پښتو ادبیات
دکتاب نوم : پښتو ژبه او ادبيات
ليکوالان: پوهنمل محمدآقا(شېرزاد)
او پوهنمل جمشېد (رشيدي)
لړليک
سرليک مخګڼه
سريزه...........................................................................
ژبه..............................................................................
دژبې ګرامر..................................................................
فونولوژي...................................................................
خپلواک اوازونه..........................................................
بې واک اوازونه..........................................................
نيم واک غږونه...........................................................
غبرګغږونه................................................................
ګړپوهنه (مورفولوژي).................................................
دمورفيم ډولونه..........................................................
دجنس په لحاظ د توم ګردان........................................
دنارينه نوم نښې.......................................................
ښڅينه نوم نښې........................................................
دعددپه لحاظ دنوم ګردان...........................................
دنارينه دنوم د جمع کولونښې نښانې.............................
دښځينه نوم دجمع کولو نښې نښانې..............................
دنوم حالتونه...............................................................
فاعلي حالت...............................................................
مفعولي حالت...............................................................
اضافي حالت ................................................................
ندايي حالت..............................................................
ارتباطي حالت............................................................
دنوم څلورګونې ډلې.........................................................
نوم او دهغه ډولونه.......................................................
ستاينوم او دهغه ډولونه..................................................
دستاينوم ډولونه............................................................
اسم عدد او ډولونه يې...................................................
نومځری (ضمير)...............................................................
دضمير ډولونه....................................................................
شخصي ضميرونه او ډولونه يې..........................................
ملکي ضميرونه.................................................................
اشاري ضميرونه...............................................................
پوښتني ضميرونه...............................................................
ناجوت ضميرونه.................................................................
قيدي ضميرونه..................................................................
کړ ول (قيد) او ډولونه يې....................................................
کړ (فعل)..........................................................................
دشخص په لحاظ دفعل ډولونه..............................................
فعل د زمانې په لحاظ............................................................
فعل د مانا په لحاظ.........................................................
نحو (ويناپوهنه).............................................................
جمله............................................................................
مبتدا .............................................................................
خبر .............................................................................
عبارت.........................................................................
دجملې مانيز ډولونه.....................................................
دجملې جوليز ډولونه.....................................................
د ادب او ادبياتو پيژندنه..................................................
دمحتوا له مخې د ادب ډولونه..........................................
نظم او نثر................................................................
شعر .........................................................................
دشعر ډولونه............................................................
دپښتو ادبياتو تاريخ..................................................
دادب تاريخ پيژند.....................................................
دپښتودادبي تاريخ دورې..........................................
لرغونې دوره.............................................................
داميرکروړ وياړنه....................................................
دپښتو ادب تاريخ ځينې نور شاعران او ليکوالان........
ددې دورې ښحينه شاعرانې..........................................
دپښتو ادب تاريخ منځنۍ دوره..................................
بايزيد روښان...........................................................
خوشحال خټک..........................................................
رحمان بابا.................................................................
حميد مومند..............................................................
دپښتو ادبياتو اوسنۍ دوره.........................................
داوسنۍ دورې دځينې شاعرانو شعرونه او نثرونه..........
صالح محمدکندهاری....................................................
غلام محی الدين افغان...........................................
ګل پاچا الفت............................................................
عبدالحی حبيبي.......................................................
عبدالرؤف بينوا........................................................
عبدالشکور رشاد......................................................
صديق الله رښتين.......................................................
املاء او انشاء..........................................................
املايي لارښوونې......................................................
په پښتو کې د(ی) ډولونه..............................................
دليکوالۍ فن............................................................
انشاء يا ليکنه.............................................................
دليکوالۍ دفنپه هکله څو عمومي لارښوونې او پاملرنې...
دمقالې ليکنې عمومي چوکاټ.....................................
دکتاب ليکنې عمومي چوکاټ......................................
ليک نښې....................................................................
اخځليکونه..................................................................
.................................................................................
سريزه
دباندينيو او کورنيوژبپوهانو دپلټنو او څيړنو په ترڅ کې دا جوته شوې چې پښتون دآريايي قوم يوه څانګه ده اودا هغه آريايي پښت دی چې څلور زره کاله پخوا په بلخ،بخدي او آمو سيند په غاړو او شاوخوا کې اوسيدل،پښتو د همدې خلکو ژبه وه .
ځينو پښتو له سامي ژبو څخه يوه ژبه بللې ده. په دې اړوند يوه بانديني پروفيسور د روسيې د اکاډمۍ غړی چې (کلاپورت) نوميږي داسې ويلي دي : (( چې ځينو خلکو پښتو سامي بللې ده. خو زما په اند پښتو يوه خالصه هندو آرين ژبه ده. ځکه چې دغه ژبه نه دالفاظو، لغاتو او نه د ګرامر له مخې سامي ژبو سره کومه اړيکه لري . ))
دکلاپورت نظردپښتو ژبې په اړوند نورو ډېرو بهرنيو پوهانو هم تاييد کړی دی، او داخلي پوهان هم دا نظر تاييدوي .
ځکه چې پښتو ژبه،دالفاظو،ترکيبونو او ګرامر له مخې د عبراني او سامي ژبو سره هيڅ اړيکه او ورته والی نه لري. نوپښتو يوه لرغونې او تاريخي ژبه ده،چې دنسبتي (و) په يوځای کېدو سره د ويدي عصر مشهورې قبيلې (پښت = پکهت) ته منسوبيږي .
دپکهت قبيله د آريايي لسو قبيلو له ډلې څخه ده،چې د ريګويدا په کتاب کې يې څو ځايه نوم ياد شوی دی .
د ((پښت)) قبيله د وخت په تېرېدو سره د (ون) د روستاړي په يوځای کېدو سره د ((پښتون)) په بڼه اوښتې ده.
په هر صورت دغه ملت د لرغونې اريانا په خاوره کې دپامير، هندوکش، سپين غر، کسي غر په لمنو او دآمو،هلمند،آباسيند او نورو سيندونو په غاړو کې روښانه او وياړلی تاريخ لري .
پښتو او دري دواړه خويندې ژبې د هېواد په ښوونځيو، د ښوونکو دروزنې په عالي مؤسسو او دپوهنتون په ځينو پوهنځيو کې تدريس کيږي .
پښتو ژبه د ښوونې او روزنې پوهنتون ،په ځينو پوهنځيو کې
[ اختصاصي تعليمات،مسلکي تعليمات،ژبو او ادبياتو پوهنځی (دري، روسي، عربي او انګليسي)] څانګوکې تدريس کيږي. د پوهنځيو د درسي پلانونو مطابق ددې ژبې تدريس ته دوه کريدته يا دوه درسي ساعتونه په يوه سمستر کې او په ځينو کې په دوه سمسترونو کې تدريس کيږي.
پښتو ژبې ښوونکي کله چې پښتو د دوهمې ژبې په حيث تدريس کوي دوی بايد دژبې د زده کړې او تدريس څلورګوني مهارتونه (اوريدل،خبرې کول،لوستل او ليکل) په پام کې ولري .
دژبې ښوونکي دې ددوهمې ژبې د تدريس په صورت کې کوښښ وکړي ،چې کوم دستوري او ګرامري توپيرونه چې د زده کوونکي د مورنۍ ژبې او د دوهمې ژبې ترمنځ موجود وي زده کوونکو ته ور په ګوته کړي. څو په راتلونکې کې زده کوونکي په دې اړوند د تېروتنې څخه ځان وژغوري .
مثلاً دپښتو ژبې ښوونکي کله،چې پښتو د دوهمې ژبې په حيث په دري ژبو سيموکې ښوونځيويا دلوړو زده کړو په مؤسسوکې تدريس کوي،نو لازمه ده،چې په لومړي قدم کې په هغو توپيرونو باندې رڼا واچوي،کوم چې د دري ژبې او پښتو ژبې په ګرامري جوړښتونو کې موجود دي .
دمثال په ډول د مضاف او مضاف اليه په برخه کې،چې په پښتو ژبه کې لومړی مضاف اليه او بيا مضاف راځي.؛ لکه : ((دکابل مڼې)) چې يو اضافي ترکيب دی. (د) د اضافت ادات، (کابل) مضاف اليه او (مڼې) مضاف دی .همدغه ترکيب په دري ژبه کې برعکس راځي.خو که مضاف اليه د (مې، دې،يې) ضماير واقع شي،بيا د دري په شان لومړی مضاف او بيا مضاف اليه واقع کيږي .؛ لکه : (کتاب کې) او نور .
دصفت او موصوف په برخه کې چې په پښتو ژبه کې صفت تر خپل موصوف د مخه راځي او د موصوف سره مطابقت ښيي، حال دا چې په دري ژبه کې بيا دا فرق کوي .
په همدې ډول د مذکر او مؤنث په برخه کې چې په پښتو ژبه کې دنارينه نوم او ښځينه نوم لپاره ځانګړې نښې او علامې موجودې دي. چې بيا دا نښې او علامې د دري ژبې په ګرامر کې نه تر سترګو کيږي .
او په همدې ډول نور توپيرونه ....
ترتيب شوی درسي پروګرام لاندې برخې لري :
داچې زده کوونکي او زده کړيالان دپښتو ژبې په ګرامري اساساتو او قواعدو،پوهېدلي او زده کړه ترلاسه کړې وي،نو په لومړۍ برخه کې
دپښتو ژبې په درې جوړښتي نظامونو(فونولوژي،موفولوژي،سنتکس) باندې په فشرده ډول معلومات راوړل شوي دي .
دوهمه برخه کې په ادبياتو،نظم او نثر او دپښتو ادب تاريخ په دورو باندې د ضرورت وړ مطالب څرګند شوي دي .
په دريمه برخه کې داچې زده کړيال د تحصيل په لړ او فراغت مهال کې خپلې ليکنې او د نورو ليکنې په درست ډول ليکلې او تعقيب کړې وي، ځينې املايي او انشايي لارښوونې اود ليک نښې نښانې راوړل شوي دي .
په پای کې هغه اخځليکونه راوړل شوي،کوم چې ددې درسي کتاب په ترتيب کې ترې ګټه اخيستل شوې . ښايي د مطالبو په ترتيب او تنظيم کې نيمګړتياوې تر سترګو شي د درنو لوستونکو او پوهانو څخه يې دلا تکميل په اړوند سترګې په لار يو .
په درنښت
پوهنمل محمدآقا (شېرزاد)
دښوونې او روزنې پوهنتون دپښتوڅانګې استاد
ژبه
ژبه په عام ډول سره دپوهولو اورا پوهولو يا افهام اوتفهيم وسيله ده،په خاص ډول ژبه دغږيزو، اوريزو او سيمبولونو يو داسې كسبي او اتفاقي سيستم دی، چې ديوې ټولنې وګړي يې يو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي اويوبل ته يې اوروي.
يا په بله وينا: ژبه په خاص ډول هغه اوازونه دي،چې انسانان يې دخپلو افكارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تريو ځانګړي نظم او سيستم لاندې دغږيزو غړو په وسيله له خولې څخه راباسي او په دې توګه يو له بله سره اړيكه ټينګوي، يانې يو بل پوهوي او راپوهوي .
داچې ژبه لومړی ځل څنګه منځ ته راغلې ده ؟
په دي باب دعلماؤو تر منځ مختلف نظريات اقامه شوي دي چې دټولو راوړل يې دلته لازم نه دي خو په لنډ ډول داسې ويلی شو چې :
ژبه له ټولنيز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، داسې چې دټولنيز كار په بهير كې لومړی د نغوتو،اشارو او ورپسې دجړوپړو او هيجاني غږونو په بڼه غږيدا پيداشوې او بيا له هغو څخه د پرله پسې ټولنيزې اړتيا په توګه ژبه منځ ته راغلې ده.
د ژبې دپيدايښت تاريخ دانسانانو دپيدايښت دتاريخ سره ټينګې اړيكې لري.اودانساني ټولنې دتاريخ دتكامل او پرمختګ سره يې سم تكامل موندلی دی او په نتيجه كې يې دغه اوسنۍ بڼه غوره كړې ده .
داخو څرګنده خبره ده،چې لومړني انسان دپيدايښت په لومړي وخت ژبه نه درلوده،خو كله چې يې ددې ضرورت احساس كړ خپلې غوښتنې،افكار او خيالات نوروته انتقال كړي نو دستونزو او مشكلاتو سره سره يې ژبه منځ ته راوړه او دژبې د پيدايښت دغه پيښه ډيره پيچلې،دتحول اوتكامل ډېره اوږده دوره يې تېره كړې ده .
څرنګه چې ژبه په تاريخي ډول پيداشوې اودانسانانو ترمنځ دګډون يوه پيچلې وسيله ده.يانې هغه وخت،چې انسانانو ته دا احتياج پيداشوی،چې يوبل ته څه ووايي ددغه احتياج له مخې غږيزو غړو (صوتي اعضأ) پراختيا وموندله،چې په تدريج سره دغه پراختيا او برياليتوبونه پر مخ ولاړل،چې بالاخره دخبروكولو نننۍ نړۍ منځ ته راغله،چې دغه اوسنۍ بڼه او شكل دټولنيز ژوند د اوښتون او پرمختګ ښه پايله ده،چې ژبې هم ورسره په خپل وار اوښتون اوپرمختګ کړی دی.
دژبې ګرامر :
كله چې يوه ژبه څېړو او مطالعه كوو يې نو دهغې ژبې دغږونو او اوازونو جوړښت ،مورفيمونه يانې دمانا لرونکوعناصرو او كلمو جوړښت د عبارتونو او جملو جوړښت تر څيړنې او مطالعې لاندې نيسو،چې په نوې ژبپوهنه كې دتشريحي ژبپوهنې دغې برخې ته ګرامر وايي .
داچې ژبه ځان ته درغښت او ساختمان ځانګړی نظام لري نو دژبې ګرامر دژبې درغښت اوجوړښت همدغه نظامونه تشريح كوي.
پښويه يانې ګرامر د تشريحي ژبپوهنې هغه لويه او غوره څانګه ده،چې د يوې ژبې د جوړښت (ساختمان) نظام او سيستم د تاريخ په يوې ټاكلې مرحلې كې تر څيړنې او مطالعې لاندې نيسي.
پښتو ګرامر دغه وروسته درې مهمې او لويې څانګې لري :
۱ـ غږ پوهنه يا فونولوژي phonology
۲-ګړ پوهنه يا علم صرف(مورفولوژي) Morphology
۳- جمله پوهنه يا علم نحو(سنتكس) syntax
غږ پوهنه يا علم صوت(فونولوژي):
په غږ پوهنه كې غږونه او دهغو د پيداښت ډولونه او نورې ځانګړتياوې په علمي او سيستماتيك ډول تر څيړڼې او مطالعې لاندې نيول كيږي.
غږ يا فونيم:
دژبې تر ټولو كوچنی غږيز توك دی،چې په ځانګړې توګه كومه مانا نه لري مګر په كلمو كې دمانا د توپير سبب ګرځي .
مثلاًِِ: د(پ) فونيم په پند pand كې كه په (ب) بدل شي نو بند band ترې جوړيږي .
دفونيم ليكلې بڼې ته ګرافيم ويل کيږي . يا په بل عبارت ګرافيم هغه د ليدو وړ رسم دی،چې ديوه اواز ښكارندويي كوي.
غږونه دسا(هوا) دچلند له مخې په څلور برخو ويشل كيږي :
الف: خپلواك(واول )آوازونه
ب: ناخپلواك(كانسوننټ) اوازونه
ج: نيمواك (نيمه واول) آوازونه
د: غبرګغږونه (ديفتونګونه)يا تركيبي آوازونه
الف: خپلواك آوازونه (واول آوازونه):
هغه اوازونه دي،چې د تلفظ پروخت يې خوله يا صوتي وتونځی دهيڅ ډول هوايي بنديز سره نه مخامخ كيږي. يانې له خولې څخه داسې ښوی راوځي،چې غږيز غړي يو له بله سره ټكر نه كوي او په دې توګه د تنفس دهوا په جريان كې كوم بندښت او موانع منځ ته نه راځي.
واول اوازونه دادي:
۱- الف(ά ) لكه د اواز په كلمه كې = (άwάz)
۲- زور (a ) فتحه لكه د توره په كلمه كې = (tora )
۳- زورركی كوچنۍ (ه ) (ə) لكه دتره په كلمه كې (tra )
۴- څرګند يا لنډ زير (ي، ί) لكه دښادي په كلمه كې (sádi )
۵- اوږ د سپك زير (ې e ) لكه دناوې په كلمه كې (Náwe )
۶- اوږد پيښ (و=0 ) لكه دلور په كلمه كې (lor )
۷- لنډ پيښ (و=u ) لكه دسور ،خوی په كلمو كې (sur-xay )
ب: بيواك (كانسوننټ) اوازونه:
هغه اوازونو ته ويل كيږي،چې دتلفظ په وخت دسا(هوا) جريان دغږيزو غړو په واسطه په بشپړ يا نيمګړي ډول تمښت يا بندښت پيدا كوي .
په پښتو كي بيواك آوازونه دادي:
۱- (ب = b ) لكه په برخه barxa – بوره = bura كې
۲- (ت = t ) لكه په توره tora - تاك tak کې
3- (پ = p ) لكه په پور pur - پول pul كې
۴- (ټ = t ) لكه په ټال tál - نيټه Neta كې
۵- (ج = j ) لكه په جاج jáj - جنګ jang كې
په همدې ډول تر پايه .................................
ج: نيمواك (سيم واول ) آوازونه:
هغه اوازونو ته ويل كيږي،چې دخپلواكو او بېواكو اوازونو تر مينځ منځګړيتوب كوي. يانې كه چيرې دسيلاب ، څپې يا هجا هسته وګرځي د خپلواك اواز بڼه او كه چيرې دڅپې هسته ونه ګرځي نو د بېواك اواز بڼه ځان ته نيسي .
پښتو ژبه دوه نيمواك اوازونه لري:
۱- (و = w ) لكه د درواغ rwágəd او ورور wror په كلمو كې
۲- (ي=y ) لكه دyum او يلبند yelband په كلمو كې
د: غبرګغږونه يا تركيبي اوازونه:
يو ډول نور اوازونه هم شته،چې هغو ته غبرګغږونه (ديفتانګونه) وايي.
غبرګغږونه عبارت له هغو اوازونو څخه دي،چې يو جز يې خپلواك يانې غږيز اواز اوبل جز يې نيمواك يانې سيم واول وي يانې د واولونو او سيم واول له يو ځای كيدوڅخه مينځ ته راځي خو پدې شرط،چې لومړی توری يې خپلواك او ورپسې دويم يې نيم واك وي اود يوستوي غږ په څير له خولې څخه راوځي. څرنګه چې په پښتو كې دوه نيمواك اوازونه لرو نو ديفتانګونه يې هم په دوه ډوله جوړيږي:
اول : د(y = ی) په مرسته جوړ شوي ديفتانګونه :
۱- ( آی=áy ) لكه : پای páy ځای záy
۲- (ای=ay ) لكه: سړی sαrαy منګی mαngαy
۳- (ۍ=yə) لكه: زمرۍ yəzmαr ملالۍ yə mαlál
۴- (وی= uy ) لكه: سوی suy ، خوی xuy
۵- (وی=oy )لكه : زوی zoy ، لوی loy
دوهم:د(و=w ) په مرسته جوړشوي غبرګغږونه:
۱- (او=αw ) لكه : لو lαw ، پلو pαlαw
۲- (آو=áw ) لكه: كړاو kαráw ، پړاو pαráw
۳- (و=wə) لكه : يو uəy ، كټو kαtow
۴-(يو=ew ) لكه : ديو dew ، ليو lew
۵- ( يو= iw ) لكه : تريو triw ، نيو Niw
يادونه: بيواك غبرګغږونه يا كلسترونو هم لرو. هغه غبرګغږونه دي چې ددوو يا زياتو بېواكو اوازونو د يو ځای كېدو څخه مينځ ته راځي بېواك مركب اوازونه يا كلسترونه يې بولي . لکه : شپه spa ، لمرlmαr ،مياشت myást
ګړ پوهنه يا علم صرف(Morphology ):
صرف يا مورفولوژي دګرامر هغه برخه ده، چې په هغه کې ديوې ژبې ټاكلي مورفيمونه، دهغوی جوړښت ،تركيب، ګردان اود هغوی ډولونه تر څيړنې او مطالعې لاندې نيول كيږي.
ګړ يا مورفيم: هغه كوچنی ژبنی مانيز واحد دی كه تجزيه شي خپله مانا له لاسه وركوي او دهغه له تجزيه كيدو څخه بې مانا اوازونه لاس ته راځي اويا په لنډ ډول بايد وويل شي :
مورفيم يو نه تجزيه كيدونكی مانا لرونكی واحد دی.
مورفيم او څپه:
څپه د هجا يا سيلاب په مانا ده. كله كه موږ د مورفيم څخه بحث كوو نو دڅپې موضوع حتماً را منځ ته كيږي،ځكه چې څپه د مورفيم يو جز دی .
څپه يا سيلاب ژبنی واحد دی،چې يايوخپلواك وي اويا له يوه خپلواك اويوه يا څو بيواكو څخه جوړوي او په يوځايي ډول له خولې څخه راووځي.
لكه : د(ابا) كلمه چې دوې څپې لري،چې لومړی (آ)يوه څپه يو خپلواك غږدی او دوهمه (با) بله څپه ده، چې له يوه بيواك (ب) اويوه خپلواك (ا) څخه جوړه شوې ده او په ګډه سره دواړه يو مورفيم جوړوي او كه چيرې تجزيه شي بې مانا غږونه يانې اوازونه لاس ته راځي .
خپلواك يا واول اواز دڅپې په جوړښت كې رغنده او اساسي رول لري په دې مانا چې پرته له خپلواك آواز څخه څپه نه شي جوړېدای يانې خپلواك آواز د څپې زړی يانې هسته جوړه وي.
څپه په دو ډوله ده:
الف: وازه څپه:
هغې څپې ته وايي،چې په خپلواك اواز پای ته رسيدلې وي .
لكه : ابا = άbά - زه = zə - ته = tə - بيا = byά
ب: تړلې څپه:
هغې څپې ته ويل كيږي،چې په يوه بيواك اواز پای ته رسيدلې وي.
لكه : مور mor – خور xor – كټ kαt خپل xpəl .
مورفيم او كلمه :
كلمه يو رواني واحد دی،چې بيل ويل كيږي او ليكل كيږي او لغوي مانا لري.خو مورفيم يو لفظي واحد دی،چې لغوي او ګرامري مانا لري مورفيم كله بيل او كله ديوې كلمې دجز په توګه راتلای شي .
دبيلګې په توګه كتابچه يوه كلمه ده،چې له دوو مورفيمونو (كتاب) او (چه) څخه جوړه شوې ده، يانې كتاب يو مستقل مورفيم او چه يو تصغيري روستاړی دی،چې يو نا خپلواك مورفيم دی نو پدې توګه كتابچه يوه كلمه ده او چه له دوو مورفيمونو څخه جوړه شوې ده .
دګړ يا مورفيم ډولونه :
مورفيم په لومړي سركې په دوو لويو څانګو ويشل كيږي :
۱- خپلواك يا آزاد يا غير مقيد مورفيمونه
۲-نا خپلواك يا تړلي او يا مقيد مورفيمونه.
نومونه فعلونه قيدونه وييکی (ادات تاړي (وندونه)
الف: تړلي مقيد مورفيمونه:
ديوې ژبې وينا او عبارت كې هغه وړې ټوټې او برخې،چې په ځانګړي او مستقل ډول د استعمال وړنه دي . يانې كه په ځانګړي او خپلواك ډول استعمال شي هيڅكله هم مانا نه وركوي نو ځكه تړلي مورفيمونه بلل كيږي.
لكه دكتابونو كلمه،چې له دوو مورفيمو څخه جوړه شوې ده (كتاب) يو خپلواك مورفيم او (ونه) دجمعې روستاړی دی كه چيرې دكتاب د كلمې څخه لرې كړای شي په خپلواكه توګه كومه مانا نه وركوي .
تړلي مورفيمونه يا نا خپلواكه كلمې دادي:
۱- سرينې : هغه نا خپلواكه كلمې دي،چې دكلمو اړوند توب لپاره په كلام كې دكلمې څخه دمخه راځي دكلمې سره يو ځای نه ليكل كيږي .
دکلمې په ماناکې کوم تغيرنه پېښوي . لکه : (له،په،پر،د،له،و) او نور .
۲- پسينې يا اوستريلونه (پسينه ها):
هغه نا خپلواكه كلمې دي،چې تريوه نوم وروسته راځي او دهغه نوم دريځ او څرنګوالی بيانوي – دكلمې په مانا باندې كو م اثر نه ښندي.
لكه: ( كې، پسې ،سره،ته، باندې،كره، پرته اونور
)
دسرينو او پسينو څو مثالونه په لاندې جملو كې وګورﺉ
:
۱- زه په ټولګي كې يم.
۲- په زيارسره بری حاصليږي .
۳- په چا پورې مه خاندﺉ.
۴- دخبرو لپاره وخت نه لري.
۵- ترښونځي پورې ځم.
۶- بې اوبو څخه ژوند نشته.
۷- و تا ته مې ووې
تاړي (وندونه): هغه تړلي او مقيد مورفيمونه دي،چې ازادو مورفيمونو سره د يو ځای والي او پيوستون له كبله دهغو مانا او مفهوم څرګنديدای شي چې په لاندې ډول دي:
۳- مختاړي :- چې په عربي يې سابقه په فارسي پيشوند او په پښتو يې مختاړي بولي هغه نا خپلواكې كلمې دي،چې دكلمې دريښې څخه دمخه دكلمې سره پيوست راځي او دكلمې مانا ته تغير وركوي.
۴- روستاړي : چې په عربي يې لاحقه پسوند او په پښتو يې روستاړي بولي.
هغه ناخپلواكې كلمې دي چې دكلمې څخه وروسته دريښې سره پيوست راځي او دكلمې مانا ته تغير وركوي. لكه :
ليك +وا ل = ليكوال ، پوهنه+تون= پوهنتون
پوهن+ځی= پوهنځی او داسې نور.
۵- وييكي (ادات) particles
ادات دنه ګردانيدونكو مورفيمونو يوه مهمه برخه ده او په لاندي ډول دي:
الف: اړيك وييكي (ارتباطي):
دغه ادات دڅومره والي، څرنګوالي او ورته والي له مخې دوه جملې سره نښلوي له ډېريو سره (چې) هم ملګرې كيږي او په ګډه ددوو ټوټو يا فقرو اړيكې سره ټينګوي .
لكه څومره ،ځكه چې ،كه څه هم ،بياهم، همداراز،څو، همدارنګه،مګر....
ب: ورتني (تشبهي) ادات:
هغو اداتو ته ويل كيږي،چې د دوو يا زياتو څيزونو او پديدو ته ورته والی او مشابهت ښيي؛لكه: غوندې ،په څير ،په رنګ ،په شان ،په دود، په توګه، په راز ..
ج: تړوييكي (دعطف ادات):
چې كلمې او جملې سره يو ځای كوي . لكه: (او،كه،يا،سره) .
مثال : باغ وای دګلونو پكې ناست وای زه او ته
ګل وای غوړيدلی باندې ملاست وای زه او ته
د: تولوييكي (داضافت توري):-
هغو اداتو ته ويل كيږي،چې څيزونه او پديدې سره اړوندوي او ملكيت ښيي پښتو يوازې د اضافت يو توری لري، چې هغه عبارت دی له (د) څخه .
مثلا : داحمد قلم، دشپانه رمه ، دژورناليزم پوهنځی
خپلواك (نامقيد)مورفيمونه:
ګردانيدونكي مورفيمونه په دوو لويو برخو ويشل كيږي :
۱- د نوم صرف
۲- دفعل صرف
نوم :- هغه كلمه ده چې بې له زمانې دارتباط څخه د راز راز څيزونو او پديدو څرګندونه كوي . لكه : تيږه،ښايست ،دوه او نور.
نوم په عمومي ډول د دريو اړخونو له مخې ګردانيږي . لكه:
جنس عدد او حالت . خو ضمير برسيره په جنس د شخص له پلوه هم ګردانيږي. لكه متكلم ،مخاطب او غايب.
دجنس په لحاظ دنوم ګردان :
دجنس څخه مطلب دادی،چې نوم په نارينه او ښځينه باندې ويشل كيږي. په پښتو كې دنارينه نوم او ښځينه نوم لپاره ځانته نښې او علامې موجودې دي، چې په ترتيب سره وروسته ښودل كيږي :
دنارينه (مذكر) نوم نښې:
ټول هغه نومونه او صفتونه چې په پای كې يې دغه وروسته نښې او علامې راغلې وي دجنس په لحاظ مذكر نومونه ګنل كيږي .
۱- هغه ټول نومونه،چې په اصل توري يانې كانسوننټ غږ ختم وي او سماعي مؤنث نه وي مذكر ګنل كيږي ؛ لكه: ميز، لاس، اور، كټ، او نور
۲- ټول نومونه،چې په نرمه (ی) يا (αy ) ديفتانګ ختم وي .لكه سړی، زمری پسرلی ، توريالی اونور.
۳- څركند واو . لكه : تالو ،چاكو ،سالو ، باړخو، پټو، شفتالو ...
۴- زوركی (ه- ) لكه زړه، نيكه، پسه، ليوه،تره.....
۵- آو (άw ) ديفتانګ . لكه: كړاو ، پړاو
۶- iwديفتانګ . لكه : تريو triwـــــــــ نيو Niw
۷- ew ديفتانګ . لكه : ليو lew ديو dew
۸- uy ديفتانګ . لكه : بویbuy خوی xuy
۹- uy ديفتانګ . لكه : ځای zάy پایpάy
۱۰- oy د يفتانګ . لكه : زوی zoy سویsoy
ښځينه (مونث) نوم نښې :
ټول هغه نومونه او صفتونه،چې په پای كې يې دغه وروسته نښې او علامې راغلې وي دجنس په لحاظ مؤنث نومونه بلل كيږي :
۱- الف (ά )؛ لكه : ليلا ،نڅا ،خندا،ژړا ،بيديا
۲- څرګنده (ه) (α ) لكه : غرمه،سترګه ،پاڼه،ګوته،لښته
۳- تانيثي (ۍ) =(əy ) ديفتانګ. لكه : ملالۍ ،تورپيكۍ ،كړكۍ ،ډوډۍ
۴- مجهوله (ې) = e . خپلواكه غږ : ناوې ،خواښې ،ملګرې،ادې
۵- د(ي=i ) خپلواك غږ يا څرګنده (ي)،په نسبتي صفاتوکې.
لكه: خپلوي ،ښادي ،دوستي ،بياتي.
۶- اوږ د واو (o ) لكه : ورشو ،بيزو،زانګو، ښارو....
۷- د ( w ) ديفتانګ ؛ لكه : كټو
يادونه :
۱- كانسوننت،چې مفرد مذكر نوم دپای نښه او علامه ده، دحقيقي معنوي مؤنثاتو نښه او علامه ده. لكه: مور،خور،ترور،لور.....
۲- زوركی (ه- ) ؛ لكه: چې مفرد مذكر نوم دپای نښه ده، په استثنايي ډول په ځينو كلمو كې دمفرد مؤنث نوم علامه هم ده.لكه : چاړه،وياله،خوله،ترله...
همدارنګه:
۱- الف(ά ) چې مفرد مؤنث نوم دپای نښه او علامه ده په بې قاعدې نومونو كې په استثنايي ډول د مفرد مذكر نومونو لپاره هم راځي .
لكه:ماما،كاكا،لالا،ملا......
۲- څرګنده(ي). چې مفرد مؤنث نوم دپای نښه ده په نسبتي اومغايره حالت كې دمفرد مذكر نوم دپای نښه جوړيږي .
لكه : كابلي ،مزاري،ننګرهاري ،سړي ،زمري،بريالي.....
دعدد په لحاظ دنوم ګردان
دعدد څخه مطلب او مراد دادی چې نوم مفرد دی او كه جمع
۱- مفرد نوم: هغه نوم دی،چې په يوه شخص يا په يوه شي دلالت كوي.
لكه: هلك
۲- جمع نوم: هغه دی،چې ديوه څخه په زياتو دلالت كوي.
لكه: هلكان ،نجونې،څانګې ،خنداوې .
الف: دنارينه (مذكر)نوم دجمع كولو نښې او علامې .
دغه وروسته نښې او علامې،چې مفرد مذكر نومونه جمع كوي په دې ډول دي:
۱- د(آن = άn ) روستاړي (پسوند) ؛ لكه :
مفرد جمع
هلك هلكان
پړانګ پړانګان
مچ مچان
ليوه ليوان
كارغه كارغان
آس آسان
۲- د(ونه Una ) روستاړی ( پسوند) : لكه:
مفرد جمع
كتاب كتابونه
قلم قلمونه
لاس لاسونه
كنډو كنډوونه
پسه پسونه
۳- د(ي- i ) واول: كوم مفرد مذكر نومونه،چې (αy ) په ديفتانګ پای شوي وي جمع يې په څرګنده (ي) سره جوړيږي . لكه :
مفرد جمع
پسرلی پسرلي
ملګری ملګري
ستوری ستوري
۴- زوركی (ه- ) يا كوچنۍ (ه) ؛ لکه :
مفرد جمع
غل غله
مل مله
په ځينو يو هيجايي نومونو يا صفتونو كې،چې لنډ (و) يې په منځ كې راغلی وي دغه دمنځ (و) په (الف) بدليږي او په پای كې دزوركي په زياتولو جمع كيږي.
مفرد جمع
كوڼ كاڼه
شپون شپانه
بيلتون بيلتانه
۵- ګانgάn) ) ؛ لكه : ماما ګان ، كاکاگان ،ساده ګان
۶- يان (yan ) ؛ لكه: ميرزايان ،ملايان،اشنايان
ب:- دښځينه (مؤنث) نوم دجمع كولو نښې او علامې:
دغه نښې او علامې،چې مفرد مؤنث نومونه جمع كوي په دې ډول دي:
۱- داوږده يا مجهوله (ې) واول: (پرته له ساده،لوده،پياده) مشتركه صفتونو څخه ټول هغه مفرد مؤنث نومونه،چې په (α ) باندې ختم وي په جمع كولوکې يې ( α )په (ې) باندې بدليږي.
مفرد جمع
ونه ونې
لښته لښتې
مياشت مياشتې
ستن ستنې
خوله خولې
۲- دزوركي واله (ۍ، ) ديفتانګ . لكه :
مفرد جمع
ډوډۍ ډوډۍ
څپلۍ څپلۍ
نارو غي ناروغۍ
خوشحالي خوشحالۍ
وداني ودانۍ
۳- ګانې او وې (gάne- we ) روستاړی (پسوند)؛ لكه:
مفرد جمع
خندا خنداګانې يا خنداوې
ژړا ژراګانې يا ژړاوې
بلا بلاګانې يا بلاوې
بوډۍ بوډۍ ګانې
انۍ انۍ ګانې
راديو راديوګانې
بيزو بيزو ګانې
پرته له (ميرزا ،اشنا،ملا) څخه،چې مفرد مذكر كلمې دي او جمع يې د(يان) په روستاړي سره جوړيږي .
۴- د(انې- άne ) روستاړی يانې پسوند؛ لكه:
مفرد جمع
كابلۍ كابليانې
دوبۍ دوبيانې
ګونګۍ ګونګيانې
لمسۍ لمسيانې
۵- د (يندې yαnde ) روستاړی يانې پسوند:
نوموړې نښه حقيقي مانوي مؤنثات جمع كوي ؛ لكه :
مفرد جمع
مور ميندې
خور خويندې
ترور تريندې
نږور نږيندې
۶- (يانې - yάne ) ؛ لكه : ميرزايانې ،ملايانې، آشنايانې
دنوم حالتونه :
دنوم حالت څخه مراد دادی،چې نوم په خپل چاپيريال كې دكومو حالاتو درلودونكی دی . نوم چې په جمله كې استعماليږي دا لاندې حالتونه لري:
۱- فاعلي حالت:
كه چيرې نوم په جمله كې فاعل واقع شي يانې كار او عمل ترې صادر شي حالت ته يې فاعلي حالت وايي .
لكه:رفيع سبق وايي . شاه محمود ليك كاږي . .زرمينه كاركوي.
په پورته مثالونو كې (رفيع، شاه محمود،زرمينه) په جملو كې فاعل واقع شوي دي،چې فاعلي حالت لري.
۲- مفعولي حالت:
كه چيرې يو نوم په يوه جمله كې مفعول واقع شي يانې پر هغه پای ته ورسيږي. هغه نوم ته مفعول ا و حالت ته يې مفعولي حالت وايي ؛ لكه :
توريالی ډوډۍ خوري. پلوشه مقاله ليكي.
په پورته مثالونو كې (ډوډۍ اومقاله) نومونه مفعول واقع شوي دي او حالت ته يې مفعولي حالت وايي .
۳- اضافي حالت:
كه چيرې يو نوم په جمله كې مضاف اليه واقع شي اويا دا چې يو څه ورپورې اړه ولري ،د نوم دغه حالت ته اضافي حالت وايي. په يو اضافي تركيب كې لومړی د اضافت توری (د) ورپسې مضاف اليه اوبيا مضاف راځي.
لكه : دزرمينې كور ښكلی دی. پدې جمله كې (زرمينې كور) اضافي تركيب دی چې (د) اضافت توری (زرمينه) مضاف اليه او (كور) مضاف دی.
يا لكه : زما كتاب ،ستا كتاب، د ده كتاب، دهغه كتاب، دهغې كتاب .
يادونه: كه چيرې مضاف اليه د (مې،دې،يې) ضمير واقع شي په دې صورت كې داضافت (د) نه راځي او د دري ژبې په څير لومړی مضاف او بيا مضاف اليه راځي.؛ لكه : كتاب مې ورك شو، پدې جمله كې (كتاب مې) داضافي تركيب بڼه لري،چې (كتاب) مضاف او(مې)ضمير مضاف اليه واقع شوی دی. په همدې ډول كتاب دې ،كتاب يې .
۴- ندايي حالت :
كه چيرې يو نوم ته بلنه يا غږ شوی وي. بلننوم يا منادي بلل كيږي ا و حالت ته يې ندايي حالت وايي .
په ندايي حالت كې دمذكر نوم په آخر كې ( α ) او د مؤنث نوم په پای كې (ې) زياتيږي. لکه :
احمد! ، اې مسلمانانو! ، زلميه! ، فاطمې! ، زرغونې! و داسي نور
۵- ارتباطي حالت:
كله كه يو نوم د ارتباط له اداتو سره استعمال شي او دارتباط ادات ورڅخه دمخه يا وروسته راشي نو هغه نوم ارتباطي حالت لري. مثلاً:
له كوره راغلم ، بازار ته ځم.
په دغو مثالونو كي (كور او بازار ) نومونه ارتباطي حالت لري.
يا دونه : دنوم يا ضمير داصلي بڼو سرهيڅكله دارتباط توری نه استعماليږي.
دنوم څلورګونې ډلې:
په پښتو ژبه كې نوم څلورګونې ډلې دادي:
۱- څيز نوم اسم شی)
۲- ستاينوم ( اسم صفت)
۳- شمير نوم (اسم عدد)
۴- نومځری (اسم ضمير)
نوم او د هغه ډولونه:
نوم چې ژبپوهان يې اسم بولي يو داسې نوم دی . چې يو ځای ،شی يا پديدې نومونه او څرګندونه كوي او دا وروسته ډولونه لري:
۱- عام نوم: داسې څيز يا پديده نوموي،چې ځانګړی او خاص نه وي بلكې ډولونه او خيلونه ولري ؛ لكه : هيواد ، ولس، هلك ،نجلۍ،څاروي.........
۲- خاص يا ځانګړی نوم : چې ځانګړی څيز يا پديده، شخص يا ځای نوموي. لكه: عبيد ، نظيفه،افغانستان ، كندهار...........
۳- جمع نوم: چې يوه ډله او جميعت نوموي.
لكه: ټولګی ،لښكر،رمه،ګوند،ټبر، غنم.........
۴- جنس نوم: چې په يو نه شمير يدونكي څيز اړه لري .
لكه : اوبه ، غوړي، تيل........
۵- دمانا نوم: هغه نوم ته وايي،چې په غير محسوس څيز اړه لري او مادي وجود نه لري . لكه: پوهنه ،ښايست،فكراو ويره..............
۶- ذات نوم: چې په يو حس كيدونكي څيز پورې اړه لري يا په بله وينا داسې يو څيز،چې زموږ په حواسو حس كيدای شي : لكه. ونه ،تيږه ،اوبه..........
۷- صوت نوم: چې طبعي(پنځي) يا مصنوعي اوازونو انګازه نوموي.
لكه : درزهار، ترپهار،.......
ستاينوم او دهغه ډولونه:
ستاينوم (صفت) په خپلواك ډول څه نه نوموي بلكې د يو شي څرنګوالی بيانوي . لكه : روغ ، غښتلی ،كمزوری، ښايسته ، تور او سپين .........
په پښتو ژبه كې صفت دلوړتيا دپوړونو ياد لږوالي ،ډيروالي بيلابيلې ښكاره درې ګونې درجې نه لري . لكه په دري ژبه کې(خوب، خوبتر،خوبترين ) (بد، بدتر، بدترين) له دې امله په پښتو ژبه كې يو صفت د اداتو په ملتيا خپله درجه او طبقه ښكاره كوي. لكه: ( ښه، ډير ښه، خوراښه )،(سپين،ډېرسپين، لاډېرسپين) يا زښته ډېر.
صفت دا ورسته ډولونه لري :
۱- اصلي صفت: چې ديونوم ذاتي ښه والی او بد والی ښكاره كوي.
لكه : ښه ،بد ، سپين ، تور................
۲- نسبتي صفت: چې يو بل نوم ته يې نسبت شوی وي.
لكه : كندهاري ،يوسفزي ،كورني......
۳- عددي صفت: هغه كلمه ده،چې دهغوی په واسطه ديو شي شمير او اندازه معلوميږي . لكه : دوه ، پنځه ،لسم ، شلم، دوه لاسونه او نور.......
۴- استفهامي صفت: چې دپوښتنې په وخت كې استعماليږي او موصوف ورسره راغلی وي. لكه: څومره غنم دې پكار دي ، كوم هلك پوه ده ،
څو كتابونه اخلې .....
۵- فاعلي صفت. لكه پالونكی ،تلونكی ، تللی ، ګرځيدلی.
۶- مفعولي صفات . لكه : ساتلی، ليكلی ،پرې شوی ،وهل شوی .
۷- اشاري صفتونه: هغه كلمې دي،چې دهغو په واسطه يونوم ته اشاره شوې وي او هغه ته اختصاص ورکړی شي .
لكه: دغه باغ د انګورو دی . دا ونه ښه سيوری لري .
۸- مجرد صفتونه: هغه ته وايي،چې په خارج كې كوم مادي وجود ونلري او خالي وصف او حالت ترې مراديږي .
لكه : ليونتوب،هوښيارتوب، روغتيا،اوږدوالی .
يادونه: په پښتو ژبه كې صفت د خپل موصوف څخه د مخه راځي او صفت د خپل موصوف سره دجنس عدد او حالت له پلوه ګردانيږي او صفت د خپل موصوف سره سمون ښيي.
شمير نوم(اسم عدد) او ډولونه يې:
عدد هغه كلمه ده،چې دڅيزونو شميره بيانوي په خپلواكه توګه كومه نومونه نه كوي ،بلكې په يوه څيزنوم پورې اړه لري . خو ستاينوم غوندې يې څرنګوالی نه ښيي بلكې څومره والی او پوړوالی ښيي .
دشمير نوم ډولونه په دې ډول دي:
۱- اصلي عدد .لكه : يو ، دوه، درې ،څلور،پنځه .........
۲- وصفي يا رتبيي عدد. لكه : لومړی ، دويم ، دريم ، څلورم......
۳- كسري عدد: چې داړونده څيز نوم ماتوالی او برخه والی ښيي.
لكه: يو پردوه،دوه پر څلور،درې پر پنځه ، درې پر څلور........
۴- انقسامي يا تقسيمي عدد: چې مربوط څيز نوم ويشنه او جوړه كيدنه څرګندوي . لكه : يويو ، دوه دوه ، درې درې ، څلور څلور ، پنځه پنځه ..........
۵- تخميني عدد: چې ديو څيز نوم يانې معدود پر ځای غبرګ غبرګ څيز نومونه راوړي او يو هم نه ټاكي .
لكه : يو دوه ، دوه درې ، درې څلور ، څلور پنځه.........
يادونه : په پښتو ژبه كې عدد تر معدود د مخه راځي او لږ ډير ګردانيږي په پښتو ژبه كې ( يو او دوه ) د جنس له پلوه د خپل معدود سره سمون ښيي خو نور اصلي اعداد د خپل معدود سره مطابقت نه ښيي . لكه:
مذكر مونث
يو كتاب يوه كتابچه
دو كتابونه دوه كتابچې
درې قلمونه درې كتابچې
څلور قلمونه څلور كتابچې
نومځری (ضمير):
نومځری هغه كلمه ده،چې د يو نوم ښكارندو يي كوي او دنوم پر ځای استعماليږي اويا يې دتكرار مخنيوی كوي.
ضمير دنورو نومونو پر خلاف دجنس ، عدد او حالت سر بيره دشخص يانې متكلم ، مخاطب، غايب له پلوه هم ګردان مومي.
د ضمير ډولونه:
ضمير په پښتو كې لاندې ډولونه لري :
۱- شخصي ضميرونه : هغه ضميرونه دي،چې عموما د اشخاصو پرځای راځي او يو له دريو اشخاصو څخه ښيي .
داستعمال له مخې شخصي ضميرونه په دوه ډوله ويشل كيږي :
الف: غښتلي (قوي) يا مفصل ضميرونه :
هغه ضميرونو ته ويل كيږي،چې يو ازې (خپلواكه ) توګه استعماليږي او دبلې كلمې سره پيوست او متصل نه راځي ددغو ضميرونو مفرده بڼه دو حالته لري:
يانې اصلي حالت او غير اصلي يا مغيره حالت . لكه په لاندې جدول كې:
منفصل شخصي ضميرونه:
شخص
جمع
اصلي حالت
غير اصلي حالت
متكلم
زه
ما
موږ
مخاطب
ته
تا
تاسې
غايب
دی
ده-
دوی
دا
دې
ب: كمزوري (ضعيف) يا متصل ضميرونه:
هغو ضميرونو ته ويل كيږي،چې په خپلواكه توګه كومه مانا نه وركوي او خپله مانا او مفهوم دنورو نومونو او كلمو سره د يو ځای والي په صورت كې په ډاګه كوي .
كمزوري شخصي ضميرونه :
شخص
مفرد
جمع
۱
مې
مو
۲
دې
مو
۳
يې
يې
۲- ملكي يا اضافي ضميرونه:
عبارت له هغوضميرونو څخه دي،چې ديو شي ملكيت او متعلقيت بيانوي. لكه:
شخص
مفرد
جمع
۱
زما
زمونږ
۲
ستا
ستاسې
۳
دوه
د دوی
ددې
۳-اشاري ضميرونه:
هغو ضميرونه ته وايي،چې وګړو او څيزونو ته اشاره كوي.
واټن
مفرد
جمع
اصلي حالت
غير اصلي حالت
اصلي حالت
غير اصلي حالت
لنډ
دغه-
دغه-ə
دغه-α
دغو
دغه-α
دغي-e
دغه-α
دغو
لر
هغه-α
هغه- ə
هغه-α
هغو
هغه-α
هغه-e
هغه-α
هغو
لا لر
هوغه- α
هوغه- ə
هوغه -α
هوغو
هوغه- α
هوغې-e
هوغه -α
هوغو
پوښتني يا استفهامي ضميرونه :
چې داشخاصو او څيزونو پر ځای د پوښتنې په وخت كې استعاليږي. لكه :
۱- څوك (چا) څوك راغی ؟ چاوويل؟
۲- كوم (كومه) كو م سړی راغی؟ كومه ښځه راغله؟
۳- كله . (مهال او زمانه پوښتي او ګردان نه لري) كله راځې؟
۴- چيرته ( ځای پوښتي او ګردان نه لري) چيرته تللی وې؟
۵- څنګه چې ديو وګړي يا شي او يا عمل څرنګوالی پوښتي.
څنګه كاردې وکړ؟
۶- څه ډېرۍ ديوشي يا وګړي پيژندنه پوښتي او ډېرۍ جنس نوم پورې اړه لري او ګردان نه لري .
۷- څو چې د وګړو يا شيانو شمير پوښتي.
۸- څومره چې ډېرۍ داشياوو او وګړو شمير او دجنس د څرنګوالي،كيفيت او مقدار پو ښتنه كوي.
۹- ولې چې ديو عمل او پيښې عامل او سبب پو ښتي.
نا جوت يا مبهم ضميرونه:
چې د نامعين وګړي لپاره راځي . لكه :
هر هر ځلمی كاركوي
بل بل څوک راغی
نور نور شاګردان راغلل
ټول ټول هلكان درس لولي
يادونه : همدارنګه ځينې ،هيڅ او څوك هم مبهم ضميرونه دي .
پلوي يا قيدي ضميرونه:
چې ديو چار (عمل) او فعل سمت او پلو د وګړو (اشخاصو) له پلوه ښيي او درې ګوڼې بڼې لري .
لكه : را د متكلم لوری ښيي . لكه: راځم
در مخاطب لوری ښيي . لكه: درځم
ور د غايب لوری ښيي. لكه: ورځم.
كړ ول (قيد):
هغه ژبنی عنصردی،چې ديو فعل د پيښيدنې څرنګوالی ښيي. دا څرنګوالی د فعل د پيښيدلو ځای يا مهال ټاكي . ټينګار او داسې نورې ځانګړتياوې ښكاره كوي .
د قيد ډولونه:
۱- د زمان قيد (مهال) قيد : چې دمهال له مخې د يو فعل پيښـيدنه څرګندوي. لكه : اوس، دمخه ،نن ،پرون.......
۲- د مكان (ځای) قيد : چې ديو فعل پيښيدنه د ځای ا و چاپيريال له مخې څرګندوي. لكه: دلته،هلته،مخكې، وروسته، كښته،پورته........
۳- څرګندني او ټينګاري قيد: چې دفعل ټينګار ښيي.
لكه : په ميړانه ،په څرګنده،په منډه ،په ډاګه، څه نا څه،لږ او ډېر................
۴- دشك قيود. لكه: ګوندې ، ښايي
۵- د علت قيود . لكه: څله ځې ، ولې نه كښينې.
۶- د وضيعت او حالت قيود. لكه : ژر ژر راځه، په ورو ورو ځه............
فعل يا (كړ):
فعل د وينا ديو عمده جز په توګه هغه خپلواكه كلمه ده،چې په يوه زمانه كې ديوكار په كولو يا كېدلو دلالت كوي. دنوم او فعل تو پير په دې كې ده، چې نوم زمانې پورې اړه نلري او فعل نه بايد هرو مرو زمانه مرادوي.
لاندي مثالونو ته وګورﺉ:
حال زمانه راتلونكې زمانه ماضي زمانه
ذبيح خط ليكي ذبيح به خط وليكي ذبيح خط وليكه
لېمه درس لولي لېمه به درس ولولي لېمې درس ولوست
لطف الله كاركوي لطف الله به كار وكړي لطف الله كار وكړ
په پورته مثالونو كې وګورﺉ چې په حال زمانه ، راتلونكې زمانه او ماضي زمانه كې كار او چار ترسره شوی دی.
دشخص په لحاظ د فعل ډولونه:
په پښتو ژبه كې فعل د شخص څرګندونه كوي، په فعل كې دشخص د اړخ څرګنديدل هماغه تصريفي روستاړی دی،چې دفعل په اصل (ريښه) پورې نښلول كيږي .د بېلګې په توګه:
۱- متكلم فعل : زه ځم m
۲- مخاطب فعل : ته ځې - e
۳- غايب فعل : دی - ځي
په پورته فعلي ګردان كې (ام – ې- ي )د لومړي ، دوهم ، اودريم شخص مفرد حالت څرګندوي.
فعل دزمانې په لحاظ:
فعل دزمانې په لحاظ په درې ډوله دی:
۱- حال زمانه ۲- ماضي زمانه ۳- راتلونكې زمانه
۱- د حال زمانه فعل: هغه دی،چې په اوسنۍ زمانه كې ديوكا ر په كولو دلالت كوي. لكه : لولم ،غواړم ، ګورم........
۲- مستقبل يا راتلونكې زمانې فعل: چې په راتلونكې زمانه كې ديو كار په كولو دلالت كوي . لكه : وبه يې ليكم، وبه يې وينم، وبه يې خورم........
۳- د ماضي زمانې فعل: چې په تيره زمانه كې پر يو كار دلالت كوي .
لكه : وليده ، پاڅيده....
مفرد جمع
زه پاڅيدم موږ پا څيدو
ته پاڅېدې تاسې پاڅيدﺉ
دی پاڅيده دوی پاڅيدل
دا پا څيده دوی پاڅيدلې
فعل د مانا په لحاظ لاندې ډولونه لري:
۱- لازمي فعل: هغه دی،چې يوازې په فاعل تماميږي او مفعول نه غواړي .
مفرد نا تيره زمانه جمع
زه پاڅيږم موږ پاڅيږو
ته پاڅيږې تاسې پاڅيږﺉ
دی پا څيږي دوی پاڅيږي
۲- متعدي فعل: هغه فعل ته وايي،چې په جمله كې سربيره پر فعل او فاعل مفعول هم قبلوي .
لكه : نا تيره زمانه تيره زمانه
زه كتاب ليكم ما كتاب ليكه
ته كتاب ليكې تا كتاب ليكه
دی كتاب ليكي ده كتاب ليكه
۳- معلوم فعل :
كه چيرې په جمله كې ديو فعل فاعل معلوم وي هغه ته معلوم فعل وايي.
لكه : ما زلمی وليده ، زه زلمی وينم
دليدلو فعل او اثر په زلمي واقع شوی دی .
۴- مجهول فعل :
كه چيرې دفعل فاعل معلوم نه وي نو هغه ته مجهول فعل وايي.
لكه مياشت ليدل شوې. هلك وهل كيږي.
۵- مثبت فعل :
چې ديو كار په كولو باندې دلالت كوي.
لكه : زه ځم زه هره ورځ لامبم
۶- منفي فعل:
چې ديو كار په نه كولو باندې دلالت كوي .
لكه: زه كورته نه ځم. څوك چې درس نه وايي ناكاميږي.
نحو (Syntax )
دلغت په لحاظ نحو د عربي ژبې كلمه ده،چې په پښتو كې ورته وينا پوهنه وايي او په انګليسي ژبه كې يې سنتكس Syntax بولي .
په نحو كې دمفردو كلمو ديو ځای كيدو، د جملو جوړښت او قاعدې، په جملو كې دكلمو ترتيب يو له بله ارتباط او نور حالات ښودل كيږي.
جمله Sentence
د مورفيمونو او كلمو يو داسې ترتيب شوې مجموعه ده، چې يو بشپړ مفهوم او مطلب پرې پوهول كيږي.
دا چې خبرې يا وينا په جملو كيږي نو داسې يې هم پيژندلای شو :
جمله : دخبرو وينايا ګړهار هغه بشپړه خپلواكه رغاونه ده، چې ترې بله ستره رغاونه نشته. په بله وينا جمله د خبرو او وينا تر ټولو لو ی واحد دی.
په پښتو ژبه كې يوه جمله د فاعل ،مفعول، فعل او نورو اړونده توكونو څخه جوړښت مومي او په دې ډول پر دوو برخو ويشل کيږي.
چې يوه ته نوموال (اسمي) اوبل ته يې كړوال (فعلي) غونډ وايي .
د پازې او دندې له مخې نوموال غونډ ته ايښی (مسنداليه) او مبتدا يا نهاد او كړوال غونډ ته ايښونی (مسند) يا خبر يا ګذاره هم ويل كيږي.
نودجملې اساسي برخې مبتدا او خبر دي. چې په ساده جملو كې مبتدا او خبر او يا دواړه د جملې اساسي برخه او بنسټ تشكيلوي. لکه :
۱- زده كونكي درس لولي.
۲- نجيب لاړ.
۳- ماهيان د درياب په زړه كې نڅيدل.
په پورته جملو كې : زده كونكي ، نجيب ، او ماهيان مبتدا او لولي ، لاړ او نڅيدل د خبر په توګه راغلي دي.
مبتدا:
د جملې اساسي برخه ده او معمولاً د يو شخص يا يو شي په باره كې معلومات وركوي دجملو د جوړښت له مخې دا ويلای شو چې: نوم،ستاينوم، شمير نوم، ضمير او دكلام نورې برخې د مبتدا په حيث راتلای شي .
خبر :
دجملې داساسي اجزاوو په دوهمه برخه كې خبر راځي په خبر كې فعل د خپلو اړوندو توكونو سره راځي په دې توګه ټول لوی او واړه يا خپلواك او نا خپلواك توكونه په يوه جمله كې را غونډيدای شي اود همدغه توكونو په كموالي او زياتوالي سره وړې يا لويې جملې مينځ ته راځي .
عبارت:
دوې يا ډيرې خپلواكې كلمې،چې يوه دبلې تابع شي او مركب مفهوم افاده كړي عبارت بلل كيږي. په عبارت كې يوه كلمه اساسي او بله كلمه يې تابع وي. لكه : د(شين اسمان) په عبارت كې (اسمان) اساسي كلمه او د(شين) كلمه د هغه تابع ده.
بايد وويل شي،چې عبارت هيڅكله د جملې ځای نه شي نيولی دا ځكه چې عبارت پوره مطلب نشي بيانولی او هميشه نيمګړی مطلب را په ګوته كوي.
دجملې مانيز ډولونه:
په پښتو كې د جملې مشهور قسمونه دادي :
۱- امريه جمله: چې په كښې د يو كار كولو حكم او غوښتنه شوې وي.
لكه ډوډۍ وخوره. دروغ مه وايه.
۲- پوښتني يا استفهامي جمله : هغه جمله ده،چې له چا څخه د يو كار يا يو حالت د پوښتنې په وخت كې ويل كيږي . كله ورسره د پوښتنې ادات راځي او كله نه او يوازې د آواز آهنګ او فشار په وسيله پيژندل كيږي .
لكه: ايا ستا ورور راغلی دی؟
خط دې ورته وليكه؟
ستا كور چيرې دی؟
۳- بيانيه جمله : هغه جمله ده،چې دبلې جملې حال بيانوي. لكه :
پرون مې واوريدل،چې دپښتو كاميابانو ته انعام وركوي.
۴- خبري جمله: چې ديو شي د حال او كيفيت څخه حكايت كوي. لكه:
دغه سړی زمرك نو ميږي.
زما كور په كابل كې دی .
۵- ندايه جمله: چې دغږ كولو او خطاب په وخت كې منځ ته راځي او دا هغه جمله ده،چې دندا حرف پكې وي: لكه:او هلكه! يو ګيلاس اوبه راوړه.
۶- تمنايي جمله: هغه جمله ده،چې دتمنا داداتو او فعل نه جوړيږي او ديو شي هيله او ارمان پكې څرګند شوی وي. لكه : كاشكې ته هم راغلی وای !
ارمان چې توريالی دلته وای !
۷- قسمتي جمله: هغه جمله ده،چې دقسم او لوړې كولو په وخت كې استعاليږي .لكه : قسم كه دې پريږدم . په خدای كه رانه خلاص شې .
۸- تعجيبي جمله : هغه جمله ده،چې د تعجب او حيرانتيا د څرګندولو لپاره استعماليږي. لكه : څه ښكلې منظره ده! څه رنګ رنګ غرونه دي!
۹- شكي او احتمالي جمله : هغه جمله ده،چې دشك او احتمال ښودلو لپاره كارول كيږي.لكه : ښايي احمد راغلې وي.
۱۰- تأكيدي جمله: هغه جمله ده،چې دتأكيد لپاره استعاليږي. لكه :
خامخا به بريالی وينې. هرو مرو به موږ كره راځې .
د جملې جوليز ډولونه:
دجولې او څومره والي له مخې جمله په لاندې ډولو ويشل كيږي :
۱- يو ستوې (ساده مفرده) جمله:
هغه راز جمله ده،چې له مبتدا او خبر څخه جوړه شوې وي. يوستوې جمله بيا په دوه ډوله ويشل كيږي:
آره يوستوې جمله: چې مبتدا يې له يوه فاعل يا مفعول او خبريې له يوه فعل اود متعدي فعل په ترڅ كې له يو مفعول او فعل څخه جوړ وي.
لكه : زمرك ځي . زرك اوبه څښي.
زما يو ملګری هيڅكله خپل كورنی كار نه هيروي.
ارته يو ستوې يا پراخه جمله: چې مبتدا او خبر يې له دوو توكونو څخه تيری وکړي او په دې توګه پكې زيات ارتوالی راشي. لكه:
دافغانستان اسلامي دولت يو كلتوري ډله دامريكا په بلنه هغه هيواد ته سفر كوي او نور...............................
غبرګه جمله : هغه جمله ده،چې ديوه مبتدا او يوه خبر پرځای دوه ، دوه مبتدا او خبر ولري. ياپه بله وينا :
که د يوې پوهې او مطلب د بشپړتيا يا د دوو اړوندو مطلبو د څرګندونې له پاره سره دوې جملې په کوم ارتباطي ادات غبرګې او ملګرې راشي .
يوه غبرګه جمله منځ ته راوړي،چې يوه يې آره يا خپلواکه او بله يې څېرمه (فرعي) يا بې واکه بلل کيږي .
لکه : زما زوی اوه کلن (دی) او لور مې شپږ کلنه ده .
که شمال نه وي ــــ ونه نه ښوريږي .
سمسور اېران ته لاړ ـــ چې ځان ته کار مزدوري پيدا کړي .
چې ته راغلې ـــ زه به ولاړ شم .
د ادب او ادبياتو پيژندنه
د ادبياتو د تعريف او پيژندنې په باب ډېر څه ويل شوي دي .
دعربي او خراساني پوهانو په اند :
ادب په لغت کې پوهې،زيرکۍ،اخلاقي تهذيب او فضيلت ته ويل کيږي. او په اصطلاح کې ادب هغه پوهه او رياضت دی،چې انسان ته فضيلت ورپه برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې يې له سهوې او ښوېېدنې څخه ژغوري .
ددغو پوهانو په عقيده ادب پر دوه ډوله دی :
۱- فطري ادب : چې په ښو خويونو او معاشرتي تهذيب پورې اړه لري .
۲-اکتسابي ادب : چې له نورو خلکو څخه زده کيږي او د بليغې وينا لارې چارې ښيي. اوسني ادبي کره کتونکي د ادب په برخه کې پر دغسې يادونو قناعت نه کوي .
لومړی دا چې ادب د اخلاق پوهنې (Ethics ) له پلوه بېله مقوله ده او دښکلا پوهنې (Aesthetics ) له نظره بله مقوله ده .
دلته زيار اېستل شوی دی ، چې اخلاقي او استيتيکي مقولې سره توحيد کړي .
دوهم دا چې اخلاق فطري نه دي ، بلکې دبلېغې وينا په څير اکتسابي دي او له ټولنې څخه زده کيږي .
ديادو شويو پوهانو په نظر ادبي علوم هغو پوهنو ته ويل کيږ ي،چې د بليغې وينا لارې چارې او اصول راښيي .
دوی د ادب د وېش په برخه کې يو شانته نظر نه لري ،ځينې يې پر اتو څانګو ، ځينې يې پر دولسو او ځينې نور يې پر څوارلس څانګو وېشي، ځينې پوهان د ادب دعلم اصول او فروع سره جلا کوي .
دادب د علم اصول دادي : لغت، صرف،نحو،اشتقاق،معاني،بيان،بديع، عروض او قافيه .
دادب د علم فروع دادي : خط،نقدالشعر(قرض الشعر)،انشاء،محاضرات، تاريخ او قصص،انساب،مسالک او ممالک،امثال،دواوين،اغلوطات او روايات د ادبياتو کلاسيک مفهوم او ارزښت ؤ،چې د عربي او خراساني پوهانو له نظره څرګند شو.
په لويديځه نړۍ کې ادبيات (Literature ) د ټولو چاپي آثارو مجموعې ته ويل کيږي . د بېلګې په توګه طبي ادبيات هغو ټولو چاپي آثارو ته ويل کيږي،چې د طب په باره کې ليکل شوي وي .
که ادبيات د چاپي آثارو په مانا واخلو نو په هغه صورت کې به دادبياتو په تاريخ کې د فزيک،هندسې،جغرافيې،منطق او داسې نورو پوهنو په باره کې هم معلومات ورکوو، په داسې حال کې،چې دادبياتو په تاريخ کې يوازې په ژبنيو هنري اثارو باندې بحث کيږي .
کله کله په عام مفهوم ديوې ژبې ټولو ليکلو آثارو ته هم ادبيات ويل شوي دي.خو اوس يې دغې لفظي او اصطلاحي تعبير بدلون موندلی اوادب د اجتماعي علومو او فنونو ديوې سترې او مهمې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی،چې ټولنيز واقيعتونه او حقايق په کې د ژبې په وسيله د ذهني تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي ،که څه هم د ادبپوهانو له خوا په دې باره کې، چې ادب څه شي ته ويل کيږي؟
يو واحد او منل شوی پيژند (تعريف) نه دی وړاندې شوی،چې هر چېرې د هر چا له پاره د منلو وړ وي خو ډېرۍ ادبپوهان ادب داسې تعريفوي :
ادب يو ژبنی هنردی،چې واقيعتونه په انځورونو کې وړاندې کوي.
د انځور (تصوير يا ايماژ) څخه مقصد دادی،چې ادب واقيعت کټ مټ او په مستقيمه توګه نه بيانوي، بلکې د ادبي اثر د ليکونکي له خوا په ښکلي او احساس پاروونکي شکل وړاندې کيږي . يا په بله ژبه نوښتګر (شاعر يا کيسه ليکونکي) له واقيعت څخه خپله انطباع او برداشت په عاطفي بڼه انځوروي.
دهمدې مفکورې په اساس ويل کيږي،چې بيا جوړونه (بازآفريني) د ادب او په عام ډول د هنر يوه مهمه ځاګړنه ده . د ادب دغه ځانګړنه دتخيل په مرسته تر سره کيږي .
دادبي اثر (شعر،کيسه،ډرامه،طنز او داسې نورو) تر ټول عمده خاصيت د احساس انتقال دی . که يو ادبي اثر احساس ونه لېږدوي او داورېدونکي يا لوستونکي پر عواطفو اغېزه ونه کړي نو هغه ادبي اثر نه دی .
ادبپوهانو د محتوی له مخې ادبيات پر دوو سترو برخو ويشلي دي :
- تخليقي ادبيات
- تحقيقي يا څېړنيز ادبيات
چې په هغو کې (شعر،لنډه کيسه، ډرامه،ناول،رومان،ادبي ټوټې،طنز او نور) شامل دي .
تحقيقي يا څيړنيز ادبيات دادبي آثارو د ماهيت، منشأ ، تکامل او څرنګوالي په باره کې څيړنې کوي. تحقيقي ادبياتو ته ادبپوهنه يا ادبي څېړنې ويل کيږي يا په بله ژبه تخليقي ادبيات ژبني هنري آثار دي او تحقيقي ادبيات د دغسې آثارو په باره کې بحث او څېړنه ده .
نظم او نثر
نثر : په لغت کې پاشلو،شيندلو،تيتولو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی،چې د وزن له قيده څخه خالي او آزاد وي .
په خبرو اترو کې نثر دشعر او نظم نه ړومبی دی، خو د پښتو ادب په لاس ته راغلو ليکلو آثارو کې شعر د نثر څخه دمخه ميندل شوی او لاس ته راغلی دی .
دنثر لومړی اثر چې زموږ په تذکرو کې د هغه نوم ذکر شوی هغه د محمد هاشم سرواني د ((سالو وږمه)) نوميږي،چې ورک دی .
بيا په (612) هجري کال کې د سليمان ماکو تذکرة الاولياء څو پاڼې پيدا شوي دي .
ددې سند نه وروسته د روښانيانو په وخت کې مسجع نثر د ميا روښان او اخون دروېزه له خوا را منځ ته شوی دی .
د (1000)هجري نه وروسته ورځ په ورځ نثر ساده شوی او هم يې پرمختيا موندلې او تکامل يې کړی دی ، چې ددې لوی اديب او مبتکر په خپله خوشحال خان ؤ،دنثر دا دوره تر (1300)هجري پورې رارسيږي .
په اوسنۍ دوره کې د مولوي احمد،منشي احمد جان،مير احمدشاه رضواني او راوروسته د ماسټر عبدالکريم ،قيام الدين خادم،عبدالحی حبيبي، ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، عبدالرؤف بېنوا، عبدالشکور رشاد او د کوزې پښتونخوا ليکوالانو نثر ساده او روان دی .
نظم :
نظم په لغت کې د مرغلرو پييلو ته وايي. او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې موزون او قافيه وال وي . يا په بل عبارت : نظم د هنري ادبياتو هغې برخې ته وايي،چې په اشعارو کې مختلف مفاهيم پراته او د نثر نه يې توپير وشي .
شعر :
عربو شعر داسې تعريف کړی دی :
شعر په لغت کې پوهې او خبرېدو ته وايي. اصطلاحاً هر بليغ کلام او سپيڅلې خوندورې وينا ته چې وزن او قافيه ولري شعر وايي، نو وزن او تول د شعر مهم رکن دی .
صديق الله رښتين شعر داسې راپيژني :
شعر د هغو لطيفو ، نازکو احساساتو، تخيلاتو او هغو معانيو څخه عبارت دی،چې د موزونو او رنګينو الفاظو په جامه کې راوړل شي .
دالفت صاحب په وينا :
شعر هغه وينا ده،چې الفاظ يې ښکلي وي او ويونکي په کې فکر،پوهه، ذوق ، د زړه هيجان او د روح آغېزه سره ګډه کړي .
محمد صديق روهي شعر داسې راپيژني :
د آهنګ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقيعت تخيلي او بيا ځلي انځورولو ته شعر ويل کيږي .
د احسان طبري په اند شعر د څلورو ضروري شيانو درلودونکی وي :
1- مفکوره (اندېشه)
2- احساس
3- تخيل
4- آهنګ او وزن
دشعر ډولونه :
پښتو ژبه دوه ډوله شعرونه او نظمونه لري :
چې يوډول يې اولسي او ملي شعرونه دي،چې ځانته خاص ملي وزن لري .
لکه : لنډۍ،نارې،کاکړې غاړې،نيمکۍ،بګتۍ،چاربيتې،بدلې او نور.
همدارنګه دوړې،متلونه،دکمکيانو وزمينې سندرې،ساندې،فالونه، للوګانې او نور هم داولسي ادب په چوکاټ کې راتلای شي .
بل ډول يې ديواني او عروضي شعرونه دي،چې د عربي او فارسي سره برابر په يوه قاعده ويل شوي دي .
په عروضي ډوله شعرونو کې : قطعه،رباعي،غزل،بوللـــه يا قصيده،مثنوي، مربع، مخمس ، مسدس،ترکيب بند،ترجيح بند او نور شامل دي .
<
|