دپښتو ژبي لنډ ګرامر
د
پښتو
ژبي
لنډ
ګرامر
ترتيب
کوونکئ :
عبدالعلي رسول زاده
د پښتو ژبي لنډ ګرامر
د
پښتو
ژبي
دغه
لنډ
ګرامر
په
سويډن
کي د مورنۍ ژبي پښتو د زده
کوونکو
سره
د
مرستي
د
پاره
ليکل
سوئ
دئ .
پدې
ليکنه
کي
تر
ډيري
اندازې پوري کوښښ سوئ دئ چي د پښتو ژبي ګرامر په لنډه توګه د زده
کوونکو سره لومړی د پښتو ژبي په زده
کړه
کي
او
بيا
د
سويډني ژبي د ګرامر په زده
کړه
کي
مرسته
وکړي .
خو
پدې
ليکنه
کي
بيا
هم د پخوا په شان ټوله
نومونه په عربي ليکل سوي دي لکه اسم ، صفت ، ضمير او نور . دا ځکه چي که د دغو زده کوونکو سره څوک تر
ښوونځي د باندي مرسته کوي نو شايد هغوي به
زياتره د دغه عربي نومو سره
پېژندګلوي ولري .
د
دغه
ليکني
د پاره د ايازي صاحب د ګرامر او د سويډني ژبي د ګرامر څخه مرسته
اخيستل سوې ده .
د پښتو ژبي الفبې
د
پښتو
ژبي
د الفبې توري په لاندي ډول ليکل کيږي :
ا
ب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ږ ژ س ش ښ ص ض
ط
ظ ع غ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ه ی
په
پورتنيو تورو کي دغه لاندي اته توري خاص د پښتو توري دي :
ټ
څ ځ ډ ړ ږ ښ ڼ
که څوک غواړي چي سوچه پښتو خبري يا ليکنه و کړي نو هغه کلمې دي په خپلو ليکنو او خبرو کي خوښي کړي چي د دغو اتو تورو د جملې څخه يو يا څو توري پکښي راغلي وي .
د
الفبې
په
پورتنيو تورو کي دغه لاندي لس توري د عربي ژبي توري دي ياني که په کومه کلمه کي يو يا څو د دغو تورو څخه راغلي وي نو هغه کلمه عربي ده :
ث
ح ذ ص ض ط ظ ع ف ق
١
په پښتو ژبه کي اواز
لرونکي توري :
په پښتو کي ( و ا ی
) اواز
لرونکي توري يا Vokaler
او هغه نور توري يې بې اوازه يا Konsonanter دي
.
په
سويډني ژبه کي يو شمېر اواز لرونکي توري اوږده او يو شمېر لنډ اواز ور کوي لکه : په bok کي چي o اوږد اواز ور کوي ځکه چي تر o وروسته يو بې اوازه توری راغلئ دئ ياني که يې په پښتو وليکو نو به
( بوک ) و ليکل سي . او په bock
کي به o لنډ اواز ور کي ځکه چي تر o
وروسته دوه بې اوازه توري راغلي دي که يې په پښتو و ليکو نو به ( بک ) و ليکل سي ياني د ( ب ) پر سر به ( پېښ ) راغلئ وي چي هغه موږ نه دئ ليکلئ مګر دلته بايد يو اواز
لرونکئ تورئ راغلئ وای ، دا چي دغه اواز لرونکئ تورئ موږ نه دئ ليکلئ نو وايو چي په پښتو کي دغه لنډ اواز
لرونکي توري نه ليکل کيږي چي هغه ( زور ، زېر او پېښ ) دي .
په پښتو کي ( ی ) لاندي
ډولونه لري :
( ی ) لکه سپی ، سړی ، غويی
، دی او داسي نور .
( ي ) لکه کالي
،
بنګړي ، مامي
، دي او نور .
( ې ) لکه ادې ، شيدې
،
مستې ، پايڅې او نور .
( ۍ ) ډوډۍ
،
ګاډۍ ، چوکۍ
،
غالۍ ، ملالۍ او نور . دا ( ۍ ) د مونث يا ښځينه نومو د پاره راځي .
( ئ ) لکه
ښوونکئ ، زده کوونکئ
، دئ او نور . دغه ( ئ ) د مذکر يا نرينه نومو د پاره راځي .
٢
د
تلفظ
د
مخي
دغه
هره ( ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ ) په هر ځای کي خپل اواز ساتي مګر د پښتو ژبو
مناطقو تر منځ د ځينو کلمو په تلفظ کي څه تو پير سته لکه :
څوک وايي: دا کتاب دئ .
څوک وايي : دا کتاب دې .
څوک وايي :
دا کتاب دی .
١ ــ تمرين :
اوس نو يوه سپينه پاڼه
راواخلئ او په دا
لاندي
جملو
کي د
خپل تلفظ له مخي ( ی ) صحيح کړئ او بيا يې د کتاب په پای کي د جوابو د پاڼي سره و ګورئ :
يو سړی ډاکتر ته ورغی او د خپلی
ناروغی څخه يی شکايت وکړ .
ډاکتر ور ته وويل : ” ولی
وختی
را
نه
غلی ؟”
ناروغ ورته وويل : ” پخوا می د
يوناني طبيب څخه دوا اخيستله
.”
ډاکتر وويل : ” هغه
مزخرف
سړی
دی
او د څو مزخرفو دواوو
نومونه يی زده دی او ډېر نه
پوهيږی.”
ناروغ وويل :” هو
! ستا
مزخرف
نوم
يې
هم
زده
وو .”
٣
په پښتو کي ( و ) دوه ډوله تلفظ کيږي مګر په ليکلو کي دواړه يو شان ليکل کيږي لکه :
( و ) لکه : زانګو
،
بيزو ، ښارو
، کاکو
او
نور.
چي
زياتره د مونث
( ښځينه ) نومو د پاره راځي .
( و ) لکه : کډو ، بازو ، زوی ، بوی او نور . چي
زياتره د مذکر (
نرينه )
نومو
د پاره راځي .
په پښتو کي ( ه ) دوه ډوله تلفظ کيږي لکه :
( ه ، ـه ) لکه : پښه ، ګډوه ، ښځه ، پښتنه او نور .
( ه ، ـه ) لکه : وراره
،
کاږه ، ويده (
بيده )
او
نور .
٤
کلمه Ord
هر مانا
لرونکئ تورئ کلمه بلل کيږي لکه زه ، دوی ، مېز ، کتاب او نور. کلمه لاندي
ډولونه لري :
اسم ( نوم
)
Substantiv
ضمير Pronomen
صفت
Adjektiv
فعل
Verb
قيد
Adverb
د
وصل
يا
يو
ځای
کولو
تورئ Konjunktion
د
ارتباط تورئ
Preposition
اسم يا
نوم substantiv
اسم هغه
کلمه ده چي د
يو شي، انسان،
حيوان يا ځای
نوم وي لکه:
سړی، کتاب،
ښوونځی، کور،
موږک، ښار،
کاغذ،
افغانسان،
خوب، ژړا،خندا
او نور.
٢_ تمرين:
اوس نو
يوه سپينه
پاڼه او قلم
را واخلئ او
په لاندي کرښو
کي اسمونه
پيدا کئ اوبيا
يې د جوابو د
پاڼي سره
وګورئ.
يوه
سلماني د يوه
سړي سر په پڅه
چاړه ور خرايه
او پر سر يې
ويني را
بهېدې.پدې وخت
کي سلماني
پوښتنه ځيني
وکړه:څو وروڼه
ياست؟
سړي
جواب ور کړ: که
ستا د چړې څخه
ژوندی پاته سوم
نو درې وروڼه
يو.
٥
اسم
پر دوه ډوله
دئ لکه عام
اسم او خاص
اسم
الف _ عام
اسم:
هغه
اسم ته وايي
چي د هغه جنس د
ټولو غړو نوم
وي لکه مېز،
کتاب، هلک،
ښځه،
ښار،قلم، غوا
او نور
ب _
خاص اسم:
هغه
اسم ته ويل
کيږي چي دهغه
په ډول بل نه
وي.لکه احمد،
کابل، مالمو،
حليمه،
جرمنی،لمر او
نور.
٣-
تمرين:
په
لاندي جملو کي
عام او خاص
اسمونه پيدا
کئ او بيا يې د
جوابو د پاڼي
سره وګورئ:
کله
چي احمد شاه
بابا
دهندوستان تر
سفر وروسته د
خپل لښکر سره
بيرته د
کندهار خوا ته
را رهي سو، د
کندهار ښار ته
نيژدې يې د
شپې د تېرېدو
تياري
ونيول.
يو عسکر په
تېښته کور ته
ولاړ.
اسم
د شمېر د مخي
يا مفرد( يو ) وي
او يا جمع ( ډېر ).
مفرد
يعني ( يو ) لکه
قلم، کاغذ،
مېز، سړی او
نور.
جمع
يعني ( ډېر ) لکه
قلمان،
کاغذونه، مېزونه،
سړيان، يا سړي
او نور.
٦
٤
ــ
تمرين :
په
لاندي جملو کي
لومړی اسمونه
پيدا کئ او
بيا يې جمعي
وليکئ:
يوه
غله د يوه سړي
د کور دېوال
سوری کړ او
کور ته ننوت. د
کور خاوند پر
را ويښ سو. غل
وبېرېدئ او ويې
غوښتل چي
ددېوال تر
سوري ووزي.د
کور خاوند تر
پښه ونيوئ.
غله ناره کړه:
وروره! دا پښه
مي خوږيږي ،
هغه بله پښه
مي ونيسه،
دکور خاوند د
غله پښه ايله
کړه، غل ځني
وتښتېد.
اسم د
حالت له مخي
يا فاعل وي
يا مفعول:
فاعل
subjekt:
فاعل
هغه څوک ياشی
دئ چي يو کار
کوي ياني فعل
يا کار دده له
خوا اجرا کيږي
لکه:
احمد
ښوونځي ته
ولاړ.
په لوړه
جمله کي احمد
فاعل دئ.
مفعول objekt :
مفعول
هغه څوک دئ چي
د فاعل فعل يا
کار پر اجرا کيږي
لکه:
زمرک
سدو ته وويل.
په لوړه
جمله کي سدو
مفعول دئ ځکه
چي د ويلو فعل
پر اجرا کيږي.
يو بل
مثال يې لکه:
ښوونکي زده
کووني ته
وويل.
پدې
جمله کي
ښوونکئ فاعل
او زده کوونکئ
مفعول دئ.
٧
٥ ــ تمرين:
په
لاندي
جملو کي فاعل
او مفعول پيدا
کئ او بيا يې
دجوابو د پاڼي
سره وګورئ.
خوشال
انځر
کل ته وويل ،
د جمعې په ورځ به
موږ احمد
ووينو.احمد يو
ډېر ښه
ټيلويزيون
لري، موږ به
په هغه ټيلويزيون
کي د فټبال
لوبه
وګورو.بيا به
موږ د احمد دپلار
سره خبري
وکړو.
اسم د
جنس د مخي درې
ډوله دئ لکه:
مونث
(ښځه ): لکه غوا،
پښه، پياله،
انا، بيزو او نور.
مذکر ( نر )
: لکه نيکه،
پلار، ورور،
توتي او نور.
مستوي
جنس: چي دواړو
نر او ښځي ته
يو ډول راځي لکه
مېږی،شپږه،
کيکه، مچ ،
غوماشه او
نور.
ضمير pronomen
ضمير
هغه کلمه ده
چي د اسم يا
نوم پر ځای
راځي لکه:
زه
موږ
ته
تاسي
دی،دا،
دغه
دوی
زما
زموږ
ستا
ستاسي
دده،
ددې
ددوی
ددغه
ددغو
٨
او نور.
په لاندي جملو
کي د ضميرو
مثالونه وګورئ،
تر هر ضمير
لاندي خط کش
سوئ دئ :
دې
لوست زده کړ.
زه
ستوکهولم ته
ولاړم.
ما دده
سره خبري
وکړې.
ته
ولي نه وې
راغلئ.
٦ _ تمرين:
په
لاندي جملو کي
ضميرونه پيدا
کئ او بيا يې د جوابو
د پاڼي سره
وګورئ:
ده ددوی
سره خبري کولې
چي ددې ورور
راغئ. ما ددې
کتابونه ور وړه.
تا ولي
دوی ته خبر ور
کړ چي زما قلم
ورک سو.
ضمير
دغه درې حالته
لري لکه:
متکلم förste person
مخاطب andre
person
غايب tredje
person
متکلم هغه
څوک دئ چي
خبري کوي لکه:
زه کور
ته ځم. دلته ( زه )
متکلم دئ.
موږ کور
ته ځو. دلته (
موږ ) متکلم دئ.
مخاطب
هغه څوک دئ چي
متکلم خبري
ورته کوي لکه:
ته کور
ته ولاړ سه.
دلته ( ته )
مخاطب دئ.
تاسي کور
ته ولاړ سئ.
دلته ( تاسي )
مخاطب دئ.
غايب
هغه څوک دئ چي
متکلم د مخاطب
سره دده په
باره کي خبري
کوي لکه:
٩
دی کور
ته ځي. دلته ( دی )
غايب دئ.
دا کور
ته ځي. دلته ( دا )
غايب دئ.
دغه
راوړه. دلته ( دغه ) غايب دئ.
دوی کور
ته ځي. دلته (
دوی ) غايب.
متکلم،
مخاطب او غايب
واحد او جمع
لري لکه:
د متکلم
مفرد
زه،
ما
د متکلم
جمع
موږ
د مخاطب
مفرد
ته، تا
د مخاطب
جمع
تاسي
د غايب
مفرد
دی، دا، دغه
د غايب
جمع
دوی
٧ ـــ تمرين:
په
لاندي جملو
متکلم، محاطب
او غايب
ضميرونه پيدا
کئ:
تاسي
ددې په باره
کي دده سره
حبري نړي دي.
دوی
ماته کتاب را
کړ.
ما لا
خپل لوست نه
وو خلاص کړئ
چي دوی راغله.
تا چي
زموږ سره خبري
وکړې دوی
راغله.
هغې چي
تاسي
وليدلاست
ډېره خوشاله
سوه.
١٠
صفت Adjektiv
صفت
هغه کلمه ده
چي پر اسم
تاثير کوي
لکه:
جګ
سړی، توره
غوا، زوړ
کتاب، کوچنی
هلک، ښه مېوه
او نور.
دلته
جګ، توره،
زوړ، کوچنی،
او ښه صفتونه
دي.
٨
ـــ تمرين :
په
لاندي جملو کي
صفتونه پيدا
کئ
احمد
ښه زده کوونکئ
دئ.
زموږ
کور په هغه
سره تعمير کي
دئ.
احمد چي
راغئ د ځانه
سره يې يو
ښکلئ بايسکل
راوست.
پدې لوی
ښار کي د
برېښنا جګي
پايې سته.
فعل :verb
فعل هغه
کلمه ده چي
ديوه کار کول
ښکاره کوي لکه:
ځم،
خورو، ليکې،
راوړئ، ګوري،
خاندي او داسي
نور.
٩ ــ تمرين:
پدې
لاندي جملو کي
فعلونه پيدا
کئ:
ميرويس
د ښوونځي څخه
راځي. پر لاري
د احمد ورور
ور سره ملګرئ
کيږي. بيا نو د
کتاب
خرڅوونکي ددکان
څخه کتابونه
را اخلي.کله
چي يې کتابونه
راوړه بيا نو
دخپل ښوونکي
سره خبري کوي .
١١
لومړی ــ
حال presens:
هغه
زمانه (وخت) دئ
چي يو کار اوس
کيږي لکه:
ځم،
ليکي، خورئ،
وړئ او نور.
دوهم ــ
ماضي يا تېره
زمانه:
دا هغه
زمانه ده چي
يو کار په تېر
وخت کي سوئ وي او
دا زمانه پر
درې ډوله ده
لکه.
الف
ـــ
مطلقه ماضي imperfekt :
چي يو
کار په تېره
زمانه کي سوئ
وي لکه:
احمد
ښوونځي ته
ولاړ.
تا ډوډۍ
وخوړه.
زه کور ته
راغلم.
موږ
ښوونځي ته
ولاړو.
او نور.
ب ــ قريبه
يا نيژدې
ماضي perfekt
:
پدې
زمانه کي يو
کار اوس ته
نيژدې په تېره
زمانه کي سوئ
وي لکه:
تا ډوډۍ
خوړلې ده.
موږ
کتاب راوړئ
دئ.
تاسي
کور ته تللي
ياست.
١٢
ج ـــ بعيده
يا ليري تېره
زمانه pluskvamperfekt:
چي
يوکار په ليري
تېره زمانه کي
سوئ وي لکه:
موږ خپل
کار کړئ وو.
ته کابل
ته تللئ وې.
دوی
راغلي وه.
دې د خپل
پلار سره خبري
کړي وې.
دريم
ـــ
راتلونکې
زمانه futurum:
چي يو
کار په
راتلونکې
زمانه کي کيږي
لکه:
احمد به
راسي.
موږ به
وخاندو.
دوی به خط
وليکي.
١٠ ـــ تمرين :
په
لاندي جملو کي
لومړی فعلونه
پيدا کئ او
بيا وښياست چي
په کومه زمانه
کي پېښ سوئ دئ.
اوبيا يې د
جوابو د پاڼي
سره وګورئ.
دی زما
سره کابل ته
ځي.
ته خپل
لوست لولې.
دوی د
احمد دتره سره
ولاړه.
ما خپل
کتاب لوستلئ
دئ.
دې تاسي
ته پخوا ويلي
وه.
هغه به
سبا د
افغانستان
څخه راسي.
١٣
مصدر infinitiv :
مصدر
هغه کلمه ده
چي د هغه څخه د
فعل مختلف حالتونه
جوړيږي او د
مصدر په اخر
کي (ل) وي
لکه:ليکل،
کتل، ښکاره
کول، ښکاره
کېدل، ځغستل،
پرېکېدل او
نور.دلته به
يو مثال راوړو
چي څرنګه د خوړل
د مصدر څخه د
فعل نور
حالتونه
جوړيږي
مثال:
خوړل
حال
مطلقه
ماضي
قريبه
ماضي
بعيده
ماضي
راتلونکې
خورم و مي
خوړ
خوړلئ مي دئ
خوړلئ مي وو
وبه يې خورم
خورو و مو
خوړ
خوړلئ مو دئ
خوړلئ مو وو
و به يې خورو
خورې و دي
خوړ
خوړلئ دي دئ
خوړلئ دي وو
وبه يې خورې
خورئ و مو
خوړ
خوړلئ مو دئ
خوړلئ مو وو
وبه يې خورئ
خوري و يې
خوړ
خوړلئ يې دئ
خوړلئ يې وو
وبه يې خوري
د فعل يا
کارکولو څخه
وخت هم ښکاره
کيږي لکه حال
(اوس)، ماضي
(تېره
زمانه ) او
استقبال (
راتلونکې )
زمانه.اوس به
دلته هره هره زمانه
ولولو:
امر imperativ:
دا فعل
ديوه کار د
کولو امر کوي
لکه:
ډوډۍ
وخوره!
دلته
راسه!
کور ته
ولاړ سه!
کتاب
ووايه!
١٤
متعدي
او لازمي فعل:
متعدي
فعل transitiv verb :
هغه فعل
ته ويل کيږي
چي فاعل او
مفعول دواړه ولري
لکه:
ماتول،
پرې کول،
بيدول، ايسته
کول، خوړل او
نور.
احمد
قلم مات کړ. په
دغه جمله کي(
احمد ) فاعل،(
قلم ) مفعول او
(مات کړ ) متعدي
فعل دئ چي د
ماتول د مصدر
څخه جوړ سوئ
دئ.
لازمي
فعل intransitiv verb:
هغه فعل
ته ويل کيږي
چي مفعول لري
او په جمله کي
د فاعل و
ښکاره کولو ته
ضرورت نه وي
لکه:
ماتېدل،
پرې کېدل،
ايسته کېدل،
بيدېدل او نور.
مثال: قلم
مات سو. دلته
(قلم) مفعول دئ
او مات سو
لازمي فعل دئ.
پدې کي شک نه
سته چي د(
ماتېدل ) فعل
يو فاعل لري
مګر دلته په
جمله کي نه دئ
راغلئ.
١١ ــ تمرين:
د(
غوځارول ) د
متعدي فعل او
د( غوځارېدل ) دلازمي
فعل د مصدرو
څخه د فعل نور
حالتونه جوړ
کړئ او بيا يې
د جوابو د
پاڼي سره
وګورئ.
١٥
قيد adverb
قيد هغه
کلمه ده چي پر
فعل، صفت او
بل قيد باندي
تاثير وکي لکه
په لاندي جملو
کي:
ــــ سدو په
خندا راغئ.
په لوړه
جمله کي ( په
خندا ) قيد دئ
ځکه چي د راغئ
پر فعل يې
تاثير کړئ دئ.
ــــ دده
کور په هغه
ډېر جګ تعمير
کي دئ.
په لوړه
جمله کي ( ډېر )
قيد دئ ځکه چي
د( جګ ) پر صفت يې
تاثير کړئ دئ.
ــــ زمرک
ډېر ژر راغئ.
په لوړه
جمله کي ( ډېر )
قيد دئ ځکه چي
د( ژر ) پر قيد يې
چي د( راغئ ) د
فعل د پاره
قيد دئ، تاثير
کړئ دئ.
د وصل
توري
konjunktioner
دا هغه
توري دي چي
دوه اسمونه يا
دوې جملې سره مښلوي
لکه په لاندي
جملو کي:
احمد او محمود
راغله.
ده وويل
چي دی ناروغه
دئ.
دی راغئ
مګر دوی را نه
غله.
که څه هم
ته په کور کي
نه وې زه
راغلم.
دی به در
سي که
ته غواړې.
يا دی يا
دا به موټر
وچلوي.
١٦
هر
څومره چي مي
درته وويل غوږ
دي ونه نيوئ.
احمد
رانه غئ لکه
چي نا جوړه وو.
په لوړو
جملو کي ( او،
چي، مګر، که
څه هم، که، يا......
يا، هر څومره
چي، لکه چي ) د
وصل توري دي.
د ربط
توري preposition
د ربط
توري د اسم يا
ضمير سره يو
ځای راځي او د
اسم يا ضمير
رابطه د فعل
سره ښيي لکه:
احمد
محمود ته
وويل.
ما په
ښوونځي کي
لوست ووايه.
په لوړو
جملو کي ( ته، په
) د ربط توري دي.
د ربط
نور توري لکه: (
پر، تر، له،
سره، څخه، و،
د، پوري،
باندي،
په...کښي، د...څخه
اونور).