د روژې د مبارکې او له فضيلتونو څخه ډکې مياشتې ٢٧ مه هر کال د قرآن کريم د نزول د ورځې په توگه لمانځل کيږي.
عظيم الشان قرآن د الله (ج) سپيڅلى کتاب او د انسانيت لارښود دى.
الله (ج) د مسلمانانو ددغو سپيڅلي کلام په باره کې په خپله فرمايلي دي:
((انا نحن نزلناالذکر وانا له لحفظون)) په تحقيق سره مونږ نازل کړيدى ذکر او په تحقيق سره مونږ يې ساتونکي يو.
زيات مفسرين په دې عقيده دي، چې قرآن کريم د روژې د مياشتې د دريمې عشرې په ٢٧ نېټه د نړۍ آسمان ته يو ځل ټول نازل شوي او بيا له هغه ځايه د وخت د ايجاباتو سره سم په سيدالمرسلين حضرت محمد (ص) فرداً فرداً نازل شوى او الله پاک يې د نزول په باره کې داسې فرمايلي دي:
((انا انزلناه فى ليلة القدر وما ادراک ماليلة القدر، ليلة القدر خير من الف شهر، تنزل الملائکة والروح فيها باذن ربهم من کل امرٍ، سلام هى حتى مطلع الفجر))
((بيشکه مونږ نازل کړى دى دغه (ټول قرآن)په شپه د قدر کې او ته (اى محمده) څه پوهيږى چې څه ده شپه د قدر (د عزت او شرافت له مخه؟) شپه د قدر غوره ده له زرو مياشتو څخه ? نازليږي ملائکى او روح په دغه شپه کې په اذن (حکم) د هغو د رب له هر افته) سلامتيا ده. دغه شپه ده د صبا تر راختلو پورې))
ددغه مبارک سورة يو شان نزول دادى چې: حضرت رسول کريم خپلو کرامو صحابه ؤ ته د تېروخت د پيغمبرانو د امت او نورو خلکو د عمرونو د ډېر والي په باره کې خبرې کولې نو اصحابانو ته اندېښنه پيدا شوه چې زمونږ عمرونه ولې کم دي. زمونږ عمرونه هم بايد ډېر واى چې د رب العزت عبادت مو ډېر کړي ؤ. نو دوى ته د الله (ج) له خوا ډاډ ورکړ شو چې مونږ قران د قدر په شپه نازل کړى دى او د قدر شپه له زرو مياشتو څخه غوره ده (چې اتيا کاله او څو مياشتې کيږى) په دغه شپه عبادت، د قرآن کريم تلاوت او اذکار دومره فضيلت او ثواب لري لکه چې زرمياشتې چا عبادت کړى وى نو صحابه کرام په دغه ستر انعام زيات خوشحاله شول او د الله (ج) په دغه احسان چې له محمدي امت سره يې کړي دي زيات خوښ شول.
مفسرين کرام وايي چې: د الله تعالى په حکم روح القدس حضرت جبرائيل عليه السلام د ډېرو پرښتو سره رانازليږي ترڅو په دې عظيم الشان خير او برکت سره د ځمکې خلک مستفيض کړى. امکان لرى له ((روح)) څخه برسيره په ملائکو کې کوم بل مخلوق مرادوي. په هر حال په دې بختورې شپې کې د باطنى ژوندون او روحانى خير او برکت يو خاص نزول وي دا هم ويل شوي دي چې الله پاک (ج) په دې شپه کې پر ښتې پيدا کړيدى.
دا چې د قرآن کريم د نزول شپه د قدر شپه ښودل شوى دغه له خير او برکت نه ډکه شپه د روژې د مبارکې مياشتې د وروستۍ عشرې په تاقو شپو کې (٢٩،٢٧،٢٥،٢٣،٢١) ددې له پاره ټاکل شوى چې مسلمانان ددغې مبارکې مياشتې په ټولو تاقو شپو کې نيکى، عبادت، ذکر او د عظيم الشان قرآن په تلاوت مشغول شې او د دغو ټولو شپو له فيوضاتو مستفيد شي نو که ټاکلى شوې وه چې دغه شپه فلانۍ شپه ده نو مسلمانانو به په هماغه شپه تر سهاره عبادت کولو او په نورو شپو کې به ورپسې نه گرځيدل، بله خبره دا هم ويل شويدى چې د روژې په مياشت کې د دوه تنو اصحابانو ترمنځ څه اختلاف او لانجه پيداشوه نو الله (ج) ددغه اختلاف په وجه دغه شپه معينه نه کړه. د روژې په مبارکه مياشت او بيا ددغې مياشتې د وروستۍ عشرې په تاقوشپو کې د قرآن کريم نزول ددغې مياشتې خير او فضيلت نور هم زيات کړيدى او ددې سره جوخت په دغه عشره کې د اعتکاف امر هم شويدى چې د کلى په يو نژدى جامع جومات کې معتکف او په ځانگړى توگه د لوى څښتن په عبادت مشغول شي چې دغه عبادت زيات ارزښت لري. د روژې په مبارکه مياشت کې د عظيم الشان قرآن او د تراويحود کولو په ترڅ کې ددغه سپيڅلى کلام ختم کول په حقيقت کې د قرآن کريم د نزول د تلين لمانځل دي چې له يوې خوا دغه لمانځنه په ښه توگه اجرا شي اوله بلې خوا خير او برکت د مسلمانانو په برخه شى.
په عظيم الشان قرآن کې د تېرو قومونو دا حوال بيان، قصص، احکام، وعد او عيد ټول بيان شويدى، کوم کشفيات او پرمختگونه چې نن د بشرپه برخه شويدى دغه ټول په قران کريم کې ذکر شويدى خو مسلمانانو ترې استفاده ونه کړه او غير مسلمانانو ترې کار واخيست او همدا علت دې چې کله د قرآن کريم په حقيقت او اعجاز پوه شويدى زياترو يې ايمان راوړى او مسلمانان شويدى.
الله پاک (ج) دې مونږ او د نړۍ مسلمانانو ته توفيق راکړى چې قرآنى لارښوونې په واقعي توگه په نظر کې ونيسو او لاښوونې يې په ريښتني توگه عملي کړو او له دغې لياري عالم اسلام ته لکه څنگه چې ښايې خدمت وکړو.
خداى (ج) دې دغه توفيض زمونږ په برخه کړى. امين ثم امين.
ليكنه: عبد الرؤف قتيل خوږياڼى
- ورته لیکنی
- تازه لیکني