نیک محمد سلیمان بدګومانه همداچې ددرېيم پوړ په وروستۍ پوړۍ مې ګام کېښود،نوسمدستي مې سترګې پرهمدې ولګېدې سټېج ته نږدې ناسته وه،سريې پرمېز ښکته کړى و،څه يې ليکل،تالار سپين پړق اولسوډېر قنديلونه روښانه وو،تابه ويل چې لمر همدلته کډه راوړې ده،دموسکا دګلابي مخ جلوې پرشيشه يي مېز دپروت سپين ململ رنګ الواني کړى و ،دموسکا دمخ رنګيني اود هغې مخ ته پرمېز دګلانودايښې ګېډۍ ر نګيني يوپه بل کې تاوېدې کله به چې موسکا وخوځېده نود رنګونو اتڼ به پيل شو دواړه رنګينۍ داسې په سيالۍ وې چې تابه ويل فطرت ، صنعت ځپلي بشريت ته خپلې کرشمې ورښيي. دموسکا مخ ته له ايښي مېز راتاوې پنځه واړه څوکۍ خالي وې يوځل مې زړه وکړ چې راځه مړه دهېچا په کيسه کې هم نشې څنګ ته يې کېنه خو دموسکا دا هيله مې سترګو ته ودرېده، چې راته به يې ويل زړه مې ستا دمينې هديره ده ، دزړه په قبر کې مې يواځې ستامينه ښخه ده خو ګوره چې اوس په دنيا کې خلک يواځې تبصرو او په نورو پسې کيسو جوړولو ته اوزګاردي نو پام کوه . زه لا دموسکا دمخ او دګلانو دګېډۍ له پرتلې اوزګار شوى نه وم چې ويندوى په لوډسپيکر کې غږ کړ: زموږ بل مېلمه ښاغلى احمدزي هم تشريف راووړ له ده هيله کېږي چې دستېژ سر ته تشريف راوړي او دنورو مېلمنو ترڅنګ کېني. ټکان مې وخوړ خپل حواس مې راټول کړل زما دنوم په اورېدلوسمدستي موسکا هم دروازې ته راوکتل، ودرېدله ، دستړي مه شي په دود يې سر وخوځاوه . زه پر ستېژ مېلمنو ته مخامخ کېناستم . له ځان سره له موسکا ګيلمن وم چې ولې له ماسره يوځاى کليزې ته رانغلله ، ولې يې دلته د راتللو پر وخت پر ما غږ ونکړ ؟ ولې.... چې په همدې وخت کې يوښکلى ځوان راغى او نېغ دموسکا خواته ورغى، موسکا هم ددې لپاره چې ځوان يې ځانته ښه نږدې کېنولى وي له ترڅنګ څوکۍ څخه خپل لاسي بيک پورته او هغه ته يې ځاى خالي. ددې ځوان لاسونه لامده وو موسکا خپل دستکول پرانست دستمال يې ترې راووېست او هغه ته يې ورکړ. دواړو په ټيټ غږ يوبل ته څه وويل اوبيا په خنداشول ، نږدې وه چې ددې حالت په ليدلو له څوکۍ راپرېوځم . کله پرځان او کله پر خپلو سترګو بې باوره شم حيران شوم چې دازه څه وينم.آيا زه ويـښ يم او که ويد ه کله ځانته کاذب ډاډورکوم چې هسې خيال او وهم اخستى يې .حقيقت داسې ندى . کله پر خپلو سترګو او مشاهداتو شکمن شم : دا زه څه وينم ايا داهماغه موسکا ده چې زه يې خپله ټوله دنيا بولم اوخپلې ټولې هيلې مې ورپورې تړلې دي، آياداهماغه څوک ده چې د زرګونو مخلوقاتو له منځه زما يواځينى انتخاب دى ايا داهماغه موسکا ده چې همدا پرون يې په قسم راسره وعده وکړه چې، دبل بوى هم پرې حرام شه او نن هغه دى دومره دبل په مينه کې مسته ده چې ما خو پرېږده آن دمراسمو په سلګونوګډونوالويې هم سترګې نه سوځي. ؟ د تصور او خيال ماڼۍ مې ړنګه او خپل ارمانونه مې دسمندرپه څپو لاهوليدل . دا اندېښنه مې قوي شوه چې موسکا ځانته همدا ځوان انتخاب کړى او دې محفل دهغې لخوا ماته بلنه هم دهمدې لپاره ده چې داهرڅه پخپلو سترګو ووينم او په سراب پورې زړه ونه تړم . موسکا کله دسترګو په کونج کې ماته وګوري ،کله ددې ځوان غوږ ته خوله ورنږدې کړي او کله بيا هغه ددې په غوږ کې خبر وکړي دا ورته غوږ ورنږدې کړي . له ډېرې غوسې رپېږم، ټول ژوند راته ټوکې او مسخرې ښکاره شو، دذهن په هنداره کې مې دموسکا خاطرې او ړي او رااوړي ،له ځان سره کرم رېبم چې رښتيا هم په انجونو کې وفا نشته ،. دګل او صنوبر کيسه مې ذهن ته نېغه نېغه شوه. کله مې زړه راډک شي وايم راځه ښه په زوره وژاړه اودمحفل ټولو خلکو ته کيسه وکړه. کله کله دموسکا په مينه او فکر کې دې چټک بدلون ته حيران شم ،ددنياهرحقيقت راته دروغ وبرېښېد،پرهرڅه بې باوره شوم،په لږه شېبه کې مې دهرې فلسفې په اړه فکر اونظر بدل شو،له دنيااودنياوالومې زړه تورشو،په دې فکر کې وم چې له موسکا څخه دخپلې سوځېدلې مينې غچ څه ډول واخلم . په همدې کې دکليزې دکېک دپرېکولواعلان وشو،څوتنه راغلل،کېک يې پرې کړ له هر مېزڅخه خلک راتلل،اوځانته يې کېک ووړ ،موسکا هم راغلله، قاب يې له کېک څخه ډک کړ،دوه قاشوغې اودوه پنجې يې واخستې کېک ماته نږدې ايښى و ،کله چې رانږدې شوه، نودسرپه ښورولويې سلام وکړ ،زماله سترګودکرکې اور بادېده،خپل مېز ته لاړه په دستمال يې قاشوغې او پنجې پاکې کړې ، يوه قاشقه اويوه پنجه يې دزلمي مخ ته کېښوده اويوه يې ځانته، ورته مسکۍ شوه او قاب يې ورنږدې کړ . کله يې چې هغه ته په قاشوغه په خوله کې کېک ورکړ دلته زما خوله داسې وسوځېده لکه چې چا راته سکروټه راکړي وي . زه د اور په غرونوکې بنداودخپلې ناکامې مينې دجنازې پر تدفين اوتکفين بوخت وم،چې څنګ ته ناست ملګري مې وخوځولم:((کوم فکر کې يې؟ وياندسټېج ته وغوښتې))،ناڅاپه مې ټکان وخوړ وارخطا راپاڅېدم اجنداهم رانه هېره وه،نه پوهېدم چې څه ووايم پرستېج مې له اورېدونکيودناروغۍ په پلمه ځان خلاص کړ بېرته په خپل ځاى کېناستم،دسوچونو سمندرلاهوکړم((ښه ددې چې دازلمى خوښ وو نوله ماسره يې ولې دبې کچې مينې تظاهر کاوه، له ماسره يې ولې قسم کاوه چې ، نه به ته بل چاته په زړه کې ځاى ورکوې اونه زه؟ ژوندبه موهم يوځاى وي اومرګ هم،دې خوپه ماته ويل چې خېمه وي که کوډۍ ستالپاره پرې له ماڼيوتېره يم. موسکا خوبه راته ويل چې ددې دپلاردسوداګرۍ ډېرشريکان اوددې ترپلارلاشتمن يې غواړي،خوددې مينه له ماسره ده، نونن ولې له ماڅخه غوړ زلمي ته زمااو دټولو ګډونوالوپه مخ کې خاندي او په ناز ورسره خبرې کوي ؟، کله به سوچ راغى چې که موسکا رښتيا هم مطلب اشنا اويادپيسو وږې واى،نوپه دا دومره وخت کې خوبه يې له ماپيسې يابل څه غوښتي واى!!بيا راته ځان خوشباوره ښکاره شي: نه نه ياره رښتياچې ښکلې نجونې ټولې دحمام لنګ دي،نن له يوه اوسبا له بل سره وي اورښتياهم دوى مينو پسې نه ،بلکې په سرواوسپينوپسې ځي،زړه مې تنګ اوچاود ته نږدې شوى و،څوځله مې زړه وکړچې راځه محفل پرېږده اوچېرته ګوښه په زوره زوره وژاړه، کله به فکر راغى چې راشه له همدې دريم پوړ څخه ځان وغورځوه،اوټولې دنياته دنجونومکاري،بېوفايي اودنيمې لارې ملتيا وروښيه. دکليزې دمراسمولومړۍ برخه پاى ته ورسېده،داژانس پربرياليوکارکوونکيود ډاليواوستاينليکونو دوېش کارپيل شو،وياند به نوم اخست اوديوچاپه لاس به يې ستاينليک ورکړ،په همدې کې يې په يوفيګور اوخاص انداز دګډونوالوپام ځانته رواړاوه،((پوهېږئ!پوهېږئ!چې اوس دريځ ته څوک راغواړو؟؟،اوس هغه ځوان راغواړوچې زموږداژانس روح بلل کېږي،هغه چې اژانس ته يې ګڼ ملي اونړيوال وياړونه اومډالونه راوړي،هغه چې تل يې زموږسرهسک اوسترګې لوړې ساتلي دي ،نوستاسودلاسونوپه پړقاکې راغواړم شکېب جان! چيغې اوچکچکې پيل شوې سترګې په شکېب پسې اوښتې رااوښتې ،له همدې سره دموسکا ترڅنګ ناست ځوان سټېج ته راروان شو،زمادغوسې سمندرلاهم طوفاني او دوينې هرڅاڅکى وخوټېد ،هلته موسکا له ډېرې خوشحالۍ په خپله څوکۍ ودرېده،له ډېرو چکچکويې ټيکرى په اوږو ولوېد،په سترګوکې يې دخوښيواوښکې ډنډشوې ، ماويل هسې خويې زما پرځاى ورسره مينه نده پيل کړې،په ده کې خوډېرکاروو، په همدې کې ويانددچکچکواوچيغود ودرېدوهيله وکړه، چکچکې غلې شوې وياند وويل:ښه اوس تاسوپوهېږئ چې ګران شکېب جان ته به ډالۍ اوستاينليک دچا په لاس ورکوو؟ ستاسوپه خيال کې به کوم وزير ياوالي ګرځي ،نه نه شکېب جان ته والي ياوزير نه ،بلکې هغه څوک ډالۍ ورکوي،چې دى يې روزلى مينه يې ورکړې،له ده سره يې بې خوبي تېره کړې اودده داستعدادپه روزلوکې لوى لاس لري،نوستاسودلاسونوپه شانداره پړقااودرونداستقبال کې راغواړو،دشکېب جان خور (( موسکا)) |
نیک محمد سلیمان باور دوبۍ ته دازما لومړى سفر نه ووخو لومړى ځل ووچې په يوه اسلامي نړيوال سيمينارکې ګډون کوم . سيمينار ته دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه ټولو شپيتو تنورابلل شويو عالمانو ته په شانداره او قيمتي هوټل کې ځاى نيول شوى وو. ماته لامياشت وړاندې دمقالې لپاره ( په اسلام کې دحيا او اخلاقو ارزښت )موضوع راکړل شوې وه . دوبۍ ته زما له سفر څخه زما ډېر دوبۍ مېشتي دوستان خبرشوي وو خوپرېکړه مو داوه چې له سيمينار وروسته به ددوبۍ له ښکلا خوند اخلو .. دسيمينار په وروستي ماښام مې نسيم ته په تيليفون وويل چې سبا دې له موټر سره راشه چې دوبۍ ښه وګورو، هغه هم زموږ له بل ملګري عزيز سره هوټل ته راغى. ووتلو ډېرې اسمانڅکې ودانۍ او پارکونه ومووليدل .نسيم دغرمنۍ لپاره دسمندر پر غاړه يو ه لوکس او عصري هوټل ته بوتللو. دڅوپوړيزه هوټل لمن ترډېره دسمندر له پاسه وه ، ښکليو مصنوعي ځړوبيو(ابشارونو)، پارکونو او چمنونوهوټل ته لاښکلا ورکړې وه . دډوډۍ سستم يې بوفه وو، په يوه لوى سالون کې له ډول ډول غوښو وريجو،سلاد، پيرني او تازه ميووډک ديګي او لوښي پراوږده مېزکتار ايښي او دسالون برسرته سندرغاړو نرمه موسيقي غږوله. نسيم دخوړو مېز ته نږدې ځاى ناستې ته وټاکه موږ لا په خوړو پيل نه وو کړى چې شپږ اوه انجونې او ښځې دديګيو مېز ته راغللې .ټولې ښکلې او تازه وې خو يوه پکې دومره ښکلې وه چې تابه ويل ددوبۍ مصنوعي ښکلا ته ماتې ورکوي ،ټولو په قابونو کې ځانته خواړه واخستل اوخپلو مېزونو ته لاړې . ددې انجلۍ په ليدلو نو نورزموږخولې دچوله کېدو نه وې: عزيزسمدستي پيل کړ:(دا خو سمه پري زاده ده ، آخلک چې وايي په دنيا کې پري زادې شته دي هغه خو همداده ) نسيم مخ راواړاوه : (ددې ځاى دناستې ګټه دې وليده داخو يې اول برکت دى ، نور به هم وګورې ) موږ لا همداخبرې کولې چې داانجلۍ بيا راغله او دديګيو مېز ته ودرېده . نسيم په شوخۍ ددې لپاره چې داانجلۍ و پوهوي چې دهمدې په اړه خبرې کوو کله کله دهغې خواته اشاره هم کوي په لوړ غږيې وويل : ( اف داسترګې دي که له شرابوډکې پيالې ، والله که خو دزرافې غړۍ هم دومره دنګه وي، که پدې ټوله دوبۍ کې بله ښکلې نه وي همداورته بس ده . دابه دکوم ځاى وي ؟ چاپېريال عربي وو.موږ ډاډه ووچې هغه په پښتو نه پوهېږي عزيز وويل :( ماته خو ته ماليزيايۍ ښکاري ) نسيم ځواب ورکړ : ( ځه ورک شه په ماليزيايانوکې دومره لوړه ونه ا ومناسب اندام له کومه شوه ؟،دهغوى مخونه خو بې نمکه تک سپين دي، دابه مصرۍ او يا ترکۍ وي . ته يې قداو دمخ سرخي وگوره)) نور نو دشوخۍ پيريان پر ما هم راغلل: :(( ماته خو هندۍ يا پاکستانۍ ښکاري تاسو خو يې په لاسونو دې بنګړيو او دنکريزو نقش ته وګورئ، اوربل او جامې يې هم هندۍ ا وپاکستانۍ ښکاري ،)) انجلۍ بدبد راوکتل قابونه يې له خوړو ډک کړل او ولاړه . ما ورپسې دسترګو په کونج کې کتل کباب يې په نوروښځو ووېشه او کېناسته . لږه شېبه وروسته بيا راغله ، نسيم يې په ليدلو وويل: (( لکه چې دابدرۍ جماله کوم ديو له کوه قاف څخه راتښتولې ده، آخ خدايه دابه دکوم بختورسيف الملوک په نصيب وي)) عزيز يې خبرې ورپرې کړې : (( ياره يوه شپه يې په يو ميليون ډالر ارزي )) ماته يې مخ کړ: (( که څنګه اسد استاده ؟))ماورته وويل: ((يوميليون نه ،سل ميليونه هم پرې کم دي. پيسه که هرڅومره ډېره شي بيه او وروستى حد ورته ټاکل کېږي او داښکلا خو نه حد لري اونه ورته څوک بيه ټاکلى شي ،ددې ښکلا مثال لايتناهي تقسيم دى او. که ښکلا پېژندونکي يې وويني نويواځې دشونډو دښکلا انځورولو ته به يې قلم ته يو سمندر رنګ وغواړي )) هغې بيا هم خپل قابونه ډک کړل او روانه شو. خواړه يې پرنورووېشل او کېناسته . لږ وروسته بيا راغله نسيم ددې لپاره چې بياهغه په غوږ ووهي په لوړ غږ وويل : ( که کوم تکړه هنرمند يې انځور وباسي نو نور به څوک دپيکاسو په لاس جوړشوي انځورونه او ميناتورۍ هم وانخلي .)) عزيز ورغبرګه کړه (( له خداى نه جار شم چې يا يې دومره ښکلي نه واى پيداکړي او يا يې موږ ته دصبر طاقت راکړى واى )) دسترګو په کونجو کې يې داسې راکتل چې دهرباڼه په خوځېدلو يې موږ ته کرکه ورېده . زماهم طاقت رانغى :(( دوى اوس هم زموږاحسانمن اوپوروړي دي که موږ بدرنګه نه واى نوددوى ښکلا څه ښکارېده سپوږمۍ په تياره کې ښه ځلېږي ، ددې سپوږمۍ دځلا لپاره زموږ مخونه تور او وجود بدرنګه په کار وو ،طبيعت سهوه شوى ندى، که ټول انسانان ښکلي واى نو نن به ولې ددې يوې په توصيف له موږ او تاسو ډوډۍ پاتې کېده)) مالا خبرې کولې چې هغه خپل مېز ته روانه شوه . نور نو زموږ دوتلو وخت وو چې يوچا زماپر اوږه لاس کېښود، مالا مخ وراړولى نه وو چې دهغه خبرې مې غوږ ته راننوتې (( سلام ورور! وخته مې ليدلى وې ماويل پرېږده چې ډوډۍ وخوري بيا به ورسره جوړپخير وکړم)) دقاضي پاچا په ليدلو خوښ شوم، ورپاڅېدم ستړي مه شي مې ورسره وکړه ، دستي يې وويل عمر دې ډېر دى بيګا مې په تلويزيون کې په خبرونو کې وليدلې له مشر حاجي صاحب سره مې ياد کړې حيران وم چې دلته به دې له چانمبر پيداکړم، ډېر وخت مې نه يې ليدلى )) له ستړي مه شي وروسته مې ترې وپوښتل چې ستا کور خو په کويټ کې دى دلته څه کوې؟ ويې ويل چې دزوى واده مې تيار و ،کورنۍ مې پرېکړه وکړه چې دواده مراسم په دوبۍ کې جوړکړي،پرون يې همدلته واده وو، دوه درې ورځې نور هم په دوبۍ کې يو بېرته کويټ ته ځو. کېناستو يو ساعت مو د خپل ګډکلي په اړه خبرې وکړې په وطن کې يې دخپلو دوستانو اوځمکو پوښتنه رانه وکړه . ترې و مې پوښتل چې که څه هم زامن دې په کويټ کې لوى شوي او ډېر يې نه پيژنم خوبيا هم د کوم يوه واده وو اومېرمن يې دکوم ځاى د ه ؟ هغه ځواب راکړ چې ددريم زوى واده مې وو اوخپله ورېره دمشر حاجي صاحب لور سارا مې ورته کړې ته خو خبر يې چې هغوى هم له موږ سره په کويت کې اوسېږي ، ساراخو به ته هم پېژنې! هغه خو تکړه ليکواله او شاعره ده زموږټوله کورنۍ تا پيژني، په انټرنېت کې دې مضامين لولي او احترام درته لري، ټول راغلي، همدلته وو اوس دسمندر پرغاړه پارک ته لاړل ، راځه چې له ټولو سره دې معرفي کړم چاى او شربت به هم له موږ سره وڅښې) له همدې سره يې له لاسه ونيولم بې سوال اوځوابه يې روان کړم ، دسارا د نوم په اورېدلو زما هم تلوسه ډېره شوه په انټرنېټ کې مې ورسره ډېر چټ کړى وو . ټول له اوږده مېز څخه راتاو ناست وو دقاضي پاچا له خولې زمادنوم او تخلص په اورېدلوټول ودرېدل ، لاسونه يې پرسينه کېښودل پاچا ماته ګوته ونيوه : (اسدجان خو زموږ دکلي او سيمې وياړ دى په ده موسترګې هسکې دي .) له همدې سره يې دميز برسرته نجلۍ اوترڅنګ يې ولاړ ځوان ته ګوته ونيوه : ((ساراجانه مې ورېره او اينګور ده ، حامدجان مې ځوى دى پرون ددوى واده وو )) دنجلۍ په ليدلو زماله پښو ځمکه وتښتېده ، وارخطاشوم: ( هلکه داخو هماغه ده )، له ډېر خجالته مې پر تندي خوله راغله . هغې هم ټکان وخوړ سره وګرځېده . پاچا خپلو خبروته دوام ورکړ (( ساراجانې ، تا خوبه اسداستاد ډېر ياداوه ښه شوه چې دواده دخوشحالۍ ترڅنګ دې دده دنږدې ليدلو خوشحالي هم پربرخه شوه )) سارا وارخطاشوه ، لکه ترهېدلې هوسۍ په حيرانتيا يې وپوښتل بابا دا ته څه وايي: ( دابه استاداسد نه وي ، [ ژبه يې بنده بنده شوه ]نه نه دا هغه کېدلى نشي ، هغه ما پخپل ذهن کې بل ډول انځور کړى دى، دا ندى .) له ډېره شرمه زما سترګې پر ځمکې ګنډل شوي ،رڼاورځ راباندې تياره ده ، مخامخ ورته کتلى نشم. پاچا ورته په خندا وويل( نه بچى اسد همدادى تالکه چې سپين ږيرى دې بللى وو که څنګه ؟) دسارا پر تندي هم خوله راماته شوه له غوسې نه په ډک طنز او او ريشخند يې _چې بل چا نه محسوساوه او ټول بار يې يواځې زما پر اوږو وو_ ورته وويل (هو بابا د استاد ليکنې مې ډېرې اورېدلې وې او اوس چې په خوړو پسې تللم نودرې وارې مې بيا دده استادانه او فلسفي خبرې!! واورېدلې اوښه شو چې ژر مې نور هم وپيژنده .) |
:
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۰ز، د اګسټ دوهمه،
رښتینې شهزادګۍ
وو، نـه وو، یو شـهـزاده وو.
شهزاده غوښتل له یوې شهزادګۍ سره واده وکړي، له یوې رښتيني شهزادګۍ سره.
شهزاده د ذکر سوي ښځي د لټون په خاطر د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي سفرونه وکړل، خو هر چيري چي به یې شهزادګۍ پیدا کړه، د ده په اند به يې یوه نیمګړتیا درلوده.
شهزاده ډیري شهزاده ګياني وليدې، که به څه هم په هغوی کي رښتینې شهزادګۍ وه، خو ده يې په هکله صحیح پرېکړه نسوائ کولائ . یو ځل به یې یوه شي ته پام سو، بل ځل به یې بل داسي شي ته پام واوښت چي پر طبیعت به یې بـرابـر نه وو، لنډه دا چي هر وار به يې جلا - جلا شيانو ته فکر کېدئ، چي له امله به یې شهزادګۍ خوښه نه سوه .
د رښتيني شهزادګۍ موندل د شهزاده ارمان وو، خــــــــو په پای کي ډېـــــــــــــــــر مـــــــــــایــــــــوســـه بیرته د خپلي مـاڼـۍ پـر خوا رارهي سو.
یو ماښام ډېر بېروونکی توپان رامنځته سو، د تالندي دربى، د برېښنا رڼاوي وې، شدید باران و اورېـدئ . په عیني وخت کي دومره تیـاره سوه، چي د لاس ګوتي نه معلومېدې . په دې حال کي ناڅاپه یو چا په زوره – زوره دروازه وټکول . د شهزاده پلار، زوړ پاچا دباندي ورغئ او دروازه یې ور خلاصه کړه.
که ګوري د دروازې مخته یوه نجلۍ ولاړه ده، له یوې خوا باران اور ېدئ او توند باد هم چلېدئ، له بلي خوا نجلۍ په یوه ډېر غمجن حالت کي وه. له ورېښتانو څخه یې څاڅکي – څاڅکي اوبه تویېدې او کالي یې په بدن پوري نښتي وه، نجلۍ ويل دا شهزادګۍ ده.
- د شهزاده مور:" ښـه! ډېـر ژر به معلومه سي، چي ته رښتینې شهزادګۍ یې که یا! "
سپين سري ملکې نور هیڅ ږغ ونه کړ، په خاموشي سره د خوب خوني ته ولاړه، له کـټ څخه یې ټولي روجایاني او نور شیان ایسته کړل او د خوب پر تخت یې درې دانې نـخـود کښېښودل، پر نخودو يې نالۍ یو پر بل سربېره هواري کړې او پر دې یې بیا نوري شل د خوب کوربچې ته ورته هواري کړې .
شهزادګۍ باید نن پر دې کـټ بیده سـي.
سبا سهار له شهزادګۍ څخه پوښتنه وسوه، چي د شپې خوب يې څنګه وو؟
- شهزادګۍ : " چـي رښتیا سي ډېره خرابه وم. ټوله شپه مي سمي سترګي نه دي پټي کړي او آرام خوب مي نه دئ کړئ . "
زه نه پوهېږم چي زما د کټ پر تخت څه شي پراته وه، خو یو کلک شی تر ما لاندي پروت وو. د دې شي له وجي اوس ټوله توره او شنه یم، زه یې ډېره خوږ کړم ."
دا چي شهزادګۍ ددې توان درلودئ، چي تر شلو نیالیو او تر شلو نورو کوربچو لاندي د نخودو درې وړوکي دانې حس کړي، نو دوى ومنله چي نجلۍ یوه رښتینې شهزادګۍ ده .
هيڅ څوک یو داسي شی نه سي حسولائ، خو د رښتیني شهزادګۍ په حسونو کي یو لطیف، نازک او تنکی احساس واقع وو.
شهزاده تـه چي د شهزادګۍ رښتینولي په ثبوت ورسېده، دستي يې د ځـان مېرمن کړه.
وروسته هغه درې وړوکي د نخود دانې د بېتابۍ او لېوالتیا په کابینه کي کښېښودل سوې، چیري چي تر اوسه پوري د لیدلو وړ دي او ورکي سوي نه دي.
آیا دغه مېرمن یو نازک زړه نه درلودئ ؟
آیا د هغې زړه او احساس له نازک والي او مهربانۍ څخه برخمن نه وو او نوموړې مینه ناکه نه وه؟
پــــــــــای