ليكوال ډاکټر ځلاند طنــز
زموږ په و طن كې د هرچا خپل خپل بازاروي ، نن سبا د كميشن كارانو بازار ډېر ګرم دى، كه غواړئ د خپل هېواد تذكره كومه چې د هرافغان تبعه قانوني حق دى، ترلاسه كړئ نو بايد په هفتو او ميا شتو د مامور صاحبانو اومديرصاحبانو د دروازې ترمخې ودرېږئ، د هركس ناكس ستغې سپورې واورئ ترڅوتذكره په لاس درشي،دا يې ښه لاره ورته جوړه كړې، ځكه بايد ددې ټولوكړو وړو لپاره ښه اماده شي. يوځل چې دې د افغانستان تذكره ترلاسه كړه، نو بايد دا ټولې لارې چارې هم زده كړې، ترڅو ددې جوګه شې چې پخپل ګران هېواد كې ژوند وكړې، كنه نو د بهر وتلولاره دې چا نه ده نيولې . هوكې! كه د تذكرې ډېر وږى اوتږى يې، نو اسانه لاره يې داده چې ځانته کمېشن كار پيداكړې، څوك چې د مياشتوكارونه په هفتو ، د هفتو په ورځو او دورځو په ساعتونوكې خلاصولى شي. .له ګمرك او پاسپورټ رياستونو دې خداى مه خبروه، هلته خو د كمېشن كار دبدبه له وزيرانواو رئيسانوڅخه ډېره لوړه ده. .څه به دې سر درخوږوم، د سركار هرې دروازې پورې دې كاربندېږي بايد له اړونده كمېشن كا رصاحب سره لاره چاره لادمخه جوړه كړي اوكنه نو د غږاورېدلو به دې هېڅوک پيدانشي. زه چې كله كله پورته ذكرشويو دفترونو ترمخ د كمېشن كارانوبازارګورم، نو جواز خان كمېشن كار راته تر سترګوودرېږي. نوي مهاجر شوي وو له خپلوګاونډ يانو هم وېرېدو، د مېلمه له لاسه مو جومات ته تګ پرېښى و، اخر د غلو ا و ډاكوانو اوازې تر كوڅو او د كورونو تر دروازو پورې راورسېدلې. د .معلم صاحب جميل په مشوره مې له هغه سره يوځاى د درې په لوري مخه كړه. كله چې درې ته ورسېدو ، د جلال اسلحه خرڅلاو دوكان سره مو ددوه ماشينونو د رانيولو خبره جوړه كړه. معلم صاحب راته وويل چې اوس مو كار وكړ، دمشرانو متل خو بې ځايه نه دى، هغوى ويلي دي سلاح كه بار ده هم په كار ده. .زه هم خوښ شوم چې اوس خوبه ورځ په ارامه خوب كوو كه څه هم د شپې مو پهرداري په نصيب شوه. له دوكانه چې راووتومعلم صاحب راته په ورو وويل: _ :ماشينې مو ښې واخيستې، اوس به يې ترمانسهرې څنګه رسوو؟ زه ددې خبرې په اورېدو سره وارخطاشوم، چې ريښتيا اوس به دا د لارې له سپو څخه څنګه تر مانسهرې پورې رسوو؟ كه له سلاح سره د پوليس په لاس ورغلو، نو څرمنې به رانه وباسي. بيا د پردي وطن پوليس!!.په دې فكركې ول، چې جلال له دوكانه راووت. جلال:څنګه لكه چې د ماشينګنو د وړولو په فكركې شوې. معلم صاحب: والله كه يې موږ تر مانسهره پورې د رسوولوتوان ځان كې وينو، په اخستلويې پښيمانه كړو. جلال :د وړلو يې څه فكركوئ، دا زموږ كمېشن كاران دڅه لپاره دي. جلال په خپل شاګرد غږ وكړ: ژركوه هلكه جواز خان راوغواړه . جوازخان دپورته منزل له کوټې څخه راښكته شو، سم شى و، څنګه يې چې نوم جوازخان و، هغسې يې ځان ته په غټوالي كې پوره جواز وركړى و ، د ډېر كش و گير وروسته كله چې جلال په جوازخان غږوكړ، چې ځه دا پېنځه سوه روپۍ زما لپاره پرېږده، نوايله په پنځه زره روپۍ يې راسره تركوره د دواړو ماشينګنو درسوولو ژمنه وكړه. له بيزونه په ځنځير ډېرې لاړې ځكه چې دواړه ماشينونه مو په شپاړس زره اخيستي ول ،اوس يې يواځې تركوره د رسولو لپاره پېنځه زره روپۍ غواړي جلال ماشينونه راڅخه واخيستل، په ټينګار يې وويل چې د درې كړايي درباندې خورم، معلم صاحب ته مې وكتل، د هغه سترګې له لوږې په مخ كې خښې شوې وې، ما هم ورسره ښه كړه ، دسړك بلې غاړې ته دكړايي دوكان ته ننوتلو، دجواز پوښتنه مو ترې وكړه چې هغه خو ډوډۍ ته رانغى . جلال وويل: هغه به ماشينونه ستاسو له رسېدو مخکې ستاسوتركوره رسوي ،كېداى شي حركت يې كړى وى. موږ ورته خوشحاله شوچې داخولاښه ده،دډوډي دخوراك څخه وروسته معلم صاحب موټر ته کېناست او خپله زړه يو سيټه پيك اپ موټر كوم، چې د مزدورۍ لپاره اخيستى و، په اکسلېټر يې پښه ورخښه كړه. د څلورو ساعتولاره يې له خوشحالۍ په درېوساعتونوكې ووهله ، په كور كې مو پوښتنه وكړه، چې څوك خو راغلي نه وو، هغوى بې خبري وښوده. موږ فكروكړ چې كيداى شي په لږ وخت كې به راورسېږي ، خوساعت تېرشو د چاحال احوال معلوم نشو، معلم صاحب ته مې په تشويش وويل: _ خداې دې خيركړي. څه ورته پېښه شوې نه وي او يا داسې نه چې ماشينونه د لادرکې په ناروغۍ اخته شي. په دې كې معلم صاحب د جلال د دوكان كارت راوخېست، له نېكه مرغه يې د ټليفون شمېره پرې ليكلې وه ، ژريې ټليفون ور پورته كړ، جلال ته يې زنګ وواهه: _ معلم صاحب: جلاله ، معلم غږېږم ، هغه ستاسو كمېشن كار خو رامعلوم نشو، نه پوهېږم چې څه ورته پيښه شوې ده. جلال : هېڅ پيښه نه ده ،دادى ورسره وغږېږه. معلم صاحب: و هلكه تا خو ويل چې ستاسو له رسېدلو څخه مخکې به ماشينونه زموږ تركوره پورې رسېدلي وي، ته خو لاپه دره كې ناست يې؟ جوازخان: ډېره بښنه غواړم چې ستاسوله رسېدلوڅخه مخکې ونشواى رسېدلى. معلم يې د خبرې په خېټه پښه وركېښودله: معلم صاحب:تاخو ويل چې په ذمه وارۍ دررسوم، دا خوسمه معامله نه ده؟ جوازخان: ستاسو ماشينونه په كورپه كار دي او ما ستاسوتركوره درسولي دي معلم صاحب:كومه دي دلته خو هېڅ نشته ؟ جوازخان:ته خوما ترداده پورې پرېږده ، ټوپكونه ، ښه ده د راته ووايه چې موټر مو چېرته درولى دى؟ معلم صاحب: دادى په كوركې مي ولاړدى. جوازخان:نوبيا ولې وايې چې هېڅ هم نشته. معلم صاحب: جوازخانه دا د ټوكوخبرې نه دي ، موږ درته ددې كار پوره پېځه زره روپۍ دركړي اوته مسخرې كوې. جوازخان:ښه نو سمه ده ، لږ دې سرښكته كړه، د موټر لاندې وګوره ، ستادواړه ټوپكونه د موټر لاندې محفوظ تړل شوي ، در خلاص يې كړه نور نو زما د سر ماغزه مه خوره. د ټيلفون غږبند شو، معلم صاحب سر د موټر لاندې ښكته كړو اوپه بكوبكو سترګو يې ماته وكتل . |
ليكوال پوهنمل محمود نظري
په لويديځ او امريکا کي چي مسلم دي د يهود او نصارى په خيال مجـــــــــــــــــــــــــــــــــرم دي په نظر د شک او کرکي ورته ګوري د خطــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــر بيره يي سته، دده له لوري دا اثر د صليبي جنګ د اعلان دي صليـــــــــــبي جنګ د جـــارج بوش د خولي بيان دي ايوبي صلاح الدين به خداى پيدا کړي چي لښکر د مســــــــــــــلم کشــــــــــــــو ژر تر شا کړي هغه خپل دا دردمن او له احساسه ډک شعر داسې ختموی: چې جورج بوش د اتيلا پرپله روان شو د تودو وينو حــــــــمام افغانســـتان شو رشاد بابا خطاب ولس ته وايي : په ډبرینو سینو کښې زړه سوی نسته پکښې له هغو څخه زړه سوی مه غواړه . اشي سینې دی پکښي زړګی نسته که وایو سته بیا مړه دی ژوندی نسته څه رحم غواړئ، دلته بېوزلو د کاڼو زړونه دي، پکښي زړسوی نسته رشاد بابا د افغانانو د نفاق په هکله په طنز سره وايي : لاس مو ماتیږی، خوله مو خندا کوي زړه له ښادۍ چیوي، لېمه ژړا کوي اعصاب موپرې سول، احساس مونسته یو ساندي وايي، بل مو نڅاه کوی ټول افغانان د ملګرو ملیتو ته سترګي په لار دی چې هغو به یو څه وکړی رشاد صیب د ولس غوږونه ورخلاصوی او د ملګرو ملتونو د راز پرده پورته کوي او په طنز وايي : د ملګرو ملتو له ظلمه دایم دققنس په ځېر اور اچوم کالو ته د بشر د حق دعوې دي خوشی پوچي شعبدې دي .و دسپېدلو تېرایستلو ته او بیاد بشری حقوقو په هکله وايي: مدعي د انسانانو د حـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــقونو ريښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي کاږي د بشر د ژوند ونونو دا عجــــــــــــــــــــيبه د بشر،بشر دوستي ده دا دوستي د بشر نه ده شر دوســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتي ده رشاد بابا دا ټوله ناخوالې د ولس د غریبی او بی وزلی او نفاق اغیزه ګڼې او وایي : هلته منګوړان، ورږي و رازې دی او شپږی دی ټولو ددې ژوو د بدن د وینو ته تږي دي هلته خزندې پرې ما سلان د حاکمانو سی ټنډي یې په وینو لکه ځېټي د قاضیانو سی طنز
زموږ بزرګان داسې دي لکه د بهر ماشومان هر خراب کار چې وکړي ملامت دي لویان درته کوم دماشومانو او نویو ځوانانو کیسه دولتي آزاديو هغوی بې ادب کړي دي پوره دلته ماشوم حق لري بندي کړي خپل پلار دهغه خبره تر پلاره دولت ته لري ډیر اعتبار پلار حق نه لري ان هغه ووهي په چپلاخه شاید دا سي د ماشوم تر اخیستلو فراخه دلته دماشومانو سره دي اوبه غلبیول دوالدینو کار دی تل د اولاد رضا حاصلول په مکتب کې ښوونکی له ماشوم کوي پوښتنې چا خو نه يې وهلئ یا یې درته کړې ښکنځلې چې په خپل اولاد د غوسې پورته کړې سوک د کار غوټه به خلاصوي ناچاره په موک دلته که غو اړې خپل خر له خټو وباسې په ماشومانو به غرض نه لرې شاباسې کوم ماشوم ته څه ویل او پر پورته کول لاس د بندي خانې ته دسیده تګ دی پاس *** دځان په ګټه قانو ن پوه دي نوي ځوانان چې سره یوځای سي ترې جوړسي شرمښان په کوڅه کې دلته څوک له سپو نه ویریږي لوند خیشت سي چې د هلکانو تر څنګه تیریږي د حیا تڼی نه لري ددي ځای جوني هلکان مشران لاره کږوي چی وویني دلته ځوانان یو هلک په باسیکل خوږ کړه زما ملا زما په ځای هغه ملا ونیوله سو په الا الا د خلکو په بدو بدو کتو مي کړې دوې پور د نور شر له لاسه په منډه ولاړم تر کور میرمني مې ویل ولي رنګ الوتی یې وارختا متل دی چې وتښتله چې نه تښتي بې حیا *** دلته ماشومان نه دي ناخبره سترګې پټي په هر شي پوهیږي هغه مه بوله هلکوټي مه غولیږه د ماشومانو په ورځ کراره که څه د هر شي لیدو ته یې سي خوله غراره مه غولیږه دهغه په کوم کار د مشغولا اخته وي هر غوږ یې په تا کې وي جلا جلا *** در ته کوم د یوماشوم یوه بله کیسه چې تر ټوله ده ډیره خوږه او دلچسپه رخصتي وه دلته د دوبي د ماشومانو په کور کې روز نلره له هغو مشرانو یو ګډوال چې په یوه کوټه کې اوسیده دخپل ماشوم دلاسه و کفته او زده زده یو ه کوټه فلات یې لره یوه برنډه مور یې هغه ویسته برنډې ته په پلمه دبرنډې دروازه یې کړله له دننه تمبه کش یې کړله له دننه د کرکۍ پرده ماشوم ته یې ویل راکوه د بهر راپور څوک پياده ځي څوک دی سپور که تر سره کړې تر یوه ساعته دا دنده نوی ګیم درانیسم دا ده زما وعده ماشو م په خوشالۍ پیل کړ راپور دننه یې هګۍ جنګولې پلار اومور هلک ویل هغه دی راغئ یو سور بس هغه دی ډاګي لیکونه اچوي په هر آدرس هغه دی راغئ یو سپین ږیرۍ بوډا سړی ورسره ده یوه انجلۍ تر شا یې دی سپی وریځ ده تالنده ده شړکنده باران دی یو سړی چتري په سر په راسته روان دی هغه دی د جان مور اوپلار کوي مینه یوبل یې لوچ په غیږ کې نیولي یخوي ینه مور یې ویل ته هغوی وینې په حیراني ماشوم ورته ویل یا په ډیره شیطني احمد هم په برنډه کې ولاړ دی لکه ما هغه هم مور ته راپور ورکوي هرسبا *** زموږرسنۍ که څه دي ماشومان د آزادي په برنډه ولاړ ارګ ته کوي خوشامندي پوهیږي چې له پردې تر شا څه تیریږي راپورونه خپروي هغه چې په سړک تیریږي کاشکې یو په برنډه ولاړ ورکړي ولس ته راپور دبزرګانو کورنیو په سیالۍ فساد کړئ خپور اصلي د کج غیږې پهلواني ده دلته دفساد دلته په دوربین کې نه مالومیږي یوساد دغولولولپاره د فرمان کاغذ باد پورته کیږي ژر یې ښیښې تار یاتوند باد تار شکوي آزادیږي د ارګ نوی فرمان وایي اوبه د لاندې خړيږي و اړه را ګیروئ غټان په ارګ کې اوسیږي *** دلته هیڅ څوک دکار غوټه نه خلاصوي بله غوټه وراچوي په هغه کې خپله کوي زموږ بزرګان سوي لکه ماشومان بهرني هر شی خریړی کړي بیا د الا الا نارې وهي اوبه ور سره غلبېلول( دشریر کس سره ګذران کول) ،د کاره غوټه خلاصول ( مشکل حلول)، خپله پکې کول (خپل مقصد حاصلول)،خپل خر د خټو پورې ایستل ( خپله کار اجرا کول)، خرېړی کول (خرابول)، ساد ( ایمانداره)، موک ( رشوت) |
محمودنظری
اوتو شوی سياست اوتو ماما ډیر د سلیقي خاوند دی تل په ښه اوتو شوو کالو ، ښه رنګ شوو بوټو، ورېښمېنه چپنه پر اوږو اچولې، تسبې په لاس، قره قلي پر سر بهر راوځي اوتل د کلي د هر خیرات ، سنتي او واده کې تر ټولو په سر کې ناست وي او لکه په لوبه کې د فوتبال د ګول شوو تېمونوکوچان لاسونه ښوروي او نارې وهي: هلکه ! اوبه له هغه سره پيل کړه! دستر خوان له دې خوا اوار کړه! دا غوري دلته کښېږده!... کلیوال څه ان د دنیا خلک لا هغه ډیر ښه اداره چي بولي. خو د کلي چوپړي هلکان چې نور د اوتو ماما له اوتو شوو هدایاتو ستړي شوي وه د هغه په خوله یې نه کول یو ورځ چې اوتو ماما نارې کړه: هلکه داغوري دلته کښیږده ! چوپړي هلک په کستي ډول غوري بل ځای کېښود اوتوماما چې پوخ سیاستمدار هم دی تندي یې ان ګونجه لا ونه کړه ورنارې یې کړه: شاباش د نر ځو هغه ځای تر دې ځای لا ښه دی! کلیوالو د هغه دې اداری چلن ته ګوته په غاښ نیولې وه. اوتوماما چې نارې کړې :هلکه! داکاسه هلته کښېږده! که هلک په کست کاسه بل ځای کېښږدي اوتوماما بېله دی چې دا یاغیتوب ځان ته شرم وګڼې په جرت ورنارې کوي : شاباش !د نر ځو هغه ځای تر دې لاښه ځای دی . اخیر داسې شوه چې یو شی به راغی چوپړي هلک به نارې کړله دا چیری کښیږدم اوتو ماما؟ هغه به ورته ویل: هر چیر ې چې ستا خوښه وي خو دا خوا سمه ده! که به هلک هغه کستي بل ځای کيښود اوتو ماما به ورنارې کړل: هغه ځای لا سم ځای دی ! نن خبر شوم هغه د ښه سیاست له عمله دکابل د ښار د تنظیفاتو رییس ټاکل شوی دی ان یو اونۍ یې د کار نه وه تیره شوی چې د زورور میلتونو استازو د کابل د ښار د هر کونج اواړخ په لیدو هغه ددې ښه سیاست او تواضع په خاطر د چټلۍ نړیوالي نوبل جایزې ته کاندید کړ . هغه د نر زوی دا نړیواله جایزه خپله کړه او په جایزه کي یی هغه ته یو سپین ماسک راولېږی ،چې اقلا دا د افغانستان په تاریخ کې نابغه اداره چي د دې کثافاتو له اړخیزو زیانونو څخه خوندي پاته شي اوس ټول ښار په فضل د خدای او برکت د څلورو یارانو چټلیو نیولی دی که خدای کول راتلونکی مو روښانه ده انشاالله لس زره کاله وروسته به د ډبرو د سکرو ښه کانونه ولرو. په
لندن کې دوه
ډوله محفلونه
دود دي یو یې د
ښځو او نارینو
ګډ محفیلونه
او بل ښځینه
جلا او نارینه
جلا محفلونه
دی ، دا وېش د
عقیدو، ستر توب،
مترقي توب ،
مساوی حقوقو
ته درناوی او
دیموکراسی د
سلام په اساس
رواج شوي دي،
چې زه غواړم د
هر یوه
ځانګرتیا
درته بیان
کړم. ځینې
چې ځانونه
مترقي او د
دیموکراسۍ
پلویان بولي
خپل د واده
محفل ته دواړه
دیو کور
نارینه او ښځې
خبروي . میړه
او میرمن په
یو میز ناست
وي او په یوه
یوه کورنۍ
خپلي تفسیر ې
کوي، نو محفل
په سوله اوصفا
کې پای ته
رسیږی د کورنۍ
غړی بیله دې
چې تیلفونونه
وکړي یوځای له
محفله وځي او
په کور کې
ارام خوب کوي . دې ډول
ودونو یا
محفلونو ته سل
نمبر محفلونه
وايي . بل ډول
یې حجابي
محفلونه دي ،
چې د ښځو او
نارینو تر منځ
یو پرده وي خو
دا پرده ځینو
ته مريي او
ځينو ته
نامريي وي، که
رښتیا
راباندې وايي
خالص محفل مې
لکه خالص شات
تر اوسه نه دی
لیدلي، ټوله
ځان ختا باسي. ښځې او
جونی په دې
نوم چې ښځینه
محفل جلا دی
په ځان ډیري
ګوتې وهي ،
دچا ګریوان
شیلدلی وي د چا
شا لوڅه وی د
چا مټي برړوتي
راوتلی اود
چااناران
داسې محفلونه
ځینې دایمي
غړي لکه سندرغاړي
او ډله يي چې د
فساد جرړه ده
،عکاس چې د
فساد بنیاد دی
اوچکچلانان
چې د
فساداستازي
دي لري او
موقتي غړي يې
چې ملتي ویزه
لري لکه بهرنیان
چې محرمان دي،
دناوی والا او
زوم والا ټول
ځوانان او
زاړه دوستان ،
اوڅه لرګۍ
سترګي ځوانان
، له نورو
هیواد څخه
راغلی دوستان
دي، چې ځينې
وخت تر رمې ئې
سپي ډير شي ، دې
ډول محفلونو
ته ۵۰ نمبر
محفیلونه
وايي. دې
محفلونو اوس
وده کړې ده له
پنځوس نمبر
څخه یې ۶۹ نمبر
ته پر مختګ
کړی دی دې
محفلوته
اسلامي
محفلونه هم
وايي ځکه سترګې
او غوږونه
تړلي زاړه
نارینه چې من
من کیږي دډوډۍ
په انتظار ژر
ژر خپلي تسبې
اړوي او خپل د
ماښام او ماخستن
لمونځونه په
جماعت کوي . ښځې او
جوني چې ځان
ازاد ویني له
اول وځي دخوشالی
نارې اوچغې
وهي د غزلو
فرمایښونه
ورکوي او
ویدوکمرې ته
هندي او غربي
نڅاوي کوي او
کمره مین هغه
ثبتوي چې بیا
دناوي او زوم
ټوله خپلوان
هغه هر وخت
ګوري او په
خندابه وايي
دغه د فلاني شیخ
میرمن ګوره
څومره ښه نڅاه
کوي! هغه
یوازې ډوډۍ ته
راغلی شیخ لکه
یابو په واښو
نس ډک کړي یو
اوږد ټیغ
وباسي اود
خدای (ج) د نعمتونو
شکر وکړي. له
ډوډي خوړولو
وروسته پرله
پسې
تیلفونونه مارچ
کړي، خو په چا
يي اورې؟ که یې
هم واوري ورته
وايي ته وده
کیک مات کړي! ،
ته وده اینه
مسحف وکړي! ... په
ویلو هغه د
تورونخود پسې
استوی... ترسم
نرسی به کعبه
ای عرابی کين
ره که تو
ميروی به
ترکستان است ایله
بهر دیوساعت
انتظار
وروسته یې
میرمن او لوڼې
راووځي، چې
کور ته ولاړشی
هلته تر سهاره
له خپلې میرمن
څخه د ښځو
دخوا د واده
نکل اوري او
په خوار خوب
هم ارام شی او
لړمکي شی چې
واوری یوازې
دی نه و نور د
ټولو نارینه و
موتړان په هغه
لین چلیدل، نو
د هغه خوار
ارږی بد شی او
درې ورځي پرله
پسې وراسته
ټیغونه باسي. اوس
دنیکه مرغه د
ځينو
مبتکرانو د
ابتکار په
اساس یوازې د
ښځو د محفل تر
عنوان لاندي د
ځینو کورنیو
یوازې ځواني
ښځې او جوني
او د ځینو
کورنیو یوازې
ځوانان
نارینه خبروي
نارینو ته په
اخیر کې یو
میز لکه منصفه
پلاوی ته
جوړوي ، چې د
راغلو ښځو
نڅاه ته
نمبرونه
ورکړی دا ډول
محفلونه ۳۹ نمبر
محفلونه دی
خدای دی مو
ځینې وساتي. که چا
خبرولاست
لومړی پوښتنه
کوئ ، چې څو
نمبر محفل دی؟
|