دکمپیوټر په اړه پوښتنی اوجوابونه یی
سوال :
سکرین بوی کوی
؟
جواب
: سكرين خيرن
شودی خاوری
دوړی پر پرزو
پرتی دی پاک
یې کړه که د
سکرین ضمانت
نه وی ختم شوی
وشرکت ته
مراجعه وکړه ۰
سوال :
عکسونه ریږدی
؟
ځواب : ټول
مشکل دبرق په
تار کی دی
دبرق تار وسکرین
ته سم ولګوه ۰
سوال
: چې کمپیوټر
چالان کړم لس
یا شل دقیقې
هیڅ نشم
لوستلای؟
ځواب :
کمپیوټر د
ددوړو ډک دی
پاک یې کړه
کومه بادپکه
چی په
مادربورد
باندی لګیدلی
هغه هم پاکه
کړی تر بادپکې
لاندی یوه
المونیوم
ټوټه ده هغه
هم پاکه کړه ۰
سوال
:
دکمپیوټرهارډیسک
اواز کوی ؟
ځواب : مشکل
دبرق په تار
کې دی که هغه
سم لګیدلی وی
نو به کومه
پرزه خرابه
شوی وی هغه
بدله کړه ۰
سوال
: کمپیوټر کې
می نیټه ، وخت
سم نه دی ؟
ځواب : CMOS بیټری
ختمه شوی ده
نوی بیټری
ورواچوه ۰
سوال
: لیکلی General Failure Reading Drive C
? نه پوهیږم څه
دی ؟
ځواب : خدای
دزړه صبر
درکړی ستونزه
په هارډسک کې
ده خپل معومات
دی ژر وبل
هارډسک ته نقل
کړه .
سوال :
کمپیوټر مې
دویندوز څخه
دوتولو او
داخلیدولو په
وخت کې اواز
کوی ؟
ځواب :
کمپیوټر
ګرمیږی
بادپکه یې
وګوره یا یې بدله
کړه ۰
سوال
: کمپیوټر مې
لږ وخت وروسته
پخپله بند شی ؟
ځواب :
کمپیوټر سم دی
لاکن پر
کمپیوټر لوډ
زیات دی یابه
ستونزه په SOFTWARE کې وی ۰
سوال
: سکرین لږ وخت
وروسته اواز
کوی ؟
ځواب :
دسکرین په
کومه پرزه کې
ستونزه ده
دسکرین ضمانت
وګوره که یې
وخت پاته وی
شرکت ته یې ورښکاره
که چې نوی
پرزه ورواچوی ۰
سوال
: کله چې
کمپیوټر
چالان کړم یو
اوږد شپیلک
اودوه لنډ
شپیلکونه
ووهي ؟
ځواب : د VGA کارټ
په خپل ځای کې
نه دی لیګدلی
سم یې ولګوه۰
سوال
: کمپیوټر مې
بند بند
شپیلکي کوی ؟
ځواب : رام RAM د سم نه
دی لګولی رام
په خپل ځای کی
سم ولګوه ۰
سوال :
دسکرین رنګ
شین دی او
لیکلی دی ؟
Stop 0x00000024
NTFS_FILE_SYSTEM
ځواب : ستا
کمپیوتر درته
وایې تاسو چې
کوم ډریور
وکمپیوټر ته
اضافه کړی
نوموړی ډریور
د وینډوزاکس
فی سره موافقت
نه لری تاسو
داسی ډریور ورواچوي
چې دوینډوز
اکس فی سره
موافق وی ۰
سوال
: دسکرین رنګ
شین دی او
لیکلی دی ؟
Stop 0x00000024
NTFS_FILE_SYSTEM
ځواب :
نوموړی
ستونزه د
دنظام NTFS
دپیلونو څخه
وی اوکله هم
دې ته ورته
لیکنه وی خو
په پای کی یې 32
لیکلی وی چې
دا خاصیت FAT32 دنظام
دپیل دی
دنوموړی
ستونزی دلری
کولو دپاره
دغه پیل chkdsk.exe له
لاری سمیږی اوباید
دکمپیوټردپرزو
تارونه هم
وکتل شی چې سم
لګیدلی دی که
نه
سوال
: دسکرین رنګ
شین دی او
لیکلی دی ؟
Stop 0x0000003F
NO_MORE_SYSTEM_PTES
ځواب :
نومړی ستونزه Backup دغلط
استعما ل څخه
منځ ته راځی
کمپیوټر System Restore کړه
Start Menu>
All Programs>
Accessories>
System Tools>
System Restore
که تاسو کوم
پروګرام
وکمپیوټر ته
واچوی په کمپیوټر
کې ستونزه
پیدا شی کمپیو
ټر System Restore کړی
کمپیوټر به
بیرته پخوانی
حالت واوړی په
لاندی تګلاره
واړوی
1- Start Menu
All Programs- 2
Accessories-3
System Tools-4
System Restore- 5
سوال :
کمپیوټر مې یو
اوږد شپیلک یو
لنډ اوبیا دری
ځله پرلپسی
لنډ شپیلکان
ووهی ؟
ځواب : د CMOSبیټری
چارج ختم شو
بیټری نوی
ورواچوه ۰
سوال
: کمپیوټر مې
خبر راکوی
وایې په ذاکره
کې ستنوزه ده
؟
ځواب : ته RDRAM او SDRAM سره
وګوری یو ډول
دی اوتیزی (
سرعت) یې سره
برابر دی که
نه ۰
سوال : یوه نښه
می تر سترګو
کیږی ******** نه
پوهیږم چې څه
دی ؟
ځواب : که
بیټری نوی وی
او بیا هم
نیټه ، ساعت
بدلیږی پر خپل
حال نه پاته
کیږی نو د CMOS ذاکره
بدله کړه ۰
سوال
: کمپیوټر
راته لیکي؟
DISK FAILURE INSERT SYSTEM DISK AND THEN PRESS ENTER ?
ځواب : ګوره
وروره لمړۍ به
د DATA
او POWER
دهارډسک
تارونه وګوره
که بیا هم
پورتنی جمله لیکی
نو
تاسیوینډوز
انسټال کړی که
یې تر وینډوز
انسټالولو
وروسته هم
پورتنی جمله
درته لیکل نو
ستاسو
دکمبیوټر
حارډستک خراب شوی دی
نوی حارډسک ور
واچوی ۰
سوال
: کمپیوټر چې
مې چلالان شی safe mode وی
؟
ځواب :
وروره
وویندوز ته safe mode له
لاری داخل شه
کوم پروګرام
چې تاسو
وکمپیوټر نوی
اچولی هغه حذف
کړه ډسک سکین
کړه scandisk او
کمپیوټر
ریسټارټ کړه restart کله چې
کمپیوټر په
چالانیدو پیل
وکړی F8 تڼي ژر ژر
وهه خیال
کوه چې دکیبورډ
تڼی ماته نه
کړی کله چې
یوه پاڼه درته
خلاصه شی ۰
safe mode
.............
................
................
NORMAL
وټاکه او انټر
تڼی کښیکاږه
ستاسو
کمپیوټر به نورمال
چالان شی ۰
سوال : زما
کمپیوټر ته چې
سی ډی څو ځله
یې لولې ؟
ځواب :
ستونزه په CD-ROOM کې ده
کله کله پر
عدسه باندی
دوړی پرتې وی
کمپیوټر سی ډی
نشی پیژندلای
کمپیوټر د ویو
کس ته چې
دکمپیوټرپه
پرزو بلد وی
ور ښکاره کړه ۰
سوال
: CD-ROOM
نه خلاصیږی
اونه بندیږی ؟
ځواب :
ستاسو CD-ROOM خلاص ؤ
تاسو په هغه
باندی تکیه
کړی وه مات
شوی دی ۰
سوال :
دموږک اشاره
حرکت نه کوی ؟
ځواب :
دموږک تار سم
نه دی لګیدلې
یا موږک خراب شوی
دی
لمړی دموږک
تار سم ولګوه
کمپیوټر
ریسټارټ کړه
که بیا هم
دموږک اشاره
حرکت نه کوی
موږک خلاص کړه
پاک یې کړه ۰
سوال
: دکیبورډ لږ
یا ډیری تڼي
کار نه کوی ؟
ځواب :
دکیبورډ تار
سم نه دی لګیدلی
یا کیبورډ
خراب شوی دی
لمړی دکیبورډ
تار سم ولګوه
دخاورو او
دوړو څخه یې
پاک کړه
کمپیوټر
ریسټارټ کړه ۰
سوال:
دکمبیوټر
سرکرین نه
روښنانه کیږی
؟
ځواب :
سکرین ته برق
نه رسیږی لمړی
دبرق تارونه
وګوره سم یې
ولګوه
کمپیوټر
ریسټارټ کړه ۰
سوال
: دکمپیوټر په
سکرین کې برق
شته کار نه
کوی او دوه
واره شپیلک ووهی
؟
ځواب :
دسکرین کارټ
په خپل ځای کې
سم نه دی لګیدلی
پر خپل ځای یې
سم ولګوه ۰
سوال
: سکرین
روښاني ولاړه
ګروپ یې مړ شو
؟
ځواب :
دسکرین څخه
برق قطع شو
دبرق تارونه
وګوره ۰
سوال
: سکرین
عکسونه تور
ښکاره کوی ؟
ځواب : یابه
عیب په سرکین
وی یا به عیب
دسکرین په
کارټ کې
کمپیوټر بند
کړه او سکرین
چالان کړه که
چیری سکرین نه
ریږدي عیب
دسکرین په
کارټ کې دی که
ریږدیدي نو
عیب په سکرین
کې دی ۰
سوال :
په کمپیوټر
رام 128 Mbلګیدلی دی
خوهغه Mb 46
ښکاره کوی ؟
ځواب : رام
په بل کمپیوټر
کې وګوره که
بیا هم ستونزه
حل نشوه رام
بدل کړه
نوټ : نن سبا
باید لږ ترلږه
رام Mb256 وی
سوال
: کمپیوټر مې
پخپله
ریسټارټ شي ؟
ځواب :
ستونزه لویه
ستونزه ده
کیدای شی چې
مزربورډ ، رام
یا پاورسلای
دروسوځي دا
ستونزه یاخوبه
دکور برق ضعیف
وی تاسو باید stabilizer ولګوی
چې برق 220 ثابت
پاته شی او بل
لامل کیدای شی
چې با دپکه
سمه نه وی
لګیدلی
اودریم لامل
که پاورسلای
کمزوری ده
دنوو
کمپیوټرونو
دپاره باید 400
واټه پاور
سلای ولګیږی ۰
سوال
: کمپیوټر
وویندوز ته نه
داخلیږی راته
لیکې disk boot faileur
څه حل یې شته ؟
ځواب : کمپيو
ټر ریسټارټ
کړه F8 تڼی ژر ژر
وهه کله چې
وضع آمن ته
ننوزي
last known good
وټاکه انټر
تني کښیکاږه
که وویندوز ته
داخل شوی ښه
که نه نو
وینډوز انسټا
کړه
سوال
: کمپیوټر
وویندوز ته نه
داخلیږی راته
لیکې keyboard controller faileur
څه حل یې شته ؟
ځواب :
دکیبورډ تار
سم نه دی
لګیدلی
کمپیوټر بند کړه
دکیبورډ تار
سم ولګوه
کمپیوټر
چالان کړه ۰
اضافی
معلومات
که
غواړی چې
کمپیوټر د
ګړندي شی په
څو ورځی کې دخپل
کمپیوټرڅخه
دپیلونواختصار
اود انټر نټ
پاته شونی په
لاندی
کړنلاره سره
پاک کړه :
1- Start ته ولاړشه run وټاکه
درن په کړکۍ
کې recent ولیکه ok تاسو
ته به کوم
پیلونه ښکاره
شی کوم چې
ستاسو تر
سترګو کیږی
ټول حذف کړه ۰
2- Start ته ولاړشه run وټاکه
درن په کړکۍ
کې prefetch ولیکه ok تاسو
ته به کوم
پیلونه ښکاره
شی کوم چې
ستاسو تر
سترګو کیږی
ټول حذف کړه ۰
3- Start ته ولاړشه run وټاکه
درن په کړکۍ
کې temp ولیکه ok تاسو
ته به کوم
پیلونه ښکاره
شی کوم چې
ستاسو تر
سترګو کیږی
ټول حذف کړه ۰
ډیر
خلګ دخپل
کمپیوټرڅخه
شکایت کوی چې
په چلانولو کې
زیات وخت په
برکې نیسی که
په کمپیوټر کې
که تاسو WinAmp,
RealPlayer NetMeeting, MSN Messenger, Net2Phone
پروګرامونه
ولری نوموړی
پروګرامونه
دکمپیوټر
دچالانولو
سره سره
اوتوماتیک
چالانیږی ددی
وجهی نه
کمپیوټر ژر نه
چالانیږی ۰
که غواړی چې
په کمپیوټر کې
مو وینډوز Windowsسم
کار وکړی باید
هغه
پروګرامونه
په کمپیوټر کې
ځای پر ځای چې
څوک وهغه ته
اړتیا و لری ۰
که غواړی د
ځینو
پروګرامونو
اتوماتیک
چالانیدل بند
کړی په لاندی
کړنلاره سره
هغه بندولای
شی :
Start ته ولاړشه run وټاکه
درن په کړکۍ
کې Msconfig ولیکه ok تاسو
ته به یوه
کړکۍ خلاصه شی
په نوموړی
کړکۍ کې به Startup ته
ولاړشی هلته
چې کوم
پروګرامو نه
لکه WinAmp,
RealPlayer NetMeeting, MSN Messenger, Net2Phone کوم چې
تاسو نه غواړی
چې اتوماتیک
چالان شی اشاره
پاکه کړی
خو پام کوه چې
دوینډوز
دپاره ضروری
پروګرامونه
لکه :
internat.exe
System Tray
ScanRegistry
TaskMonitor
LoadPowerProfile
په هغوی کار
ونه لری
هغه
څه چې ما
ولوستونکو ته
لیکلی وه د recent
، prefetch او Temp دوسی (
فلوډر ) لمړی
ما پخپله پر
خپل کمپیوټر
تجریبه او بیا
مې وتاسو ته
ولیکل ان
شاءالله چې کمپیوټر
به دی توره
غاړه نه نیسی
ګوره وروره
یوه لار هغه
وه چې ما مخکی
درته ولیکل
دویمه لاریې Disk
Clean Up
له لار ده چې
دا ډیره ښه
لار ده
یوه بله لار
یې به یې هم
ذده کړو چې Temp فلوډر
په اتومات ډول
دموقتی
پیلونو څخه
پاکیږی هغه
داسی ده چې :
Start ته ولاړ شه Run درن په
کړکۍ کې ولیکه
sysedit او ok تڼۍ
کښیکاږه تاسو
ته به
دپروګرام
پاڼه خلاصه شی
System Configuration Editor .. . ۰
هلته
Autoexec.bat وټاکه
تاسو به تر
اخیری لیکنی
لاندی دا دوې
جملې ولیکي
@DelTree /Y
C:\WINDOWS\Temp
@MD C:\WINDOWS\Temp
دلمړۍ جمله
وکمپيوټر ته
امر کوی چې "C:\Windows\Temp" حذف
کړه
او دویمه جمله
وکمپيوټر ته
امر کوی چې"C:\Windows\Temp" نوی
جوړ کړه
اوس نو پیل
وساته و File ته
ولاړ شه Save
اختیار کړه
دریمه لار هغه
څوک کولای شی
چې په کمپیوټر
ښه بلد وی
که مو دا لار
هم خوښه نه وی
نو (سوفر
کلینر )پروګرام
دانترنټ څخه
راکښته کړی
ظرفیت یې 545
کیلو بایت دي
کمپیوټر
پاکوی او ښه کار
کوی
که
وغواړو چې په
ډسک نور خالی
ځای پیدا کړو
تاسو ته
معلومه ده چې
وینډو ز ،
انټر نټ او
نور
پروګرامونه
یو پلو ډر جوړوی
په هغه کې ځنی
پیلونه خوندی
کوی که دډسګ
ضرفیت زیات وی
دپیلونو
دحذفولوڅه
اړتیا نشته
او که دډیسک
ضرفیت لږ وی
او کمپیوټر مو
هر ګړي خبر
راکوی چې
ستاسوډسک ډک
دی ۰
باید لږ ترلږه
دسک کې 10٪ ځای
خالی وی۰
که موږ وغواړو
چې پر ډیسک
باندی څه نور
خالی ځای
پیداکړو
نو به دانټی
ویروس
پروګرام څخه
څه خالی ځای
په لاس راوړو
هر انټی ویروس
د زړو
ویروسونو
نومونه ساتی
موږ کولای شو
چې هغه به په
لاندی ډول پاک
کړو
دبیلګی په ډول
موږ په کمپیوټر
کې Norton Anti Virus لرو نو دا
په لاندی مسار
کې دی
C:\Program Files\Common Files\SymantecShared\VirusDefs