• Home
  • Pictures
  • ټوکی او تنظونه
  • جالب معلومات
  • Quran Mp3
  • انجينيري پروګرامونه
دپښتو نوی ویب پاڼی ته ښه راغلاست
.


Picture
د کندهار ولايت لنډ تاریخ

کندهار د افغانستان په جنوب لويديځ کې په 12 او ديارلسو دقيقو او 20ا و 25 ثانيو شمالي عرض البلد کې پروت دي.

په لمړي سر کې دغه ښار پر څلورو ناحيو ویشل شوی وه چې په منځ کې يې پوښلې چارسو هم وه خو اوس دا ښارډیر پراخه شوی دی او ټولې لس ناحيې لري.

کندهار يو سرحدي ولايت دی چې د سهيل پنځه ولسوالۍ يې د 538 کيلومتره په فاصله د ډيورنډ کرښه جوړوي.

مساحت او څلور خواوې:

د کندهار مساحت 47676 کيلومتره مربع دی چې ختيځ ته يې زابل، شمال ته يې ارزګان، لويديځ ته يې هلمند او سهيل ته يې د ډيورنډ کرښه او د بلوچستان ایالت دي.

د کندهار نوم:

د تاريخ پوهانو د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کې د کندهار ذکر کړي دي. کندهار چې له پخوا څخه يو لرغونۍ او تجارتي ښار وه اوس يې هم خپل شان په هم هغه ډول ساتلى د ی.
د کندهار د تسميې وجهې په اړه بيلابيل نظريات شته تاريخ پوهان او ليکونکي وايي چې مخکې دا ښار الکزاندر نوم درلود چې وروسته د تاريخي ابدال په صورت کې دا ښار کندهار ياد شو.  ځينې مورخين دا عقيده لري چې کله د ګندهارا اوسيدونکي دلته راغلل نو دا نوم يې له ځانه سره راوړ چې بيا وروسته عربو قندهار ځينې جوړ کړ خو دوخت په تيريدو او تاريخي څپو سره دا ښار کندهار ياديږي او اوس هم کندهار دي.

کندهار د خپل تاريخ په اوږدو کې بيل بيل نومونه درلودل لکه " هره، هواي، تى، ګندهارا، قندهار او کندهار"

د کندهار پخواني ښارونه اراکوزي سکندريه، زوړ کندهار، نادر آباد او د کندهار اوسنى ښار وه.

اوسنى ښار:

احمدشابابا د خپل سلطنت له لمړيو وختونو څخه په دې فکر کې وه  چې د هيواد د پايتخت په توګه د کندهار د نادر آباد  ښار جوړ کړي خو کله چې يې څيړنه وکړه يو خو ښار دومره پراخ نه وه او بل يې ځمکه نمناکه وه  نو تر ډيرو سلا مشورو وروسته يې د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او په 1169 هجري قمري کال يې د کندهار د احمدشاهي ښار د بنسټ ډبره کښيښودله او دغه ښار يې د "اشرف البلاد" په نوم ياد کړ. چې وروسته دې ښار د لرغوني ښار او پايتخت په څير حيثيت پيدا کړ.

کندهار د وخت په تيريدو سره د تاريخ په اوږدو کې د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو په ليکنو کې ذکر شوي دی او ددې ښار تاريخي قدامت او لرغونتوب بيان شوي دی.

ولسوالۍ:

کندهار ټولې 17 ولسوالۍ لري: ژړۍ، ارغنداب، شاوليکوټ، خاکريز، غورک، ميانشين، نيش، سپين بولدک، تخته پل، شورابک، پنجوايي، ډنډ ، ميوند، ارغستان، ريګستان، دامان او شګه.

نفوس:

د کندهار د ټولو اوسيدونکو يا نفوس شميره د مرکزي احصايي د 1388 کال د معلوماتو له مخې 1057500 تنه ده او دا ولايت په لمړۍ درجه ولايتونو  کي دي.

قومونه:

په کندهار کې  پښتانه، بلوڅ، تاجک او هزار قومونه اوسيږي چې 98% يې پښتانه دي.

ځانګړی تاريخي ځايونه:

دا چې لمړی مو يادونه وکړه چې کندهار زيات تاريخي ارزښت لري نو اوس به يې د مهمو تاريخي ځايونو په هکله و غږيږو.

1- احمدشاهي کلا:

د کندهار احمدشاهي  ښار د مستطيل په شکل وه چې شاوخوا پرې يوه کلا راتاو شوې وه دې کلا شپږ دروازې درلودې، لکه کابل دروازه، ښکاپر دروازه، هرات دروازه، عيدګا دروازه، توپخانه دروازه او برو دروازه.

دا هره دروازه له ډيرو پنډو پنډو تختو څخه جوړه شوي وه که څه هم  هغه دروازي اوس له منځه تللي دي خو هغه سيمې اوس هم شته چې د کندهار د اوسني ښار په منځ کې دي او نومونه يې هم پر خپل ځای پاتې دي.

2- ارګ بازار:

د ارګ په نامه دا ماڼۍ د احمشابابا د زماني ده او دا اداري مرکز وه چې مخې ته يې څلور چمنان درلوده چې دا بازار د احمدشاهي کندهار شمال طرف ته پروت وه خو اوس يې د ښار د پراخيدو په صورت کې مرکزي برخه نيولې ده او نوم يې لا هم پر ځای پاتې دی.

3- چهل زينې
چهل زينې د کندهار د ښار شمال ته د غره په ډډه کې يو ډبرين دالان دی چې دغره له بيخه د غره سر ته څلويښت زينې ورختلي دي. دا زيني د غره په وجود کې په وسپنيز قلم کيندل شوي دي او دا زيني د بابر پاچا د زوی عسکر ميرزا له خوا جوړې شوي دي چې د ودانيدو کار يې په 930 هجري قمري کال کې شروع او په935 کال کې پای ته ورسيدی.

همدا راز دکندهار ولايت نور دا ډول تاريخي ځايونه چې د زيات ارزښت وړ دي هم لري.

د کندهار تاريخي ځايونه د هيواد دنورو سيمو په پرتله خوندي پاتي شوي او د هيواد په 30 کلن خونړي ناتار کې ورته دومره زيان نه دی رسيدلی خو بيا  هم دا تاريخي ځايونه د وخت په تيريدو سره وران شوي دي او ترميم ته زياته اړتيا لري.

د غازي احمدشابآبا مقبره د کندهار ښار په منځ کې د ولايت د مقام مخامخ د خرقې مطهرې لويديځ لوري ته او د ميرويس خان نيکه مقبره د کندهار ښار لويديځ لوري ته د کوکران په سيمه کې موقيعت لري او دې دواړو تاريخي ځايونو ته د هيواد له ډيرو سيمو څخه خلک په ننداره راځي او د کندهار خلک خو يي د نيک پال د پاره د زيارت په توګه هم استعمالوي. په کندهار کې د ميرويس نيکه او احمدشابابا تاريخي ځايونه ته هره ورځ د هيواد له نورو برخو او ګاونډي هيواد پاکستان څخه هم خلک د سيل د پاره راځي خو دوې د کندهار د نورو اوسيدونکو په څير نيوکه لري چې د ميرويس نيکه د مزار تر څنګ ځينې نور تاريخي ځايونه ترميم ته اړتيا لري او بايد ترميم يې وشي.

مقدس ځايونه:

کندهار د تاريخي ځايونو تر څنک ډير مقدس ځايونه هم لري چې هر وخت په زرګونو خلک ددې ځايونو زيارت او يوه ځانګړي احترام ته ورځي چې د بيلګې په توګه يې ځينې يادوو.

د کندهار ښار په زړه کي خرقه مطهره، چهارسو ته څيرمه موي مبارکه ، خپله د تاريخي  او اتلو شخصيتونو مقبري، د خاکريز په ولسوالې کې د شاه مقصود آغا مزار، بابآولي، حضرت جي بابا، شين غزي اصحابي، خواجک بابا، ملالۍ ميوندۍ، ابراهيم خليفه بابا، شيرسرخ، ملاحسن ساکزى، کاکوباباکابلى شاه، ملا کټه بابا او داسي نور روحاني شخيصتونه يادولاي شو.

کندهار په خپله غيږه کې په ملی او نړيواله سطحه ډير پوه او سياستوال کسان روزلي دي چې د پوه او علمي شخصيتونو څخه علامه عبدالشکور رشاد، وکيلی پوپلزائی، عبدالهادی داوی او ...

ژبه:

د کندهار د خلکو ژبه پښتو ده. پشتو کې بيا کندهاری لهجه خاصه ده.

په کندهار کې خلک په درې او نورو ژبو هم خبرې کوي.

فرهنگی او رسنيزې چارې:

کندهار د هيواد دنورو ولايتونو په څير د هنر، شعر، ادب او فرهنګ ځای دی. په دې ولايت کې فرهنګي بوختياوې ډيرې دي،
د هنرپه ډګر کې محترم وکيلي پوپلزائي د سیمې په سطحه وتلی نوم دی. پوپلزائي د "خطاط هفت قلمي" په نامه مشهور ده. هغه په نستعليق، نسخ او کوفي ليک کې بې ساري استاد وه.

پد موسېفي به برخه کې دکندهاری موسيقي ځانګړی سبک شته. به دې څانګه کې عبدالحمېد کندهاری او  نغمه وتلي نومونه دي.

ځوان شاعران هره اونۍ مشاعرې او ادبې غونډې جوړوي چې له دې لارې خپل
شعرونه، ادبي ټوټې، لنډې کيسې او نور ادبي توکي وايي چې هيواد، مينه، غيرت، حماسې او داسي نور څه په کښې انځوروي چې له دې لارې
اوس ډيرې ځوانې غوټۍ غوړيدلي دي او ښه ښه ادبي توکي وړاندې کوي ..

وتلی شاعران، شمس الدين کاکړ  ......


محلي رسنۍ:

دا ولايت اوس مهال يوه دولتي راډيو ټلويزيون چې کندهار ملي راډيو ټلويزيون دی، د کليد، وړانګې، افغان آزادي، تعليم اسلام ، شريعت ږغ او رڼا په نامه محلي راډيوګانې لري چې د ورځې په اوږدو کې او ځينې يې څلور ويشت ساعته خپرونې کوي، سربیره پر دې د کندهار اوسيدونکو ته د هغوی د سندريزې او ادبي تندې ماتولو دپاره ښه ځواب ويلي.

د هيواد په نوم يو شخصي تلويزيون هم په فعاليت بوخت دى او د ورځې اتلس ساعته خپرونې کوي.

چاپې خپرونې:

پد طلوع افغان په نامه يوه ورځپاڼه چې 88 کلنه سابقه لري، د سورغر، ټاټوبي، ځوانان، بڅرکی او رشتيا په نامه اونيزي او مهالنۍ چاپي خپرونې هم لري.

کندهار د ښکلا، رڼا او تندې په نامه مجلې هم لري چې مهالنۍ چاپيږي.

همدا راز ځينې وختونه د کندهار ليکوالان په بيلابيلو برخو کې کتابونه هم چاپوي چې بيل بيل معلومات وړاندې کوي.


ښوونه او روزنه:

په کندهار کې اوس مهال د ښوونې او روزنې بهير ښه روان دی خو بيا هم د ځينو امنیتي ننګونو سره مخ دی. اوس په ټول کندهار کې 404 تعليمي مرکزونه لکه ميخانيکي ليسه، د ښوونکو د روزني عالي موسسه او پاتې نور يې ټول ښوونځي دي چې په دې ټولو تعليمي مرکزونو کې 125000 تنه زده کوونکي زده کړه کوي. چې په سلو کې يې پنځه ديرش انجوني دي. 

د خلکو لباس
د کندهار خلک یې ځانګړي لباس لري چې شهبازي غاړه، ګرد لستوڼي، اوږده ترخځي لمن لري خو دوخت په تيريدو او دپردي فرهنګ په رواجيدو سره په ښار کې دا ډول لباسونه کم شوي خو په ولسواليو کې اوس هم ډیر خلک هغه پخوانی لباس اغوندي.


د واده رسم او رواج:

د کندهار اوسيدونکي هغه وخت يوه زلمي ته واده کوي چي د شل کلنۍ عمر يي پوره سي.

کله چي د کورنۍ غړي دې ځوان ته د کوزدې په کولو صلاح سي نو لمړى په ډير احتياط سره د يوه داسي کور په انجلۍ پسي ګوري چي هم ښايسته وي او هم سنګينه او ښه کورنۍ وي نو بيا د زلمي د کور ښځي د انجلۍ کورته په مرکه ځي او انجلۍ ګوري ښځي چي په خپل منځ کي مشوره وکړي نو بيا د زلمي د کور نارينه د انجلۍ کورته ځي او د ولور په مقابل کي تر ستن او تار چي شيريني ورته وايي راوړي.  

وروسته د دسمال نيټه ټاکل کيږي او په يوه کوچنۍ ښادي کي د دسمال چاري سرته رسيږي.

تر هغه وخته چي واده کيږي د ناوي کورنۍ د زلمي او د زلمي کورنۍ ناوي ته ناوي ته جوړي وړي.

کله چي د واده ټاکل سوي نيټه پوره سوه او د واده څخه يوه ورځ مخکي د نکريزو شپه راغله نو د زوم کورنۍ ناوي  ته او د ناوي کورنۍ زوم ته نکريزي وړي څو د ناوي پښي او لاسونه او د زوم ورغوى او خمچه ګوته پري سره کړي.

د واده په ورځ د غرمي او يا هم د ماښام له خوا بلل سوي دوستان او انډيوالان د ډوډۍ خوړلو دپاره د زوم کورته ځي.

او ښځي هم په ورته ډول د واده دپاره تيارى نيولي وي.

مازيګر مهال د زوم کورنۍ او دوستان  په ناوي پسي ځي او هلته د سيمي د ملا امام له خوا يو ځل بيا د زوم او ناوي نکاح تړل کيږي او په خاصو مراسمو سره ناوي د زوم کورته بېول کيږي د شپي په نيمايي کي ناوي او زوم د ټولو دوستانو په مخکي اينه منصب کوي چي په دې دود کي ناوي زوم ته او زوم ناوي ته په خوله کي خوراک ورکوي څو دوى د ټولو په مخ يو له بل سره اشنا سي.

د شپي په ترڅ کي تر سندرو ويلو او خوښۍ کولو وروسته د ورځي په پيل سره واده پاي ته رسيږي او ټول دوستان د خپلو کورنو په لوري ځي.  

همداسي د اختر په خوښو ورځو کي ټول د خپلو دوستانو کره د اختر د مبارکۍ دپاره ځي څو مرور پخلا او په زړونه کي يي پيدا سوي کينه ليري او يو ځل بيا يو له بل سره پخلا او خوشحاله سي.

همداسي په يوه پيدا سوې ستونزه او يا هم غم کي ټول يو د بل خواخوږي وي او هره څه په ګډه سره پر مخ بيا يي.

 کرهڼه:

د کندهار ډير زراعتي او کرهڼيز کارونه په ولسواليو کې تر سره کيږي او کروندګر هغه کښتونه کري چې ښه وده کوي او دوی ته ښه حاصلات په لاس ورځي چې عمومي پيداوار يې انګور، انار، زردالو، شليل، شفتالو، خټکي، هندواني، غنم، جوار، انځر، بادام، مڼې او ... دي.

په اقتصادي برخه کې د کندهار د اوسيدونکو ژوند پر کرهڼه، مالدارۍ او تجارت ولاړ دي.

په اقتصادي برخه کي دکندهار د اوسيدونکو ژوند پر کرهڼه، مالدارۍ او تجارت ولاړ دي.


تفريح ځايونه:

په کندهار د ځوانانو د پاره د تفريح او ميلو کولو ځايونه شته چې د هله او په ځانګړي ډول د ارغنداب په ولسوالۍ کې د بابا ولي صاحب تفريحي او روحاني مزار يادولای شو چې هره ورځ او په ځانګړي ډول د جمعې په ورځو کې په زرګونو خلک د زيارت کولو او تفريح کولو دپاره ورته راځي.

د يادوني وړ ده چې د نورو ولايتونو او ګاونډي هيواد پاکستان څخه زيات خلک ورته د نندارې د پاره راځي.

ددي تر څنګ د باغ پل پارک او طبعي منظره په ډنډ ولسوالۍ کي د محمدابراهيم خليفه بابا مزار، د ګل اغا شيرزي د پلار حاجي بابا تفريح ځاى، په ډنډ ولسوالۍ کي ډورۍ، په خاکريز ولسوالۍ کي د شامقصود اغا مشهوره په شااغا مزار، په ارغنداب ولسوالۍ کي سرکاري باغ، په ارغنداب ولسوالۍ کي د سربند پله تفريح ځاى، په دامان ولسوالۍ کي د اخوند صاحب مزار او په کندهار ښار کي غازي پارک، د ميرويس نيکه مزار، د عينو مېني نوى ښارګوټى، شهيدانو څلور لارې، د غازي محمدايوب خان لوبغالى، احمدشاهي ورزشي لوبغالى،  څلويښت غرزيني (چهل زيني)  او زوړ ښار يادولاى سو.


نور معلومات:

د کندهار ځوانان هم له ورزش سره زياته مينه لري زيات ځوانان په ډول ډول ورزشي بوختيا لری خو تر ټولو لوبو يي فوټبال لوبه د ځوانانو زياته خوښه ده چي دا لوبه يو په زړه پوري ورزشي سټډيوم هم لري. کله چي په دي لوبغالي کي فتبال لوبه وي نو په زرګونو زاړه او ځوانان يي ننداري ته راځي.

ددي تر څنګ په کندهار کي ځيني محلي لوبي هم سته لکه خوسى ، توپ لنډه ، غيږ نيونه، درنه خط، مردکي، بيجلي، لامبو او دا سي نور چي ډير ځوانان يي خوښوي او ډير علاقه مندان هم لري.

د اختر په شپو او ورځو کي د پاکستان هيواد د نژدي سيمو څخه کندهار ته خلک د دي لوبو د اجرا کولو دپاره راځي  او په کندهار کي د ښکلي فضا او خوښۍ څخه په خوند په نوموړو لوبو او ميلو کي ګډون کوي.

نیک محمد (سلیمان 

  Kandahar Time


دیکشنری آنلاین

دیکشنری آنلاین

International Dialing Codes
Kandahar Weather pashtoaf
Naik Mohammad Suliman

Picture
د افغانستان بیرغ

    خپل نظر شریک کړي دلته YOUR POST HERE

Submit
Create a free website with Weebly