیدران شکل ځانته غوره کوی ددی لپاره چی څلورواړواوربیټالونه یومساوی شکل اوفاصله ځانته غوره کوی هغه ته SP3 هایبرایدایزشن ویل کیږی په حقیقت کی یوخالص دS اوربیټال د3P اوربیټالونوسره ګدیږی مثلا یوګیلن سوررنګ ددری ګیلنوابی رنګ سره یوځای شی نوڅلورګیلنه ګلابی رنګ به ورکړی دغه دوه قسمه اوربیټالونه لری وMix کیدوته چی یونوی شکل ځانته اخلی اودغه شکل ته Hybridization ویل کیږی .
دکاربن داتم شکل به Sp3 hybrid په لاندی ډول سره دی
C (Hybridized state) = 1s2 2(sp3)1 2(sp3)1 2 (sp3)1
که دانرژی سویوپه شکل سره یی ښکاره کړولاندی شکل وګوری:
En
دSp3 هراوربیټال یوه دانه الکترون لری داچی دSp3 هراوربیټال یوS اودری P الکترونونه لری ځکه 25% , Sp3 دS خواص او75% دP خواص ښی لکه چی په تیربحث کی موولیدل چی دSp3 داوربیټال شکل دیوی کوچنی اوبلی لویی فوکاڼی څخه جوړشوی
کله چی د SP3 نوی اوربیټال تشکیل شی چی دهغه عینی انرجی اوقواره لری یوازی دهغوی نمایا یا orientation او Space کی تفاوت لیدل کیږی . څلور واړه SP3 اوربیټالونه په داسی یوه طریقه باندی په یوه پلان کی تنظیم شوی دی چی دهغوی محورونه دهرکونج څخه دکاربن وخواته په مرکز کی قرار لری توجه شوی ده اود دوو اوربیټالونوترمنځ زاویه 109o,28 ده 5-18 شکل ښیی چی په هر
SP3 مکعب کی اوربیټال کی یوالکترون موجوددی اوداچی هرالکترون یودبله سره دفع کوی ځکه نودهغوی ترمنځ فاصله موجودده اوداچی دوی عینی چارج لرونکی دی نویودبله سره په عینی فاصله کی فرق لری. ګران زدکړیان باید پوه شی کله چی کاربن په Ground State کی وی نودرابطی جوړولوخبره دلته مطرح نده دالکترون موقیعت کله چی کاربن تعامل کوی امکان لری تغیر وکی چی داتغیر دتعامل کونکی اتومونو په څرنګوالی پوری اړه لری همدارنګه داتومونو دګروپونوپه تعداد پوری کوم چی تعامل ورسره کوی اړه پیداکوی . هرکله چی کاربن تعامل کوی په تعامل کی د SP3 څلوراوربیټالوڅخه کاراخلی البته داتعامل به یا دبل انفرادی عنصراویا یوګروپ سره لکه میتایل (CH3) سره وی .
Bonding in methane: په میتان کی رابطی جوړیدل:
په میتان کی کاربن دهایدروجن دڅلورواتوموسره اشتراکی رابطه جوړه وی دلته دکاربن یواتوم دهایدروجن دڅلورواتوموسره یعنی دکاربن د SP3 اوربیټال رابطی جوړوی 5-19 شکل وګوری .
د C-H هره رابطه د Sp3 دکاربن داتوم اودS اوهایدروجن داتم دالکترونودڅپوڅخه ومنځ ته راځی داچی دکاربن د Sp3اوربیټالونونمایوداسی تتراهیدران دی چی دهراوربیټال محورویوکونج ته ځی اودکاربن اتم یی په مرکزی برخه کی قرارلری اوپه نتیجه کی د C-Hرابطه یی جوړه کړی ده نود
C-H رابطی دتتراهیدران او په عینی استقامت کی موقعیت نیولی دی په میتان کی هم زاویه1090.28 ده دلته دکاربن Sp3 اوربیټالونه برخه اخلی چی دS اوربیټال یی سګما دقسمه څخه دی. ځکه نوپه میتان کی ټوله څلورواړه رابطی دسګماSigma bond دی ځنی الکتروسکوپیک مطالعاتوته ښودلی ده چی په میتان کی C-H ترمنځ فاصله 109A 0 درجی ده هغه انرژی چی دڅلورC- H رابطودماتولولپاره ضروری ده 12Kcal ده اودهغوی ترمنځ زاویه 109 0 28 – ده .
په ایتان کی دکاربن رابطی :
په ایتان کی شپږدانی دانی ده ( C- H ) اشتراکی رابطی موجوددی اویوه
دانه C – C ربطه شته چی دهایدروجن سره دکاربن ده Sp3 اوربیټالونواو
یودکاربن دبل کاربن سره ددووواړوکاربنودSp3 اوربیټالونوترمنځ حاصل شوی دی دلته ټوله رابطی یعنی C-H اوC – C رابطی دسګمارابطی دی د
H – C – H او C – C ترمنځ زاویه109 0 28 – ده دC – H اودرابطی اوږدوالی یی 109 انګسترونه ده په داسی حال کی چی د C – C اوږدوالی 104 انګسترونه ده .
دکاربن دSp3 هایبرایدایزیشن : په Ground state دكاربن داتوم څرنګوالی
C 1s2 2s2 2px1 2py1 2pz0 Valence shell
دکاربن د Excited حالت په لاندی ډول سره دی
C 1s2 2s1 2px1 2py1 2pz1
که ځیرشولیدل کیږی چی د2S څخه یوالکترون و2pz0 ته انتقال شویدی اوحقیقت دادی چی د2py 2Py1 اوربیټال وPz ته چی خالی وو هلته انتقالیږی اوPy خالی پاته کیږی د2S2 څخه یوالکترون 2Py ته انتقالیږی چی په نتیجه کی 2Sp2 هایبرایدایزیشن یاSp2 هایبرایدایزیشن جوړوی اوSpz نه هایبرایدکیږی په Sp2 هایبرایدایزیشن کی دالکترونوConfiguration په لاندی ډول سره دی
(c) Hybrid state: 1s2 2 (2sp2)1 2(sp2)1 2(sp2)1
دSp2 هایبرایددجوړیدوعملیه په لاندی شکل کی ښودل کیږی .
دSp2 هراوربیټال یوه دانه غیرجوړه یی الکترون لری دSp2 قواره یاShape دSp3 غوندی دی ټوله عملیه په (5 – 26) شکل کی خلاصه شویده د Sp2 انرژی اوقواره دپورتنی شکل سره پوره مطابقت لری مګردهغوی نمااوداتمونوترمنځ فاصله یودبله سره تفاوت لری د Sp2 3 اوربیتآلونه په یوه پلان کی چی دمثلث ودریوکنجونوته استقامت لری ترتیب شویدی دجوړه یی اوربیټالونوترمنځ زاویه 120 درجی ده د Sp2 نماپه ( 5 – 22) شکل کی تشریح شویدی کوچنی فوکاڼه ځکه دلته نه لیدل کیږی چی دالوب دهستی څخه په کافی اندازه لیری نه وی ترڅودرابطی په جوړولوکی ونډه واخلی دکاغذپرمخ پلا ن کی ځکه په مثلثی شکله پلان په وسیله سره ښودل کیږی ترڅودالکترونونوترمنځ لازمه فاصله وښودل شی ترڅودالکترونونوپه منځ کی یودبله سره رفع څرګنده شی
په پورتنی شکل 3 Sp2 (a) نماتشریح شویده (b) un hybridize Pz شکل څرګندیږی اوC ، Pz د Orientation څرګندوی .
دابایدهمیشه په یادولروکله چی دکاربن دوه اتومونه ددرونوروعینوسره یاګروپونوسره تعامل کوی لکه ایتان کی همیشه لپاره Sp2 هایبرایډاوربیټال اوPz اوربیټآل په کاراچوی .
Bonding in Ethylin
په ایتلین کی دکاربن هراتم ددووهایدروجنوداتموسره دیوی
رابطی اودهرکاربن داتم سره دوګانه رابطی په وسیله یوځای شویدی په دی ځای کی څرنګه چی دکاربن هراتم ددوونورواتموسره یوځای شوی دی دلته کاربنSp2 هایبرایداوPz اوربیټالونه استعمال کړی دی . څرنګه چی په ایتلین کی دکاربن هراتم ددرونوی اتمونوسره تعامل کړی دی یعنی څلوردC – H ویګانه رابطی اویوه دوګانه رابطه ددوکاربنوداتموترمنځ موجوددی هره C – H رابطه یوه سګما رابطه ده چی د Sp2 دڅپوڅخه منځ ته راځی چی دهایدروجن 1S اوربیټال سره یی برقرارکړیدی اودوه کاربن داتموترمنځ دوګانه رابطود Sp2 اوربیټالونوپه نتیجه کی منځ ته راځی اوبله یی دپای رابطه ده ددووکاربنودبغل په بغل کیدویعنی دکاربن ددواړواتمونودPz دun hybridized اوربیټالونودڅپوپه نتیجه کی منځ ته راځی داباید په یادولری چی دPz اوربیټآل هغه وخت خپلی څپی اچوی چی شپږاتومونه په یوه
پلان
کی قرارونیسی چی داپلان د پای پلان دی دپای رابطه پردووبرخوباندی ویشل
شویدی یوه برخه یی دپلان پورته اوبله برخه یی دپلان په کښته برخه کی قرا
رنیسی دپلان اواری برخی یوه دپای رابطه جوړوی.
په ایتلین کی جفته رابطه ددوبانډویعنی پای اوسګماپه ایتلین کی ده دپای درابطی جوړیدل څخه جوړشویدی دری قسمه رابطی لکه C – H , H – C – H او
C – C په ایتلین کی لیدل کیږی چی دټولوروابطولپاره زاویه 120 درجی ده د
C _ H درابطی اوږدوالی یی 1.54 انګسترونه دC – C رابطه اوږدوالی 1.34AO حال داچی په ایتان کی د – C – C - رابطی اوږدوالی 1.54 وو.
دکاربن دSP هایبرایدایزیشن :-
دلته بیادکاربن داتوم دغیرفعال شکل یا Ground state څخه راشروع کوو
C (ground state) = 1s2 2s2, 2Px1 2Py1 2Pz0
کله چی د2S2 څخه یوالکترون Pz وخالی اوربیټال ته انتقال شی دی حالت ته دکاربن دفعاله کیدویاExcited state ویل کیږی .
C – Excited state 1s2 2s1 2Px1 2Py1 2Pz1
څرنګه چی په Sp2 هایبرایدایزیشن کی د2S او 2P اوربیټالونه سره ګډشوی وه ترڅودوه نوی معادل یا Equal ant اوربیټالونه یی په وجودراوړی وه چی ودغه دوه نوی اوربیټالونوته Sp هایبرایداوربیټالونه ویل کیږی یاپه ساده توګه Sp orbital ویل کیږی ځکه چی دهغوی د1S او1P اوربیټال دیوځای کیدوپه نتیجه کی منځ ته راغلی دی د2P نوردوه اوربیټالونه ( Py , Pz ) بیله هایبرایدکیدوڅخه خالی پاته کیږی دکاربن داتمواوSP الکترونیک شکل په لاندی ډول سره خلاصه کولای شو
C (Hybridized state) 1s2 2(sp) 1 2(sp) 1 2Py1 2pz1
Valance shell
هغه عملیه چی دوه SP مساوی هایبرایداوربیټالونه جوړوی په ۵ – ۲۶ شکل کی توضیح شویدی هرSP اوربیټال یوه دانه غیرجوړه یی اوربیټال لری د SP دهراوربیټآل شکل دSp2 ته مشابه دی هغه SP اوربیټالونه چی په پورتنی ډول سره تشکیلیږی یودبله سره شکلاَ سره مشابه وی دهغوی انرژی هم یودبله سره برابره ده دهغوی دفاصلی جهت یودبله سره فرق کوی دوی په یومستقیم خط کی واقع شو یدی ددووSPاوربیټالونوپه منځ کی زاویه 180 درجی ۵- ۲۲شکل وګوری
دلته ځکه SP اوSP اوربیټالونه یودبله څخه زیاته فاصله اشغالوی ترڅودوی سره په یوخط باندی قرارونیسی اویودبله سره رفع کولای شی د Pyاوpz اوربیټالونه په راسته زاویه کی قرارلری یعنی دSP دخط وپورته خواته قرارنیسی دابایدپیادولری کله چی دکاربن اتم ددوه نورواتومونویاګروپونوسره تعامل کوی لکه استلین همیشه دSP هایبراید اوربیټالونوڅخه کاراخلی او2P ( Py , Pz ) خپل روابط جوړوی .
Bonding Acetylene:
C -H H - C په ایتلین کی دکاربن هراتم دیوهایدروجن سره یوګانه رابطه
اودبل هراتم کاربن اتم سره سی ګانه رابطی سره ارتباط نیولی دی څرنګه چی دلته هم دکاربن هراتم په دوونورواتوموباندی ارتباط نیولی دی یوګانه رابطه دهایدروجن داتم سره اوبل دری ګانه رابطه دبل کاربن سره موجودده ځکه نودلته کاربن دSP هایبرایداوربیټال برعلاوه دوه دانی 2P Un hybrids اوربیټالونه استعمالوی (Pz . Py ) ترڅوروابط جوړکړی
په ایستلین کی څرنګه چی دری ګانه رابطی موجوددی دهغه دجملی څخه دوی رابطی دپای بانډاویوه رابطه دسګما په بانډ پوری اړه پیداکوی په ایستلین کی دوی دانی یوګانه اشتراکی رابطی دهایدروجن سره موجوددی اوددوه کاربنواتموترمنځ یوه دری ګانه اشتراکی رابطه موجودده هره ده C – H رابطه دسګمارابطه ده چی دکاربن دSP داوربیټال اوهایدروجن دS اوربیټال دیوځای کیدوپه نتیجه کی ومنځ ته راغلی دی دکاربن داتومونو ترمنځ ددری ګانه رابطوکی هم یودسګمارابطه ده چی دکاربنو داخیری برخی سره یوځای کوی هم دسګماپه نوم یادیږی اوددواړوکاربنودSP داوربیټالونوپه نتیجه کی منځ ته راغلی دی اودکاربن داتمونودوی باقیمانده رابطی دپای دبانډ په نوم ځکه یادوی چی دP داوربیټالونه
Un hybridized دی په وجودراغلی دی دC – C ترمنځ دری ګونی رابطه هم په مساوی دری مستقیموخطونوباندی ښکاره کوی داخبره باید په یادولری چی د دغه دری خطونوڅخه دمابینځ خط دسګمااودوه نوردبغل خطونه دپای ددوورابطوپه نوم یادوی
الکتروسکوپی مطالعات ښی چی ایستلین هم خطی مالیکولی دی دC – C بانډ زاویه 180 درجی دC – H رابطی دخط اوږدوالی 1.04 انګسترونه دی دC – C دخط اوږدوالی 1.20 انګسترونه دی .
دنایتروجن هایبرایدازیشن :
دنایتروجن اتومی نمبراوه دی نایتروجن په ولانسی طبقه یعنی اخیرمدارکی پنځه الکترونه لری نایتروجن هم دکاربن په څیرد Sp , Sp2 , Sp3 هایبرایدجوړوی دSp3 هایبرایدجوړیدل څرګندوی
N – Ground state Sp3 – Hybridized state
5 – 31 Fig – formation of the four equalent sp3
Hybrid orbital of Nitrogen
داڅلورواړه دN دSp3 اوربیټالونه تتراهیدران په یوه مسطح پلان کی ځای پرځای شویدی عینا لکه دکاربن د Sp3 تتراهیدران شکل نایتروجن ترکاربن یوالکترون زیادلری اوهایبرایدپه عملیه کی لکه دکاربن غوندی یی یعنی Sp ، Sp2 اوSp3 دی هرکله چی نایتروجن ددری نورواتوموسره یوځای کیږی مثلا په امونیا یا ایتایل امین کی په نایتروجن کی یوSp3 اوربیټال عملا مشبوع دی اوپه تعامل کی برخه نه اخلی اوهمیشه Sp3 اوربیټالونه په تعاملاتوکی پکاراچوی ۵-۳ شکل دامونیادجوړیدوڅرګندونه کوی
Bonding an Ammonia Sigma bond
همدارنکه نایتروجن کولای شی دSp2 اوSp هایبرایداوربیټالونوڅخه مرکبات جوړکړی اودهغه وخت چی ددو نورواتومونویاګروپونوسره imines یاهغه مرکباتوسره تعامل وکړی پدی ځای کښی نایترSp2 هایبرایداودPZ اوربیټال چی هایدرایدشوی نه وی استعمالوی لکه په ۵ – ۳۳ شکل کی
۵ – ۳۳ شکل ده CH2 = NH په مرکب کی درابطوتشکیل چی دلته نایتروجن اوکاربن دواړه Sp2 هایبرایددی که چیری دنایترجن اتوم دیوه بل ګرپ یایوبل اتوم سره نسبتی وی مثلاپه هایدروجن سیانایدکی یامیتایل سیانایداویابل نایتروجن سره دلته 1Sp پای هایبراید او2p غیرهایبراید( Py , Pz ) استعمالوی ترڅوخپل روابط منځ ته راوړی
Figs 5: 34
Bonding hydrogen Cyanide
داکسیجن هایبرایدکیدل :
داکسیجن نمبراتومی اته دی دولانس پرطبقه باندشپږالکترونونه لری اکسجن هم دنایتروجن اودکاربن په څیرSp2 اوSp3 هایبرایداوربیټالونه جوړوی
Ground state 2sp3 – Hybridized
Fig 5 – 35 formation of four equulant sp3
Hybrid or orbital of oxygen
اکسیجن ترنایتروجن یوالکترون زیادلری ځکه نوپه اکسجن Sp2 اوربیټالونه مثلا ډک شوی دی اوهغه داشتراکی رابطی په جوړولوکی برخه نه اخلی کله چی اکسیجن ددوونورواتوموسره یادنوروګروپوسره تعامل کوی مثلا په اوبو، ایترو
یاالکولوکی همیشه دSp3 هایبرایداوربیټالونوڅخه استفاده کوی ۵ – ۳۶ شکل
وګوری
اکسیجن هم دارنګه د Sp2 په استعمال سره مرکبات جوړولای شی اوداهغه وخت امکان لری چی اکسیجن یواځی دیوبل اتوم یاګروپ سره نښتی وی لکه الدیهایدونه اوکیتونونه دلته اکسیجن 1Sp2 هایبراید اوبل Pz چی غیرهایبرایداوربیټال دی په تعامل کی استعمالوی په اکسیجن کی Sp هایبرایدایزیشن موجودنه وی .
Guide line: H2C = O (form aldehyd)
همیشه بایدپه یادولروکله چی کاربن په څلورواتومونویعنی څلوراتومه هایدروجن پوری نښتی وی نوټول په Sp3 تعامل کوی په ایتلین کی برعلاوه Sp3 . یوهم په تعامل کی برخه اوایستلین کی Sp3 برعلاوه 2P هم برخه اخلی .
Electronegative: عبارت دهغه توان څخه دی چی دوه اتومونه یی دیوی رابطی دجوړولولپاره پکاروړی مثلاA: B تعامل کوی که چیری ده B دالکترونودجوړه کیدودجذب توان زیات وی نوویلای شو چی دB دعنصریااتوم الیکترونیکتوټی زیاته ده دمختلفوعناصرولپاره الیکترونیکتوټی مختلف وی په یوه اتوم کی دالکترونیکتویټی ددووعامیلنوتراثرلاندی ده .
۱ - اتومی لمبر: چی اتومی لمبرمثبت چارج لری اوپه هسته کی قرارلری .
۲ – اتمی شعاع : داهغه فاصله چی ولانسی الکترونوته دهستی څخه لیری که دیوه عنصراتومی لمبریی زیات اوکوچنی اتومی شعاع ولری الکترونیکتیویټی یی زیاته ده دځینواتومونوالیکترونیکټیویټي په لاندی ډول ده
H C I Br
2.1 2.1 2.5 2.8
Cl N O F
3.0 3.0 3.5 4.0
قطبی اوغیرقطبی رابطی : کله چی دداسی دوواتومونوترمنځ چی مختلف الکترونیکټیویټی ولری اواشتراکی رابطه جوړیږی هغه الکترونوچی مشترک ایښوول کیږی مساوی ندی هغه اتوم چی لوړالکترونیکټیویټی لری هغه اتم چی یی لږ وی ځانته راکشوی یا په بل عبارت دهغه چی الکترونیکټیویټی یی زیاته ده دالکترونوغلظت دهغه پرشاوخوازیادی په مالیکول کی هغه اتم چی زیات الکترونیکټیویټی لری دبل اتم څخه چی لږالکترونیکټیویټي لری داتومونوځانته راکاږی اودلږالکترونیکټیویټی اتوم یولږڅه مثبت چارج له ځانه ښی مثلا په
C – Cl اشتراکی رابطه کی ګورودلته کلورین نظروکاربن ته زیات الکترونیکټیف دی لذا کلورین نورولږ الکترونیکتیف چارج ته ضرورت لری دالکترونونوغلظت دکلورین پرشاوخوازیات وی ځکه لږکاربن یولږمثبت خواص له ځانه څخه ښیی ددلتایونانی کلمه دکوچنی په مفهوم ده ()
C – C l – Bond is polar
گامامنفي يعني كوچني منفي چارج اوګامثبت چارج مفهوم وركوي داسي يواشتراكي رابطه چي كوچني مثبت همداکوچنی منفی چارج ولری ورته
Polar bond وایی که چیری دده مشابه اتومونوترمنځ اشتراکی رابطه ومنځ ته راځی لکه Cl – Cl , H - H , C – C څرنګه چی دلته دمالیکول داتومونوترمنځ الکترونیکټیویټی مساوی وی په مالیکولی اوربیټالونوکی دالکترونونوغلظت چی په نتیجه اشتراکی رابطه جوړوی سره مساوی دی دغه ډول اشتراکی روابطوته غیرقطبی یاnon polar bond ویل کیږی .
Or H _ H
H _ H _ is non polar bond
قطبی اوغیرقطبی مالیکولونه :
یوه مالیکول ته هغه وخت قطبی مالیکول ویل کیږی چی لاندی شرایط ولری .
۱ – مالیکول یوه یاڅوقطبی رابطی په خپل ځان کی ولری
۲ – په مالیکول کی باید په ښکاره ډول مثبت اومنفی چارج ښکاره کوی کاربن ډای اکسایډ دوه دانی قطبی رابطی لری ددوومنفی چارجونومرکزپه هغه ځای کی قرارلری کوم چی دمثبت چارجونومرکز هلته موقعیت نیولی وی
Non polar Co2 is
Carbon tetra chloride is non poplar molecules
اوبه دوه قطبه دهایدروجن اواکسیجن ترمنځ رابط ومنځ ته راوړی ده د
H – O – H ترمنځ درابطی زاویه 104 درجی ده دمثبت چارج مرکز دهایدروجن داتومونوپه منځ کی قرارنیولی څرنګه چی په اوبوکی دمنفی دمثبت چارجونه په یوه مرکزکی قرارنلری ځکه نوداوبومالیکول قطبی یاPolar دی.
کاربن تتراکلورایدڅلوراشتراکی رابطی لری مګرمالیکولی قطبی ندی اماپه یواځی توګه یعنی C – Cl یوه قطبی رابطه ده په کاربن تتراکلورایډکی چی تتراهیدران شکل لری ددوی ترمنځ زاویه 109 0 28- ده دمنفی چارجونومرکزیی عین دمثبت چاجونومرکزیادکاربن اتوم دی .
قطبی مالیکولونه یوکوچنی Magnet لری اوددواړوقطبونومومینټ ځنی تیریږی چی دDipole ( moment ) پهµ )مایکرون ) علامه سره ښکاره کوی اوهغه چارج که اندازه اودچارجوترمنځ په فاصله پوری اړه پیداکوی
Dipole moment = Charge x distance غیرقطبی مالیکولونه مومنټ نلری.
هغه مالیکولونه چی dipole moment نه لری ورته Non polar molecules ورته ویل کیږی پولرمالیکولونه یودبل سره جذبوی همدارنګه نورایونونه هم ځانته راکاږی ځکه نودامالیکولونه ځانته کیمیاوی اوفزیکی خواص لری
د Resonance concept دریزونانس فرضیه :
دځینوعضوی مرکباتومالیکولونه که یی فارمول په ځنځیری ډول سره ولیکوصحیح نه راځی دمثال په توګه بنزین په عادی ډول سره په لاندی توګه لیکل کیږی .دلته وینوچی دری کاربنه یوه رابطه اودری کاربنه
سی ګانه رابطه په خپل منځ کی لری
تجربوهم ښودلی ده چی په بنزین کی دټولورابطواوږدوالی سره برابر
او1.39 انګسترونه دی اوپه عادی ډول سره دکاربنوترمنځ
یګانه رابطه 1.34 انګسترونه اودوګانه رابطه 1.54 انګسترونه اوږدوالی لری دبنزین حلقی په دوه شکله باندی لیکل کیږی
1
داول شکل دالکترونودموقعیت په اساس یودبله سره تفاوت لری . که چیری موږ په یوه مرکب کی داتومونوموقعیت په دوه یاډیروشکلونوسره ولیکواواتومونه په مالیکولی برابرموقعیت ولری ورته Resonance ویل کیږی
حقیقی مالیکولی ساختمان ته Resonance Hybrid ویل کیږی اودهغوی متبادی الکانوتهResonance structure ویل کیږی اویاورتهCanonical form ویل کیږی د
ددوه سره تیره علاوه دبنزین ددووحلقوترمنځ Resonance Hybrid نښانی ده اوله اودوهمه حلقی د Resonanceنمایندګی کوی دریم شکل ددی دواړودهایبرایدنمایندګی کوی . دلته باید واضیح کړوچی اول اودوهم شکلونه په عملی ساحه دبنزین دمالیکول اصلی ساختمان نه ښی دایوځی یوه تیوری ده دایزوناینس اول اودهم شکلونه نظرودریم شکل ته زیاته انرژ ی لری چی هغه ته دریزوناینس انرژی وایی مثلا اول اودوهم شکلونه 7- 97 لیکوکالوری په فی مول لری چی ورته Heat of Combustion ویل کیږی اودهغوی داستحکام انرژی
38 K Cal mol
دAcetate په ایون کی یواځی یوشکل موجوددی
دلته دکاربن اواکسیجن ترمنځ درابطی اوږدوالی 1.26 A انګسترونه دی چی په عادی توګه داکسیجن اوکاربن ترمنځ دوګانه رابطی اوږدوالی 1.20A دی اودکاربن اواکسیجن ترمنځ یوګانه رابطه 1.43A اوږدوالی لری په عضوی کیمیاکی دResonance تیوری ډیراهمیت لری اوریزوناینس رول په لاندی توګه تشریح کیږی .
1– ریزوناینس هغه وخت ضروری دی چی دیومالیکول ساختمانی شکل په دوشکله نویشته شوی وی اوهغه یواځی د الکترونودموقعیت تغیرښی نه داتومونومفاسرت Resonance. .
Resonance only in evolved the delocalization of electrons
2- دریزوناینس ساختمان دیومالیکول اصلی ساختمان نه څرګندوی دایوتیوریکی مسله ده.
3– ریزوناینس په اشتراکی اویوګانه رابطوترمنځ دالکترونوانتقال دی
4 - دریزوناینس هایبرایددبنزین دمالیکول حقیقی ساختمان ښی Resonance hybrid action ساختمان یوبین البینی ساختمان دی نه داچی داول اودوهم ساختمانویوکړی ساختمان.
Resonance hybrid - 5 ساختمان په سره ښودل کیږی او وکتور دیوه تعامل رجعی شکل بیانوی.
6- Resonance hybrid نظرودResonance Structure ته زیا مقاوم دی
7– ریزوناینس دیومالیکول مقاوم ښکاره کوی اوڅرګنده وی چی دتعاملاتولپاره لږمیلان لری
Hydrogen bonding:
په هایدروجن لرونکی مرکباتوکی دهایدروجن دجذب دقوی څخه عبارت ده عموماO - H یا O – N په شکل په اوبو، اسیدونو الکولواوهایدرونوکی داروابط عموما موجودوی دمثال په توګه O – H لوړه قطبی رابطه ښی څرنګه
H O رابطه اکسیجن دزیاتوالکترونوپه لرلوسره نظروهایدروجن
ته زیادElectronagnetive نودالکترونوتراکم دهایدروجن دالکترون په شمول داکسیجن دهستی خواته زیاتوی دلته په نتیجه کی اکسیحن یوکوچنی منفی چارج لری اوهایدرجن یوکوچنی مثبت چارج لری
که چیری دO - H دمالیکولوپه شاوخوا نوردO – H مالیکولونه وی نوهغه د
H + دجذب دقوی په اساس یودبل سره جذبیږی چی دغه قویته دHydrogen bonding وایی هایدروجن bonding په کیمیاکی دنقطوپه واسطه ښکاره کوی لکه
دهایدروجن رابطی مقاومت 5 – 10 KCul فی باونډ دی چی داقوه نظروهغی قوی ته چی په عادی ډول یی هایدروجن دبل اتوم سره په یوه مالیکول کی جوړوی ډیره کمه ده یعنی
انرژی نظر O ……. H ډیره زیاته دهایدروجن ضعیفه رابطه دهغه موادپرفزیکی اوکیمیاوی خواصوباندی لکه بهیدل ،جوش نقطی اوانحلال پرنقطوزیات اثراچوی.
۱ – دعضوی مرکباتودجوش پرنقطوباندی دهایدروجن دبانډ تاثیرات .
هغه مالیکونه چی مالیکولی مساوی وزن سره ولری نودهغوی دجوش نقطه هم سره مساوی وی دالکولو اوایتروکی که څه هم دهغوی په مالیکولی وزن کی تفاوت موجودوی مګر دجوش په نقطوکی چندانی تفاوت نه لیدل کیږی مګرهغه الکولونه چه لوړمالیکولی وزن ولری دهغو دغلیان نقطی دمالیکولی وزن دلوړیدوپه نسبت سره لوړیږی .
Dimithyl Ether Ethanol MW44 bp – 45c0
MW46 bp – 25C0 MW – 46 bp + 78C0
داقضیه دHydrogen bonding په اساس سره تشریح کیږی .
په ایتانول کی دهایدروجن رابطه ددی لپاره چی هایدروجن رابطه ماته کړی زیاته انرژی ته چی دحرارت په شکل سره وی ضرورت لری پروپان اوdimithy ether په حقیقت کی هایدروجنی رابطه نه جوړه وی ځکه نورغلیان کښتی یاټیټی نقطی لری
په اوبوکی دانحلال قابلیت : -
هغه مالیکولونه چی هایدروجنی رابطی لری هغوی په نوروموادوکی چی هایدروجنی رابطی لری ښتره حلیږی دمثال په توګه الکول په اوبوکی حلیږی اوپه الکانونوکی نه حلیږی داځکه چی الکانونه هایدروجنی رابطه نلری مګراوبه څرنګه چی Polar رابطه لری نوځکه الکول په اوبوکی حلیږی په الکانوکی هایدروجنی رابطه موجوده نده ترڅوهغه ماته اواوبه وننوزی
اوبه
الکول
څرنګه چی په دواړوهایدروجنی رابطی موجوددی ځکه یوپه بل کی حلیدلای شی .
دپورته توضیحاتوڅخه څرګندیږی چه هغه الکولونه چی ټیټ مالیکولی وزن لری په اوبوکی حلیږی که چیری R دالکولود R یا الکایل Alkyl په ګروپ کی لویږی په همغه اندازه یی په اوبوکی انحلالیت کمیږی په لاندی جدول کی لیدل کیږی هغه الکولونه چی د7 کاربنوڅخه زیات لری په اوبوکی نه حلیږی .
Solubility of Alcohols In water
Alcohols Solubility In fining / 100ml of H2O
CH3 _ OH In fining
CH3 _ CH2 _ OH In fining
CH3 _ CH2 _ CH2 _ OH 8.0
CH3 _ CH2 _ CH2 _ CH2 _ OH 2.2
CH3 _ CH2 _ CH2 _ CH _ CH _ OH 0.6
Guide line
دفلتراوکاغذپرمخ باندی دزیاتوعضوی مالیکولونه فرمولونه لیکلای شوچی داکارپه خپل ذات کی فایدی اوزیانونه لری .
یوځایی فرمول یاEmpirical Formula :
دافرمول یواځی موږداتومونوقسم اوپه مالیکول کی ددوی ترمنځ رابطه راښی . دمثال په توګه په میتان کی CH3 فرمول کی موږپوهیږوچی کاربن اوهایدروجن موجوددی اوددوی ترمنځ نسبت 1 : 3 دی .
۲ – مالیکولی فرمول کی موږته راښی چی ایاداتومونوحقیقی تعدادپه یوه مالیکول کی څومره دی دمثال په توګه دایتایل مالیکولی فرمول C2H6 دی .
۳ – Structure Formula یامشرح فرمول :
البته په یوه مالیکول کی برعلاوه چی داتومونونوعه ، تعداد معلومیږی بلکه په یوه مالیکول کی داتومونوترتیب اوتنظیم هم معلومیږی .
CH3 C2H6
Molecular formula Empirical formula
Structural formula
۴ - Condensed . Structural formula:
دمشرح فرمول دښکاره کولویوه لنډه طریقه ده
CH3 _ CH3 Condensed