اريايان د لمړي ځل له پاره د بالټيک د بحيري په غاړه او ځيني په دي نظر دي چه دوي د خزر د ډنډ په غاړه او ځيني بيا دا عقيده لري چه دوي د پامير او هندوکش د غرونو په شاوخوا دامو د سيند په غاړه اوسيدل. اوستا وايي، چه اريايان د ځمکو دپراخولي پسي له پامير اود امو د سيند د غاړو څخه ووتل او نورو ځايونو ته خپاره او کډوال شول.دوي هميشه په معتدلو ځايونو کي اوسيدل.
داريايانو بدني او جسمي بڼه
تاريخ پوهان په دي نظر دي چه اريايان سپين پوستي ،په ونه جګ او د غښتلو هډونو لرونکي دي . ددوي د ژبو د اريکو څخه دا سي مالوميږي چه دا ټول نني پر مختللي او وروسته پاتي هيوادونه او نسلونه ټول د يوه نيکه او يو پلار اولادونه دي. کوم چه په لويه اسيااو ننۍ اروپا کي ژوند لري.چه په دي هکله ډير تاريخي اسناد او لاسوندونه هم موجود دي.
باختري اريايان ( باختري ارين
د باستان شناسانو په عقيده، لمړني اريايان د ارياناويجو(ه) يعني د امو د سيند په غاړو ميشت وو چه د دوي د تمدن لمړنۍ ځاي دې د اباسين تر څنډو پوري خپاره شول. ددوي د تمدن اثار اوس هم زمونږد هيواد په کنج وکنار کي ليدل کيږي.کله چه ددوي شمير زياتيده دغذا او د ژوند د نورو وسايلو د پيداکولو په هيله نورو سيمو لکه ايران، هند او نورو اروپايي هيوادونو ته خپاره شول.
د اريايانو د ژبو تاريخ ٢٥٠٠ ق م څخه بيا تر ٣٠٠٠ ق م پوري رسيږي. ويدا د اريايانو لمړنې ديني کتاب دي چه په اريايي ژبه ليکل شويدي. په ١٤٠٠ ق م اريايي ژبي پخپلو کي سره وويشل شوي، چه په دي ويش کي پښتو هم ذکر شويده. کوم اريايان چه پارس يا د اوسني ايران خواته کډوال شول هغوي فرس يا اوسنې پاړسو ويله، او هغه اريايان چه په بخدي يا بخد کي پاتي شول يا اوسيدل هغوي پښتو ويله. د بخدي اريايان ډير دين پرسته او ارام خلک وو په همدي لحاظ دوي خپل لمړې ديني کتاب وليکه چه د پکهت په نامه ياديده. چه بيا وروسته ددي کتاب ذکر او نوم په ريګويدا کي هم راغلي دي.
هيري دوت په ٥٢٠ ق م کي هم د پکهت او پاکتويس د کتابونو نومونه پخپل تاريخ کي ياد کړي دي. نو په ترتيب ويلاي شو او دا نتيجه ګيري کولاي شو چه پښتانه لمړني اريايان دي چه په بخد يا بخدي کي اوسيدل او پښتو ددوي اصلي او مورنۍ ژبه وه. اريايان اوا رين د نجيب ، شريف او اصيل په مانا په ريګويداکي هم يادول شويدي. څرنګه چه دوي د لوي تمدن خاوندان وو نو دداسي لوي تمدن د ساتلو او پر مختللو لپاره يي لوي او قوي ژبي ته هم ضرورت درلود. چه هغه قوي او لويه ژبه اوسنۍ پښتوده.
همدارنګه ډاکتر ګوستاولوبون عقيده لري چه د اريايانو شريکه اصيله ژبه اريک نوميده مګر ددي ژبي په هکله اوس هيڅ اثارندي پاتي خو داسي ويل کيږي چه د اريک ژبي څخه دري لوڼي پا تي دي او هغه سانسګريت، اوستا او زړه پاړسو نوميږي.
په پښتو کي د ارين او ا ريا کليمي
د اريا کليمه دوه برخي لري . 'ار' مانا اصيل او نجيب ، 'يا'، ين، مانا هيواد او د ميشت ځاي، همدارنګه په سانسګريت کي 'ار' د بزګر، دهقان او زارع په مانا ذکر شويدې بزګري او دهقاني يي اصيل او شريف کسب باله.
پښتو او پښتون
کله چه د اريايانو شمير زيات شو او له يوه ځاي څخه بل ځاي ته وکوچيدل او په وړو او کوچنيو څانګو سره وويشل شول ،ځيني اوسني ايران، ځيني د هند لوي قاري ، او نور بيا نورو اروپايي هيوادونو ته خپاره او کډوال شول. په اريانا ويجه کي يوه قبيله پاته شوه چه د پکهت يا پخت په نامه ياديده چه بيا وروسته د پکهتو، پختو او پکهتون او پختون په نامه ياده شوه.
د ويدا په ديني کتاب کي د پښتون نوم څو ځلي د پکهتون په نامه ذکر شويدي. تاريخ پوهان په دي عقيده دي چه د اريايانو لس قبيلي او ټبرونه د امو د سيند د غاړو څخه بيا تر اباسين او د هند د ورشوګانو پوري سره يو ځاي اوسيدل. چه ډير وختونه ددوي تر منځ د ځمکو او اوبو په سر سره جګړي رواني وي، اريايان له هماغه وخته يو د بل سره په دښمنيو اخته دي. ددي لسو قبيلو نومونه دادي:
١. پکته ( پکتويس، پکهت، پخت، پښتون)
٢. الينا (دنورستان وګړي)
٣. بهالانا ( د بولان ددري خلک )
٤. شيوا ( د شيوکيو خلک )
٥. ويشانن
٦. انو ( د پنجاب دراوي د سيند د غاړي خلک)
٧. دروهيو ( دا قبيله هم د پنجاب په شاو خواکي اوسيدله)
٨. تورواشا
٩. يادو ( چه د تورواشا سره يو ځاي اوسيدل)
١٠ . پورو ( د ګنداهارا، يا د اوسني ننګرهار خلک وو )
پدي پورته لسو قبيلو کي پکته ، پکهته د پکهتو، پختو يا پښتو پختون او پښتون قبيله او ټبر شميرل کيږي. ځيني مورخين په دي عقيده دي چه ددي قبيلي لمړني او اصلي ځاي پکتيکا دي چه ١٤٠٠ کاله د ميلاد څخه د مخه هلته اوسيدل چه وروسته بيا نورو نژدي سيمو ته هم کډوال شول.
پښتو په ويديا کي
د ويديا په ديني کتاب کي پکتها د پښتنو د پاچا او پکهت د پښتنو د قبيلي او ټبر په مانا ذکر شويدي. او دپکهت په ژبه ډيري (پښتو ) جنګي سندري ويل شوي دي
د پښتو او اوستا اړيکي
اوستا هم لکه د سانسګريت غوندي د اريايي ژبو يوه لرغوني ژبه ده، چه د پښتو د ادب سره نژدي اړيکي لري.دا ژبه داريايي او باختري ژبي په نامه هم ياده شوي ده او پښتانه ورسره پوره اشنايي لري. څيړونکي پدي عقيده دي چه سانسګريت،اوستا او پښتو سره خويندي ژبي دي. دا دري واړه ژبي په تاريخي لحاظ اوږه په اوږه د ادب په ډګر کي سره پر مخ تللي دي..
داوستا ژبي ډيري مرحلي تيري کړيدي. ددي ژبي لمړنې کتاب د غوايانو په څرمن ليکل شوي وو ٣٤٧٠٠٠ الفاظ او کليمات يي درلودل، چه د عربانو د نهضت په وخت کي يي دري برخي له منځه تللي دي. اوس ددي کتاب يوه برخه پاته ده. چه ٨٣٠٠ الفاظ لري، چه دا برخه په دريو مهمو څانګو ويشل شويده
١. ستوت يشت: چه ددي کتاب مقدسه برخه ګڼل کيږي
٢. ډات : دا برخه قانوني او شرعي مسايل بيانوي.
٣. هدهه ماتهرا : دا برخه د ژوند عمومي مسايل تشريح کوي.
د اوستا کليمه ډيري مانا ګاني لري، چه په لنډ ډول ذکر کيږي:لکه پناه او کومک، پوهه،او دانش، قاعده او قانون، په پښتو کي دستايش او تو صيف يا ستايني په مانا هم راغلي ده.
دپښتو ليک دود
د پښتو د ليک دود د پيل په هکله پوهان او څيړونکي ډول ډول عقيدي او نظرونه لري. ځيني لکه ، جي پي ټيټ ، په دي نظر دې چه د پښتو ليک دود، د اومي ميلادي پيړۍ په شاو خواکي د پير روښان او اخوند درويزه د اثارو په ليکلو سره شروع شويدي . همدارنګه ځيني پښتو تاريخ پوهان په دي عقيده دي چه د پښتو د ليک دود نيټه د امير کروړ جهان پهلوان(١٣٩هجري) څخه پيل کيږي. که په رښتيا سره د امير کروړ د شعر شعري قوت اوپوخوالي ته وګورو دا راته ثابيتيږي چه پښتو او د پښتو ليک دود د هغه د عصر او زماني څخه د مخه موجود وه چه داسي پا خه او ادبي اثاريي په ارمغان پري ايښي دي.
د پښتو، اوستا، سانسګريت او پاړسو تر منځ د اړيکو نژدي والې

پښتو
|
اوستا |
سانسګريت |
پاړسو |
څرمن اوبه کشر ستورې سپين نوې کله غرمه لس شپه کرل پوت دښت نر اس مرغه
|
چرمن اپه کاسو ستويسه سپيتا نوا کدا ګرم دسن سشپ کرش پوتراو دش نر اسپا ميريغه
|
چرمن اب کنشتهتير ستاره سپيت نو کدا ګهرمه دس شپ کوش پوتره دش نر اشوا مرګه |
چرم اب کهتر ستاره سپيد نو کې چاشت ده شب کاشت پسر دشت نر اسپ مرغ |
د پورتنيو ورته والو څخه داسي مالوميږي چه پښتو له ډيرو پخوا زمانو څخه د اوستا ، سانسګريت ، او زړي پاړسو تر څنګه موجوده وه. او د يوي ژوندۍ ژبي په حيث مونږ ته ميراث را پاته ده .
په ګرامري لحاظ هم پښتو له اوستا او سانسګريت سره د جنس ( نارينه او ښځينه) له پلوه ورته والې لري. مګر په سانسګريت کي د نر ښځي(مخنث) علامه هم شته. نو په دي لحاظ ويلاي شو چه پښتوهم لکه ددي ژبو په شان لرغوني تاريخ لري.
د پښتون کورنۍ
څيړونکي په دي عقيده دي چه د پښتنو لمړنۍ کورنۍ د هجرت څخه ٣٠٠ کاله د مخه موجوده وه. ددي کورنۍ لمړنې مشر پټان (پښتون بابا) چه کېس نوميده او دکسي غره ته منسوب وو. ځکه چه د کسي د غره په لمنو کي اوسيده. ده دري زامن درلودل، بيټ نيکه يا بيټنې، سړبن او غرغښت. دري واړه د پښتو ژبي شاعران او ليکوالان وو. چه ددوي د اشعارو او ليکونو څخه د پښتو ژبي لر غونتوب او عظمت ښه ثابتيداي شي.
د پښتنو شمير
د څيړونکو په عقيده پښتانه د امو د غاړو څخه بيا د هند د لوي قاري تر ورشو ګانو پوري خواره واره شوي دي. د نوو شميرنو او احصاييو له مخي په هند او پاکستان کي ٢٥ ميليونه پښتانه ژوند لري. او په افغانستان کي د ٦٠ څخه تر ٦٥ په سلو کي پښتانه اوسيږي. داچه ځيني کتابونه ليکي چه پښتانه په افغانستان ٣٠ او يا ٣٥ په سلو کي دي دا د ليکوال بي خبري ، يا تنګ نظري اويا د پښتنو سره جفا ښې.
د افغانستان په هکله ځيني رسمي کتابونه هم خپاره شويدي چه په هغو کي د پښتنو د شمير، اصليت، او ژوند په باره کي ناسم او نا باوره مالومات وړاندي شويدي چه هيڅ سالم عقل او فکر به پري باور او اعتماد ونه کړي. دداسي ناسمو خپرونو او نشراتو ردول د هر پښتون او افغان وجداني وظيفه او دنده ګڼل کيږي.چه دداسي ناخبرو کسانو
سترګي او غوږونه دواقعيتونو سره اشنا کړي.
پاي ليکونه
١. د پښتو د ادبياتو تاريخ د علامه استاد عبدالحې حبيبي ليکنه
٢. پټه خزانه د محمد هوتک بن داود ليکنه
٣. د پښتو ګرامر د صديق الله رښتين ليکنه
٤. د پښتو پخوانې تاريخ د شيرزمان تاييزي ليکن