خوراک اوصحت
دځیني خوراکي توکو ګټي او تاوانونه (ضررونه
دخرماګټې
خرماډیرې ګټې لری چې شمېرئې دانسان له وسه یووتلی کاردی، داپه دې مطلب چې خرمادژوندیوه ارزښتناکه میوه ده، دادمیوې څخه علاوه پوره غذاهم ده اودواهم ده، خرماپه دې ډیرې ښې پایلې لری چې ویټامینونه اومینرالونه لری، خرماپه ځانګړی ډول سره شحمیات، کلسیوم، سلفر، اوسپنه، پوتاشیم، فاسفورس، منګنیز، مس، مګنیزیم اوداسی نورموادلری، خودائې عمده مواددی، داټول مواددانسان لپاره ګټې لری، روغتیاپالان وایی چې دورځې یوه خرماخوړل دښه روغتیاضمانت ورکوی، په عمومی ډول سره خرمادقبض ، دکلمودغیرمنظم حرکت ، وزن، دزړه تکلیف، جنسی کمزوری، نس ناستی اودګیډی دسرطان لپاره یوه بې بېلګې دارودرمل ده.خرمادپوتاشیم په درلودلوسره میتابولیزم حالت ښه کوی، چې خرماددماغ لپاره هم ډیره ښه ده، خرماد(B-Complex) ویټامینوپه درلودلوسره دوینې سره کُرویات اوسپین کُرویات جوړوی، اوسپنه اومګنیزیم يي دحمل په دوران کی ډیره ښه نتیجه ورکوی، په عمومی ډول سره په خرماکی هیڅ داسی موادنشته چې وانسان ته ضررورسوی برعکس وانسان ته ډیره ګټوره اوښې پایلې لری.
دخرمابله غټه اوستره ګټه وانسان ته داده چې دانسان وغړوته ډیره ښه وده ورکوی، دروغتیاپالانودنسخې مطابق خرماپه مختلفوطریقوسره خوړل کیږی، خرمادشیدوسره، په ډوډۍ کی دکوچواوپنیرسره یوځای کوی، چې داخوراک دماشومانواوهم دبالغانودواړولپاره ګټوردی، یوه بله نوې څیړنه چی اوس ساینس پوهانوکړی ده هغه داچې خرمادګیډې دسرطان په پوره ډول سره مخه نیسی، ساینس پوهانوداهم ثابته کړیده چې په مجموعې ډول سره مسلمانان په خرماسره روژه ماتوی، چې داددوی لپاره ډیره ګټوره ده هغه په دې چې دخرماپه خوړلوسره لوږه په مکمله توګه سره ماتیږی، زړه صبرکیږی، چې دادچاغښت، دزړه دتکلیفونواودنس دکړاوونومخنیوی دی.
په عصری نړۍ کی وخرماته دخوږې تاج وایی، داځکه چې دایواځی خوږه نه بلکې غذاهم ده، اوخرمادستړیاپه وخت کی کیمیاده، خرماعلاوه دنارینه ولپاره دښځولپاره هم غوره درمل ده، دامریکا یوه څیړنیزه اداره (American Cancer Society) وایی چې هرانسان باید په هره ورځ کی ۲۰-۳۰ خرماوې وخوری، دوی داهم وایی چې که هرڅوک په ورځ کی اقلایوه خرماوخوری نوقوت باصره(دلیدوتوان) به ئې دتل لپاره قوی وی، اوداسړی به دړندوالې څخه په امن کی وی (یعنی ړوندبه نشی).داځکه چې په خرماکی ویتامین اې (A) شتون لری،
خرماقبض ليری کوی: په اوسنی ساینس کی وخرماته دقبض ضدخوراک (Laxative Food) وایی، له همدی کبله هغه کسان چې قبض لری ډاکتران ورته توصیه کوی چی خرماوخوری، ددې لپاره ډاکتران ورته وایی چې خرمابایدیوه مکمله شپه په اوبوکی کښیږدی، چې خرمابه په اوبوکې ډوبه وی، اوکله چې شپه پرتیره شوه نوسهاردی داخرماوخوړل شی چې دقبض لپاره تربلې هرې دوااغیزمنه ده.خرماکلمې نرموی، اوغوړوی ئې ترڅوفضله موادښه حرکت پکښې وکړی، نولومړی خرمادکلمودردله منځه وړی اوبیانورهرڅه اسانه کوی.
دبدن دښې ودې لپاره: خرمایوه ډیره ښه اوغوره خوراک دی، خرماشحم، شکره اوپروتین لری، اودویټامینوپه درلودلوسره خرمادښه روغتیالپاره غوره ده، یوکیلوګرام خرماتقریبا۳۰۰۰ کالوریزلری، نوځکه هغه کسان چې ډیرهډاوپوست وی خرماورته کیمیاده.خرماواعصابوته ځکه کیمیاده چې پوتاشیم لری، اوددماغ اواعصابوپوهان وایی چې ۴۰۰ ملی ګرامه پوتاشیم داعصابو۴۰٪ سلنه خطرله منځه وړی. خرماداوسپنې په درلودلوسره دکم خونۍ (Anemia) لپاره ډیره ښه ده، اویواسرايیل ډاکټربیاوایی چې خرما دوینې شحم اوشکره ثابته اومعتدله ساتی.
خرمادصحتمندزړه لپاره: کله چې خرماپه اوبوکی واچول شی، اوپوره یوه شپه په اوبوکی خشته شی، اوبیاسهاروخوړل شی نودادکمزوری زړه لپاه غوره درمل دی، اقلادابایدپه اونۍ کی دوه ځلی تکرارشی.
دجنسی کمزورۍ لپاره: دجنسی توان لپاره خرمایوه طبعی درملنه ده، که چیری یوموټ دخرماڅخه ډک دبزې په شیدوکی واچول شی اوشپه پرتیره شی، په سهارکی همدغه خرماپه شیدوکی میده شی، یېل اوعسل هم ورسره علاوه شی نودادجنسی کمزورۍ لپاره غوره طبعی درملنه ده.
خرمادنس ناستې لپاره: کله چې خرماپخه شی نوپوتاشیم پکښې زیات وی، چې دادښه هضم لپاره غوره دی، نوځکه پخه خرمادنس ناستی لپاره غوره درمل دی.وبل لورته خرمادایل ډی ایل په درلودلوسره (Low-density Lipoprotein) کولسټرول کموی، چې دکولسترول کموالی په بدن کی یوډیرښه زیری دی.
خرمادنشې علاج ده:په لویدیځ کی خرمادالکحلودنشې لپاره ډیره زیاته استعمالیږی، هغه چاچې ډیرشراب خوړلی وی اونشه ئې نه ختمیږی نوپه خرماسره داهرڅه له منځه ځی، خو په عمومی ډول سره خرماهغه مهال دهرې نشې لپاره غوره درملنه ده چې کله په اوبویاشیدوکی خشته شی اوبیاوخوړل شی، اوکه اړتیاوی نوپخه خرمادی سمدستی وخوړل شی.په خرماکی یوه بل طبعی ماده شته چې فلورین ورته وایی، دفلورین په درلودلوسره دغاښونوستونځې له منځه ځی، یعنی غاښونه ودې ته نه پریږدی چی خراب شی، غارونه پکښې جوړشی اوکه لږپه ساده ژبه ووایم نوچنجیان ئې نه خوری

زیتون
زیتون یوه کټوره غذا ده ویل کیږی چی زیتون دهر ډول ناروغي درمل دی زیتون په قران کریم
کی څو ځله ذکر سوی دی الله سبحان وتعالی دمؤمنون په سورت کی دزیتون په اړه فرمایلی دی {وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ }المؤمنون20
په 100 ګرامه زیتون کی لاندی غذایې مواد موجود دی
پروتین 1.5 ګرامه
تیل 13.5 ګرامه
سکری مواد 4 ګرامه
پوتاشیم 91 ملیګرامه
کلسیم 61 ملیګرامه
مګنیږیم 22 ملیګرامه
فوسفور 17 ملیګرامه
اوسپنه 1 ملیګرامه
مس 22 ملیګرامه
تو پاله 4.4 ګرامه
کاروتین 180 ملیګرامه
ویټامین ای 300 Iu
علاوه پردی په زیتون کی ویټامین ب ، سی ، اچ ، اې وجود لری
داود الانطاکی وایې چی په تیلو کی هغه ښه تیل دزیتون دی بدن غټوی ، رنګ صافوی ، دبدن جلد نرموی ، او وایې
» که دزیتون تیل دګرمو اوبو سره وچیښل سی دګیدی مغض سموی
» دپنډو کولمو دناروغیو دپاره ډیرښه دی
» دکیډی چینجیان خارجوی
» په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی او پښتورګی سموی
» دبندونو دردونه اراموی او او دملا درد سموی
» سپین ږیرتیا ځنډوی وریښتان سموی او ویښتان ټینګوی
» دبدن غړی قوی کوی
» دجرب ناروغ ته زیاته ګټه رسوی
دزیتون ګټی زیاتی دی نو لدی کبله ددرمل جوړولو او فیشنی شیانو جوړولو لکه صابون ، کریم، اودرمل جوړولو فابریکو دزیتون وتیلو زیاته پاملرنه کړی ده
دزیتون د تیلو څخه دغذا یې مواد په ساتلو کی کار اخلی
دزیتون د ونې ، پاڼې ، میوې ټولو څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون څخه تیل ایستل کیږی په ټولو غذایې تیلو کی دزیتون تیل په لمړی مقام کی دریږی
دزیتون دتیلو څخه دزړه ، چنګاښ ، جلدی ناروغیو درملونه جوړیږی
دزیتون دونې لرګی ډیر ښه لرګۍ دی وېنه یې نه خوری دکور داساس په جوړولوکی کار ځنی اخستل کیږی
دزیتون دتوپالی څخه دکود کیمیاوی او څارویوپه غذا کی کار اخستل کیږی
دڅارویوپه جاغولو کی دزیتون د توپالې څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون پاڼی دخولی او ورۍ دالتهاب دپاره استعمالیږی
دزیتون تیل که بلاربه میرمن یوه کاچوغه هر سهارپه تشه خوا وخوری ومیرمن اونازوکړی ماشوم ته زیاته ګټه رسوی او که نس تر ولادت دمخه او وروسته تر ولادت په غوړ کړی دنس جلدبه هغه مخکنی حالت ته راسی څڼګه چی تر بلاربیدو مخکی وو
پوهان وایې دزیتون تیل کولیسترول
LDL ))
كموي او دانسان بدن په خپل طبیعی حالت باندی پریږدی او دماغ دشیخوخه څخه ساتی او پر بدن دزاریاتود تاثیر څخه ساتی او جلد دچاودلو څخه ساتی دتریخی افرازات په کار اچوی ، اینه هوساکوی بولی زیاتوی په پښتورګی کی دډبری دجمع کیدولو مخنوی کوی او په بدن کی دوازګی د ډیریدو مخنوی کوی د چنګاښ او زړه دناروغي مخنوی کوی
د امریکا په نیویارک پوهنتون کی دوو ښوونکو ا . ډاکټر اهرنز او ا . س ترفسلید تر څیړونو وروسته ویلی دی چی دزیتون تیل دزړه دشراینو ناروغ اوهغه کسان چی دوینی پشار یې ډیر وی زیاته ګټه رسوی
او په اسپانیا کی طبی ټولنی تر څیړونو وروسته ویلی دی چی هغه کسان چی دزیتون تیل په خوراکی توکو کی هره ورځ خوری په هغوی کی دتې دچنګاښ ناروغي 35٪ کمه وی
رنځپوهان په زیتون سره په لاندی ډول سره لارښونه کوی
اوله نسخه :
دجلد دنرموالی دپاره
نیم ګیلاس دزیتون تیل
نیم ګیلاس سرکه
څلرمه برخه دګیلاس اوبه
ټول سره ګډکړی او استعمال کړی
دوهمه نسخه:
د پښو لاسو او څینګلې دجلد چاودلو دپاره
پښی دزیتون په تیلو څو واره دورځی غوړی کړی او جراپې په پښو کړی
د څینګلو او لاسونو دپاره دزیتون دتیلو سره ګلیسرین ګډ کړی لاسونه په غوړ کړی
دریمه نسخه
که غواړی چی ویښتان مو قوی سی یا موویښتان ریژیږی او یا په سر کی شپوږی وی :
دسر ویښتان ماښام دزیتون په تیلو غوړ کړی وروسته یې په ټوکر کی وتړی تر سهاره وروسته یې پاک پریولی او سرمو دورځی څو واره ږمونځ کړی دا کار دری اونی تکرار کړی ویښتان په ځلیدلی قوی او دشپږو څخه پاک سی
دښپوږو دورکولو دپاره باید چی په لاندی ډول دزیتون تیل دری اونۍ استعمال سی
اول – اول باید یا مرکب استعمال کړی دا مرکب شپوږی وژنی
لاکن ټوله دمنځه نه وړی نو دلته دزیتون تیل زیات رول لوبوی
دوهم ـ سر به دزیتون په تیلو تر بیدیدو دمخه غوړ کړی او په ټوکر کی به یې وتړی
دریم ـ سر به په معدنی ږمونځ دمخه تر پریوللو ږمونځ کړی
څلرم ـ دسر پریوللو وروسته به ویښتان دویښتانو دوچولو په ماشین( سیشوار) په توده هوا وچ کړی
پنځم ـ په سرکی به وګوری چی پاته سوی شپوږی او هګۍ هم پاکی سی
څلرمه نسخه
ددرد ، دمغض اراموالی، دپښتوګی ریګ، چینجیانو لری کول او دبولو دزیاتوالی دپاره:
سهار په تشه خوا دی پنځه شپږ کاچوغې دزیتون تیل څو ورځی پر له پسی وخوری
پنځمه نسخه
دپښو تر منځ دزخم دپاره
دپښو ترمنځ هغه زخمونه دزیتون په تیلو غوړ کړی دا زخمونه په ماشومانو کی زیات پیدا کیږی هر وخت چی ماشوم تړۍ دپښو منځ یې دزیتون په تیلو غوړ کړی
شپږمه نسخه
دقبض دپاره
10 ګرامه میده ملخوځی او دملخوځو په شان دزیتون تیل سره ګډ کړی ( ملخوځی دزیتون په تیلو کی خیشتې کړی ) دا جوړه سوی اندازه درمل به په څلور واره د دورځی وخوری
اوومه نسخه
دغوږ ددرد دپاره
دزیتون غوړی لږ تاوده کړی او غوږ کی یې دوه یادری څاڅکی دورځی دری ځله واچوی
اتمه نسخه
دسږی دالتهاب دپاره
لږ څه ملخوځی
څو زوڼې دهوږی کوټلی سوی
دزیتون تیل
ټوله سره ګډ کړی تر بدیدو دمخه یې دپښو پر تله نازک اوار کړی او جرابې په پښو کړی تر سهاره
دټوخ او ربو ناروغی دپاره
دزیتون مندکی میده کړی پر انګار یې دود کړی هغه دود یې تنفس کړی
نهمه نسخه
دپلو دفالج دپاره
یوه حیصه دعرعر میده ګلان
دری حیصی دزیتون تیل
ټوله په یوه بوتل کی واچوی او سر یې یې وربند کړی لس ورځی یې په ګرم ځای کی و لمر ته کښیږدی وروسته یې صاف کړی دهغه په اندازه اوبه ورواچوی ښه یې سره ګډکړی او استعمال یې کړی
لسمه نسخه
دګیډی دچینجیانو دپاره ګارګټکی
(Malva)
په اوبو کی وایشوی په یو ګیلاس دکارګټکو په ایشول سوی اوبوکی یوه کاچوغه دزیتون تیل ګډ کړی کله چی ساړه سول وناروغ ته به ایماله ورکړی ښه داده چی په دوو ورځو کی یوه ایماله ورکړی تر څو چی دګیډی چینجیان ورک سی
یوولسمه نسخه
دبواسیر دپاره
لږ څه دبابونه ګل په نیم ګیلاس دزیتون په تیلو کی واچوی او پر اوریې یې کښیږدی تر څو دبابونه ګل وسوځی تر څو چی ګل داسی سی لکه سکور
بیا دغه جوړ سوی درمل دورځی دوه ځله استعمالوی تر درمل دمخه باید مقعده په تودو اوبو پریولل سی
دولسمه نسخه
دشوڼډانو دچاودیدولو دپاره مستکه
(LENTISQUE)
یو ډول کونډری دی هغه میده کړی دزیتون دتیلو سره یې ګډ کړی دورځی څو ځله شونډان په غوړ کړی
دیرلسمه نسخه
دمخ او غاړی دکوتانو دپاره
نیمه کاچوغه دزیتون تیل دیوی هګۍ دژړو سره ګډ کړی او څو څاڅکی دلیمبو اوبه په ګډی کړی مخ او غاړه په غوړ کړی 45 دقیقې وروسته مخ پریولی
څورلسمه نسخه
دځوانانو دانې
دخزامی ګل
یوه غټه کاچوغه تازه پیروی
دوی غټی کاچوغی دزیتون تیل
ټول سره ګډ کړی او مخ په غوړ کړی 20 دقیقې وروسته مخ پریولی
ماخذ : زیت الزیتون دواء لکل داء

دتورو اوشنو چایو څښل څه ګټه لری؟
توري او شیني چای د انسانانو په ژوند کي هغه ټاکلې د څښلومایعوی ماده ده،چه په نړۍ کي د څښلو لپاره ډیره کارول کیږي.په افغانستان کي هم شین اوتور چای په زیاته پیمانه سره څښل کیږی او د څښلو طرفداران یئ هم خورا ډیر دي. زمونږ په هیواد کي په سلو کي ۹۹٪ فیصده وګړي دتورو او شنو چا یو د څښلو څخه کا ر اخلي. د چایو اصلی نوم دچینای ژبی څخه اخیستل شوی دی، او د چایو دتولید هیواد هم جنوبی چین دی. چه همدغه نوم زمونږ دهیواد د خلکو په منځ کي هم د چای په نوم سره یادیږی او دا نوم یی ځانته غوره او خپل کړی دی .
دا ځکه چي په افغانستان کي چای د یوې پیژندل شوی عنعنوي او دودیزي وسیلي په تو ګه له پخوانیو وختونو نه مونږ ته را پا ته دي او په هر کور کي د تور او شین چای څښل یوه عامه عادی هراړ خیزه سپارښتنه او ضرورت دی ،کوم چه د هیواد په هر ګوټ او ځای کي د میلمه پالنې ښکاره او څرګنده پیرزوینه بلل کیږی.
ما ددي ګټور بوټی په باره کي د نړۍ دانسانانو داوسیدونکو د چاپیریال په مختلفو برخوکي د مسلکي پوهانو او متخصیصینو دنظریوپه ملتیا سره خپل څیړه نیز مالومات پیل کړه چه دادی اوس یی ستاسو سره په ګډه ګورو او ور باندی ږغیږو. چه چای څه شی او دانسان بدن ته څه ګټه رسوی.
د څیړونیزو مالوماتو له مخي په ټوله نړۍ کي د اوبو نه وروسته چای د څښلو دوهمه وسیله ده چه ډیر خلک یی د څښلو څخه خوند اخلې.هر کال په نړۍ کي دری میلیارده کیلو ګرامه چای تولیدیږی د ټولی نړۍ دهیوادونو په پرتله دجاپان وګړۍ په سلو کی ۸۰٪ فیصده د شنو چایو د څښلو څخه کار اخلي. د چایو څښل بدن ته ډیره ګټه لری او د ډیرو خطرناکومرضونو د مخنیوي لپاره ددرملنې او تداوی په زړه پوری دارو اودرمل بلل کیږی.
چای دتورواو شنو په نا مه سره پیژندل کیږي او دواړه دیوه شنه بوټی پواسطه د ځمکی پرسر کرل کیږی او بیا د تولیدی انکشاف د پرمخ تللي مرحلې د تیریدو نه وروسته د څښلو لړۍ ته وړاندی کیږی.دتورو او شنو چایو
بیلوالی په دی کی دي چي د شنو چایو پاڼو ته لمړی جوش ورکول کیږی او بیا وچیږی ولي د تورو چایو پاڼی بیله جوشه وچیږی او کله کله د شیمیایی موادو رنګ ور ګډیږي او بیا د څښلو لپاره تیاریږي. دچایو د تولید هیوادونه چین، جاپان، هند ، تر کیه او داسی نور دی چه لویه برخه یی په چین کي کرل کیږي.
چای په دوه ډوله دی تور چای او یا شین چای:
شین چای د څښلو هغه ټاکلې ماده ده، چه د اړ تیا وړ کسان یی ورځ په ورځ زیاتیږی او د ښي روغتیا زیری پکښی نغښتي دی. ددي چای د څښلو وړ کسان د شنو چایو په څښلو کي ډیری ځانګړۍ ګټې ویني. د شنوچایو
څښل کله د عسلو سره کله د بوری او کله هم د نورو شیرنیو سره څښل کیږی.د ځینو مسلکي پو هانو په اند شین
چای دخطر ناکو مریضو لکه دسرطان د ناوړی مریضی د کمولو لپاره ددرملنې یوه په زړه پوری ښه نسخه ده
او هم دارنګه د کولوسترول په را کښتکولو کي هم د پام وړ مرسته کوی. او دزړه د حجراتو د ویجاړولو او خرابولو په مخنیوی کي هم ښه مرسته کوی. شین چای سړی ځوان ساتي او د اوږده عمر د ضمانت یوه ښه هیله او نښه هم ده.د شنو چایو په څښلو کي لاندی ګټی مو جودی دی :
شین چای د وزن د کمولو لپاره په زړه پوری درمل دی. :۱
۲: دزړه د ناروغي او کولوسترول د کمولو لپاره ښه دارو دي .
۳: شین چای د چاغوالي د مخنیوی لپاره ډیره ښه وسیله ده چي د سرطان او دزړه د حجراتو او دماغی سلسلو د مختلفو ناروغيودمخنیوي لپاره په زړه پوری مرسته کوي.
۴: شین چای د بدن د پوستکي او دبندونو د پاړسوب او روماتیزم په مخنیوی کي هم اغیزمن تما میږي او دنفس تنګي او ساه کښلو په ستونځه کي هم مرسته کوی چي د غوږونو د عفونیت ستونځه را کموی او د اوریدو لوسلسلی تقویه کوي.فکری او مغزی ګډوډتیا ورکوی او دغاښو دمکروبونو په ویجاړولو کي مرسته کوی.
۵: شین چای د ډیرو مضرو او خطر ناکو مکروبو او باکتریاوو سره ښه مقابله کوي کوم چي د خولی له لاری د التهاب او دغاښونو د خرابیدو لامل ګرځي .
۶: شین چای دفکری خرابی عصبی ا حساس د کمولو لپاره ډیر اغیز من تمامیږی او د ارامیت روغه فضا منځ ته را ولي او همدارنګه د هډوکو د تقویوی غښتلیا او پیا وړیتوب د ساتلو لپاره ښه مرسته کوی .
۷: شین چای دغوړو اووازګینو حجراتو د ګلو ګوز خوځښت په ټپه دروی او دشکری د ناروغي لپاره د وینی جریان د کنترولولواو دمغزی حافظی په پیاوړتیا کی ګټور او اغیز ناکه رول لوبوی او دروغتیا یو مهم اړخ دی. توري چای :
تور چای زیاتره په غربی هیواد کی ډیر څښل کیږی چي په خپل ترکیب کي داسي مواد لری چه د انسان په بدن کی د غذایې موادو د هضمولوپه برخه کی مرسته کوی. تور چای د احتراق عمل ته تیزوالی ور بخښي او د چاغي خنډ ګرځي. علمی تحقیقاتو ثابته کړیده چه تور چای د هډوکو د پاړسوب حالت کموی او دهغه مخنیوی کوی. تور چای د خولی د ساری ناروغي د مخنیوی لپاره هم ګټوری او اغیز مني ښیګڼی لری.
د څیړنیزو مالو ماتو له مخي تور چای زړه ته قوت ور کوي او د بدن دغوړتیا او چربیو مخنیوی کوی. دمغزی سلسلي آرامتیا تسکینوی او مختلف وایروسونه او مکروبونه له منځه وړي.
تور چای دشنو چایو په نسبت په نړۍ کي ډیر څښل کیږي. په تورو چایو کي بیلابیل تر کیبی مواد ګډیږی چه د ډول ډول میوو اوبه د چایو سره تر کبیږی او بیا یوځای د څښلو لپاره آماده ګیږی. دڅیړونیزو تحقیقاتو پلټنی دا په ډاګه ثابته کړی ده چه چای د انسان بدن ته دیر ګټی رسوی. ستومانی او ستړیا له منځه وړي د روانی او عصبی احساساتو دکهالت د نا منظم حالت انګیزه ورکوی،او دیوی سالمي روغتیا زیری پکښي نغښتی دي. چای دمجلس او دوستانو دخبرو اترو پر محال یوه ځآنګړۍ وسیله ده چي د میلمه پالني او کورودانې یوه په زړه پوری ډالۍ ده چه دخوند او لذت نه پرته فکری سالمتیا هم ور سره ملګری ده. ددي ټولو مالوماتو له مخي شین او تور چای
دروغتیا او آرامتیا لپاره یوه ډیره په زړه پوری وسیله ده چه انسان ته دهوساینې سالمتیا زیری ور کوی. چه خوند او لذت پکښی پروت دی. نو ځکه ددی کټور بوټی څخه مونږ ته د چایو په نا مه دغه نوم را پا ته دی او مونږ یی وڅښلو ته تیاریوو. تاسو ته هم دشنو اوتورو چایو د څښلو په هیله

عسل (شهد
طبعې عسل(شهد) ۲۵۰۰ کاله پخوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د انسانانو په واسطه د استعمال وړ ګرځیدلي ول. هغه ګټې چې طبعې عسل لري په سنتې طب کې د
په نوم د استفادې وړ ګرځیدلي دي.Ayurveda
په همدا ډول دانشمندانو په نوې طب کې هم د عسلو په اړه تحقیقات کړي دي. په خاصه توګه د ژورو زخمونو ته د بهبود په ډګر کې.
لکه څنګه چې پوهیږئ، عسل یو تر ټولو پخوانی او قدیمې خواږه دي چې انسان ترینه استفاده کړي.
او د ګلوکوز، فروکتوز، معدنې مواد، لکه منیزیم، پتاسیم، کلسیم، اوسپنه او همداسې نورو معدني مواده څخه بډایه دي
د دې برسیره لکه د بې ۱ بې ۲ بې۳ بې ۵ او بې ۶ ویټامینونه هم په عسلو کې شتون لري. هغه څه چې عسل يې د خلکو پر وړاندې ډیر محبوب کړي دي، د عسلو استعمال دئ. عسل په ډیره ساده توګه د استفادې وړ دي. کولاې سئ په مستقیمه توګه یې هم وخورئ، په ډوډئ باندې لکه د مربا په شکل یې هم خوړلاې سئ.
د عسلو ګټي په لاندې ډول دي.
عسل کولاې سې چې په خواړو یا څکلو کې د شکرې ځاې په مکمله توګه پوره کړي. په عسلو کې ۶۹ فیصده ګلوکوز او فراکتوز وجود لري.
انرژي.
په یوه قاچوغه( قاشقه) عسلو کې ۶۴ کالوري وجود لري، او په یوه قاچوغه شکره کې ۵۰ کالوري وجود لري. خو د عسلو ګټه دا دئ چې هغه شکره یا شیرینې چې پکې موجوده دئ ډیره په اسانه توګه په ګلوکوز بدلون مومي، او ډيري ظعیف معدي هم کولاې سي چې جذب یې کړي. ځکه د عسلو هضم ډیر اسان دي.
د وزن کمول.
د دې باوجود چې عسل د شکري په تناسب زیاته شیرینې لري، خو که عسل د ګرمو اوبو سره وخوړل سي نو د وجود ټوله وازګه ویلي کوي. او که د لیمو د شربت سره وخوړل سي وزن هم کموي.
د ورزشې حرکاتو د تقویت لپاره.
اخیرنیو څيړنو دا څرګنده کړې چې، په عسلو کې داسې یو اورګانیزم وجود لرې چې د یو ورزشکار بدنې قووت ته وده ورکوي.
همداسې د وینې قند هم ثابت ساتي، عضلې تازه کوي، او بعد له ورزشه څخه ګلیکوژن هم ترمیم کوي.
همداسې د باکتریا ضد خواص هم په عسلو کې وجود لري.
او که د شیدو سره وخوړل سي، تر ټولو ښه درمل د پوستکې لپاره دي. په همدې دلیل د نړۍ په ډيرو هیوادونو که په سبانارې کې عسل او شیدي ضرور موجودي وي.
هغه کسان چې لوړ کلسترول، او دویم ډول ډیابت ولرې د عسلو استعمال ورته ډير ګټور دئ
ځانګړتیاوي.
۱ په راحتی سره هضمیږي.
۲ د انتې اکسیدان بهترینه منبع دئ.
۳ په سرعت سره په وینه کیې ګډیږي. کله چې د اوبو د مناسبه میزان سره مخلوط سي په ۷ دقیقو کې د انسان په وینه کې تیتیږي.
۴ وینه پاکوې، د وینې چریان تنظیموي.
څو په زړه پورې خواصونه.
۱ عسل هیڅکله نه خرابیږي، د ساتلو لپاره یې یخچال ته اړتیا نسته.
۲ د فروکتوز د میزان د پورته کولو پخاطر ۲۵ فیصده د قندو څخه خواږه دي.
۳ د کال د هر فصل د بدلون په وخت کې چې کوم الرژي یا حساسیت انسان ته پیښږي، عسل یې بهترینه درمل دي
د یو څو ډوله کورنې درملو جوړولو ساده طریقه.
۱ د ستونې د درد لپاره،
کولاې سئ چې عسل د چاې او تریو لیمو سره یو ځاې کړئ او وې څکئ.
۲ د پوستکې د وچیدا یا خشکی لپاره.
یوه قاچوغه عسل، یوه قاچوغه د زیتونو غوړ او یوه قاچوغه د لیمو اوبه یو ځاې کړئ، او د پنځه لس دقیقو لپاره یې په هغه پوستکی چې وچ سوی دئ کیږدئ، ډير ژر به یې نتیجه ووینئ.
نوري ګټي.
د مثانې تیګه له منځه وړي.
هغه کسان چې د بې خوبی په مرض اخته وي، عسل ورته ډير ګټور دي.
څوک چې اشتها نلري، د عسلو خوړل ورته ګټور دي

عرقسوس Licorice( خوږولې )
دعرقسوس( خوږولی) علمی نوم یې
Glycyrrhiza glabra
دی خوږولې په عربی هیوادو کی ددرمل او هم دشربتو پر ځای استعمالوی په خوږولې کی
Glycerrhizin
ماده وجود لری چی هغه دمعدې ، مرۍ ، او کولمو وزخم ته ډیره ګټه رسوی
دعرق سوس فایدې :
»دمعدې زخم په څو میاشتو کی سموی
»واینې ته ډیره ګټه رسوی
»ټوخ، ذکام سموی او باید ګرم استعمال سی
»متیازی ډیروی
» که دغذا خوړولوسره وخوړل سی اشتها خلاصوی
»که ترغذا وروسته وخوړل سی خواړه هضموی
»دشکر ناروغ دپاره ښه شربت دی
» دروماتیزم ناروغی سموی او په خوږولې کی یوډول مواد دی (هدرو کورتیزون) چی په بدن کی دمناعی سستم قوی کوی
»په عرق سوس کی معدنی مالګی پوتاشیم ، کلسیم ، جنسی هورمونات او صابونی مواد وجود لری
دطاقت دپاره :
خوږولې دجنسیج سره وایشوی لکه شربت چیښل کیږی ډیر چیښل ئې تر (75ورځوزیات )هم ښه نه دی
دمعدې دزخم دپاره استعمالول
500 :
ګرامه خوږولې 100 ګرامه ګاټه شات ( ګبین ) یوه کاچوغه سهار او یوه ماښام خوړل کیږی د زړه وزخم ته هم ډیره ګټه رسوی
داعصابو دپاره :
یوه کوچنی کاچوغه میده خوږولې دورځی یو ځله یادوه ځله خوړل کیږی
دپام وړ : هغه کسان چی فشار یې جګ وی هغوی دی خوږولې نه خوری
دځیګر دناروغي دپاره :
یوه کاچوغه میده خوږولې په یوه ګیلاس ایشولو اوبو کی واچوی دورځی دری ځله خوړل کیږی
دبدن دکا دپاره :
یوه کوچنی کاچوغه میده خوږولې په یوه ګیلاس اوبو کی دورځی دوه ځله خوړل کیږی
پر بدن دسپینو ټوکو دپاره :
خوږولې دواسلین سره ګډ کړی سپین ټکی په غوړ یږی
دپښو دګوتو ترمنځ دزخم دپاره :
پنځه دچایو کاچوغی خوږولې په یوه ګیلاس اوبو کی واچوی په نوموړی مخلوط دورځی دوه دری ځله ټپ غوړ کړی که ییاهم نه سمیدی نو یې په شات غوړ کړی
ډاکتر مایکل مورای وابې چی خوږولې دزړه دکا او دمعدې ، مرۍ دالتهاب دپاره ښه علاج دی دورځی باید تر دری ګیلاسه زیات ونه څښل سی او تر 75 ورځو زیات نه وی
دپام وړ
هغه څوک چی دوینی فشار یې جګ وی ، بلاربی میرمنی ، دزړه ناروغ ، ډیرچاغ هغوی دی خوږولې نه خوری

کرکدیه یا غجر
HIBISCUS INDIAN SORELL
HIBISCUS SABDARIFFA
دکرکدیه یا غجر ګل چی بوټی یې تر دو مترو پوری جګوالی مومی سور ګل کوی دګل پاڼی یې وچ او غوټی یې تازه استعمالیږی تریو خوند لری
دکرکدیه په ګل کی ګلو کوسیدات ، رنګه مواد ، اکسالات کلسیم او ویټامین سی وجود لری
دکرکدیه دګل فایدی :
کرکدیه ګل تاوده لکه چای او یخ لکه شربت چیښل کیږی
کرکدیه دګرمې په موسم کی تنده ماتوی او دګرمی احساس ختموی
کرکدیه دوینی فشار کموی او دزړه پلې قوی کوی دوینی دوران ګړندی کوی معده پاکوی او په معده کی ضرر ناکه مکروبونه وژنی دکولیرا ضد دی هضمونکی خاصیت لری اشتها خلاصوی دروماتیږم درد اراموی ذکام سموی دځیګر ناروغیو ته ډیره فایده کوی په کرکدیه کی ویټامین
C
زیاته ده. دکرکدیه ګل دشونډانو درنګ ، صابون ، شامپو په جوړولو کی استعمالیږی او په درملونو کی دکیمیاوی رنګ په بدل کی دکرکدیه درنګ څخه کار اخستل کیږی
دپام وړ
هغه کسان چی دپښتورګی ناروغې ولری وهغه ته یی چیښل ښه نه دی ځکه چی په کرکدیه کی اوکسالات کلسیم ډیر وجود لری او هغه کسان چی دوینی فیشار یی ټیټ وی هغوی دی یې هم نه چيښی ځکه چی دوینی فشاریې نور هم کموی

په نهاره (تشه خېټه) د اوبو څښل
نن صبا دا په جاپان کې دود دی چې هر سهار کله چې وګړي له خوبه را ویښ شی په نهاره اوبه څښي. په دې سربیره ساینسي څیړنو هم په نهاره د اوبو څښلو ارزښت ثابت کړی. غواړم د ښاغلو لوستونکو لپاره د اوبو د استعمالو او ګټو په اړه يو څو کرښې ولیکم. یوې جاپانۍ طبي ټولنې د یو شمیر خطر ناکو زړو او همدا رنګه د نوو ناروغیو لپاره د اوبو په وسیله د راتلونکو ناروغیو درملنه ۱۰۰ فیصده اغیزناکه او ګټوره ښودلې: د سر درد، د ځان درد، د زړه سیستم، د بندونو پاړسوب، د زړه چټکه درزا، عصبي ناروغي (میرګي)، زیات چاغ والی، نفس تنګي، توبرکلوز، د مغزو د پاړسوب ناروغي، د پښتورګو او بولې ناروغۍ، قی ، د معدې جوش، اسهال، بواسیر، د شکرې ناروغي، قبضیت، په سترګو پورې ټولې تړلې ناروغۍ، د زیلانځ (رحم) ناروغي، د سرطان ناروغي، د غوږو، پوزې او ستونې ناروغۍ.
د درملنې کړنلار۱. هر سهار کله چې له خوبه بیداریږي مخکې له دې چې خپل غاښونه برش کړﺉ
4x 160ml
ګلاس اوبه وڅښئ.۲. خپله خله یا غاښونه برش کړﺉ، مګر د ۴۵ دقیقو لپاره مه څه څښئ او مه څه خورﺉ. ۳. د ۴۵ دقیقو څخه ورسته کولی شئ د معمول په څیر څه وخورﺉ یا هم څه و څښئ. ۴. د صبا ناری، د غرمې او ماخستن له ډوډۍ څخه ۱۵ دقیقې وروسته د ۲ ساعتونو لپاره مه څه خورﺉ او مه څه څښئ. ۵. هغه وګړی چې د عمر له لحاظه زیات او یا هم ناروغه وي او نه شي کولی ۴ ګلاسه اوبه وڅښي په پیل کې کولی شي له کمو پیل وکړي او په تدریجی ډول د ورځې په سر خپل د اوبو څښاک ۴ ګلاسونو ته ورسوي. ۶. د اوبو د استعمال نوموړې کړنلار کولی شي ناروغه وګړو ته روغتیا ور په برخه او روغ وګړي له خپلې روغتیا څخه خوند واخلي. راتلونکی لست د هغو ورځو د اوبو د درملنې د ورځو شمير په ډاګه کوي چې د عمده ناروغیو د درملنې/کنترول/کمولو لپاره اړتیا لري. ۱. د وینې فشار- ۳۰ ورځې۲. د معدې ناروغي- ۱۰ ورځې۳. د شکرې ناروغي- ۳۰ ورځې ۴. قبضیت- ۱۰ ورځې ۵. د سرطان ناروغي- ۱۸۰ ورځې ۶. د توبر کلوز ناروغي- ۹۰ ورځې ۷. هغه ناروغان چې د بندونو پاړسوب لري په لومړۍ اونۍ کې باید د ۳ ورځو لپاره نوموړې کړنلار تعقیب کړي او په دوهمه اونۍ کې دې هره ورځ څښي نوموړې کړنلاره کومه جانبي اغیزه نه لري، خو بیا هم کیدای شی د درملنې په پيل کې څو ځله اړه شئ چې تشې متیازې وکړئ. دا به غوره وي که چیرې موږ دغه کړه وړه د خپل ورځنی ژوند يو عادت وګرځوو. اوبه وڅښئ او روغ رمټ او فعاله اوسئ. دا یو مفهوم لري ... چې چینیان او جاپانیان د ډوډۍ سره ګرم چای څښي... یخې اوبه نه . کیدای شی دا هغه وخت وي چې موږ هم د چينیانو او جاپانیانو دغه عادت خپل کړو. موږ بايد څه له لاسه ور نه کړو، باید هر څه تر لاسه کړو. هغه وګړي چې د یخو اوبو څښل خوښوي، دغه موضوع پرې د تطبیق وړ ده. دا ښه ده چې چې د خواړو وروسته یو ګلاس یخې اوبه وڅښي، مګر یخې اوبه هغه غوړین مواد چې تا خوړلي جامدوي او په پایله کې يې د هاضمې پروسه سوکه کیږي. کله چې دغه مواد د معدې د تیزابو سره غبرګون ښکاره کوي، نوموړې مواد په چټکۍ سره تجزیه او په کولمو کې جامد پاتې کیږي. چې له امله یې کولمه لیکه کیږی، او بیا په ډیره چټکۍ سره په شحمیاتو بدل او د سرطان ناروغۍ لامل ګرځي. نو دا به غوره وی چې له ډوډۍ وروسته د یخو اوبو پر ځای سوپ یا ګرمې اوبه و څښل شي. د زړه د حملې په اړه يوه جدي خبرتیا: میرمینې باید پر دې پوه شي چې هر زړه د حملې نښه دا نه ده چې په چپ مټ درد راشي، نو د زړه د حملې مانا لري . د جامې په مصراع یا لاین کې د سخت درد څخه هم خبر اوسئ. دا هم شونې ده چې د زړه د حملې پر مهال په لومړی کې ناروغه په سینه کې درد احساس کړي. د زړه بدیدنه او زیاته خوله کول هم د زړه د حملې عادې نښې نښانې ګڼل کیږي. پر۶۰ فیصده وګړو د زړه حمله هغه وخت راځي چې بیده وي، د تل لپاره بیده پاتې او بیا هيڅکله را بیدار نه شي. د جامې په مصراع کې درد کیدای شي ناروغه له خوبه بیدار کړي. راځئ چې محتاطه او باخبره اوسو. څومره زیات چې موږ په دې موضوعاتو پوه شو، په هماغه اندازه زموږ د ژوندانه چانس په سختو شرايطو کې زیات وي.
د ستاسو د روغتیا او سوکاله ژوند په هیله

سګریټ دطب اوشریعت دنظره
زما مسلمانه وروره ! پدی وپوهیږه چی اسلام ستا د صحت او سلامتی غوښتونکی دی، ددی لپاره یې ډیر فایده لرونګي څیزونه لکه میوه او داسی نور چی د انسان صحت ته ګټور وي حلال کړي.
ټول مضر او خبیث څیزونه لکه شراب، چرس او نورچې د انسان عفت ته او یا صحت ته ضرر رسوی منع او حرام کړیدی.
سګریټ د طب له نظره:
۱- د سوري هېواد حلب ښار کې د یوه کلتوری مرکز لخوا د سګریټ په اړه یو سمینار جوړ شوی و چې په دغه سمینار کی ډیر شمیر ډاکټرانو له ټولې نړۍ څخه برخه اخستې وه.
پدغه سمینار کی د هغو ناروغیو چی د سګریټ له امله پیدا کیږي يادونه وشوه چی له هغو څخه د حنجری سرطان، سږو سرطان، چی لدی څخه قلبي سکته هم پیدا کیږي؛ او داسې نوروخطرناکو امراضو یادونه وشوه.
۲- د حلب د سمینار په آخر کی دوکتور کنعان الجابی چی د طب د پوهنځۍ استاذ دی د سګریټ د اضرارو په اړه داسی وویل: (( زه ۲۵ کلونو راپدیخوا د سرطان د ناروغۍ معالجوي ډاکټر یم، ماته تردی دمه داسی د حنجری د سرطان داسی ناروغ ندی راغلی چی سګریټ څکونکى نه وی، سګریټ که لږ هم وڅښل شی ضرر لری؛ که دی لږ وڅښل لږ ضرر به وینی او که ډیر، ډیر))
۳- پدی سمینار کی دوکتور خصائي د زړه د ناروغیو په اړوند خبري وکړي هغه وویل: (( څوک که د ورځی لس ۱۰ سګریټه وڅښی د سرطان کيدو ډیر امکان یی شته، بیا یې وویل: ۹۰٪ د سرطان ناروغان سګریټ څکونکي وي))
۴- سګریټ ټولو خلکو ته ډیر ضرر رسو خو څوک چی ورزش کوی مستقیمه اغیزه پری لری.
۵- د زراعت یو انجینیر وایی: (( حیوانات هم پر خپلی غریزی پوهیږی چی تنباکو ضرر لری هیڅ یی ونی ته نه نیږدی کیږی))
۶-دا طب ثابته کړی چی سګریټ د نیکوتین په نامه یوه ماده لری چی دا د انسان سږی پوښی او د انسان د وژلو لامل کیږی
د سګریټو په اړه احصائیه: په نړی کی په کال کی ۱۰۰ میلونه ډالر په سګریټ مصرفیږی. په پاریس کی د فرانسی د حکومت لخوا یوه احصائیه تر سره شوه چی پدی احصائیه کی دا په اثبات ورسیده چی په نړی کی په هرو ۱۳دیارلسو ثانیو کی یو کس د سګریټ د څښولو له امله وژل کیږی، چی دا اندازه وخت پر وخت ډیریږی.
احصائیه وایی: هغه ناروغۍ چی د سګریټو سره پیدا کیږی یواځی د امریکې په متحده ایالاتو کې څلورسوه زره کسه د کال وژنی او په جرمنی کی یوسلو څلویښت زره کسه وژنی او په انګلستان کی اویا زره کسه وژنی.
د سګریټی کیسه:
دا کیسه استاذ جمیل زینو په خپل کتاب( سګریټد دین او طب او په رڼا کی) لیکلې دی وایی: زه د یو دوکان ترڅنګ ناست وم، ماته مخامخ یوسګریټی ناست وو. دلوګی سره یی ډیر تنګ شوم، کوټه هم تړلی وه، ژمی و هوا هم سړه وه، کوټه یی له لوګی څخه ډکه شوه؛ لږ تکڼي شوم بیا می زړه جگ کړ او سګریټی ته می وویل: کاکا! که خفه کیږی نه دا سګریټ دی دباندی وڅکوه دلته یی
مه څښه کوټه هم تړلی ده، اوس یی پریږده بیا چی د باندې ووتی بیا یی وڅښه؛ سګریټی خفه شو او هیڅ ځواب یی رانکړ! بیا می یوځل ښار کی ولید، ورته مې وویل: کاکا ما وبښه! ویی ویل: خو سګریټ به څښم، ما ورته وویل کاکا زه نور څه نه غواړم پدی خبرې مې یواځې ستا د گټې لپاره درته وکړی، بیا تری ولاړم.
څو ورځی وروسته می بیا ولید؛ په شونډو یی وړه غوندې خندا خپره وه راته یی وویل: سګریټ می پریښودل. په حیرانتیا می تری وپوښتل: داڅنګه؟! راته یی خپله کیسه پیل کړه چی څنګه یی سګریټ پری ایښی ویی ویل: ما په سګریټ باندی زړه بایللی و؛ یوه دقیقه می هم بی له سګریټو ګوزاره نشوای کولی؛ تردې چې په ډیرو بلاوو یی اخته کړم؛ حتی تردې چی د شپی لخوا څو، څو ځله په امبولانس کی روغتون ته یوړل شوم. وخت پر وخت می نفس تنګی ډیریده حتی تردی چی د ډوډي خوړلو پرمهال می داسی حس کوله چې څه شی مې په حنجره کۍ دی، ډاکټرانو ته ولاړم؛ هیڅ ګټه یی ونکړه بالاخره یو متخصص ته ورغلم چی زما د سینی انځور یی وویست، کله چی یی انځور ته وکتل ویی پوښتم:
د ورځی څو سګریټه څښي؟ سګریټی: یونیم پاکټ
ډاکټر: که چیری یو سګریټ راواخلی او د یوی
سپینی پردی پرمخ یی ووهې پرده به زیړه شې
بیابه توره شی بیا که کوم سوری پر پردی وی
هغه به هم بند شې، اوته دیارلس سګریټه د
ورځی وهی نو ستا د سږو به څه حال وی؟!
سګریټی: اوس څه دوا راکوې؟
ډاکټر: زه تاته دوا نشم درکولی ته باید
بیروت( د لبنان پلازمینه) ته ولاړ شی، هلته
به ستا علاج کیږی او معینه دوا به درکوی.
سګریټی په ډیره وارخطایی: هیله کوم ماته
ووایه چی څه ناروغی لرم؟
ډاکټر: پرتا سرطان نوی پیل شوی.
سګریټی پداسی حال کی چی مخ یی تک زیړ شو او
په وارخطایی سره یی وویل:
س..س..سر..سر..سرطان؟؟؟
ډاکټر: ته باید سګریټ پریږدې ترڅو ښه شی.
سګریټی له خپله جیبه د سګریټو پاکټ راوباسې
او ماتوی یی بیا یی پر مځکه ولی او ورته وایی
: مخکی تردی چی ما لمنځه یوسی؛ ته می لمنځه
یوړی.
ډاکټر: ځه اوس بیروت ته ولاړ شه او خپل د
سرطان غم وخوره.
سګریټی بیروت ته ځې او له معاینو څخه وروسته
ډاکټر ناروِغ ته:
ترڅو چی سګریټ پرینږدی علاج دی نه کوو.
سګریټی: ما د تل لپاره پرې ایښې.
ډاکټر: نور هره ورځ د علاج لپاره راځه چی سرطان دی لمنځه یوسو.
لدی وروسته سګریټي هره ورځ شفاخانی ته ځی ترڅو له سرطانه خلاص شی. د سګریټی سرطان د وړانګو په واسطه لمنځه وړی.
سګریټ د شریعت له نظره:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کی سګریټ نه و، خو په اسلامی شریعت کی داسی نصوص شته چی د سګریټ حرمت ثابتوی؛ مثلا: هرهغه څیز چی جسم ته ضرر رسوی حرام دی، ګاونډې ته ضرر رسوی حرام دی او یا مال تلف کوی حرام دی.
ژباړه: او د لوګی څښول د ځان قتلول دی.
د سګریټو په اړه د فقهاو حکم:
د حنفي فقهاو حکم:
ابن عابدین په تنصیح الحامدیه کی لیکلی: (( که په سګریټو کې ځنی ضررونه ولیدل شې نو د حرام فتوی پرې ورکولې شو))
نن ورځ طب دا ثابته کړی چی په سګریټو کی ضررشته او ځنی اضرار خویی موږ په سترګو وینولکه د مال ضیاع او د ټولنی فساد.
د شافعی فقهاو حکم:
په بغیه المسترشدین کی لیکل شوی: خلک وایی چی تنباکو له بدو حلالو څخه دی،خو دا خبره سمه نده؛ د تنباکو څښل خو پریږده چی خرڅول یی هم حرام دی؛ ځکه چی پدی کی مال او وخت دواړه ضایع کیږی)).شیخ قلبوی چی یو لوی عالم دی د سګریټ څښل یی
حرام ګړی))
د حنبلی فقهاو حکم:
شیخ عبدالله بن شیخ ویلی:
د تنباکو د حرمت په اړه ډیر احادیث شته او علماو هم تنباکو حرام کړی. شیخ احمد السنهوری چی لوی حنبلی عالم و
سګریټ یی حرام ګرځولی و.
د مالکی فقهاو حکم:
شیخ ابراهیم اللقانی سګریټ څښل حرام ګړی دی.
د نورو فقهاو حکم:
شیخ بدر الدین الحسینی الدمشقی چی لوی محدث دی د سګریټو په اړه د سوریی ډیرو ولایتونو کی ګرځیدلی او دسګریټو حرمت یی بیان کړی. شیخ احمد کردی د حلب مفتی چې کله وپوهید چی سګریټ اضرار لری سګریټ یی حرام کړل.
د حجاز لویو مفتیانو د سګریټو حرمت بیان کړی؛ د حجاز له هغو علماوو څخه چې د سګریټو د حرمت حکم یی ورکړی دادی: شیخ عبدالعزیز بن عبدالله بن باز، شیخ محمد بن ابراهیم، شیخ عبدالرحمن بن ناصر السعدی، شیخ عبدالله بن علی، شیخ عبدالرزاق.
له شیخ محمد بن صالح العثیمین څخه د سګریټو او چرسو په اړه پوښتنه وشوه؛ هغه په ځواب کی ورته وویل: سګریټ او همدارنګه چرس څکول حرام دی. دلیل یی د الله تعالی دغه قول دی: ((ولاتقتلوا انفسکم ان الله کان بکم رحیما)) یعنی ځانونه مه وژنی بیشکه الله تعالی وو په تاسی باندی ډیر رحم کونکى دى.
الله فرمایی: (( ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکهُ)). او په خپلو لاسونو ځان هلاکت تهمه غورځوی.
د طب علم دا ثابته کړی چی دغه شیان انسان ته زیان رسوې، او هر شی چې زیان رسوونکی وی هماغه شی حرام دي او بل دلیل د الله تعالی دغه قول دی: (( و لاتؤتو السفهاء اموالکم التی جعل الله لکم )). یعنی مه ورکوی تاسی کم عقلانو ته ستاسي هغه مالونه چی الله تعالی تاسی لپاره دغه مالونه ګرځولی دی. الله تعالی کم عقلانو ته له مال ورکولو منع کړی یو، ځکه دوی مالونه بې ځایه لګوی او فاسدوی یې. او په دې کي شک نشته چی د سګریټو او چرسو په اخستلو کي د مال بې ځایه لګول او فاسدول دي. او له همدی کبله د الله تعالی د لږ وړاندي تېر شوي قول پر اساس دغه شیان منع دی.
ګرانه لوستونکیه(سگريت څکونکى)! پدی وپوهیږه چې اسلام هرکله او په هر حالت کی ستا د روغتیا، خوښی او آرامی غوښتونکی دی او ستا رب لتانه هم پرتا ډیر مهربانه دی، هغه ته ستا د ضعف او قوت ټکی معلوم دی څه چې هغه منع کړی حتما ستا ضرر او تاوان پکې دی، هسی ندی حرام شوی. اوس چی دی د سګریټ زیان د طب له نظره او حرمت یی د دین له نظره درته ښکاره شو؛ دا ناپاک سګریټ له خولی نه لیری کړه او پرځای یی هغه څه په خوله کی ونیسه چی رب دې درڅخه خوښوي، خوله دی پاکوي، معدی ته دی ګټه لري او نوری ډیری ګټی لری. دا مسواک دی؛ د مسواک په اړه ډیر احادیث راغلی چې ننني طب هم ثابت کړي، نو د هغه بیځایه او خبیث عادت پرځای دا پاک، مفید او ښه کار ته مخه کړه چی هم دې صحت ته ګټه لری او هم دې د میزان تله درنوي.