قرآني ریاضي، چا رامنځ ته کړه؟ او د هغه کس عقیده څه وه
د لوی خدای جل جلاله په سپیڅلی نامه
قرآني ریاضي چا رامنځ ته کړه؟ قرآني ریاضي د قرآن کریم د تورو، کلیمو، آیتونو، سورتونو او یا نورو برخو پر شمیر د ریاضي لمړني عملیات ترسره کولو او د هغه پر بنسټ د ځنو واقعیتونو یا حقایقو واقعیت او حقیقت ثابتولو او یا د همدې ریاضي پر بنسټ د ځنو وړاندوینو ترلاسه کولو ته قرآني ریاضي وايي. د بیلګې په توګه: په قرآن کې څو ځله د نر نوم راغلی او څو ځله د ښځې، چې د قرآني ریاضي پوهانو په اند دا تکرار سره برابر دی. او دوی ترې دا انګیري چې ګویا په اسلام کې نر او ښځه برابر دی.
آیا قراني ریاضي واقعیت لري؟ قرآني ریاضي لکه څنګه چې له نوم څخه ېې ښکاري، د بیلابیلو اعدادو او پر هغوی د ریاضي د بیلابیلو عملیو لکه جمع، تفریق، ضرب او تقسیم او داسې نورو څخه بحث کوي چې، لدې څخه ددغه برخې پوه (قرآني ریاضي پوهان) د خپلې خوښې خبرې او وړاندوینې د (ابجد هو ز) پر بنسټ ترلاسه کوي. داچې دغه عمليې د عالم په خوښه او ترسره کیږي؛ کوم مشخص اصل او قاعده نلري، یعنې چې څه وخت د جمع عملیه، څه وخت د تفریق او څه وخت د ضرب او تقسیم عملیه د قرآن کریم په سورتونو، آیتونو او یا نورو برخو ترسره کړي، نو ځکه ویلی شو چې دغه د انسان پر خپل شخصي غوښتنو ولاړ یو کاذب عمل دی، او د خدای د خدايۍ ج لاس پکې د رد وړ دی.
قرآني ریاضي چا رامنځ ته کړه؟ قراني ریاضي یو مصري امریکايي (مصری الاصلة امریکايي) چې د کیمیا په برخه کې لوړې ذده کړې درلودې په امریکا کې د خپل کمپیوټر په مټ د قرآن ټول توري، کلیمې، د ابجد په تله تللي تحلیل کړل. ده د ایتونو د تورو سربیره د سورتونو شمیر، د خدای ج د نوم تکرار، او همدا راز ځنې خاص نومونه لکه د شیطان د نوم تکرار، د ملایکو، د جنت او دوزخ، د نیکۍ او بدۍ، د نر او ښځې او داسې نور هم د کمپیوټر په مرسته تحلیل کړل. دده لاسته راوړنې د زړه چاودلو مسلمانانو لپاره ډیرې په زړه پورې پریوتې، هغوی چې کفارو ته د قرآن د حقانیت په ثبوت کې د دوی په اند پاته راغلي وو. هغوی چې په ناپوهۍ ېې غوښتل د قرآن اعجاز خلکو او نړۍ ته وښيي.
دغه کس، خلیفه رشاد نومیده. ۱۹۳۰ په مصر کې زیږیدلی او د امریکا په اریزونا ایالت کې ېې د بیوکیمیسټري په څانګه کې دوکتورا واخیسته چې بیا وروسته د ملګرو ملتونو سره د کرهڼي په چارو کې د مشاور په توګه وګمارل شو. نوموړی په ۱۹۹۰ کې د سني او شیعه عالمانو د ارتداد د فتوی په پایله کې د تندلارو مسلمانو لخوا د امریکا په اریزونا ایالت کې ترور شو.
ددغه مرتد انسان د قرآني ریاضي مفکوره هم د شعیه او سني عالمانو لخوا رد شوه.
خلیفه قرآن هم غلط باله خلیفه سره ددې چې د قرآن پدې ایة چې انا نزلنا الذکر و انا له لحافظون باندې بشپړ ایما ن لرلو، پدې ېې هم ټینګار کاوه چې په قرآن کې مسلمانانو کوتې وهلي دي، او دغه لاسوهنه دده د ریاضيکې فورمول سره سر نخوري؛ نو ځکه ادعا کوي چې د قرآن ځنې برخې ور زیاتې شویدي خلیفه رشاد ځان د خدای رسول باله خلیفه چې کله د قرآني ریاضي د کشف په پایله کې د ۱۹ عدد د یو معجزه ګر ضریب په نوم پیدا کړ (د ۱۹ عدد دده په ریاضيکي محاسباتو کې داسې یو ضریب راغئ چې په د قرآن په ځنو ایتونو، تور او یا نورو شمیرونو کې ضرب کړ، دده د ټاکلي کود له مخې به ېې یوه په زړه پورې او له معجزې ډکه پایله ورکوله)، ځان ېې د خدای رسول وباله او په را وروسته کې ېې د تسلیم شوو په نوم یوه عقیدتي ډلې بنسټ کیښود. پدې ډله کې د پیغمبر پرته یوازې د خدای بندګۍ ته بلنه شویده.
خلیفه رشاد د حضرت محمد رسالت نه مانه خلیفه رشاد د خپل کار په آخر کې دا ادعا کوي چې خدای ج د شهات کلمة پخپل مبارک کلام کې بشپړه را لیږلې ده. د قرآن دریم سورة او اتلسم ایة کې باندې استناد کوي چې پکې راغلي دي : شهدالله انه لا اله الا هو... دی وايي پدې ایت کې د محمد نوم نشته، او کچیرې ېې یو مسلمان پکې زیاتوي هغه په حقیقت کې د خدای ج په خبرو کې ګوتې وهي. او د شهادت په کلیمه کې د اشهد ان محمد رسول الله زیاتول شرک دی
رشاد وايي، احادیث د شیطان څخه را پیدا دي، قرآن پخپله مکمل دی، د حدیث ملاتړ ته هیڅ اړتیا نشته، او زیاتوي چې احادیث پخپل وار ضد او نقیض دي.
پایله: کچیرې د قرآني ریاضي بنسټ ایښودونکی داسې عقیده ولري، څنګه نور مسلمانان کولی شي د دغه مرتد انسان لار او یا افکار ومني او یا ېې نورو ته د قرآن د اعجاز په نوم ورښکاره کړي
ددغه کس د افکارو د اوریدو لپاره لاندې مناظره کتلی شئ:
د خلیفه رشاد او عبدالرحمن مناظره