نيټ
ورک څه ته
وايي
نيټ
ورک هب
د هب ډولونه
نيټ
ورک سويج
د
سويج ډولونه
نپت
ورک روټر
نيټ
ورک برج
نيټ
ورک رپيټر
نيټ ورک څه ته
وايي؟
په
کمپيوټر نيټ
ورک کې د دوو
يا ډېروکمپيوټرونو
يو له بل سره تړلو
ته کمپيوټر نيټ
ورک وايي
د
معلوماتو Data ګډه
کارونه
داسې وګڼئ
چې په يوه
دفتر کې کار
کوئ، د دفتر
کوم بل
کارکوونکي يو
فايل جوړ کړى
او ستاسو سره
يې په ګډه
کارول غواړي.
يوه
لار يې دا ده چې
فايل به فلاپي
ډيسک ته کاپي
کوئ، بيا به يې
په خپل کمپيوټر
کې کاروئ،
فلاپي يو داسې
ډيسک دى چې هر
وخت د باور وړ
نه وي، کله چلېږي
او کله هم له
چلاو څخه قسم
اخلي، څوک دا
نه شي ويلاى چې
زما په لاس کې
فلاپي ډيسک به
خامخا کار
کوي.
د دې
ستونزې يو لوى
حل همدا اوسني
فلش Flash ډرايونه دي
چې د فلاپي په
پرتله د باور
وړ دي، بيا هم
په سلو کې لس
اعتبار نه
لري، که وغواړئ
نوموړى فايل د
فلش ډيسک له
لارې خپل
کمپيوټر ته
راوړئ، د ملګري
کمپيوټر ته به
ځئ فايل به
فلش ډيسک ته
کاپي کوئ او
بيا به يې په
خپل کمپيوټر کې
کاروئ. که په
دفتر کې نيټ
ورک ولرئ ته
او ملګري دې
نوموړى فايل
په ګډه
کارولاى شئ.
د
سامانونو ګډه
کارونه
په ټوليز
ډول په
دفترونو کې يو
يا دوه پرينټرونه
کارېږي،
کمپيوټرونه د
پرينټرونو په
پرتله ډېر وي،
له هر کمپيوټر
سره ځانګړى
پرينټر کارول
ناشونى دى، که
وغواړئ ډاټا
پرينټ کړئ، د
هغه کمپيوټر
له لارې يې
پرينټولاى شئ
چې پرينټر
ورسره تړلى
وي، يا به هم
پرينټر خپل
کمپيوټر ته تړئ،
دا کړنه يو څه
ستونزمنه ښکاري
ځکه تاسو به
هغې خونې ته ځئ
چې کمپيوټر او
پرينټر سره په
کې تړلي دي،
له هغه به يې
خلاصوئ او له
خپل کمپيوټر
سره به يې تړئ،
په دې ډول پنځه
دقيقې وخت چې
د ډاټا پر
پرينټولو لګېږي
ښايي نيم ساعت
او يا هم يوه
ساعت ته و غځېږي.
که د
کمپيوټرونو
نيټ ورک ولرئ
هر ځاى او هر
کمپيوټر چې
وي، کولاى شئ
اول يا دويم
پرينټر
وکاروئ، پر
پرينټر برسېره
د هارډ ډيسک،
سکېنر، سي ډي
او کامرې ډرايونه
هم په ګډه
کارولاى شئ.
د پروګرامونو
ګډه کارونه
پر
سامانونو او ډاټا
برسېره د
کمپيوټر پروګرامونه
هم په ګډه
کارولاى شئ،
ننني پروګرامونه
خو د جسامت او څرنګوالي
(کيفيت) له
پلوه دومره
لوى جوړ شوي چې
په هارډ ډيسک
کې پراخ ځاى
نيسي.
له دې څخه
مو موخه دا ده
کوم پروګرامونه
چې په مرکزي
کمپيوټر کې ځاى
پر ځاى شوي
وي، هر نيټ
ورک کاروونکى
يې په ګډه
کارولاى شي،
په هر کمپيوټر
کې د نوموړو
پروګرامونو
جلا جلا ځاى
پر ځاى کولو
ته اړتيا
نشته.
د انټرنيټ
ګډه کارونه
د نيټ
ورک يوه بله ګټه
دا ده: که له نيټ
ورک سره يو تړلى
کمپيوټر له انټرنيټه
برخمن وي، نو
پر لين نورو
ورسره تړلو
کمپيوټرونو
ته هم نيټ
ورکولاى شي او
بېل بېل ټليفون
او موډيم،
کارولو ته اړتيا
نشته.
مرکزي
واکمني (کنټرول)
څنګه چې
ټول کمپيوټرونه
او کاروونکي د
يوه نيټ ورک
برخه وال دي،
له همدې امله ټول
امرونه له يوه
ځايه څارل (کنټرول)
کېږي او د قواعدو
او قوانينو بېلابېل
ډولونه په ډېره
ښه توګه پېژني.
د دوو
شيانو تر منځ
اړيکو ټينګولو
ته نيټ ورک
وايي، د بېلګې
په توګه د کور
او دفتر اړيکي
د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني
Exchange
له لارې
ټينګېږي، د
لويو او پراخو
ښارونو يو له
بل سره تړل تر
يوه زياتو
ايکسچنجونو
ته اړتيا لري،
د يوه ښار ټول
ايکسچنجونه
يو له بل سره تړلي
او په ګډه کار
کوي،
د بېلابېلو
ښارونو ټول
ايکسچنجونه
هم يو له بل
سره وصل وي،
همدا ډول له
يوه هيواده بل
ته د ټليفون
کولو پر مهال
هم د هغوى ټول
ايکسچنجونه
يو له بل سره اړيکي
نيسي او په ګډه
کار کوي.
کمپيوټر
نيټ ورک
په
کمپيوټر نيټ
ورک کې د دوو
يا ډېروکمپيوټرونو
يو له بل سره تړلو
ته کمپيوټر نيټ
ورک وايي، بايد
ووايم چې دا
کتاب يوازې او
يوازې د
. کمپيوټر
نيټ ورک لپاره
ځانګړى شوى
دى، که د نيټ
ورک کليمه
ووينئ موخه مو
ځني کمپيوټر
نيټ ورک دى
نيټ
ورک اړتيا وړ
توکي
Hub هب
هب
په نيټ ورک کې
د مرکزي وسيلې
رول لوبوي، په
نيټ ورک کې
موجود ټول
کمپيوټرونه د
لين له لارې
له هب سره تړل
کېږي، په هب کې
د کمپوټرونو د
تړلو لپاره
سوري موجود
دي، له هر
سوري سره د کېبل
په واسطه يو
کمپيوټر يو ځاى
کېږي، په
بازار کې بېلابېل
هبونه شته چې
لږ يا ډېر
سوري لري،
تاسو به د
خپلو کمپيوټرونو
د شمېر له مخې
يو مناسب هب
کاروئ. د هب له
لارې په نيټ
ورک کې د سره تړل
شوو کمپيوټرونو
پيغامونه هب
تر لاسه کوي
او د خپلو پورټونو
له لارې يې ټولو
کمپيوټرونو
ته استوي.
د هب ډولونه:
Passive هب يو ډېر
ساده هب دى د ډاټا
د سيګنال په
پوره رسولو کې
ستونزي لري او
تر ټاکلي ځايه
يې د رسولو
توان نه لري. د نوموړي
د دې خاصيت له
امله د نيټ
ورک د جوړښت
له مخې که د
دوو کمپيوټرونو
تر منځ واټن ١٠٠
متره وي، په Passive هب
کې د سره تړل
شوو دوو کمپيوټرونو
تر ټولو لوى غځېدلى
واټن به ٥٠
متره وي، Passive هب
د کارولو له
مخې اسانه دى،
خو توان يې ډېر
محدود دى.
Active هب
دا صلاحيت لري
چې د سيګنالونو
جريان ځواکمن
کړي او موجودي
غلطۍ يې له منځه
يوسي، دې کړنې
ته د نيټ ورک د
جوړښت له مخې Signal
Regeneration وايي، له
همدې لارې د ډاټا
په لېږدونه کې
ډېري کمي خرابۍ
پيدا کېږي، پر
دې برسېره د
کمپيوټرونو
تر منځ په ډېر
اوږده واټن کې
کار کوي.
په
نيټ ورک کې
يوه بله وسيله Repeater هم د
سيـــــګنالونو
د جريان د ځواکمنولو
او Signal Regeneration لپاره
کارېږي، Active هب هم دا
کار کوي، له دې
امله Multipart Repeater
هم ورته ويلاى
شو، Active هب د Passive هب
په پرتله يو څه
ګران دى.
Intelligent هب
امرونه يا
کمانډونــــه
د Simple Network
Management Protocol له لارې څاري.
د بېلګې په توګه:
که چېري په نيټ
ورک کې يو
کمپيوټر يا
وسيله کار پرېږدي،
نوموړى يې په
اړه ځينې
حکمونه جاري
کوي، که هغه د
کمپيوټر يا
وسيلې له لوري
رد شي له نيټ
ورکه يې بېلوي.
Repeater رپيټر
رپيټر
په نيټ ورک کې
د کېبل په
واسطه سيګنالونه
تر يوه ځانګړي
واټنه روغ او
پوره رسوي، تر
دې وړاندې سيګنال
کمزورى کېږي،
د سيګنال د دې
خاصيت له امله
په نيټ ورک کې
د دوو کمپيوټرونو
د واټن لپاره
يو ځانګړى حد ټاکل
شوى دى، د
کمپيوټرونو
تر منځ تر ټاکلي
حد په اوږده
واټن کې سيګنال
کمزورى کېږي
يا هېڅ کار نه
کوي.
د
اوږده واټن
لپاره Repeater کارېږي،
نوموړى په OSI کې
پر فزيکل لاير
کار کوي، عام
ريپيټرونه په
سيګنال کې کوم
بدلون نه
راولي، بلکې د
سيګنال جريان ځواکمنوي
او د هغه
کمزورۍ ليري
او په کې
موجود Noise هم
ليري کوي.
Noise د
ډاټا په لېږدونه
کې پر سيګنال
د احتمالي
ورانيو پېښېدو
ته وايي، دا
خرابۍ د بېلابېلو
لاسوهنو له
امله چې ډېر
احتمال له Electromagnetic لاسوهنې څخه لري
پېښېږي، دې
لاسوهنې ته EMI هم
ويل کېږي، که
سيګنال ته نژدې
د برېښنا
مرکز، عمومي
لين، يا هم بل
کوم
برقناطيسي جريان
واقع وي EMI ورڅخه را
منځ ته کېږي.
داسې رپېټرونه
هم پيدا کېږي
چې له سيګناله EMIليري او
جريان يې ځواکمن
کړي.
Switch سويچ
سويچ
هم هب غوندې
کار کوي، ټول
کمپيوټرونه
او وسيلې د
يوه کېبل په
واسطه ور سره
تړل کېږي،
نوموړى د OSI پر
ډاټا لينک
لاير کار کوي،
د هب په پرتله ګران
لوېږي او
کارول يې هم
يو څه ستونزمن
دي.
هب
له يوه کمپيوټره
ډاټا اخلي او
خپلو ټولو پورټونو
ته يې ورکوي،
د ډاټا استولو
پر وخت د هب ټول
پورټونه
مصروف او پر
نيټ ورک ټرافيکي
شور ډېر وي،
سويچ داسې نه
دى، دى چې ډاټا
له کوم پورټه
تر لاسه کوي د
يوې ټاکلي پتې
په مرسته يې د
استولو لورى ټاکي،
د هدف تر ټاکلو
وروسته ډاټا د
يوه پورټ له
لارې ټاکلي
کمپيوټر ته
استوي، په دغه
وخت کې د سويچ
دوه پورټه يو
د ډاټا د
ترلاسه کولو
او بل يې د
استولو هغه
مصروف وي، پر
دغه نيټ ورک ټرافيکي
شور ډېر کم وي.
سويچ د ډاټا د
هدف د ټاکلو
او د هغې
وراستولو
لپاره د ټولو
کمپيوټرونو
او وسيلو پتې
او معلومات له
ځان سره ساتي،
٤،٢ شکل ته ځير
شئ:
د سويچ ډولونه
Store
and Forward سويچ د يوه
بشپړ فريم د
تر لاسه کولو
انتظار باسي،
دې کړنې ته Buffer ويل
کېږي، له بفر څخه
موخه دا ده چې ډاټا
د لږ وخت
لپاره په يوه
موقتي ځاى کې
ايښودل کېږي،
کله چې د يوه
فريم Buffer بشپړ شي
نو د فريم د څرنګوالي
له مخې د هغې
پته لوستل کېږي
او د هدف لورى
يې ټاکل کېږي.
د
فريم د سموالي
او بشپړوالې
لپاره CRC څخه
چې د Cyclic Redundancy Check لنډيز
دى کار اخيستل
کېږي که فريم
سم او بشپړ وي
د هدف لوري ته
يې استوي او
که سم نه وي له
منځه يې وړي،
د دې ګټه دا ده
چې يو وران او
غلط فريم مخې
ته نه شي
راتلاى او
زيان يې دا دى
چې د فريم پر
بفر کولو وخت
لګېږي او په لېږدونه
کې يې ځنډ راځي.
Cut
Trough سويچ د
پوره فريم د
استولو
انتظار نه
باسي، د فريم
له لومړنيو ٦٤
بيټو څخه يې د
هدف لورى
معلوموي او
سملاسي يې د
يوه مناسب پورټ
په واسطه يې د
هدف لوري ته لېږي،
د فريم د
سموالي او بشپړوالي
لپاره CRC نه
استعمالوي،
که فريم Buffer نه
شي د ډاټا لېږدونه
په ډېر تېز
سرعت تر سره کېږي،
خو زيان يې دا
دى چې وران او
غلط فريم هم
استول کېږي.
Bridge بريج
بريج
د دوو نيټ
ورکونو يو ځاى
کولو يا د يوه
نيټ ورک پر څو
کوچنيو برخو وېشلو
لپاره کارېږي،
نوموړى د OSI پر
ډاټا لينک
لاير کار کوي.
له روټر سره يې
توپير دا دى چې
هغه ټول سيګنالونه
مخ پر وړاندې
لېږي او بريج
يوازې منتخب
سيګنالونه مخ
پر وړاندې
استوي، هغه سيګنالونه
چې ضروري يا
اجازه و نه
لري له منځه وړي.
داسې فرض کړئ:
د يوې کمپنۍ د
نيټ ورک پر
دوو څانګو Sales
اوAdmin ټرافيکي
شور ډېر دى، د ټرافيکي
شور کمولو او
نيټ ورک د ښه
ترا کار کولو
په هيله نيټ
ورک پر دوو
برخو ووېشئ!
A د
سيلز او B د
اډمين لپاره وټاکئ،
د دوى دوو تر
منځ بريج کښېږدئ،
له دغو دوو
برخو څخه ډاټا
بريج تر لاسه
کوي، که د A ډاټا داسې
برخې ته چې په
کې د A ډلې کمپيوټرونه
تړلي وي
واستول شي
بريج به يې له
منځه يوسي، ځکه
ډاټا د بريج
له اجازې پرته
تېرېدل غواړي،
که A د B په
لين کې يو
کمپيوټر ته ډاټا
واستوي، بريج
به يې د B
په لين کې تر ټاکلي
کمپيوټره
ورسوي، په دې ډول
به پر نيټ ورک ټرافيکي
شور تر ډېره
بريده کم وي.
په
بريج نيټ ورک
کې شامل ټول
کمپيوټرونه،
وسيلې او پتې
په يوه جدول (Table) کې ساتل
کېږي او په
مرسته يې ډاټا
د هدف لوري ته ځان
رسوي.
Router روټر
د
نيټ ورک د پتې
په مرسته ډاټا
تر ټاکلي ځايه
رسوي، دې کړنې
ته Routing ويل کېږي،
په بريج کې ځينې
کمزورۍ شته
يوه دا چې هغه تر
يوه کمپيوټره
پورې تلونکې
له يوې څخه د
زياتو لارو د
ياد ساتلو
توان نه لري.
له
يوې څخه د
زياتو لارو ګټه
دا ده: د ډاټا
استولو لپاره
که پر يوه لار
کومه ستونزه
موجوده وي،
بايد دويمه
لار و کارول
شي، همدا ډول
که له يوې څخه
زياتې لارې
موجودي وي، نو
بريج په کې د
کم واټن او تېز
سرعت لار نه
شي ټاکلاى، د
هغه په پرتله
روټر ډېر د
پوهې څښتن دى،
روټر په نيټ
ورک کې د ټولو
کمپيوټرونو
او وسيلو د
معلوماتو پر
ساتنې برسېره
د ډېر Algorithm استعمالوونکى
او د ډاټا
لپاره د يوې
مناسبې لارې
موندونکى هم
دى. روټر په نيټ
ورک کې د کمپيوټرونو،
وسيلو، پتو او
لارو د
معلوماتو د
ساتنې لپاره Routing Table کاروي،
٤،٣ شکل ته ځير
شئ:
د بريج
په ډول روټر
هم نيټ ورک پر څو
کوچنيو برخو وېشي،
د بريج پر ځاى
د روټر
استعمالول دا ګټه
لري چې تاسو څو
بېلابېل نيټ
ورکونه سره تړلاى
شئ، د بېلګې
په توګه Token Ring او Ethernet
نيټ ورک.