ګرانو ورونو، د نبي (ع) په مبارکو احاديثو کې د څلوېښتو احاديثو د يادولو ډېر اجرونه په سترګو کيږي. هيله ده لاندې څلوېښت احاديث ياد کړئ او دواړو جهانونو برياليتوبونه تر لاسه کړئ
لومړۍ كلمۀ طيبه:
لاَاِلَهَ اِلاَ اللهُ مُحَمَدُرَّسُولُ الله ژباړه: له خداى تعالى پرته بل دعبادت وړ ( معبود ) نشته، محمد صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله رسول دى. دوهمه كلمۀ شهادت اَشٌهَدُاَن لااِلَهَ اِلاَّاللهُ وَاَشٌهَدُاَنَّ مُحَمَّدًا عَبٌدُهُ وَرَسُوٌلٌهٌ ژباړه: زه شاهدي وركوم چې د الله جل جلاله نه پرته بل خداى د عبادت وړنشته، هغه يو دى، سيال نه لري اودا شاهدي وركوم چې محمدصلى الله عليه وسلم يې بنده او رسول دى. دريمه د تمجيد كلمه سُبٌحَنَ اللهِ وَالٌحَمٌدُلِلهِ وَلاَاِلَهَ اِلاَاللهُ وَاللهُ اَكًٌبَرُ وَلاَحَوٌلَ وَلاَقُوَّةَ اِلاَّبِاللهِ الٌعَلِيِّ الٌعَظِيٌمٌ ژباړه: خداى پاك دى ، ستاينې هغه لره دي، له خدايه پرته د عبادت وړ بل ذات نشته، خداى پاك لوى دى،له ګناوو دساتنې اود نېكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي، هغه دلويي او شوكت څښتن دى. څلورمه د توحيد كلمه: لاَاَلَهَ اِلاَّاللهُ وَحٌدَهُ لاَشَرِيٌكَ لَهُ لَهُ الٌمُلٌكُ وَلَهُ الٌحَمٌدُ يُحٌيِ وَيُمِيٌتُ اَبَداً اَبَداً ذُوٌالٌجَلاَلِ وَالاِكٌرَامِ بِيَدِهِ الٌخَيٌرٌ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَئٍ قَدِيٌر. له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته، سيال نه لري، پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت او شوكت څښتن دى اوښېګڼه يې په واك كې ده،په هرڅه قادر دى. پنځمه كلمه د استغفار اَسٌتَغٌفِرُاللهَ رَبِّيٌ مِنٌ كُلِّ ذَنٌبٍ اَذٌنَبٌتُهُ عَمَداً اَوٌ خَطَاءً سِراًّ اَوٌ عَلاَنِيَةً وَاَتُوٌبُ اِلَيٌهِ مِنَ الذَّنٌبِ الَّذِيٌ اَعٌلَمُ وَمِنَ الذَّنٌبِ الَّذِيٌ لاَاَعٌلَمُ اِنَّكَ اَنٌتَ عَلاَّمُ الٌغُيُوبِ وَسَتَّارُ الٌعُيٌوبِ وَ غَفَّارُ الذُنُوٌبِ وَلاَحَوٌلَ وَلاَقُوَّةَ اِلاَّ بِاللهِ الٌعَلِيِ الٌعَظِيٌم. ژباړه: زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګناه څخه چې په قصد اويامې په هېره سره كې وي، دهغه په دربار كې له هرې ګناه څخه چې ماته معلومه وي اويانه وي توبه باسم، په تحقيق سره خدايه! په پټو رازونو خبر يې! دعيبونو پټوونكى ، دګناوو بښونكى يې! له ګناه څخه د ساتنې او ښوكارونو دكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره د لويي اوشوكت څښتن يې! شپږمه : له كفره د بې زارۍ كلمه اَللَّهُمَّ اِنِّيٌ اَعُوذُبِكَمِنٌ اَنٌ اُشٌرِكَ بِكَ شَيٌئاً وَاَنَااَعٌلَمُ بِهِ وَاَسٌتَغٌفِرُكَ لَمَالاَاَعٌلَمُ بِهِ تُبٌتُ عَنٌهُ وَتَبَرَّئٌتُ مِنَ الٌكُفٌرِ وَالشِّرٌكِ وَالٌكِذٌبِ وَالٌغَيٌبَةِ وَالٌبِدٌعَةِ وَالنَّمِيٌٌمَةِ وَالٌفَوَاحِشِ وَالٌبُهٌتَانِ وَالٌمَعَاصِيٌ كُلِّهَا وَاَسٌلَمٌتُ وَاَقُوٌلُ لاَاِلَهَ اِلاَّ اللهُ مُحَمَّدُرَّسُولُ اللهِ خدايه! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهېږم اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهېږم، خدايه! تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت، بدعت، چغل خوري،سپكو سپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه او ما ايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى پرته بل دعبادت وړ ( معبود ) نشته، محمد صلى الله عليه وسلم د الله جل جلاله رسول دى. ددوزخ له اوره د خلاصون میاشت حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په یوحدیث شریف کې د رمضان وروستۍ لسیزه د دوزخ له اوره د خلاصون ورځې را پیژندلي. د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) دا وینا مونږه ته راښايي چې لومړۍ باید جهنم ته د تلو لاملونه وپيژنو تر څو وکولای شو ترې ځان وساتو او بیا ټولې هغه ښیګڼې چې جنت ته د تلو سبب ګرځي په ځان کې راولو. دوزخ ته د تلو لاملونه الله جل جلاله په قران کې فرمايي: (وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ) – حجر/44-43- ژباړه: او د هغو ټولو لپاره د دوزخ اخطار دی، دا دوزخ ( چې د ابلیس پیروانو ته یې اخطار ورکړشویدی) اوه دروازې لري. د هرې دروازې لپاره له هغو نه یوه برخه ځانګړې شویده. امام ابن قیم (رح) وايي: له دریو لارو انسان جهنم ته د تلو وړ ګرځي، یو له هغو شبهات دي. شبهات: یعنې دوه شیان داسې یو بل ته ورته وي چې د انسان ذهن یې د بیلولو توان ونه لري. لدې شبهاتو ځینی باید د دوو دلیلونو پرمټ ځان وژغورل شي: ۱- حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: انسان تر هغه پرهیزګار کیدای نشي تر څوټول هغه څه چې پکې شکمن نه وي لدې ویرې چې شک او شبهه پکې شته پریږدي. ۲- ددې لپاره چې د خلکو په منځ کې یوه غوره نمونه واوسي. شهوات له هغو درېو لارو ځینې دویمه لاره شهوت ده، الله جل جلاله د شهواتو مختلف ډولونه چې انسان پرې لتاړ کیږي په قران کریم کې ښوولي: (زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاء وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ) ژباړه: : د خلکو لپاره نفسي غوښتنې، ښځې، اولادونه، د سرو سپینو زیرمې، کره اسونه، څاروي او کروندې د ډیرې میني وړ ګرځول شویدي، خو دا هر څه څو ورځې دنیوي ژوندانه وسایل دي په حقیقت کې چې کوم ډیر ښه استوګنځی دی، هغه له الله سره دی. له شهواتو سره د مبارزې لاره چې قرآنکریم کې ورته اشاره شوې لمونځ ده. الله جل جلاله د مریم په سورت کې فرمايي: }فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيّاً{. پدې آیت کې لمانځه ته بې توجهی او هغه سپک ګڼل یاد شوي چې د شهواتو د لمانځنې لپاره پيل او سریزه ده او پایله یې آفسوس او سرګرداني. ډاکتر الکسیس کارل پخپل (انسان ناپیژانده موجود) نومي کتاب کې لیکي کله چې د انسان جنسي غریزه تحریک شي، یوډول ماده ترشح کیږي چې د ویني پوسیله ماغزو ته رسیږي او له اعصابو د سمې پریکړې کولو ځواک اخلي. د ښکیلاکګرو یو مشر وايي: یو بوتل شراب او یوه ښځه د محمدي امت د لمنځه وړلو لپاره له زرګونو ټانکونو پرهغوی زیاته اغیزه لري، نو دا امت پر شهوت لمانځنه روږدی کړۍ. اندر مورو په (د فرانسې د ماتې سبب) نومي کتاب کې وايي: په دوهمه نړیواله جګړه کې د فرانسې د ماتې ستر لامل اخلاقي فساد او پر شهوت د فرانسوي ملت روږدي کیدل ول. ابن تیمه وايي: مؤمن دوه ځانګړتیاوې لري: ۱. کله چې پرې شبهات یرغل کوي، د شته او پوخ لید لاره نیسي. ۲. کله چې پرې شهوات یرغل کوي، د پوهې او عقل لاره غوره کوي. ابن قیم وايي: انسان له څلور دروازو ګناه ته نژدې کیږي: 0. د لحظاتو دروازه ( د غلا کتل) 1. د خطراتو دروازه ( داخلي وسوسې) 2. د لفظاتو دروازه ( په ژبې د ګناه یادول) 3. د خطواتو دراوزه ( د ګناه پرلور ورتګ) په ژبه د ګناه یاد یانې دریمې دروازې ته رسیدنه هغه وخت کیږي چې یو نفر په غوصه وي. کولای شۍ له قهر او غوصې سره په لاندې دریو لارو مبارزه وکړۍ: ۱. که ولاړ یاستۍ کښینۍ ، که بیا موهم غوصه ختمه نشوه نو څملې. ۲. اودس وکړۍ. ۳. اعوذباالله من الشیطن الرجیم ووایاست. د امام ابن قیم په وینا د ګناه هغه اصول چې انسان د جهنم پرلور را کاږي درې دي: ۱. کبر او لويي: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي کبر د حق نه منل او دخلکو سپک ګڼل، نورو ته په سپکه سترګه کتل او تل ځان له نورو لوړ ګڼلو ته وایي. ۲. کینه او حسد: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وینا کینه هغه درد ده چې که د ایمان سره ملګرۍ شي نو ایمان او د انسان ټولې نیکۍ داسې خوري او له منځه یې وړي لکه څنګه چې اور ګیاه خوري او له منځه یې وړي. ۳. حرص: لکه د آدم علیه السلام حرص چې د لوړ مقام او همیشه ژوندي پاتې کیدلو سره وه چې ابلیس په هماغې سره په وسوسه کې واچوه او له لوړ مقام نه یې ښکته را وپرځوه. ځیني نورې ځانګړنې چې کولای شي انسان د جهنم پرلور راکاږي: الله جل جلاله د (ق) په سورت کې داسې فرمايي: (أَلْقِيَا فِى جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ مَّنَّاعٍ لِّلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُّرِيبٍ الَّذِى جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ فَأَلْقِيَاهُ فِى الْعَذَابِ الشَّدِيدِ) • لومړنې صفت کفّار ده یعنې زیات کفران او بې احترامي کول. لکه په پیغمبرانو، ملائکو، قرآنکریم او د قیامت په ورځې کافر کیدل. • عنید یانې سرغړونکۍ، کینه ګر، ځان غوښتونکۍ، او د حق په مقابل کې نه تسلیمیدونکۍ. • مناع للخیر: هغه څوک چې خپله هم ښه کار نه کوي او نور هم ترې منع کوي. • معتد: هغه څوک چې د رب له اوامرو سرغړونه کوي، له الهی پولو اوړي او د نورو پر حقوقو تیرۍ کوي. • مریب: هغه څوک چې تل په شک کې وي یا په خپلو کړنو او ویناوو نور شکمن کوي. • الَّذِى جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهاً آخَرَ: هغه څوک چې له یوازیني رب یعنې الله جل جلاله سره بل څوک معبود او فریاد اوریدونکۍ جوړوي. د مدثر په سورت کې د ګناهګارانو له خولې هغه اسباب چې دوی یې جهنم ته وړاندې کړي داسې یادونه کیږي: ۱. قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ : مونږه د لمونځ کوونکو له ډلې نه وو. ۲. وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ : او مسکینانو یا اړو خلکو ته مو خوراک نه ورکاوه. ۳. وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ : ناسته او ولاړه مو تل له باطل خوښوونکو سره وه او مونږه هم د باطل پلوي کوله. ۴. وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ : او د قیامت ورځ مو دروغ ګڼله. اوس ځيني هغه ځانګړتیاوې چې جنت ته د تلو سبب کیږي: (وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ غَيْرَ بَعِيدٍ هَذَا مَا تُوعَدُونَ لِكُلِّ أَوَّابٍ حَفِيظٍ مَنْ خَشِى الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ وَجَاء بِقَلْبٍ مُّنِيبٍ) (ق 33-31) ۱. اوابٍ : راګرځیدونکي دي یانې له ګناهونو توبه کوونکي یا د رب له معصیته د هغه د طاعت پرلوري راګرځیدونکي دي. عبید بن عمیر وایي: اواب هغه چاته ویل کیږي چې خپل ګناهونه رایاد کړي او بیا له ربه د هغو بخښنه وغواړي. سعید بن مسیب وایي: اواب هغه چاته ویل کیږي چې ګناه کوي او بیا ژر ورپسې توبه کوي، بیا هم ګناه کوي او ورپسې توبه کوي. ۲. حفیظٍ: هغه څوک چې ځان د ګناه له کولو ساتي او هر هغه څه چې رب حرام کړي ترې لرې اوسي. یا هغه څوک چې له رب سره پر خپل تړون ولاړ وي هغه تړون چې د الله بندګي به کوي او د شیطان له پیروۍ به ځان ساتي. ۳. من خشی الرحمن بالغیب: هغه څوک چې د الله د اوامرو له سرغړونې ویریږي پداسې حال کې چې هغه یې لیدلۍ نه ده. ۴. و جاء بقلب منیب: او له راګرځیدونکي زړه سره توبه وباسي. ابن عباس پدې اړه داسې وايي: منیب هغه چاته ویل کیږي چې له ګناهونو د الله جل جلاله د طاعت پرلوري بیرته راګرځي. ابن قیم وایي: د (انابه) حقیقت داده چې زړه بیرته د خپل رب پر لوري راوګرځي او بیا د هغه پر طاعت او میني ولاړ پاتې شي. من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة أضاء له من النور ما بين الجمعتين (رواه النسائي والحاكم)
چاچي د جمعې په ورځ د سورة الکهف تلاوت وکړ الله تعالی به هغه ته یوه ډېوه روښانه کړي چي ددوو جمعو تر مېنځ به ور ځخه ګټه آخلي . مسجد ته پنځه وخته په پابندي سره ورتلل ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : من غدا إلىمسجد أو راح أعد الله له نزلاً في الجنة كلما غدا أو راح (رواه البخاري ومسلم) څوک چي د سهار له خوا او ماښام له خوا مسجد ته ځي الله تعالی میلمستیا ور ته تیاروي که سهار ولاړ شي او که ماښام . په بل حدیث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : بشر المشائين في ظلم الليل إلى المساجدبأن لهم نور تام يوم القيامة . هغه چاته چي د شپې په ترږمیو مسجدونو ته ځي زېری ورکړه چي د قیامت به د هغوی لپاره بشپړه رڼا وي . په یوه بل حدیث کي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : صلاة الجماعة أفضل من صلاة الفرد بسبع ٍ وعشرين درجة (رواه البخاري ومسلم) د جماعت لمونځ تر یواځي لمانځه اوه وېشت درجې غوره او بهتره ده. د ترا وېح لمونځ په پابندي سره د رمضان د مبارکي میاشتي تر پایه پوري ادا کول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : أفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل (رواه مسلم) له فرض لمانځه څخه وروسته بهترین لمونځ د شپې له خوا (تراوېح ) دی . چي کله یقیني ماښام شو په روژه ماتي کي بېړه کول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : لا يزال الناس بخير ما عجلوا الفطر (رواه البخاري) تر هغه وخته چي خلګ په روژه ماتي کي تلېواره او بېړه کوي په هغوی کي به خیر وی . د ماښام تر لمانځه مخکي روژه ماتول ځکه چي روایت شوی دی : كان النبي صلى الله عليه وسلم يفطر قبل أن يصلي (رواه أحمد) رسول الله صلى الله عليه وسلم به مخ كي له دې چي د ماښام لمونځ وکړي روژه ماتوله . په خورما او یا اوبو سره روژه ماتول سنت دی ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : من وجد التمر فليفطر عليه ، ومن لم يجد التمر فليفطر على الماء ، فإن الماء طهور(رواه أحمد وأبو داود والترمذي) که چاسره خورما وي په هغې د روژه ماته کړي او که خورما ورسره نه وي نو په اوبو سره د روژه ماته کړي ځکه چي اوبه پاک شی دی . او د روژه ماتي په وخت به دادعا چي أبو داودنقل کړي ده ووایې : ذهب الظمأ ، وابتلت العروق وثبت الأجر إن شاء الله . د روژه ماتي په وخت کي هره دعا قبلېږي ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : إن للصائم عند فطره دعوة لا ترد(ابن ماجة) په رېښتیا سره دروژه ماتي په وخت کي د روژه دار دعا نه واپس کېږي . د شپی په وروستۍ برخه کي له سپېده چاود څخه مخ کي پشلمی کول سنت دی ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : تسحروا فإن في السحور بركة (رواه البخاري ومسلم) پشلمی کوۍ ځکه چي په پشلمي کولو کي برکت دی . صدقة الفطر (سرسایه) ورکول ځکه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایې : زكاة الفطر طهرة للصائم من اللغو الرفث ، وطعمة للمساكين ، من أداها قبل الصلاة فهي زكاة مقبولة ، ومن أداها بعد الصلاة فهي صدقة من الصدقات (رواه البخاري) . سرسایه ورکول د روژه دار د پالتو او خوشیو خبرو صفایې او د مساکینو لپاره یو خوراک دی چاچي د عید الفطر تر لمانځه مخکي ورکړه نو سرسایه یې قبول شوي ده او چاچي له لمانځه څخه وروسته ورکړه نو د نورو خیراتونو په شان یې یو خیرات وکړ . د پټ لاس خیراتونه کول ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : صنائع المعروف تقي مصارع السوء ، وصدقة السر تطفئ غضب الرب ، وصلة الرحم تزيد في العمر (رواه الطبراني) احسان كول له بدو ټکو او پېښو څخه انسان ساتي او پټ خیرات د الله تعالی غضب وژنې او قرابت پالنه ژوند اوږدوي. په بل حدیث شریف کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې : الصدقة تطفئ الخطيئة كما يطفئ الماء النار(رواه الترمذي) خیرات کول داسي ګناهونه وژني لکه اوبه چي اور وژني . د قیامت د نیږدی کیدو نښی نښانی.
1- جماعتونه به د عبادت پر ځای دخلکو د مجلسو ځای شی. 2- اسلام به د ټولو خلکو لپاره پردی و گرځی. 3- هره لحظه راتلونکی به دتیر په شان ناوړی وی. 4- منکران به بی حده زیاد شی. 5- نوی عقیدی او نوی حدیثونه به رواج شی. 6- قرانکریم او دین به صرف د پیسو ټولولو وسیله وی. 7- مسلمانان به ډیر شی اما بدون د کومی گټی. 8- مسلمانان به مالدار شی اما دینداری به کمه شی. 9- درواغ به د خلکو عمومیت وگرځی. 10- د نرانو شمیر به کم او ښځو شمیر به بی اندازه زیاد شی وایی چی هر سړی ته به (50-50)ښځی ورسی. 11- مثبت علم او پوهه به له منځه لاړه شی. 12- دانسانان عمر به بی برکته شی. 13- بخیلتوب به زیاد عمومیت پیدا کړی. 14- قتل او مرگ به زیاد شی. 15- شراب به عادی شی. 16- سود به زیاد شی ، د حلالو او حرامو فرق به نه کیږی. 17- خلک به د خپل غوړی ژبی په واسطه پیســــی ټولوی. 18- پیغمبران به گمراه او دروغین وبلل شی. 19- د مرگ او قتل لمن به پراخه شی. 20- حضرت محمد (صلی الله علیه و سلم) قسم کړی او ویلی دی چی دنیا به ختمه نه شی تر هغه وخته پوری چی خلک وی ، د وژونکی لپاره به هیڅ علم نه وی چی ولی می وژنه وکړه او وژونکی به نه پوهیږی چه په څه و وژل شوم. 21- امانت داری به بیخی ختمه شی. 22- جگی جگی ماڼی به خلکو لپاره ویاړ او نا لایقه حکمرانان به حاکمان شان. 23- گرم باد او زلزله به ظاهره شی او د آسمان څخه به کاڼی و وریږی. 24- بربنډی ښځی به پیدا شی. 25- ظاهری به دوستان په باطن کی به دښمن وی. 26- داسی نیکان به پیدا شی چی د هغه ډیر عادی نیک کار به د اصحابو کرامو په شان وی. 27- داسی خلک به پیدا شی چی هغه به د رسول اکرم سره ډیره مینه ولری . 28- ټول وحشی حیوانات به خبری کوی. 29- داسی ورځ به راشی چی خاص پیسی به دانسان به درد خوری. 30- هغه تکیه گاه وی چی چت پری دریدلی وی د سرو او سپیو زرو وی. 31- د مرگ آرزو به زیاده شی. 32- د محمد (صلی الله علیه و سلم )امتیان به د نورو ادیانو څخه پیروی کوی. 33- میوه جات به کم شی. 34- دملخانو خوراک به زیاد شی. 35- روغه او جوړه به د یهودیانو سره شروع شی. 36- داسی باد به راشی چی ټول انسانان به د دریاب خواته وهی. 37- لمر به له مغرب څخه جگ شی. 38- په اخره زمانه کی به داستی خلک پیدا شی چـی د مقـابل لـــوری د زړه په راز به پوهیږی، او حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) فرمایلی دی چی داخک به عالمان او برزگان نه وی بلکی منافقان به وی. کله چی خلکو د حضرت محمد (صلی الله علیه و سلم ) څخه د قیامت د راتلو په اړه و پوښتل ، هغه مبارک داسی وفرمایل : داعلم اوتوانایی زما د پروردگارسره دی چه کله قیامت راتلونکی دی،هغه ذات دی چه قیامت راولی او په ډیر سنگین او نا ببره توگه به په ځمکی باندی نازل شی. |
معلومات
1- د نړۍ تر ټولو لومړنۍ ودانۍ مکه معظمه ده. 2- د کعبې شريفي په جوړښت لس ميليارده رياله لګښت راغلی . 3- د نړۍ نقشه د لومړي ځل لپاره الادريس جوړه کړه. 4- د انسان د بدن انرژي که په بريښنا بدله شي نو کولي شي دوي دقيقي 60 ولټه ګروپ ولګوي. 5- د انسان د مړينې وروسته د هغه زړه د شلو دقيقو لپاره ژوندی وي. 6- انسان په کال کې 90 لکه ځله سترکي رپوي نو له دي مخي هر انسان په کال کې 1200 مياه واټن وهي. 7- راډيو د لومړي ځل لپاره په 1873 ږ کال کې د جميز انګريز له خوا جوړه شوه. 8- په وچ کاغذ کې په سلو کې لس سلنه اوبه وي. 9-ټلويزيون د لومړي ځل لپاره په 1921 ږ کال کې امريکايې ساينسپوه (بيريد) اختراع کړ. دینی مذهبی سوالونه او جوابونه سوال:- څو نفرو په حضرت نوح (ع) باندی ایمان راوړی؟ جواب:- ابن عباس وایی اتیا (80) نفره د خپلو ښځو سره . سوال:- دنوح (ع) کوم زوی ایمان را نه وړ او غرق شو؟ جواب:- «کنعان بن نوح». سوال:- دنوح (ع) قوم څرنګه په هلاکت ورسیدل؟ جواب:- د طوفان په ذریعه. سوال:- دهغه قوم نوم څه وو چی حضرت هود(ع)ورته راستول شوی وو؟ جواب:- « عاد اِرم» نومیده. سوال:- د هغه بتانو نومونه څه وو چی د هود (ع) قوم یی عبادت کولو؟ جواب:- «صمدا، سمورا، وهرا». سوال:-دهغه منطقی نوم څه وو چی هود(ع) ورته راستول شوی وو؟ جواب:- « احقاف» د اوسنی عمان شمالی طرف. سوال:- په قرآن مجید کی د حضرت هود(ع)نوم څو ځله راغلی دی؟ جواب:- څلور ځله. سوال:- د حضرت هود(ع) قوم څرنګه په غذاب ګرفتار شوه؟ جواب:- اوه شپی او ورځی د تندو بادنو په وسیله هلاک شول. سوال:- د حضرت صالح(ع) د قبیلی نوم څه وو؟ جواب:- د ثمود قبیله. سوال:- د حضرت صالح(ع) قوم کومه معجزه وغوښته؟ جواب:- داسی اوښ چی له ډبری نه راووځی؟ سوال:- دحضرت صالح (ع) اوښه چا حلاله کړه؟ جواب:- «قاد بن سالف». سوال:- د حضرت صالح (ع) قوم څرنګه په عذاب ګرفتار شول؟ جواب:- د تالندی او برغکی په وسیله «رعد وبرق» او مهیب ږغ. سوال:- «ابوالانبیاء» د کوم پیغمبر لقب دی؟ جواب:- د حضرت ابراهیم (ع). سوال:- د حضرت ابراهیم(ع) کنیه لقب څه وو؟ جواب:- «ابوالضیفان». سوال:- د حضرت ابراهیم (ع) دتولد ځای کوم دی؟ جواب:- د بابل ښار. سوال:- د ابراهیم (ع) د وخت باچا څوک وو؟ جواب:- نمرود بن کنعان. سوال:- لمړنی ښځی چی ابراهیم(ع) ازدواج ورسره وکړ، څوک وه؟ جواب:- بی بی ساره د اسحاق (ع) مور. سوال:- د حضرت ابرهیم (ع) قبر چیری دی؟ جواب:- د الخلیل ښار . په فلسطین کی. سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی د دارائی وزیر شو؟ جواب:- حضرت یوسف (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی تر اوسه ژوندی دی؟ جواب:- حضرت عیسی (ع) . سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی زندان ته لاړی؟ جواب:- حضرت یوسف (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چه په «ذوالنون» لقب مشهور وو؟ جواب:- حضرت یونس (ع). سوال:- هغه کومه دعا وه چی حضرت یونس (ع) د ماهی په نس کی ورد کړل؟ جواب:- «لااله الا انت سبحانک انی کنت من الظالمین.» سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی غرونو به تسبیح ورسره ویله؟ جواب:- حضرت داود (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «خطیب الانبیاء» وو؟ جواب:- حضرت شعیب (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «روح الله او کلمه الله»وو؟ جواب:- حضرت عیسی بن مریم (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «کلیم الله » وو؟ جواب:- حضرت موسی (ع) . سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی «صادق الامین» وو؟ جواب:- حضرت محمد مصطفی (ص). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی لقب یی«صاحب الحوت» وو؟ جواب:- حضرت یونس (ع). سوال:- دحضرت اسماعیل(ع) د مور نوم څه وو؟ جواب:- بی بی هاجره (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی مدام یی دمور سره په قرآن کی یاد شوی دی؟ جواب:- حضرت عیسی بن مریم (ع) . سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی په حسن او ښائست کی مشهور وو؟ جواب:- حضرت یوسف (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی مشهور په «خلیفة الله» وو؟ جواب:- حضرت داود (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی هم خپله پیغمبر وو او هم یی پلار پیغمبر وو او هم یی بابو پیغمبر وو او هم یی نیکه پیغمبر وو؟ جواب:- حضرت یوسف (ع) چی د حضرت یعقوب (ع) زوی او د حضرت اسحاق (ع) لمسی او د حضرت ابراهیم (خلیل الله) کړوسی وو. سوال:- چا د بنی اسرائلو لپاره ګلیګی جوړ کړ ترڅو هغوی یی عبادت وکړی؟ جواب:- سامری. سوال:- وروستنی پیغمبر څوک دی چی «خاتم النبیین» ورته وایی؟ جواب:- حضرت محمد مصطفی (ص). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی قوم یی اورته واچوی؟ جواب:- حضرت ابراهیم (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی قوم به یی له دواغو ویل مونږ هغه صلیب کړی دی؟ جواب:- حضرت عیسی (ع). سوال:- د حضرت الیاس (ع) قوم چیری ژوند کاوه؟ جواب:- د «بعلبک» په ښار کی. سوال:- د هغه بت نوم څه وو چی د حضرت الیاس (ع) قوم به یی عبادت کولو؟ جواب:- بعل. سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی الله (ج) آهن ورته په لاس کی موم ګرځولی وو؟ جواب:- حضرت داود (ع). سوال:- د فرعون د ښځی نوم څه وو؟ جواب:- بی بی آسیه بنت مزاحم . سوال:- بی بی آسیه پر کوم پیغمبر ایمان راوړی وو؟ جواب:- پر حضرت موسی (ع). سوال:- حضرت یعقوب (ع) څو زامن درولودل؟ جواب:- 12 زامن چی ترټولو غوره حضرت یوسف (ع) وو. سوال:- حضرت ایوب (ع) څو کاله د خدای (ج) په امتحان کی وو؟ جواب:- 18 اته لس کاله. سوال:- د هغه ښار نوم څه وو چی حضرت یونس (ع) ورته راستول شوی وو؟ جواب :- نینوا. سوال:- دحضرت یوسف (ع) دګران ورور نوم څه وو؟ جواب:- بنیامین. سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی نوم یی دصبر سره یوځای دی؟ جواب:- حضرت ایوب (ع) . سوال:- هغه کومه مشهوره ګناه وه چی د حضرت شعیب (ع) قوم پری اخته وو؟ جواب:- د تراوز او پیمانی کم کول. سوال:- دهغه ښار نوم څه وو چی حضرت لوط (ع) ورته راستول شوی وو؟ جواب:- سدوم. سوال:- اصحاب الایکه څوک وه ؟ جواب:- د حضرت شعیب (ع) قومان. سوال:- د حضرت شعیب (ع) قوم چیری ژوند کاوه؟ جواب:- د «مدین» په ښار کی اوسنی شام. سوال:- د لوط (ع) اوسنی ځای چیری دی؟ جواب:- بحرمیت. سوال:- د حضرت ابراهیم (ع) او حضرت لوط (ع) په میان کی څه نسبت وو؟ جواب:- حضرت لوط(ع) د حضرت ابراهیم (ع) د ورور زوی وو. سوال:- دحضرت اسحاق (ع) د زامنو نومونه څه وه؟ جواب:- 1- عیصو 2- یعقوب یا اسرائیل، هغه چی بنی اسرائیل ورته منسوب دی. سوال:- د حضرت اسحاق (ع) دمور نوم څه وو؟ جواب:- بی بی ساره. سوال:- په قرآن مجید کی د څو پیغمبرانو نومونه راغلی دی؟ جواب:- د «25» . سوال:- د حضرت عیسی د شاګردانو نومونه څه دی؟ جواب:- حواریون. سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی د ازدواج قصه یی په قرآن کی راغلی؟ جواب:- حضرت موسی (ع) . سوال:- هغه مَلَکَه چی حضرت سلیمان (ع) دهغی ښار ځنی ونیوی او بالآخری هغی ایمان راوستی څه نومیده؟ جواب:- بلقیس- د سبا دښار ملکه. سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی پر خپلی لکڼی(عصا) یی تکیه کړی وه او وفات یی کړی وو؟ جواب:- حضرت سلیمان (ع). سوال:- په نبیانو او رسولانو کی تر ټولو غوره څوک دی؟ جواب:- حضرت محمد مصطفی (ص) . سوال:- د بنی اسرائیلو وروستنی پیغمبر څوک وو؟ جواب:- حضرت عیسی (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی د بی بی مریمی سرپرستی به یی کولو؟ جواب:- حضرت زکریا (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی غټ طاغوت (جالوت) یی مړ کړ؟ جواب:- حضرت داود (ع). سوال:- هغه کوم پیغمبر دی چی الله ج د عباداتو له نظره هغه د یوه امت په اندازه صفت کړی دی؟ جواب:- حضرت ابراهیم (ع) . سوال:- هغه کوم پیغمبران دی چی په «سورة الاعراف» کښی یی یادونه شوی ده؟ جواب:- حضرت آدم ، نوح، هود، صالح، لوط، او شعیب «علیهم السلام. سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی په زانګو کښی یی خبری وکړی؟ جواب:- حضرت عیسی بن مریم (ع). سوال:- دحضرت یعقوب (ع). بل نوم څه وو؟ جواب:- اسرائیل په معنی د الله ج خادم او یا دالله ج بنده. سوال:- د حضرت موسی (ع) لمړنی معجزه څه وه؟ جواب:- د لکڼی اوښتون په مار او ښامار سره. سوال:- د حضرت عیسی (ع) یو څو معجزی ووایاست؟ جواب:- 1- دمړو ژوندی کول. 2- دالوتونکو شکلونه جوړول. 3 د روح پوکول په پرندگانو کی4- شفادادن پیس مادر زاد به دستور خداوند. سوال:- هغه کوم پیغمبر وو چی دجمعی په ورځ یی بتان مات کړل؟ جواب:- حضرت ابراهیم (ع). سوال:- کله چی نمرود حضرت ابراهیم (ع) اورته واچوی هغه څه ویل؟ جواب:- «حسباالله ونعم الوکیل». سوال:- دحضرت موسی (ع) نه «9» معجزی کومی دی؟ جواب:- 1-عصا یا لکڼه، 2- سپین لاس، 3- طوفان، 4- ملخان، 5- شپږی، 6- چنګوښی 7- وینی 8- عذاب فرعون 9- دفرعونیانو دمیوو کمی. سوال:- هغه پیغمبر چی زغره یی جوړه کړه څوک وو؟ جواب:- حضرت داود (ع) . سوال:- د نبیانو او رسولانو تعداد څو دی ؟ جواب:- نبیان (120) زره – او رسولان (313) دی چی د (25) نومونه په قرآن کی ذکر شوی دی. سوال:- د حطین په جنګ کی د مسلمانانو سرلښکر څوک وو؟ جواب:- صلاح الدین ایوبی رح . سوال:- هغه کوم صحابی وو چی د «حبرالامة» لقب یی درلود؟ جواب:- حضرت عبدالله بن عباس (رض). سوال:- صلاح الدین ایوبی په کوم کال بیت المقدس فتح کړ؟ جواب:- د رجب المرجب پر 27 «583» هجری قمری کال. سوال:- هغه کوم خلیفه داسلام وو چی خلیفه شو او پلار یی هم ژوندی وو؟ جواب:- حضرت ابوبکر الصدیق. سوال:- د حدیبیی د صلح قرار داد کوم صحابی ولیکه؟ جواب :- حضرت علی بن ابی طالب اسدالله الغالب. سوال:- هغه کوم صحابی وو چی یو څای «بئر رومه» یی مسلمانانو لپاره رانیوی؟ جواب:- حضرت عثمان بن عفان (رض). سوال:- د نهاوند په جنګ کی د مسلمانانو سرلښکر څوک وو؟ جواب:- حضرت نعمان بن مقرن (رض). سوال:- کوم صحابی تر ټولو زیات حدیثونه روایت کړی دی، حضرت عمر (رض) او که حضرت ابن مسعود(رض) ؟ جواب:- حضرت ابن مسعود (رض) «848» حدیثه روایت کړی او حضرت عمر (رض) «537» حدیثونه روایت کړی دی. سوال:- دهغه ښار نوم څه دی چی د آخری ځل لپاره یی اسلامی خلافت تجربه کړ؟ جواب:- ترکیه. سوال:- حضرت علی کرم الله وجهه په څو کلنی کی مسلمان شو؟ جواب:- په اته کلنی کی. سوال:- د حج میاشتی کومی دی نومونه یی واخلی؟ جواب:- شوال، ذوالقعده او د ذوالحجه (10) ورځی. سوال:- د «اصول فقه» علم چا وضع کړی؟ جواب:- امام شافعی رح . سوال:- د «اهل قبله» او «اهل قباله» فرق څه دی؟ خ جواب:- اهل قبله مسلمانانو ته وایی او اهل قباله ذمیانو ، یهودانو او نصرانیانو ته ویل کیږی. سوال:- د کوم صحابی لقب «ذوالنور» وو؟ جواب:- د طفیل بن عمرو الدوسی. سوال:- دکوم صحابی لقب «ذوالرأی » وو؟ جواب:- د الحباب بن المنذر. سوال:- دکوم صحابی لقب ذو القطنتین» وو؟ جواب:- د طفیل بن عمرو الدوسی. سوال:- لمړی مسلمان چی په مدینی کی وفات شو څوک وو؟ جواب:- حضرت عثمان بن مظعون (رض). سوال:- د اذربایجان فتح کونکی څوک وو؟ جواب:- بکیر بن عبدالله رح . سوال:- په مدینی که مخکی تر ټولو چا ایمان راوستی؟ جواب:- اسعد بن زراره. سوال:- هغه کوم صحابی وو چی د بیعة الرضوان په ورځ یی دری ځله درسول الله (ص) سره بیعت وکړ؟ جواب:- سلمه بن الاکوع. سوال:- د بی بی عائشی مور څوک وه او په کوم کال وفات شوه؟ جواب:- ام رومان چی په «3» هجری قمری کال وفات شوه. سوال:- د مسلمانانو لمړنی طبیب څوک وو؟ جواب:- الحارث بن کنده. سوال:- هغه کوم صحابی وو چی رسول الله ص د احزاب په جنګ کی د خبرونو د راټولولو په موخه د مشرکانو خواته ولیږه؟ جواب:- حضرت حذیفه بن الیمان (رض). سوال:- د «المرسیع» د غزا بل نوم څه وو؟ جواب:- د «بنی المصطلق» غزا . سوال:- د مدینی منوری اوه فقیه علماء څوک وه؟ جواب:- حضرت سعید بن مسیب، سلیمان بن یسار، قاسم بن محمد بی ابی بکر، ابوبکر بن عبدالرحمن بن الحارث، عروه بن زبیر، عبیدالله بن عبدلله بن عتبه بن مسعود، خارجه بن زید بن ثابت. سوال:- د فقهی (9) امامان څوک دی؟ جواب:- 1- امام ابوحنیفه نعمان بن ثابت 2- امام مالک ، امام شافعی، امام احمد حنبل، امام لیث بن سعد، امام جعفر صادق، امام ابن حزم اندلسی، امام زید بن علی، امام عز بن عبدالسلام. سوال:- آخرین صحابه چی وفات یی کړی څوک وو؟ جواب:- طفیل بن عامر در سال (110) هجری قمری. سوال:- د قادسیی په جنګ کی دمسلمانانو سر لښکر څوک وو؟ جواب:- حضرت سعد بن ابی وقاص. سوال:- د بدر د غزا د شهیدانو شمیره څو ده؟ جواب:- (14) شهیدان چی (8) انصار او (6) مهاجر وه. پوښتنه : کله چي دپرچ الحمدلله واوروپه ځواب کي به يې څه وايو؟. ځواب : ( یَرْحَمُکَ اللهُ) . پوښتنه : کله چي یو شخص په مصیبت کي ولیدل سی څه ويل کيږي؟. ځواب : (اَلْحَّمْدُ لِلّهِ الَّّذِیْ عَافَانِیْ مِمَّا ابْتَلاَکَ بِهِ وَفَضَلَنِیْ عَلیٰ کَثِیْرٍ مِّنْ خَلْقٍ تَفْضِیْلاً ) . پوښتنه : څوک چي ښه درسره وکړي څه به ورته وايې؟. ځواب : (جَزَاکَ اللهُ خَیْراً) . پوښتنه : دالله جل جلاله نومونه څودي؟. ځواب : ۹۹ . پوښتنه : په قرآن کريم کي څو ځایه (بسم الله ) راغلې ده؟. ځواب : ۱۱۴ ځایه . پوښتنه : په قرآن کريم کي دعیسی عليه السلام نوم څوځايه ذکرسوی دی؟. ځواب : ۲۵ ځايه . پوښتنه : په قرآن کريم کي څوځله دجنت ذکرسوی دی؟. ځواب : ۶۶ ځله . پوښتنه : په قرآن شریف کي څوځله داوریادونه سوې ده؟. ځواب : ۱۲۶ ځله . پوښتنه : دقرآن کريم دسورتونوشمېرڅومره دی؟. ځواب : ۱۱۴ . پوښتنه : قرآن کريم څوټوکه (جزء) دی؟. ځواب : دېرش ټوکه (۳۰ جزء) . پوښتنه : دقرآن کريم دتوروشمېرڅومره دی؟. ځواب : ۳۴۰۷۴۰ . پوښتنه : دقرآن کريم دآیاتونوشمېرڅومره دی؟. ځواب : قرآن شریف ۶۶۶۶ آیاتونه لري . پوښتنه : دقرآن کريم څوسورتونه په مکه معظمه کي نازل سوي؟. ځواب : ۸۶ . پوښتنه : دقرآن کريم څوسوه ابتونه په مدینه منوره کي نازل سوي؟. ځواب : ۲۸ سورې . پوښتنه : دقرآن کریم سیدآیت څه نومیږي؟. ځواب : آیة الکرسي . پوښتنه : د قرآن کریم ترټولوغټه کلمه کومه ده؟. ځواب : (لیستخلفنهم ) ( دنورسورة، ۵۵ مه آیه ) . پوښتنه : هغه توری چي دقرآن کريم په منځ کي راغلی کوم دی؟. ځواب : د (فا) توری په ولیتلطف کي کارول سوی ( کهف سوره ، ۱۹مه آیه ) . پوښتنه : ام القرآن کوم سورت دی؟. ځواب : فاتحه (الحمدلله) . پوښتنه : د ٍ قرآن کريم منځنی سورت کوم دی؟. ځواب : دالزلزله سوره . پوښتنه : دقرآن کريم کوم سورت د(سنام اٍ لقرآن ) لقب لري؟. ځواب : بقره . پوښتنه : کوم سورت دقرآن کريم د زړه (قلب) په لقب مشهوردی؟. ځواب : یسین . پوښتنه : په قرآن کریم کي دکوموښارونونومونه ذکرسوي دي؟. ځواب : دمصر،بابل،مکه،مدینه،مدین،ماُ رب،قدس،سیناء . پوښتنه : ځينـــي هغه شمېرې چي په قرآن کريم کي ذکرسوي نومونه يې واخلئ! . ځواب : ۱، ۳، ۴، ۷، ۱۱، ۱۲، ۱۸ ، ۱۹، ۱۰۰ ، ۲۰۰، ۱۰۰۰، ۲۰۰۰، ۵۰۰۰۰ . پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومو ونو يادونه سوې ده؟. ځواب : دسدر ، نخل اوزیتون . پوښتنه : په قرآن کريم کي دکومومېوو ذکر راغلی دی؟. ځواب : دانار ، انځراوخورما. پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموقبېلونومونه راغلي؟. ځواب : دقریش ، عاداوثمود. پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموحيوانانويادونه سوې ده؟. ځواب : داوښ ، فیل ، خره ، غوا، لېوه ، چونګښي اوخنځير . پوښتنه : په قرآن کريم دکوم وخزندويادونه سوې ده؟. ځواب : دمچ مچۍ، مېږي، غوماشي ، غڼي ، مچ ، ملخ اوشپږي . پوښتنه : په قرآن کریم کي دکومومرغانويادونه سوې ده؟. ځواب : دچوغکي، ببوکي ، ځیږکي اوشاهین . پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموغلويادونه سوې ده؟. ځواب : دغنم اودال . پوښتنه : په قرآن کريم کي دکوموموسمونويادونه سوې ده؟. ځواب : دژمي او دوبي . پوښتنه : په قرآن کريم داونۍ دکوموورځويادونه سوې ده؟. ځواب : دشنبې اوجمعې . پوښتنه : کوم لمونځ چي تروخت مخکي وسي دهغه حکم څه دی؟. ځواب : دهرلمانځه لپاره وخت ټاکل سوی دی نوبايدهرلمونځ پرخپل وخت وسي . که یولمونځ ترخپل ټاکلي وخت مخته وسي نودهغه سړي لمونځ نه سيي کیږي . پوښتنه : آیا خوراک اوڅښاک اودس ماتوي؟. ځواب : نه! . پوښتنه : په سفر کي دسهار لمونځ څورکعته دی؟. ځواب : ۲ رکعته . پوښتنه : په سفرکي دماپښین لمونځ څورکعته دی؟. ځواب : ۲ رکعته . پوښتنه : په سفر کي دمازېګرلمونځ څورکعته دی؟. ځواب : دوه رکعته . پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څورکعته دی؟. ځواب :درې رکعته . پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څورکعته دی؟. ځواب: دوه رکعته فرض سره له درورکعتو وتروخــــودابایدپه یادولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدارنه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېرتلوارنه وي نوسنت بایدهرومروپوره اداء کړي . پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي بایدپر ځمکه کښېښودل سي کوم دي؟ ځواب : تندی او پوزه دلاسونو ورغوي . دواړه زنګونونه . ددواړوپښوقدمونه . پوښتنه : دجماعت پروخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟ ځواب : دامام راسته لاس ته . پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څه دی؟ ځواب : فرض کفایه . پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟ ځواب : روژه یې نه فاسدیږي . پوښتنه : په جماعت کي ترټوٍلوغوره صف کوم صف دی؟ ځواب : لومړی صف . پوښتنه : کورته دننوتٍلودعاء کومه ده ؟ ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا . پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟ ځوا ب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ . پوښتنه : د آذان په اورېدو سره بایدڅه وویل سي؟ ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی اٍ ?صلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي . پوښتنه : کله چي یو مصیبت پېښ سي نوڅه بایدوویل سي ؟ ځواب : (انا لله واناالیه راجعون ) . پوښتنه : دروژه مات پروخت کومه دعاویل کیږ ي؟ ځواب : ذَهَبَ الظَــلْمَاءُ وَابْتٍَ ?َتِ الْعُرُوْقُ وَثَبَتَ الْاَجْرُاِنْ شَاءَ اللهُ. پوښتنه : تررکوع وروسته څه ویل کیږي ؟ ځواب : (سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ – رَبّنَاوَلَکَ الْحَمْدُ ) . پوښتنه : له خوبه ترپاڅېدووروسته کومه دعاء ویل کیږي؟. ځواب : (اَلْحَمْدُلِلّهِ الَّذِيْ اَحْیَانَابَعْدَمَااَمَاتَنَاوَاِلَیْهِ النُّشُوْرُ ) پوښتنه : دناروغ دلیدوپرمهاکومه دعاء ویل کیږي؟. ځواب : (ٍ ?َابَاْسَ طَهُوْرٌاِنْ شَاءَ اللهُ ) . پوښتنه : کله چي یوه غونډه یا مجلس پای ته رسيـــږي کومه دعاء ویل کېږي؟. ځواب : (سبحانک اللهم وبحمدک اشهدان لااله الاانت استغفرک واتوب الیک ) پوښتنه: د ډوډۍ ترخوړلو مخکي څه ويل کيږي؟. ځواب : (بسم الله ) . پوښتنه : دډوډۍ ترخوړلووروسته څه ويل کيږي؟. ځواب : (الحمدلله الذي اطعمني هذا و؍ ?زقنیه من غیرحول منی ولاقوه ) پوښتنه : چاته قوي انسان ويل کيږي؟. ځواب : هغه شخص چي دغوسې په وخت کي خپل ځان کنټرول کړي . پوښتنه : دغوسې په وخت کي څه ويل کيږي؟. ځواب : (اَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِیْمِ ). پوښتنه : دپرچ په وخت کي څه ويل کيږي؟. ځواب : (اَلْحَمْدُلله ) یوه کوچی سړی له پیغمبر (ص) څخه (25)پوښتنی وکړی او هغه داسی ځوابونه ورکړل : پوښتنه : غواړم چی بډای شم ؟ ځــواب : قناعت غوره کړه بډای به شی. پوښتنه : غواړم چی لوی عالم شم ؟ ځــواب : تقوی او پرهیزگاری غوره کړه عالم به شی. پوښتنه : غواړم چی عزتمن شم ؟ ځــواب : خلکوته لاس مه نیسه عزتمن به شی. پوښتنه : غواړم چی لوی سړی شم ؟ ځــواب : له خلکو سره مرسته کوه. پوښتنه : غواړم چی عادل شم ؟ ځــواب : چی ځان ته یی خوښوی نوروته یی هم خوښوه. پوښتنه : غواړم چی ځواکمن شم ؟ ځــواب : په خدای ( ج ) باور او توکل کوه. پوښتنه : دخدای (ج ) په دربار کی غوره درجه غواړم ؟ ځــواب : د خدای ذکر کوه . پوښتنه : غواړم چی روزی می پراخه شی ؟ ځــواب : تل په اوداسه کی اوسه. پوښتنه : غواړم چی دعا می قبوله شی ؟ ځــواب : له حرامه نه ځان ژغوره . پوښتنه : غواړم چی ایمان می بشپړ شی ؟ ځــواب : اخلاق ښه کړه. پوښتنه : د قیامت په ورځ له خدای ( ج)نه داسی لیدنه غواړم چی را څخه خوشاله وی ؟ ځــواب : ژر تر ژره له جنابت څخه وروسته غسل کوه. پوښتنه : غواړم چی گناهونه می کم شی ؟ ځــواب : زیات استغفار وایه . پوښتنه : غواړم چی الله ( ج ) را باندی رحم وکړی ؟ ځــواب : د خدای ( ج ) په مخلوق رحم کوه. پوښتنه : غواړم چی خدای ( ج ) می پرده وکړی ؟ ځــواب : د خلکو پرده ساته . پوښتنه : غواړم چی رسوا نه شم ؟ ځــواب : له زنا څخه ځان ژغوره . پوښتنه : غواړم چی خدای (ج) او رسول (ص) ته گران شم ؟ ځــواب : کوم کارونه چی خدای (ج) ته ور گران وی هغه ځان ته گران کړه. پوښتنه : غواړم چی د خدای ( جل جلاله ) تابع شم ؟ ځــواب : فرائض مه پریږده . پوښتنه : غواړم چی احسان کوونکی جوړشم ؟ ځــواب : د خدای (ج)داسی عبادت کوه لکه ته یی چی وینی او یا تا وینی. پوښتنه : یا رسول الله (ص) گناهونه په څه بښل شی ؟ ځــواب : اوښکی ، عاجزی او ناروغی . پوښتنه : کوم شیان د دوزخ اور سړوی ؟ ځــواب : په تکلیفونو باندی صبر کول . پوښتنه : د الله ( جل جلا له ) غصه په څه شی سړیږی ؟ ځــواب : پټه صدقه ورکول او صله رحمی . پوښتنه : له ټولونه لویه گناه کومه ده ؟ ځــواب : بد اخلاقی او کنجوسی . پوښتنه : له ټولونه لویه نیکی کومه ده ؟ ځــواب : ښه اخلاق ، عاجزی او صبر. پوښتنه : غواړم چی د خدای (ج) له غصی نه وژغورل شم ؟ ځــواب : خلکوته غصه مه کوه. |
|
|