درسول الله صلي الله عليه وسلم څلوېښت نور ۴۰حديثونه
- دځان او كالو پاكي : 1-الطهور شطر الايمان . (مسلم) ژباړه :پاك صاف ګرځيدل نيمايي ايمان دي . 2-غسل يوم الجمعة واجب على كل محتلم وان يستن وان يمس طيبا . (بخاري) ژباړه :دجُمعې په ورځ لامبل دهر ځوان لپاره اړين دي ,هغه ته ښايي چې غاښونه په مسواك پاك كړي او خوشبويي ولګوي . 2- دوخت ساتنه : 3-الصلوة على وقتها (بخاري ) ژباړه :پخپل مهال لمونځ كول (الله تعالى ته ترټولو كارونو غوره دى ) 4- صل الصلوة لوقتها (مسلم) ژباړه : لمونځ په خپل وخت ادا كوه . 5-الصلوة اذا اتت , والجنازة اذا حضرت ,والايم اذا حضرت لها كفوا . (ترمذي ) ژباړه : (پدې دريو كارونو كې هيڅكله ځنډ كول نه دي پكار ) لمونځ چې وخت يې راشي ,جنازه چې مخې ته موجوده وي , او دكونډې نكاح كله چې هغې ته خاوند پيداشي . 6-يعمل بنفسه فينفع نفسه ويتصدق (بخاري ) ژباړه : (په سړي باندې لازمه ده چې) چې دخپلو مټو په زور ځانته ګټه ورورسوي او صدقه وركړي . 7-ما اكل احد طعاما خيرا من ان يأكل من عمله وان النبي الله داود كان يأكل من عمل يده (بخاري ) ژباړه : څوك چې دخپلو مټو په زور كار كوي او خوراك برابروي او خوري يې نو تر هغه ښه خوراك نشته ,او دالله تعالى نبي حضرت داود عليه السلام به دخپل لاس ګټه خوړله . 3- سادګي غوره كړئ : 8-من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة (بخاري ) ژباړه :څوك چې په نړۍ كې وريښم واغوندي نو هغه ته به دآخيرت په ورځ نه وراغوستل كيږي . 9-البسوا ثياب البيض فانها اطهر واطيب (ترمذي) ژباړه :سپين كالي اغوندئ ځكه چې هغه خورا ښې او پاكې وي . 10-من لبس شُهرة في الدنيا البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ترمذي) ژباړه :كه چا دشُهرت په بڼه كوم كالي واغوستل , نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دذلت او رُسوايي كالي وراغوندي . 4-بسپنه غوښتل : 11-اليد العليا خير من يدالسفلى ,اليد العليا هي المنفقة السفلى هي السائلة (بخاري) ژباړه :پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره وي ,پورتنى لاس خرڅ كوونكى او لاندينى لاس بسپنه غوښتونكى وي . 12-والذي نفسي بيده لان يأخذ احدكم احبله فيحتطب على ظهره خير له من ان يأتي رجلا فيسأله اعطاه او منعه (بخاري ) ژباړه : په هغه ذات لوړه دچا په واك كې چې زما روح ده كه يو سړى رسۍ واخلي او دلرګيو بار پخپله شا راوړي دا غوره دى تر هغه چا چې له بل نه بسپنه غواړي نو كه دهغه زړه وغواړي نو وركوي يي او كه يي ونه غواړي نو نه يي وركوي . 13- لا تسألواالناس شيئا (بخاري ) ژباړه :تاسې به له هيچا نه بسپنه نه غواړئ (دادبيعت يو شرط وو ) . 5-دګاونډي حقوق : 14-لا يمنع جار جاره ان يغرزخشبه في جداره (بخاري) ژباړه : هيڅ ګاونډی دې بل ګاونډی د ده په ديوال باندي دلرګي له ښودلو نه منع كوي . 15- مازال جبريل يوصيني باالجار حتى ظننت انه سيورثه (بخاري) ژباړه :دګاونډي په هكله ماته جبرائيل دومره وينا وكړه چې آن ګمان مې وكړچې ګاونډی به زما وارث (ميراث خور) كړي . 16- والله لايؤمن والله لايؤمن قيل ومن يا رسول الله !قال الذي لايأمن جاره بوائقه (بخاري) ژباړه : په خدای سوګند هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى , په خدای لوړه هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى ورڅخه وپوښتل شول چې څوك اى رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څوك چې دهغه له ضررونو څخه دهغه ګاونډي بې غمه نه وي . 17-من كان يؤمن بالله واليوم الآخرفلا يؤذجاره (بخاري) ژباړه :څوك چې په خدای او دآخيرت په ورځ ايمان لري نو هغه دې ګاونډي ته ربړ يا تكليف نه رسوي . 18-لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (بخاري) ژباړه :هيڅ يوه ګاونډۍ ښځه دې خپلې بلې ګاونډۍ ته د وُزې دپښې په ډالۍ كولو كې نه شرميږي . 19 -اذا طبخت مرقة فاكثر ماءها وتعاهد جيرانك (مسلم ) ژباړه :كله چې ته شوروا پخه كړې نو اوبه يې ډيرې كړه او دخپل ګاونډي خيال ساته . -6 حلاله ګټه : 20-يأتي على الناس زمان لايبالي المرء مااخذ منه ا من الحلال ام من الحرام (بخاري) ژباړه :په خلكو باندې داسې زمانه هم راتلونكې ده چې سړى به هيڅ فكر نه كوي چې داشى ده ته له روا لاري لاس ته ورغلى كه له حرامې لاري . 21- ان الله طيب لايقبل الله الا الطيب ,وان الله امر المؤمنين بما امر به المرسلين فقال يايهاالرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا وقال تعالى يايها الذين آمنوا كلوا من الطيبات ما رزقناكم ثم ذكر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السماءيا رب يا رب ومطعمه حرام و ملبسه حرام وغذي بالحرام فانى يستجاب لذلك (مسلم ) ژباړه :الله تعالى سپيڅلى دى اوسپيڅلتيا خوښوي ,الله تعالى مسلمانانو ته هم دهغه څه حكم كړى دكوم څه حكم چې يې رسولانو ته كړى وو ,الله تعالى فرمايلي : اى رسولانو پاك شيان خورئ او ښه عملونه كوئ ,او فرمايلي يې دي : اى مسلمانانو :هغه څه چې مونږ تاسې ته دركړي له هغوی نه حلال شيان خورئ ,له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه داسې چا ذكر وكړ چې لوی سفر كوي ,پريشان حاله وي ,په ګرد لړلي دواړه لاسونه داسمان لور ته پورته كوي او وايي اى پالونكي ! اى پالونكي ! ليكن دهغه خوراك ,څښاك ,لباس او غذا هرڅه حرام وي , نو دهغه دعا به خاوري قبوله شي ؟ 22-من تصدق بعدل تمرة من كسب طيب ولا يقبل الله الاالطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها كما يربي احدكم فلوه حتى تكون مثل الجبل (بخاري) ژباړه :څوك چې له حلالې ګټې ديوې خُرما په پرتله صدقه وركړي او الله تعالى خو حلال قبلوي , او خدای جل جلاله هغه صدقه پخپل ښي لاس قبلوي ,او دمال دڅښتن لپاره يې داسې پالي لكه له تاسې نه چې څوك سخوندر پالي تر دې چې (خدای جل جلاله دهغې صدقې اجر ) دغره برابركړي . 23-طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (شعب الايمان ) ژباړه : (له نورو ) فرايضو وروسته دحلال رزق لټه فرض ده . 7-ښندنه او قرباني : 24-رباط يوم في سبيل الله خير من الدنيا وما عليها (بخاري) ژباړه :دخدای جل جلاله په لاره كې يوه شپه پهره داري كول تر ټولې نړۍ او دهغې له ټولو سامانونو نه غوره دي . 25-ابني هذا سيدولعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين (بخاري) ژباړه :زما دا ځوی (حسن رضي الله عنه ) سردار دى , ليرې نه ده چې لوی خدای د ده په لاس دمسلمانانو ددوو لويو غورډلو تر منځ سوله راولي . 26-اماطة الاذى عن الطريق (بخاري) ژباړه : (دايمان تر ټولو وړه درجه) له لارې نه دربړوونكو څيزونو لرې كول دي . 8-استقلال : 27-ادومه وان قل (بخاري) ژباړه : (دخدای جل جلاله ) په نزد هغه كار ترټولو ډير غوره دى چې لږ وي خو تل وي . 28-مه عليكم بما تطيقونفو الله لايمل الله حتى تملوا وكان احب الدين اليه ما داوم عليه صاحبه (بخاري) ژباړه : پر تاسې اړينه ده چې له خپل ځواك سره سم كار وكړئ , په الله تعالى لوړه ده چې خدای جل جلاله نه ستړى كيږي( (داجر په وركولو كې) تر څو تاسې ستړي نه شئ . 29-قل آمنت با الله ثم استقم (مسلم ) ژباړه : ووايه چې ما په خدای ايمان راوړى او بيا (پخپله دې خبرې ) ټينګ اوسيږه . 9-يووالى : 30- ماانا عليه واصحابي (حاكم) ژباړه: (جنتي ) هغه دى چې زما او زما دملګرو په لاره عمل كوي . 31- من فارق الجماعة شِبرا فقد خلع ربقة الاسلام من عنقه (ابوداود) ژباړه : څوك چې ديوې لويشتې په پرتله له خپلي ټولۍ نه جلا شي نو ګواكې هغه له خپلې غاړې نه داسلام كړۍ لرې كړه . 32-انه سيكون هنات وهنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهي جميع فاضربوه باالسيف كائنا من كان (مسلم) ژباړه : ډير نژدې به شر او فساد جوړ شي نو كه څوك وغواړي چې پدې امت كې جلالوالى راولي حال دا چې امت سره يوځای وي نو هغه ووژنئ كه هغه هر څوك وي . 10-دكينې بدوالى : 33-ولا تحاسدوا . ژباړه : او پخپل منځ كې كينه مه سره كوئ . 34- دب اليكم داءالامم قبلكم الحسدوالبغضاء هي الحالقة لا اقول تحلقوا الشعر ولكن تحلقواالدين (ترمذي) ژباړه : په تاسې كې به هغه ناروغي راشي كومه چې په پخوانيو خلكو كې وه , يعنې كينه او بغض ,دا خرييونكي ده , زه دا نه وايم چې هغه ويښتان خريي بلكه هغه دين له منځه وړي . 35 -اياكم والحسد فان الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (ابو داود) ژباړه : له كينې نه ډډه وكړئ ,ځكه چې كينه نيكي داسې خوري لكه اور چې لرګي خوري . 11-له مور پلار سره چلند: 36-الكبائر الاشراك باالله وعقوق الوالدين (بخاري ) ژباړه :لويې لويې ګناوې دادي : له الله تعالى سره شريك نيول ,او دمور پلار نافرماني كول . 37-ولا تعقن والديك وان امراك ان تخرج من اهلك ومالك (مسند احمد) ژباړه :او دخپل مور پلار دامر سرغړونه مه كوئ كه څه هم هغه تاسې ته ووايي چې له خپل اهل او عيال او شتمنۍ نه لرې شه . 12-له خپلوانو سره چلند: 38- من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري) ژباړه : كه څوك دعمرزياتوالى اودرزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼې كوي . 39- لا تنزل الرحمة على قوم فيهم قاطع رحم (شعب الايمان ) ژباړه : په هغه قوم رحمت نه راښكته كيږي په چا كې چې خپلوي پريښودونكى موجودوي . 40 -لا يدخل الجنة منان ولاعاق ولامدمن خمر (نسائي) ژباړه : احسان باروونكى ,او دمور پلار نافرماني كوونكى , او شراب څښونكى دا درې واړه به جنت ته نه ځي . |
درسول الله صلي الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه
. لا اله الاالله محمد رسول الله حضرت محمدصلي عليه وسلم فرمايلي : مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذي) څوک چي زما دامت دديني ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړي (راټول يا يي ياد کړي او نورو خلکو ته يي ورسوي )الله تعالي به هغه سړي دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړي ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم . ۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاري اومسلم) دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لري. ۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه ) څوک چي خپله روزي پراخه او عمر زيات غواړي نو هغه ته ښايي، چي خپلوي ښه وپالي. ۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم). که له يوه کس څخه په يوه دښته يا صحرا کي خپل اوښ ورک شوي وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالي ددي نه هم زيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي . ۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم) فريب وركونكي له موږ څخه نه دي . ۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم). دکنډو او محتاجو خلکو په کار کي کوښښ کوونکي داسي دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کي داسي ثواب لري لکه چي د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي. ۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة ) غيبت کول تر زنا هم بتره دي. ۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة) دسترګو زنا ناروا ته کتل دي. ۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم ) هغه سړي به جنت ته داخل نه شي چي دده ګاونډيان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي. ۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد) هر شي چي سړي ته نشه راولي حرام دي. ۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي). دجنت کلي لمونځ دي او دلمانځه کلي اودس دي. ۱۱- السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايي) . دمسواک وهل خوله پاکوي او دالله (ج) دخوښي سبب ګرځي. ۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد) بهترين عمل دوستي دپاره دالله(ج) او دوښمني دپاره دالله(ج) وي . ۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاري مسلم ). چا چي دخداي (ج) لپاره جومات جوړ کړ خداي (ج) دده لپاره په جنت کي ځاي جوړ کړي. ۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم). دهرچا پايڅي چي تر بجلکو ښکته وي هغه حصه دبدن به يي دوزخ ته ولاړه شي. ۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد). دحسد او بغض څخه ځانونه وساتي ځکه چي حسد اوبغض دانسان نيکي داسي خوري لکه اور چي بوټي خوري. ۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم) مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دي. ۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد). د ځمکې په مخلوق رحم وکړئ، هغه څوک چې په اسمانونو کې دى پر تاسې به رحم وکړي. ۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم) خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوي په کلمه د لآ اله الاالله . ۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\' اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ). ستاسي څخه هيڅ سړي تر هغي کامل مؤمن نشي کيداي ترڅو چي زما محبت. ۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاري) . په دنيا کي دمسافر او لاري تيريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه. ۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي\' لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله دالله تعالي دذکر نه ذيات دچا بنيادم هيڅ عمل دغذاب قبر نه ذيات خالصي ورکونکي نشته. ۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذي). بهترين دذکر لااله الاالله او بهترين د دُعا الحمدالله دي. ۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة غَيِره مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ دقيامت په ورځ به دالله تعالي په نزد دقرآن پاک نه ذيات څوک شفاعت کونکي نه وي نه نبي ،نه فرښته او نه نور. ۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم . ځما زړه غواړي چي يو څو ځوانانو ته ووايم چي ډير بوټي راجمع کړي رايي وړي بيا زه هغي خلکو ته ورشم چي بي غذره په کورونو کي لمونځ کوي دهغوي کورونه وسوزوم. ۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\'لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\' لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم) اووه کسان دي چي هغوي ته به الله تعالي دخپل (رحمت) سيوري کي په داسي ورځ ځاي ورکړي په کومه ورځ چي به دهغه سيوري نه غير بل هيڅ سيوري نه وي ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چي په ځواني کي دالله تعالي عبادت کوي ۳- هغه څوک چي دهغه زړه جوماتو سره تړلي وي (پنځه وخته لمونځ په جمع کوي کله چي يو لمونځ آدا کړي دبل په فکر کي وي) ۴- هغه دوه کسان چي دالله تعالي د رضا لپاره خپل منځ کي محبت وي ،هم په دغي دهغوي يوځاي کيدل وي او هم په دغي د دوي جدايي وي ۵- هغه کس چي يوه ښايسه شريفه ښځه يي خپل طرف ته متوجه کړي او هغه ورته ووايي چي زه دالله تعالي نه ويريږم ۶- هغه سړي چي پداسي پټه طريقه صدقه ورکړي چي بل لاس تري هم خبر نشي ۷- هغه کس چي دالله تعالي ذکر په تنهايي کي وکړي او اوښکي يي وبهيږي (يا په پټه کي د خپلو ګناوو په يادولو دالله تعالي له ويري وژاړي يا دشوق او محبت له وجي دذکر پر وخت پټ وژاړي). ۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم). جنت دميندو تر قدمو لاندي دي. ۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذي) څوک چي پټه خوله شو هغه خلاص شو. ۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ). ايمان نشته هغه چا لره چي امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چي پر خپله وعده وفا نه کوي (دايمان او دينداري نه مراد کامل ايمان دي . ۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي). فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چي دخپل احسان منت پر بل چا اچوي جنت ته به داخل نه شي . ۳۰- ا\'يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم). دمنافق دري علامي دي کله چي خبري کوي درواغ وايي او څه وخت چي وعده وکړي وفا نه کوي او په امانت کي خيانت کوي . ۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ). زما امت به دقيامت په ورځ په داسي حال کي رابلل کيږي چي د دوي د اوداسه اندامونه به ځليدونکي وي. ۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ . دداسي بندو لپاره چي په اوداسه کي وچ پاتي شي د وَيل عذاب دي (دپښو ، لاسونو يا بل ځاي کوم بند يا برخه چي په اوداسه کي وچي پاتي شي ). ۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم) دآزمايش په وخت کي دالله پاک عبادت کول داسي فضيلت لري لکه چي زماسره يي يو ځاي هجرت کړي وي. ۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم) کوم سړي چي غواړي دقيامت په ورځ الله پاک دي له سختو نه وساتي نو هغه ته پکار دي چي ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړي يا يي قرض بالکل معاف کړي. ۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي) دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږي ترڅو هغه جنت ونه رسوي. ۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِوَالاَرض ِ(بخاري). الله تعالي د في سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کي سل درجي (منازل) تيار کړي دي ددوه درجو منځ کي فاصله دځمکي او آسمان د فاصلي برابر ده . ۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ (ترمذي). دوه ډوله سترګي دي چي هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړي يو خو هغه چي دالله پاک له ويري ژاړي او دوهم هغه سترګي چي دالله په لاره کي دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږي. ۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم). کوم مسلمان چي دبل مسلمان لپاره پسي شا (غايب ) دعا کوي دهغه په دعا فرښتي وايي دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وي. ۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي). دعلم دطلب لپاره وتونکي تر څو چي بيرته نه وي راغلي هغه به في سبيل الله (دخداي ج دلاري مسافر) شمارلي شي. ۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه ) کوم سړي چي ماته د خپلي ژبي او شرمګاه د (حفاظت ) ضمانت راکړي زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم . پښتو ای ایف ټکی کام |
Sahih Bukhari &Sahih Muslim Hadith with English Translation
Sahih_Muslim_English.zip
File Size: 1248 kb File Type: zip
Download File
File Size: 1248 kb File Type: zip
Download File