دکمپیوټر او ځینی نورو تخنیکی الاتو په اړه معلومات
کمپیوټریوه انګریزي کلمه ده چې دشمیرونکې مانالري .دانوم ددي لپاره ورته ټاکل شوی چې په لومړی ځل کمپیوټر دشمیرلوپه موخه جوړشوی وو کمپیوټریوه داسي آله یا ماشین ده چې دورکړل شوی پروګرام په مرسته پرخبرتیاوباندي کارکوي دغه خبرتیاوي کیداشی اعداد،لیک،انځورونه،اویاغږونه وي.
ياپه لنډډول کولاي شوووایوکمپیوټرهغه بریښنایي ماشین ده چې دورکړی شوي امربرابر کارترسره کوي.لومړی کمپيوټرپه کال ۱۹۴۶ کې جوړشوچې ۱۳۰۰۰۰ واټه بریښناته یی اړتیادرلوده وزن یې ۳۰ ټنه ته رسیده.
(Computer ) د کمپيوټر د کلمې معنی ( کمپیوټر پوهنه )
د اړتيا پر بنسټ د انجينرانو پوې ډلې پر يوې پوځي پروژې باندې کار پيل کړ د دې پروژي مقصد د يوه (ایی ډی وی ای سی) (کمپیوټر الکترک ډیسکریټ وریبل اټومیټیک) جوړول وو، دا هغهوخت و چې په متحده ايالاتو کې يواځې يو بل عمل کونکی کمپيوټر (فنکشنینګ کمپیوټر) جوړ شوې و. د رياصياتو يو لوی پوه جان وان نيومين په خپل را پور کې دا ډواک (ایی ډی وی ای سی) د پلانونو او عملونو وضاحت و کړ د نومړي په راپور کې په ځانګړي توګه د کمپيوټر د اجزاوو او د هغوی د دندو او وظيفو ښه پيژندنه او څرګندونه شوې وه.
نيومين په خپله ليکنه کې دغه ماشين ته (اټومیټیک کمپیوټینګ مشین) يعنې اتومات حسابي سيستم ووايه. څرنګه چې دا ماشين ورسته ډير ګټور ثابت شو نو د کمپيوټر يا کمپيوټر سيستم (کمپیوټر سیسټم) نوم ورکړل شو. نيومين په خپله ليکنه کې زياته کړه چې کمپيوټر د حسابي او الجبري معادلو اجراء ته ضرورت لري نو دې لپاره يوې داسې برخې (یونیټ) ته په کمپيوټر کې اړتيا بشته چې دغه وظايف پر مخبوځي د هغه په نظر په کمپيوټر کې بايد مرکزي حسابي اله ( سینټرل ارتیمیتیک ډیوایس ) وي چې نن ( ارتیمیتیک لوجیک یونیټ) يعنی حسابي منطقر برخه بلل کيږي. د دې عملونو د اجراء، خوندي ساتلو او ژغورلو لپاره په کمپيوټر تکې يو مرکزي کنټرولوونکی اله کمپيوټر کې يو مرکزي کنټرولوونکی اله (سینټرل ارتیمیتیک ډیوایس ) يا ګنټرولوونکی برخه ( کانټرولینګ یونیټ) يوې بلې ته اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي بالاخره اړې دي چې بايد دواړه يو ځای کړای شي. بالا خره همداسې وشول چې د دوی د يو ځای کولو څخه مرکزي پراسس ( عمليات ) کوونکی برخه سی پی يو (سینټرل پروسیسینګ یونیټ ) منځتته رغله. همدا وو چې کمپيوټر ورو ورو بشپړ شو او غه بڼه يا شکل يی غوره کړ چې تاسې يې نن ګورئ.
داسي فلش ډيسک چي نه خرابېږي
ګريسكو نومي شركت داسي يو ډول فلش جوړ كړى چي په دوه قسمه ماډلونو سره د استفادې وړ دى.
يو يې مثلث ډوله دى او بل يې ستوري ته ورته دى چي دواړه د يو سلو دوه نيوي جي بي شيانو د ځايولو ظرفيت لري.
د يادولو وړ ده چي د مثلث ډوله فلش پوښ د افريقايي ډوله لرګو څخه جوړ شوى چي نوموړي لرګي په ياد هيواد كي نژدې دوه سوه كاله سابقه لري چي دا فلش به په تاريخي اثارو كي هم د ارزښت وړ وي.
دا په داسي حال كي ده چي د نوموړي فلش په جوړولو كي د ډېرو ښايستو توكو د كارولو څخه استفاده سوې. هغه په دې ډول چي د ياد فلش په جوړولو كي الماس او هم سره زر كارول سوي. پاته دي نه وي چي نوموړى د نړۍ تر ټولو ګران فلش په پنځه زره يورو خرڅ سوى.
-غلا شوی موبایل څنګه له کاره غوځولای شی؟
یو ۱۵ رقمی شمیره به ترلاسه کړی؛ ځان سره یی یو یاداشت کړی. دا ستاسی د موبایل ځانګړی سیریل نمبر دی او د اړتیا په وخت به تر کار اخلی. که مو موبایل غلا شی نو سمدستی خپلی مخابراتی شبکی ته د خپل موبایل دا ځانګری سیریل نمبر ورکړی دوی کولای شی دا موبایل غیر فعال کړی او غل به تری بای هیڅ استفاده نشی کولای آن که سیم کارت ورته هم بدل کړی. موبایل خو مو بیرته لاسته نشی راوړی ولی لږ تر لږه یی داسی قید کولای شی بیا غل یی نه خپله استعمالولای او نه یی خرڅولای شی. که هر څوک له دی تخنیک څخه کار واخلی نو یقنا چه د موبایلونو غلا به بنده شی.
غوښتنه!!!
پورته تخنیکونو خپلو ټولو دوستانو سره شریک کړی او د اړتیا په وخت تر خپله هم استفاده وکړی. *انجينر حامد دراني کابل مېشتی ليکوال او د اصلاح انلاين همکار دی.
د دروغو معلومولو دستګاه (پولي ګراف )ن
خو خبره داسي نه ده بلکي ماشين د دروغ ویلو په وخت کي د بدن مختلف بدلونونه څاري او هغه له ځان سره ساتي، بیا ماهرين هغه تغیرات څېړي ،نتیجه ترې اخلي او بیا د دروغواو رښتیا پرېکړه کوي
دانسان او ماشین مقابله
پولي ګراف (ددروغ معلومولو ماشین) په حقیقت کي د طبي الاتو یوه مجموعه وي، چي په بدن کي معمولي تبدیلي هم څاري . مثلاً له کوم سړي څخه په ناڅاپي ډول پوښتنه کېږي او معائنه کونکي په سکرین یا د کمپیوټر په پرده د سړي دزړه درزا، دويني فشار، دساه اخیستلو بهیر او د سړي د ګوتو نه راتلونکې خوله یاداښت کوي . په همدې وخت کي دسړي جسماني حرکت سره هغه پرتله کوي.
په ساه اخیستلو کي تېزوالی او اراموالی
د هوا دوه پیپونه دسیني په لوړ ه برخه او دګېډي په سر تړل کېږي، چي نیموګراف بلل کېږي او دساه اخستلو په مهال په تغیراتو پیپونه خپل ځای بدلوي او هلته برقي امواج د زړه دګراف په څېر کښته او پورته کېږي.
د ویني فشار او د زړه ضربان
د ویني د فشار د معلومولو لپاره د فشار اله یا ستاتسکوپ په مټ تړل کېږي او بل سر يي دپولي ګراف سر ه تړل کېږي .کله چي دویني فشار لوړېږي، په فولي ګراف کي د فشار دلوړېدو سره دهوا کڅوړه ډکېږي او پولي ګراف غږ کوي. دغږ په وخت بندي فکر کوي چي په دروغو یې ونیولم خو اصل کي خبره داسي نه ده، هغه دفشار دلوړېدو له امله غږ کوي او اندازه یي دبرقي څپو په ډول دپولي ګراف په سکرین یا صفحه ښکارېږي .
د پوستکي برقي مقاومت
څرنګه چي دبدن دټولو برخو په د پوستکي مقاومت ته ګیلواني پوستي مقاومت ویل کېږي او اصلي کار یې دادی چي په ګوتو باندي راتلونکې خوله اندازه کوي. نسبت ګوتي زیاتي خوله کېږي او دخولې داندازې تر ټولو مناسبه برخه بلل کیږي. د فشار په مهال، خوله زیاته وزي.
دبندي په دواړو ګوتو پوري فنګر پلیټ تړل کېږي کوم ته چي ګیلوانو میټر ویل کېږي .
کله چي په ګوتو باندي خوله راځي نو پلیټ لندېږي او برق دلیږد ښه وسیله بلل کیږي او کله چي لوندوالی ونه لري نو دبرق جریان نه ورڅخه تېرېږي . پر دې برسیره دلاسو او پښو معمولي حرکات هم یاداښت کوي .
پولي ګراف څارونکي
په کومه کوټه کي چي د پولیګراف معائنات اخیستل کیږي، په هغه کوټه کي معمولا ًدوه نفره موجود وي ، یو څارونکی او دوهم بندي. دڅېړونکو په اند په کوټه کي باید یوازي یو کس موجود وي او دخلکو موجودیت په څېړنو ډېر تاثیر لري .
د څارونکي په ذمه ډیر کارونه وي :
- لومړی څارونکی په پولیګراف پوري تړي ټول وسایل په ښه دقت سره ګوري او بندي د معایناتو لپاره تیاروي .
-د پوښتنو له جوړولو وروسته هغه له بندي پوښتي .
-د بندي شخصي او کورني احوال ځان ته معلوموي.
-اخر کي اخستل شوي معاینات او ځوابونه په تنقیدي نظر ګور ي.
د پوښتنو ترتیب دپولي ګراف په ماشين باندي ډېر تاثیر لري او ددې لپار ه دا ضروري ده چي څارونکي ټول په نظر کي وساتي ،دبیلګي په ډول مذهبي ،اجتماعي او نور .
د تحقیق په دوران کي بندي دخاص عکس العمل په وسیله ټوله پایله ناسمه ثابتولای شي او له دې نه د ځان ساتلو لپاره باید د پوښتنو جوړولو په وخت کي ډېر دقت وشي ،ځکه په مختلفو خلکو مختلف اثرات لري .
د تحقیق کوټه
تحقیق په یوبنده خونه کي ترسره کیږي او دخوني ترتیب په دې ډول سره کېږي چي دتر ټولو مضبوط اعصابو خاوند هم تر تاثیر لاندي راځي او وېریږي.
ځکه چي یو د کوټي حالت او بل په بندي پوري تړل شوي وسایل په بندي ډېر اثر لري ،که چېرته له بندي سره کوم داسي شي نه وي چي پټ یې کړي، بیا هم ویریږي.
همداراز دا وېره هم ورسره وي چي ماشين دده په خلاف فیصله کولای شي .
د پولي ګراف معائنات څو مرحلې لري چي ځیني یي په لاندي ډول دي :
1- له معائناتو وړاندي مرحله
په دي مرحله کي د تحقیق په کوټه کي یوازي دوه کسان وي ، یو بندي چي امتحان یې اخیستل کیږي ،دوهم څارونکی.
په دې ډول دوی یو بل ښه سره مطالعه کولای شي، دا امتحان نژدې یو ساعت وخت په بر کي نیسي ، د تحقیق په جریان کي محقیق د بندي د خولي خبري اوري او هغه بیاپه ډیر غور څېړي او مهمي نقطي یې په ګوته کوي .
همدارنګه څارونکی دا معلوموي چي بندي په کومو پوښتنو څه ډول غبرګون ښيې او هم د بندي عمومي حال څیړل کیږي .
2- د تحقیق دوران
د اصلي تحقیق په وخت کي عموماً لس پوښتني کېږي او په همدې لسو پوښتنو کي درې یا څلور پوښتني د موضوع مطابق وي او پاته نوري پوښتني د تحقیق د نورمال ساتلو لپاره وي. ترڅو بندي له کوم هیجاني حالت سره مخ نشي ، پوښتنو کي یوه داسي پوښتنه هم کیږي چي ایا تا په خپل ژوند کي کله غلا کړې ؟ یا داسي یوه پوښتنه کېږي چي هیڅ ایماندار سړی نه، نشي ورته ویلای ،اوپه همدې نه کي ددروغ ویلو عمومي حالت څېړي .
3- له معائناتو وروسته مرحله
په دې مرحله کي دبندي روحي حالت څېړي او دا پریکړه کوي چي بندي رښتیا ویلي او که دروغ. خصوصاً هغه پوښتني څېړي کومي چي تکرار پوښتل شوی وي او دهغه د یو ډول حالت په صورت کي د دروغ امکان ډېریږي .
دپولي ګراف د خطا ایستلو طریقې
که څوک د پولي ګراف ماشين له خصوصیاتو خبر وي، نو کولای شي ډېر په اساني هغه خطا باسي. خلک د تحقیق په وخت کي خپل اعصاب اوجسماني حرکات کنټرولوي تر څو پولي ګراف ماشين خطا کړي .
یا خلک په بوټ کي کلک شی ایږدي او په هغه شي د تحقیق په دوران کي ډېر فشار راولي او دبندحالت ،د زړه ضربان اوساه ښکلو حالت په هر حال کي یو ډول څرګنده وي.
همداراز بندي باید په دي کلکه عقیده ولري چي دا هسي یو بیداري ده، هر خبره چي کوي په پوره اطمینان یي وکړي ، خپل روحیات له لاسه ورنکړي او دتحقیقاتو په وخت کوشش وکړي چي ځاي په یوه کي وښېي .
بله مهمه خبره دا ده چي کله دوي د تحقیق په وخت داسي خبره وکړي چي هر مسلمان پري ځوریږي ،جدباتي شي او په عصابو کنترول له لاسه ورکړي د مثال په ډول دیني مقدساتو ته ښکنځل وکړي ، هرمسلمان په داسي کړو وړو ځوریږي او په قهر شي ، دقهر په حالت کي په عصابو کنټرول ختم شي او د دوي هدف هم همدا وي، له دي وروسته یو مهمه پوښتنه وکړي کوم چي د دوي اصلي د مقصد پوښتنه وي او هغه مخکي هم شوي وي، نو څنګه چي بندي په اعصابو کنټرول له لاسه ورکړي وي نو د پوښتني ځواب هغه ډول نشي ورکولاي لکه مخکي چي ورکړي وي او یا داسي ځواب ورکړي چي له ځوابه نوري پوښتني راولړیداي شي، په لنډ ډول باید ووايو چي د دوي د دي حربي د ناکامولو لپاره باید بندي بیدار وي او په دي باور ولري چي دا دښمن یو چال دي ، او چاره یی دا ده چي یا خوځان کنټرو ل کړي او جذباتي نشي ، یا هم له تحقیق نه انکار وکړي چي نور زه خبري نه کوم او کله چي عصاب نورمال شول بیا د پوښتنو په ځوابو پیل وکړي .
د موبايل جالب کوډونه
۱-اضطراری یا بیړنی حالت
**موبایل** په نړیواله سطحه د هر
اضطراری یا بیړنی شمیره ۱۱۲ ده. که تاسی یو داسی ځای کی چیرته چه هیڅ تلفونی شبکه کار نکوی له بیړنی حالت سره مخ شی نو ویریدو ته اړتیا نشته، سمدستی د خپل ګرزنده تلفون څخه د ۱۱۲ شمیره ډایل کړی، ستاسی موبایل تاسی په هغه ساحه کی تر ټولو لنډی مخابراتی شبکی د بیړنی شمیری سره نښلوی.
په زړه پوری یی دا ده چه دا شمیره (۱۱۲) آن که ستاسی د موبایل تکمی قید هم وی کار ورکوی.
همدا اوس یی تجربه کړی
رادار څه شی دی او څه رنګه کار کوي ؟
رادار يوه الکترونيکي (برقي) دستګاه ده ، چې دهغې په وسيله انسان کولای شي د يو جسم فاصله ، چې زموږ نه لرې واقع وي ، ريډيا يي اوناپ کړي .
دا وسيله کولای شي په نامناسبو شراېطو کې لکه ګرد ، غبار ، لوګی ، واوره ، باران ، توپان او نورو کې کار وکړي . همدارنګه کولای شي چې دالوتنې په حال کې الوتکې ريډيايي او دهغې فاصله او سرعت وښيي ، ځکه نو رادار دالوتکو دکنټرول او رهبري کولو لپاره کارول کېږي . رادار داواز دانعکاس په اساس عمل کوي .
صوتي امواج له يو مانع سره په لګېدو انعکاس پيدا کوي . په همدې ډول راډيويي څپې چې الکترو مقناطيسي امواج دي هم چې کله دخپل مسير په لاره کې له کوم مانع سره ولګېږي ، نومنعکس کېږي . دراډيويي امواجو دغه ډول ځانګړتيا پوهانو په ۱۹۳۰ ع کې کشف کړه .
له همدغه خصوصيت نه په ګټې اخيستو سره په ۱۹۳۵ ع کال کې په امرېکا کې درادار پنځه مرکزونه تاسيس شول .
درادار په برخه کې پراختيا ددويمې نړيوالې جګړې په مهال رامنځ ته شوه . دغه پرمختګ ددښمن په بم غورځونې په ريډيا يي کولو کې ډېره مرسته وکړه . له هغه وخت تراوسه پورې بېلابېل رادارونه جوړ شول . نن ورځ داسې رادارونو شتون موندلی ، چې دبې پيلوټه فضايي بېړۍ په کنټرولولو او رهبري کولو کې ورڅخه استفاده کېږي .
رادار د آب وهوا او جوی حالاتو په اړه هم داړتيا وړ اطلاعات او معلومات دانسان په واک کې ورکوي . آيا په دې پوهېدلي ياست .
چې رادار څنګه کار کوي؟ رادار له راډيويي څپو نه کار اخلي کټ مټ داسې لکه د راډيويي خپرونو ، خو هغه راډيويي امواج چې په رادار کې ورنه استفاده کېږي ، دلوړو فرکوانسونو لرونکی دی اوهغوی ته مايکرو ويو يانې کوچني امواج وايي . ددغو څپو سرعت د نور له سرعت سره ۳ x۱۰ يو برابر دی . يعنې
په يوه ثانيه کې درادار مرکز يو لېږدونکی لري ، چې راډيويي امواج دانتن په مرسته دجسم خوا ته لېږدوي . همداراز يو آخذه لرونکې آله هم لري ، چې منعکس شوي راډيويي امواج رانيسي .
دا آخذه يو صفحه هم لري ، چې په فضا کې دجسم موقعيت ښيي .
رادار په اتو ماتيک تجهيزاتو سنبال وي ، چې ټول اړونده عمليات ترسره کوي . پخوا رادار ډېر غټ جوړ شوی و ، خو اوس دومره کوچنی رادار جوړ شوی دی ، چې دلاس په ورغوي کې هم ځايېږي .
د انسان د حافظې څپړونکی کمپیوتر جوړ شو
دغه نوی کمپیوټر اوس هغه خیالونه په واقیعت بدلوي چې یو انسان به وکولای شي له خپل فکر څخه وتلي خبرې بیرته ور په یاد کړي.
د بریټانیا ساینس پوهانو ویلي چې دغه ډول کمپیوټر یې معمولی کمپيوترونو ته تر انکشاف ورکولو وروسته رامنځ ته کړی دی.
دغه نوی کمپيوتر به دا وړتیا هم ولری چې د انسان د ګوتې په څیر چې د کتاب پاڼي په یوه خاصه موضوع پسې لټوي، د یو کس ماغزه ولټوې او ترینه له یاده وتلي یاداشتونه را ژوندي کړي.
ډيټا بيس Database
_ په پوهنتون کې د محصلينو نومونه ، ادرسونه اودهغوي په اړه نور معلومات . _ په يوه لويه اداره يا وزارت کې د کارکونکو نومونه او ادرسونه
_ په يوه ه ولايت کې د ټولو شته موټرو د نمبر پليټ دسريال نمبرونه .
_ ديوه هيواد ټولو اتباعود تابعت د تذکرو په اړه ضروري معلومات . دې ډول منظمو معلوماتو ته چې په کمپيوټر کې را ټول او زيرمه کړای شوی وي د ډيټا بيس Database لفظ کارول کيږي. د ډيټابيس اصطلاح د لومړي ځل له پاره په ١٩٦٣ م کال د جون په مياشت کې وکارول شوه . دا هغه وخت و چې د (سیسټم ډیولفمینټ کارپوریشن )په نامه يو شرکت د( محاسباتو د پراختيا او مديريت له پاره مرکزي ډيټابيس ) په نامه ديوې طرحې د جوړولو تابيا په غاړه واخيستله . د ډيټا بيس اصطلاح د ٧٠ لسيزې په لومړيو کې په اروپا او د همدې لسيزې په پای کې د امريکې په معتبرو خبري رسنيو کې هم وکارول شوه . د شخصي کمپيوتورونو د ډيتا بيس په پروګرامونو کې معلومات د جدولونو په بڼه تنظميږي چې هر قطار ته يې ريکارډ(ریکارډ ) او هر کالم ته يې
( پیلډ) وايي .هر ريکارډ ، د همغه کالم ځانګړي معلومات ساتي . نن ورځ په کمپيوټر کې د ډیټابیس دجوړولو لپاره زيات او بيلابيل پروګرامونه کارول کيږي چې د يو څو نومونه يې دادی
- Microsoft Access
- Oracle Database
- File Maker
- Helix Database
- Information Management System
- VistaDB
- Microsoft SQL Server
- OpenOffice.org Base
د نړۍ تر ټولو كوچنى ليپ ټاپ كمپيوټر
دا په داسي حال كي ده چي ياد ليپ ټاپ كمپيوټر د يوې كوريايي كمپنۍ له خوا چي (یومید) نومېږي، جوړ شوى دى. نوموړى كمپيټور آيم بوك نومېږي، چي اندازه يې ۱۵۸*۹۴*۱۸ ملي متره بلل سوې او وزن يې يوازي درې سوه پنځلس گرامه دى. تاسو به دا فكر كوى چي دا كمپيوټر ډېر كوچنى دى، نو پرزې به يې سم كار نه كوي، خو هغسي نه ده، بلكي نوموړى ليپ ټاپ كمپيوټر ۸.۴ انچه پراخ سكرين لري او همدا راز نوموړى ليپ ټاپ كولاى شي چي تر شپږو ساعتونو پوري چارج وساتي.
د يادولو وړ ده چي نوموړى د نړۍ تر ټولو كوچنى كمپيوټر د ذكر شوو امكاناتو تر څنگ په ځان كي (کیمره یا ویب کیم)، لاوډسپېكران، بلوتوت او د وايرليس انټرنيټ د وصلېدو امكانات هم لري.
جالبه دا ده چي ياد ليپ ټاپ كمپيټور د ټلوېزيون چينلونه هم نيسي او همدا راز يوه جي بي ظرفيت لري، خو د ځان سره اضافه اته جي بي او دوه دېرش جي بي ميمورياني هم لري.
گوگل وايي د انټرنيټ چټکوالی
1GB/sec
ته رسوم
گوگل په انټرنېټ کې ستر سايټ دى ،چې انټرنېټ کارونکو ته بېلابېلې اسانتياووې په واک کې ورکوي.
گوگل شرکت مسوولينو د خپل نوي پلان په باره کې وويل چې (... پتېيلې مو ده ، د انټرنيټ اوسنۍ چټکتيا تر دې سل چنده نوره هم لوړه کړو ، د موږ د کار د پيل شېبې دي، چې د امريکا په ځينو،ځينو سيمو کې مو کار پرې پيل کړى دى، د انټرنېټ دا چټکتيا به د نوري فايبر له لارې په ثانيه کې يوې جېبي ته ورسوو...)
د گوگل کارکوونکي ددې په اړه وايي: فکر وکړئ چې يو فلم چې د ښه کيفيت عکس ولري کولاى شئ تر پنځو دقيقو په کم وخت کې يې ډاونلوډ کړئ، چې په دې سره به مو د انټرنېټ له لوري ډېرې ستونزې هوارې شي د
PC World
د خبر له مخې اوس مهال په نړۍ د انټرنېټ تر ټولو چټک سرعت د ٢٠تر ٥٠ ايم بي په ثانيه کې دى ،چې د
1GB/Sec
سره خوراډېر توپير لري .
يادونه: گوگل چې موږ ټول يې له نوم سره بلد يوو په رياضي کې دهغه ستر عدد نوم دى چې د يو عدد سل صفرونه ولري ، ددې سايټ بنسټګران او چلوونکي په ټوکه کې وايي چې د گوگل پلټونکى ماشين کولاى شي په همدې شمېر(يو ګوګل اطلاعات) د چوپړ لپاره کتوونکي ته چمتو کړي.
بې مزیو جال
(Wireless Network )
Voice Network
په نوم یادیږې اوکه هغه انځوریز جال وي لکه نني دتلویزیونونو چینلونه اوداسې نور چې د
Video Network
په نوم یادیږي اوکه هغه دخبرتوکیو دلیږ درالیږد جا ل وي چې د
Data Network
په نوم یادیږي . له دغه ټولو بڼو تیریږو اوراځو هغه ډول ته چې مونږ یې په ورځني ژوند اوژواک کې ډیر کاروو.داډول جال دسیمیز بې مزیو جال
(Wireless LAN )
په نوم یادیږي په دغه ډول جال کې لکه دنورو بې مزیو جالونو په څیر ددخبرتوکیو دلیږدرالیږد لپاره دمزیو پر ځای دشعاع یا شعاعی څپو
(Radio Waves )
څخه کار اخستل کیږي.
دبې مزیو جالونو کارونه په لاندې ځایونوکې ډیر ګټور اواغیزمن ګڼل کیږي:
۱- په بوختو اوله خلکو ډکو ځایونو کې لکه خوړنځایونو،نندارتونو،هوایې ډګرونو اونورو کې دانتظار خونې اویا دهم دښه راغلاست یا مالوماتو په خونوکې .
۲- دهغو کارونکیو لپاره چې ډیر ګرځنده وي لکه په روغتون کې نرسان اوډاکټران اوداسې نور.
۳- په لرې پرتو ودانیو اوسیمو کې
۴- په داسې کار ځایونو یا دفترونو کې چې دودانیو فزیکي جوړښت یې په تکراري ډول بدلون مومي لکه پوځي جوړښتونه.
۵- په داسې تاریخي ځایونو کې چیرته چې دمزيو غځول دودانۍ تاریخي ارزښت راکموي اوزیان وراړوي نو باید له بې مزیو جال کار واخستل شي اوداسې نور.
دبې مزي جال ډولونه :
دټکنالوجې له اړخه بې مزیو جالونه په دریو کتګوریو ویشل کیږي
.
(LAN) سیمیز جال -
(Extended LAN) غځول شوی سیمیز جال
Mobile Computing
په لمړي سر کې خوددغو کتګوریوترمنځ توپیر دخبر توکیو دلیږد رالیږد دشونتیاو په بنسټ تر سره کیږي په دې مانا چې سیمیز جال اوغځول شوی سیمیز جال د
Transmitters
له ولسې خدماتو څخه لکه دنړی وال ټیلیفون اوپه کوردننه(هیوادني) ټیلیفوني خدماتو څخه کار اخلي . Mobile Computing په نوم توکې کاروي اما Receivers او
دبې مزیو سیمیزوجالونو اومزي لرونکوسیمیزو جالونو ترمنځ دمزي نه بغیر ډیر زیات توپیر نه لیدل کیږي دواړه ډوله یو شان کار کوي یواځې خبره په دې کې ده چې خبر توکې دمزي په مټ لیږل کیږي اوکه په بې مزي ډول یانې دهوا په څپو په بې مزیو جال کې یو ځانګړی بې مزي دجال کار ډ
سره په هر کمپیوټر کې لګول کیږي اوکارونکي ددغوتوکیو په مټ له دغه کمپیوټر سره داسې نښلي یا اړیکه ټینګوي لکه هو به هو چې یې دمزي په مټ ټینګوي . Transceiver له یوه (W.Network Card)
Access Point یا Transceiver:
چې Access Point
هم ورته ویل کیږي داتوکی خپلو شاوخوا کمپیوټرونو ته دسیګنال دلیږد رالیږد دنده په غاړه لري اوهمدارراز دبې مزیو جالونو اومزیو لرونکیو جالونو ترمنځ دخبر توکیو دلیږد رالیږد چاره هم تر سره کوي Transceiver
په مټ چې ددوی په منځ کې ایښودل شوی رامنځ ته کړی دیادونې وړ بولم چې Access Point
دلپ ټاپ اوډیسکټاپ کمپیوټرونو لپاره بیل بیل دي لکه څنګه چې په پورتنی څیره کې وینی دډیسکټاپ وال له ځانه سره دیوه انتن درلودونکي دي چې دهغه په مټ سیګنال اخلي اولیږي . چې دغه ډول انتن لرونکي
کاروي چې داډول انتن له ځانه سره نه لري اود WNIC مونږ اوتاسو دډیسکټاپ کمپیوټرونو اوسرورونو لپاره کاروو.اولپ ټاپونه بیا بل ډول WNIC
په نوم یادیږي چې داډول تاسو په پورتنۍ څیره کې دلپ ټاپ تر اړخ وینی. PCMCIA NIC
په مټ خوتاسو کولای شی یوبې مزیو سیمیز جال جوړ کړی خوکه غواړی دغه بې مزیو سیمیز جال له بل یو مزي لرونکي سیمیز جال سره ونښلوی نوبیا تاسو یو دجال مزی له هغه مزي لرونکي سیمیز جال څخه راواخلی اودخپل
ښځینه RJ 45 په شاتنۍ برخه کې به یې Access Point
سره ونښلوی اوس به ستاسو دبې مزیو سیمیز جال اوهغه بل مزيو لرونکي سیمیز جلا ترمنځ اړیکه ټینګه شي. Connector
(Transmission Techniques) دخبر توکیو دلیږد رالیږ دلارې چارې
بې مزیو جالونه دخبرتوکیو دلیږد رالیږد لپاره څلور تخنیکه کاروي :
۱- Infrared Transmission
۲- Laser Transmission
۳- Narrowband(Single-frequency) Radio Transmission
۴- Spread-spectrum Radio Transmission
Infrared Transmission
Infrared کاروي دکمپیوټرونویاونورو توکیو ترمنځ دخبر توکیو دلیږد رالیږد لپاره د Infrared ټول هغه بې مزیو جالونه چې
دشعاع گانو څخه کاراخلي .داغونډال (سیستم) اړدی چې خوراپیاوړي اوغښتلي سیګنالونه تولید کړی ارامنځ ته کړی ترڅو دخبرتوکیو لیږد رالیږد په سمه توګه ترسره شي ځکه که چیرې پياوړي سیګنالونه تولید نه کړی نو خوار ځواکي سیګنالونو دبهر نیو مزاحمتونو تاب نه راوړي اوخبر توکي خپله بڼه له لاسه ورکوي دنمونې په توګه که سیګنال خوارځواکی وي هغه رڼا چې یوې خونې ته له کړکیو راځي هم دسیګنال دخرابیدو لامل ګرځي . اوس په کمپیوټري هټیو کې ډیر داسې پرنټرونه شته چې له دغې ټکنالوژي کار اخلي اودبې مزیو شبکو کارونکي ټول له یوه پرنټر څخه کار اخستی شي .هغه بې مزیو شبکې چې ددغې چارې
څخه کار اخلي په لوړ میچ دسیګنالونو لیږد رالیږد کولای شي ځکه چې (Infrared )
10 Mbps لري .داټکنالوژی په نورماله توګه د Bandwidth ټکنالوژي ښه لو ړ Infrared
په میچ دخبر توکیو لیږد رالیږد کولای شي
Laser Transmission -۲
خپرولو کرښه لري چې هرکله دغه کرښه ماته شوه سیګنال ټولو کارونکو ته نه لیږل کیږي اوشبکه نا کارنده کیږي Laser یو عمومي د Laser ټکنالوژي په څیر ده مګر Infrared ټکنالوژي د Laser
Narrowband(Single-frequency) Radio Transmission -۳
(Receiver) اودسیګنال تر ګوتوکوونکي اله (Transmitter) څخه دسیګنال خپرول دي په دې توګه چې کارونکی خپله دسیګنال لیږونکي اله Station داټکنالوژي هوبه هو لکه دیو ه راډیو
Laser به یوه ځانګړې فریکونسي برابروي ترڅو دخبر توکیو دلیږ درالیږد جوګه شي .داډول ټکنالوژی دسیګنال دخپرولواوترګوتولو لپاره یوې عمومې کرښې ته لکه په
کې اړتیا نه لري ځکه چې ددغه ډول ټکنالوژی دسیګنال دخپرولو سیمه تر ۳۰۰۰ مترو یا ۹۸۴۲
پورې ده ددغې ټکنالو ژې دخبرتوکیو دلیږد رالیږد میچ لږ ټیټ دی Feet
(4.8Mbps )
Spread-spectrum Radio Transmission -۴
چې په یوه فریکونسي به یې دسیګنال خپرول کول. په همدې دلیل هغه ستونزې چې په Narrowband(single-frequency) داټکنالوژي دسیګنال خپراوی په ډیرو فریکونسیانو کوي نه لکه
کې شته وي دلته شتون نه لري .هغه فریکونسې چې دغه ټکنالوژي یې په واک کې لري په چینلونو ویشل کیږي چې هر چینل د Narrowband
Adapters په نوم یادیږي اوس نو په دغه ټکنالوژي کې Hop
له یوه ځانګړي هاپ سره دیوه ځانګړي وخت لپاره نه له یوي ځانګړی فریکونسي سره برابریږي اوپه دې ډول خپل کار پر مخ بیايې له یاده موونه وځې چې یو هاپ کې کیدای شي څو فریکونسیانې شتون ولري .وروسته ددغه هاپ دوخت له ختمیدو وروسته بل هاپ اوورپسې بل هاپ خپل کار پیلوي اوس کمپیوټرونه په داسې یوجال کې
کیږي Synchronize سره Hop Timing
لري مګر بیا دلاډیر امنیت دپاره دخبر توکیو لیږونکی اوترګوتوکونکی کولای شي خپل خبر توکې built-in Security داډول ټکنالوژي له خپل ځان سره
کړي Encrypt
باندې سنبال وي او اوداسې یو Adapters ددې ټکنالوژي په مټ کولای شویو ښه بې مزیو جال جوړکړو که چیرې دوه یا څو کمپیوټرونه ددغې ټکنالوژې په
هم ولري چې دشبکې وړتیاوي په ځان کې ولري کولای شو OS
جال جوړ کړو.ددغې ټکنالوژي ځینې برخې د Peer-to-Peer
په میچ دخبرتوکیو دلیږدرالیږد وړتیا د3.22 کیلومترو په واټن له ځانه ښي Mbps 4.
(Extended LAN) غځول شوی سیمیز جال
په مټ خپل سیمیز جالونه پراخ اوخپل دخبرتوکیو دلیږد رلیږد جریان غښتلی کړو چې دارتولویا Repeater او Bridge لکه څنګه چې په سیمیز مزیوالو جالونو کې کولای شو د
Bridges څخه کارواخلو ترڅو خپل بې مزیو جالونه سره وغځووچې نن ورځ په کمپیوټري هټیو کې داسې بې مزیو Bridges ویی ورته کاروو همداراز داکارپه بې مزیو سیمیزو جالونو کې هم کولای شو له داوړ Extension
شتون لری چې د۴.۸ کیلومترو په لرې واټن سره پراته بې مزیو جالونه هم سره نښلولی شي.
Multipoint Wireless Connectivity:
څو سیمیز مزیوال جالونه سره نښلوي هوبه هو Footbridge لکه څنګه چې په مزیو لرونکو شبکو کې
داسې یوه اله ده چې په ډیره اسانی سره مونږ ددې جوګه کوي چې دجال له لارې بې له دې چې مزي وکارووڅو ودانی یوله بل سره ونښلوو.لکه په دغه لاندې څیره کې وګوری دوادنیو دسره نښلولو لپاره Wireless Bridge
کارول شوی Wireless Bridge.
ددې جوګه نه وي چې تر ډیر لرې واټن پورې کاروکړی اوڅو ودانۍ سره ونښلوي نوبیااړیاست چې داسې Wireless Bridgeاوس که چیرې ستا
بیا د Bridges چې ډیره سیمه تر پوښښ لاندې نیسي په کار واچوی چې داډول بې مزیو Wireless Bridge
ټکنالوژې څخه کار اخلي. چې تر ۴۰ کلیومترو پورې هم کار کوي Spread Spectrum Radio .
Mobile Computing:
داوړ ټکنالوژي بیا دولسې خدماتو په مټ تاسوته دبې مزیو جالونو خدمات برابروي لکه مثلا دولسې ټیلیفوني غونډال له لارې. داټکنالوژي دلاندنیو دریو نوروټکنالوژیو په کارولو سره تاسو ته خدمات برابروي:
۱- Packet-Radio Communication
۲- Cellular Networks
۳- Satellite Stations
ستاسو دکمپینو یا کارځایونو هغه کارکوونکي چې ګرځنده وي کولای شی دپورتنیو ټکنالوژیو څخه په ګټې کولای شی دخپلو لپ ټاپونو یا
په مټ دخبر توکیو دلیږد رالیږد چارې تر سره کړي .ددغې ټکنالوژې دخبرتوکیو دلیږد PDAs(Personal Digital Assistants)
8kbps رالیږد میچ که څه هم کم دی اوټیټ دی ولې ښه اوارام خدمت دی دخبر توکیو دلیږد رالیږد میچ په دغو ټکنالوژیو کې له
څخه تر
پورې ګڼل شوی .هغه کارکوونکې چې له دغې ګرځنده ټکنالوژي کار اخلي په خپلو لپ ټاپونو کې د (Kbps 8)
ټکنالوژی په مټ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد لپاره ځانګړي Cellular-telephone
لګوي.همداراز هغه کارونکی چې غواړی Adapters
دانتنونو له لارې دخبر توکیو دلیږدرالیږد چارې تر سره کړي په خپلو لپ ټاپونو کې واړه انتنونه لګوي. اوهغه سټلایټونه چې ځمکې ته په لنډو مدارونو کې ځای په ځای دي دخپلو وړو کاسو له لارې دسیګنال لیږد رالیږد تر سره کوي Radio د
په کمپیوټر کې د ویروس د شتون نښي نښانې
۱- ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي:
ددې لپاره ویروس خپل ځان(ریفلیکیټ) (دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کمپیوټر کې د (ایګزی) یا (کام) فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ(سایز) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وار(ریفلیکشن) څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د (کیډ) روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د (ګرافیکس) لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د (انټی وایروس) پوستکالی وچلوۍ.
۲- د هارډسک (اکټی ویټی لیډ)بې له کوم سببه پړکیدل:
ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې (اکټی ویټی) د فعا لیت او(لیډ)د(لایټ ایمیډینګ ډیوډ) په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو.
ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې (پلشینګ) با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسکActivity LED په وار وار پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین بریښي.
۳- کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ کیږي(سلو) :
که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي.
۴- بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل:
په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.
۵- ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang):
ډیر هغه پوستکا لي چې دBags لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Boardا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ
Tablet
دیوې صفحې او یاکړکۍ عکس واخلئ .
دعکس اخیستو لپاره :
۱:- له دې لاندي کارونو څخه یو ئې عملي کړئ .
· د ټولي صفحې دعکس اخیستني لپاره د (پرنټ سکرین) تڼۍ کښېکاږئ .
· دیوې خاصي کړکۍ او یا فولډر دعکس اخیستني لپاره ، لومړی هغه کړکۍ یا فولډر راخلاص او بیا د (الټ)په نیولو سره د (پرینټ سکرین) تڼۍ له کیبورډ څخه کښېکاږئ .
۲:- کله چي مو دخپل داړتیا وړ عکس له یوې کړکۍ څخه واخیست ، دایدیټ لپاره ئې په یوه پروګرام کي پیسټ کړئ ، دبېلګي په توګه د (ایم ایس پینټ)پروګرام کي .
ددې پروګرام دخلاصولو طریقه :
۱:- سټارټ مېنو کلیک کړئ .
۲:- د (ال پروګرام) دکلیکولو وروسته د (اکسسوریز) مېنو انتخاب کړئ .
۳:- له څرګندي سوي مېنو څخه د (پینټ)پروګرام کلیک کړئ ، ترڅو نوموړی پروګرام درته خلاص سي .
۴:- دپینټ پروګرام دخلاصېدو وروسته د (ایډیټ) مېنو څخه د (پیسټ) کمانډ ووهئ چي ستاسو مخکنی اخیستل سوی عکس سرېښ کړي .
اوس کولای سئ چي خپل تغیرات پراخیستل سوي عکس راولئ .
دایدیټ لپاره دغه پروګرامونه هم استعمالولی سئ
دمتوسط سرعت موندل - اکسیل (دویم مطلب)
د دواړو خواوو د سرعت په نظر کي نیولو سره متوسط سرعت پيداکړئ !
ددې لپاره چي نوموړې پوښتنه ځواب کړو ، دهري خوا سرعت باید په نظرکي ونیول سي .
۱:- په حجره کي ۹۰ ټایپ کړئ C2 .
۲:- په حجره کي ۷۵ ټایپ کړئC3 .
( =(C2+C3)/2 ۳:- په حجره کي دغه فورموله ټایپ کړئ C4 .
كه په ټوليزډول څوتنه په يوه سولګركار كوئ او غواړئ خپل فولډرونه موله نوروخوندي وي شفر ورته وركړئ اولاندې تګلاره پرمخ بوزئ.
ددې لپاره دوه لارې موندل شوي دي .
1. كه موسولګرشفر لري په دې صورت كې فولډرشفرنه اخلي اويوازې همداشفر ورته كافي ګڼل شوى دى .خوكه شفرنه لري اوغواړئ يوازې فولډرته شفروركړئ پرفولډر ښى كلېك وكړئ او Properties وټاكئ .يوپاڼه رامخ ته كېږي اوپه هغه كې پر Sharing كېمنډئ (كلېك كړئ) اود Private Make this folder ترڅنګ كوچينى چوكاټ ټېك مارك كړئ اوپرApply زور وكړئ. يوپاڼه مخ ته راځي اوپوښتي ، چې آياغواړئ فولډرته شفر وركړئ اوكه نه مونږ بايد پر yes زور وكړو ترڅودخپلې خوښې شفر ورته وركړو.ترشفر وركولو وروسته پر Create Password زور كوواوپه وروستي پړاوكې پرOK كېمنډو اود Properties پاڼه تړو.
2. كولاى شو New Compressed (zipped) Folder ته هم په آسانۍ شفر وركړو. پرنوموړي فولډر ډبل كلېك كوو ترخلاصېدو وروسته د File له مينوڅخه پر Add Password كلېك كوو اوټاكلى شفر وركوو . وروسته كه څوك په نوموړي فولډركې كوم فايل خلاصوي ضروربه ترېنه شفرغواړي.
قبله ښود خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ
ګرانو لوستونكو د اسلامې ښوونی مينه والو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
دغه د قبلی د طرف ښودلو سافت وير يو دقيق سافت وير دي چې په هر ځای کې وغواړی د جومات جوړولو قبله دقيقه پيدا کړی نو له دغه قبله ښود څخه کار واخلی .
دغه قبله ښود ما خپله کارولی تر ډيره حده د ډاډ وړ او دقيق دي .
ددی
سافتوير استعمال هم ډير ساده دی لومړی به د مربوطه موقعيت د عرض
البلد (Latitude) او طول البلد (Longitude) دGoogle earth يا GPS يا
سټلايد يا نقشی له مخې پيدا کړئ بيا به په قبله نما کې د N او E
نښه کړی خپل کمپيوتر به په قطب نما د شمال او جنوب په لوری برابر
کړئ د غرض البلد او طول البلد نقطی به داخلی ورسته به Calculate
ووهی د قبلی طرف به د يوه سور رنګه وکتور په وسيله وښودل شي .
بيا د قبلی وکتوری خط ته امتداد ورکړئ او ورسته به د نوموړی خط سره په ۹۰ درجه زاويه د جومات د محراب د ديوال خط ترسيم او خط اندازی کړئ .
د قبله ښود Software له لاندپتی څخه خپل کمپيوتر ته ښکته کړئ