د كمپيوټر په اړه معلومات
Computer Pashto Note
فهرست
دكمپيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ټر تعريفونه. 4
د كمپيوټر ډولونه د سايز له نظره 31
بي مزيو جال {Wireless Network } 43
دبي مزيو جالونو کارځايونه : 44
بي مزيه خبري اتري | Wireless. 51
په انټرنټ کي د ږغيدونکي ويروس خپريدل. 55
ددويندوز ميديا پلير ۱۱ ستونزه اوحل لاره 62
په ځانکاري ( اتوماتيک )ډول دXP وينډوز نصبول. 66
د معاصري انترنيت تكنالوژۍ.. 76
د پراختيا لپاره وخت راكموي: 84
پرلپسي فايلونه(Sequential files): 85
مستقيم فايلونه(Direct files): 86
تنازلي يا Hierarchical ډيټابيس: 87
شبكيي ډيټابيس(Network Database): 88
ډيټابيس څه شي دي دوهمه برخه. 88
د ډيټا بيس جسمي ډيزاين(Physical design of Database. 91
دكمپيـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ټر تعريفونه
د کمپيوټ (Computer ) دکلمې معنی:
که چيرې تاسې په يوه داسې قاموس کې چې د ١٩٤٠ م نه وړاندې چاپ شوي وي وګورئ نو د دې په څرګنديدو به حيران شئ چې کمپيوټر يو داسې انسان ته ويل کيده چې حساب به يې کاوه، که څه هم په هغه وخت کې داسې ماشينونه موجود وو چې حساب وکتاب به يې کاوه خو هغوي ته کمپيوټر نه بلکې کالکوليتر (Calculator) ويل ګيده بيا چې کله په ١٩٤٠ م کې لومړني بريښنا يې ( برقي ) کمپيوتر منځته راغي نو د کمپيوټر ( Computer) د کلمې مانا بدله شوه او دغه نو ي جوړ کړ شوي ماشين کمپيوټر (Computer) وبلل شو.
د اړتيا پر بنسټ د انجينرانو پوې ډلې پر يوې پوځي پروژې باندې کار پيل کړ د دې پروژي مقصد د يوه EDVAC (Computer Electronic
Discrete Variable Automatic ) جوړول وو، دا هغه وخت و چې په متحده ايالاتو کې يواځې يو بل عمل کونکي کمپيوټر (Functioning Computer) جوړ شوې و. د رياضياتو يو لوي پوه جان وان نيومين (John Von New Man) په خپل را پور کې دا ډواک (EDVAC) د پلانونو او عملونو وضاحت و کړ د نومړي په راپور کې په ځانګړي توګه د کمپيوټر د اجزاوو او د هغوي د دندو او وظيفو ښه پيژندنه او څرګندونه شوې وه.
نيومين په خپله ليکنه کې دغه ماشين ته (Automatic Computing System)
يعنې اتومات حسابي سيستم ووايه. څرنګه چې دا ماشين ورسته ډير ګټور ثابت شو نو د کمپيوټر (Computer) يا کمپيوټر سيستم (Computer System) نوم ورکړل شو. نيومين په خپله ليکنه کې زياته کړه چې کمپيوټر د حسابي او الجبري معادلو اجراء ته ضرورت لري نو دې لپاره يوې داسې برخې (Unit) ته په کمپيوټر کې اړتيا شته چې دغه وظايف پر مخبوځي د هغه په نظر په کمپيوټر کې بايد مرکزي حسابي اله ( Central Arithmetic Device
) وي چې نن ( Arithmetic Logic Unit) يعني حسابي منطقي برخه بلل کيږي. د دې عملونو د اجراء، خوندي ساتلو او ژغورلو لپاره په کمپيوټر تکې يو مرکزي کنټرولوونکي اله کمپيوټر کې يو مرکزي کنټرولوونکي اله (Central Controlling Device
) يا ګنټرولوونکي برخه ( Controlling Unit ) يوې بلې ته اړې دي چې بايد دواړه يو ځاي کړاي شي بالاخره اړې دي چې بايد دواړه يو ځاي کړاي شي. بالا خره همداسې وشول چې د دوي د يو ځاي کولو څخه مرکزي پراسس ( عمليات ) کوونکي برخه CPU (Central Processing Unit
) منځتته رغله. همدا وو چې کمپيوټر ورو ورو بشپړ شو او غه بڼه يا شکل يي غوره کړ چې تاسې يې نن ګورئ.
کمپيوټريوه انګريزي کلمه ده چې دشميرونکې مانالري .دانوم ددي لپاره ورته ټاکل شوي چې په لومړي ځل کمپيوټر دشميرلوپه موخه جوړشوي وو کمپيوټريوه داسي آله يا ماشين ده چې دورکړل شوي پروګرام په مرسته پرخبرتياوباندي کارکوي دغه خبرتياوي کيداشي اعداد،ليک،انځورونه،اوياغږونه وي.
ياپه لنډډول کولاي شوووايوکمپيوټرهغه بريښنايي ماشين ده چې دورکړي شوي امربرابر کارترسره کوي.لومړي کمپيوټرپه کال ۱۹۴۶ کې جوړشوچې ۱۳۰۰۰۰ واټه بريښناته يي اړتيادرلوده وزن يې ۳۰ ټنه ته رسيده.
كمپيوټر د يوې لاتيني كليمې(Comput) څخه مينځ ته راغلى دي چې معنى يې محاسبه كول دي .دلته د Comput كليمى er اخيستى دى چې نوموړى فعل په نوم تبديل شوى دى يعنى د كمپيوتر معنى دى محاسبه كوونكى . يا په بل عبارت سره كمپيوټر يوه برقي اله ده چې ذهنى او دماغي كارونه په چټكي سره سرته رسويو كمپيوټر يو بريښنائي يا الكترونيكي ماشين دي چي انسان جوړ كړي پروگرام مطابق كار كوي،كمپيوټر عقل ، فكر او منطق نه لري خو كله چي ورته حكم يا كمانډ وركړل شي نو هغه بيا كولاي شي چي پري كار وكړي.
كمپيوټر هر كار ډير په سرعت او اساني سره اجراء كوي مثلآ په كمپيوټر كي خطونه په مختلفو قسمونو په اساني سره ليكل كيداي شي، حساب او محاسبه پري كولاي شو، رسامي، ډيزائننگ، لوبي ( گيمونه)، ټيليفون، انټرنيټ، او بريښناليك (E-Mail) پري كولاي شو.
په لمړيو وختونو كې د كمپيوټر څخه د حساب د ماشين په حيث استفاده كوله چې بيا ورسته خلكو فكر وكړو چې داسي يوه اله بايد كشف كړو چې علاوه د محاسبې څخه بايد نور كارونه هم سرته ورسوي چې په نتيجه كي يې ديجيتل كمپيوټر اختراع كړ.
لکه څنکه چي تاسو پوهيږي چي کمپيوټر يو برقي آله ده ـ او برق هميشه په صفر 0 او يو 1باندي کارکوي . 0 معنا Off يعني په لين کښي برقي جريان نشته او1 معنا On يعني په لين کښي برقي جريان شته . په همدي ډول کمپيوټر هم په 1 او 0 باندي کار کوي مکر د هيرانيدو خبر داده چي کمپيوټر څنګه په 1 او 0 باندي کار کوي! راځي چي په دي باندي ځان پوه کړو . Processor يعني CPU د کمپيوټر يوه ډيره مهمه پرزه ده. کومه ډيټا(Date) چي دInput له پورزو څخه کمپيوټر ته داخليږي لومړي پروسيسر ته ځي د پروسيس نه بعد مونږ ته نوموړي شي په Output کښي راکوي
پروسيسر پروسيسنګ څنکه کوي؟
پروسيسر دوه برخي لري ـ
CU (Control Unit)1
ALU (Arithmetic Logic Unit)2
CU کنټرول يونټ نوموړي د Input پرزو څخه ډيټا (معلومات) اخلي ورسته يي ميموري ته ليږي ـ يادونه: دي ځاي ته د انتظار ځاي وايي لکه څنکه چي ډاکټر ته مريضان په نمبر باندي ولاړ وي او انتظار کوي تر څو يي نمبر ورسيږي. د نمبر په ريسيدو سره نوموړي کمانډياډيټا ALU ته ليږي يادونه: ټول کار همدلته کيږي . اوله دي ځاي نه بعد نوموړي کمانډيا ډيټا خارجوي يعني د Output پورزوته ورکوي .په دي ځاي کښي زه داويل غواړم چي ډيټا څه ته وايي؟ ډيټا خام (اومه) موادو ته وايي چي پروسيسر يي په انفارميشن باندي اړوي .
ALU (Arithmetic Logic Unit)2 نوموړي د کنټرول يونټ نه ډيټا اخلي او د پروسيسنک نه بعد يي بيرته کنټرول يونټ ته ورکوي . اودا هم دوه برخي لري ـ
Arithmetic د نوم نه ښکاري چي د حسابي حصه کنټرولوي يعني جمع ،منفي ، ضرب ،تقسيم ،باقي عدد معلومه ول اوداسي نور ......
Logic په دي حصه کښي داسي فنکشنونه دي چي د ډيټا د مقايسه کولو له پاره استعماليږي يعني چي يو عد د بل عدد څخه لوي ،وړوکي ،يا مساوي دي او که نه .
يو مثال : په حروفو يعني تورو باندي څنکه پروسس کيږي يا پروسيسر څنکه دوه نمبري سره جمع کوي؟
د پورته سوالونو پوره تشريح په لاندي ډول ده ـ
حروف . د کيبورډ هره بټن ځانته يو کوډ لري چي د ASCII کوډ په نوم ياديږي ـ دمثال په ډول د A بټني کوډ 65 ده ـ نوموړي نمبر د پروسيسر په ALU برخه کښي د تجزي لاندي نيول کيږي يعني نوموړي عدد په 2 باندي تقسيموي که چير نوموړي عدد په 2 باندي پوره تقسيم شي نو صفر پاتي کيږي او که پوره تقسيم نه شي نو بيا يو پاتي کيږي اوهمداسي تر اخيره پوري تر څونمبر يو شي.
په مدربورډ کښي چي کوم واړه واړه لينونه وي د Buses په نوم ياديږي چي ډيټا د يوځاي څخه بل ځاي ته وړي ـ نوموړي لينونه د پروسيسر پوري تړلي وي چي ډيټا ترينه Input او Output کيږي نوموړي اته ۸ لينونه وي چي په لاندي قسم ډيټا د يوځاي نه بل ځاي ته وړي.
په پورته مثال کښي د 65 عددمو تجزيه کړ او په نتيجه کښي داشي راکړل 1000001 چي د يو 1 معنا په لين کښي برق جريان لري او د صفر0 معنا په لين کښي برق جريان نه لري . اوس د کمپيوټر په ژبه کښي کمپيوټر ته داسي ويل شوي وي که چيري په نوموړي لينونوکښي په نوموړي قسم برقي جريان تير شي نو د کمپيو ټر په سکرين باندي A چاپ کړي . A په يو کراپي پروکرام کښي جوړ شوي تصوير دي چي د نوموړي بټن د کوډ سره لينک يعني رابطه ورکړ شوي ده. يادونه: مونږ کولي شوچي د نوموړي کوډ سره د نورو حروفو رابطه جوړه کړو لکه د پښتوحروف . دA چاپول په سکرين بغير د A بټن څخه! د کيبورډ دچپ طرف Alt بټن اونوموړي کوډ يعني 65 پريس کړي تاسوته به په سکرين د A حروف چاپ شي
پروسيسر څنکه دوه عدده سره جمع کوي؟ ـ لکه څنکه چي په پورته مثال کښي لومړي يي عدد په دوه باندي تجزيه کړ په دي ځاي کښي هم لومړي عددونه په دوه باندي تجزيه کوي ورسته يي جمع کوي او حاصل جمع يي د Output پرزي ته ورکوي تيزوالي ، سرعت يعني سپيټ په پروسيسر کښي ډير زيات اهميت لري .
د پروسيسرونو
جدول
د پورته جدول لنډه تشريح
۱
. د پروسيسر نموني/ نسل په لومړيو وختونو کښي پروسيسر د ايټي (80 ) فيملي پروسيسر په نوم ياديده کله چي د ايټي فيملي پينځم پروسيسر جوړ شو نو په نوموړي پروسيسر باندي يي د پينټيم نوم کيښود او پينټيم له پينځو څخه اخيستل شوي دي . او دي پسي پينټيم ون ،پينټيم ټو ، پينټيم ټري ، پينټيم پور مکر اوس چي تر ټولوتيزترين پروسيسر خلک استعمالوي د AMD Athlon 64 په نوم ياديږي .
۲
. کال : پروسيسر چي په کومو کلونو کښي جوړ شوي .
۳
. Data / Address bus width : بس په مدر بورډ کښي هغه واړه ،نري برقي نصف شوي لينونه دي چي پروسيسر ته ډيټا وړي او راوړي چي نوموړي لينونه د ۸ نه شروع تر ۶۴ لينونو پوري رسيږي چي هر لين ته يي يو بيټ (bit) وايي او د بيټ نه مطلب 1 او
0 دي . چي د 1 معنا په لين کښي برقي جريان شته او صفر معنا په لين کښي برقي جريان نشته .
۴
. Level 1 Cache : Cache يا ساتنځي نوموړي د پروسيسر په داخيل کښي دداسي ميموري نوم دي چي ډيټا يعني معلومات د ډير کم وخت له پاره په کښي ساتل کيږي.
۵
. Memory bus speed : په لينونوکښي د ډيټا سرعت يعني تيزوالي . هغه لينونه چي ډيټا پروسيسر ته وړي او راوړي . په دي ځاي کښي سرعت په MHz باندي ښودل کيږي . مطلب لينونه په يوه ثانيه کښي څوMHz ډيټا د وړلو او راوړلو قابيليت لري.
۶
. Internal clock speed : د پروسيسر د تيزوالي څخه عبارت دي . يعني په يوه ثانيه کښي پروسيسر په څومره ډيټا باندي پروسيس کوي . د نوموړي سپيټ يعني تيزوالي هم په MHz باندي ښودل کيږي .
يادونه : کله هم چي مونږ د کمپيوټر پروسيسر تبديلوو يا کمپيوټر ته بل پروسيسر لکوو نو بايد لوموړي مونږ د خپل کمپيوټر د مدربورډ د لينونو (buses) سرعت وکورو ترڅو نوموړي لينونه د پروسيسر قابيليت لري او کنه . ځکه که چيري نوموړي لينونه د پروسيسر قابيليت نه لري نو موږ نشو کولي د پروسيسر د تيزوالي څخه استفاده وکړو. دا په دي معناچي ديو لوي اوبو پيپ مخي ته يوه وړوکي د اوبوپيپ ولکووـ اوس مونږ هغومره اوبه تر لاسه کوو څومره چي د وړوکي پيپ اندازه وي.
Hz (Hertz) : څه ته وايي؟ د فريکونسي د اندازه کولو سمبول دي چي د يو Hertz نه مطلب يوه دوره په يوه ثانيه کښي ترسره کول . چي1000 Hz مساوي د 1 KHz او 1000 KHzمساوي د 1 MHz او 1000 MHz مساوي د1 GHz او 1000 GHz مساوي د 1 THz سره کيږي .
پروسیسر پروسیسنګ څنکه کوی؟
پروسیسر دوه برخی لری ـ
CU (Control Unit)1
ALU (Arithmetic Logic Unit)2
CU کنټرول یونټ نوموړی د Input پرزو څخه ډیټا (معلومات) اخلی ورسته یی میموری ته لیږی ـ یادونه: دی ځای ته د انتظار ځای وایی لکه څنکه چی ډاکټر ته مریضان په نمبر باندی ولاړ وی او انتظار کوی تر څو یی نمبر ورسیږی. د نمبر په ریسیدو سره نوموړی کمانډیاډیټا ALU ته لیږی یادونه: ټول کار همدلته کیږی . اوله دی ځای نه بعد نوموړی کمانډیا ډیټا خارجوی یعنی د Output پورزوته ورکوی .په دی ځای کښی زه داویل غواړم چی ډیټا څه ته وایی؟ ډیټا خام (اومه) موادو ته وایی چی پروسیسر یی په انفارمیشن باندی اړوی .
ALU (Arithmetic Logic Unit)2 نوموړی د کنټرول یونټ نه ډیټا اخلی او د پروسیسنک نه بعد یی بیرته کنټرول یونټ ته ورکوی . اودا هم دوه برخی لری ـ
Arithmetic د نوم نه ښکاری چی د حسابی حصه کنټرولوی یعنی جمع ،منفی ، ضرب ،تقسیم ،باقی عدد معلومه ول اوداسی نور ......
Logic په دی حصه کښی داسی فنکشنونه دی چی د ډیټا د مقایسه کولو له پاره استعمالیږی یعنی چی یو عد د بل عدد څخه لوی ،وړوکی ،یا مساوی دی او که نه .
یو مثال : په حروفو یعنی تورو باندی څنکه پروسس کیږی یا پروسیسر څنکه دوه نمبری سره جمع کوی؟
د پورته سوالونو پوره تشریح په لاندی ډول ده ـ
حروف . د کیبورډ هره بټن ځانته یو کوډ لری چی د ASCII کوډ په نوم یادیږی ـ دمثال په ډول د A بټنی کوډ 65 ده ـ نوموړی نمبر د پروسیسر په ALU برخه کښی د تجزی لاندی نیول کیږی یعنی نوموړی عدد په 2 باندی تقسیموی که چیر نوموړی عدد په 2 باندی پوره تقسیم شی نو صفر پاتی کیږی او که پوره تقسیم نه شی نو بیا یو پاتی کیږی اوهمداسی تر اخیره پوری تر څونمبر یو شی.
په مدربورډ کښی چی کوم واړه واړه لینونه وی د Buses په نوم یادیږی چی ډیټا د یوځای څخه بل ځای ته وړی ـ نوموړی لینونه د پروسیسر پوری تړلی وی چی ډیټا ترینه Input او Output کیږی نوموړی اته ۸ لینونه وی چی په لاندی قسم ډیټا د یوځای نه بل ځای ته وړی.
په پورته مثال کښی د 65 عددمو تجزیه کړ او په نتیجه کښی داشی راکړل 1000001 چی د یو 1 معنا په لین کښی برق جریان لری او د صفر0 معنا په لین کښی برق جریان نه لری . اوس د کمپیوټر په ژبه کښی کمپیوټر ته داسی ویل شوی وی که چیری په نوموړی لینونوکښی په نوموړی قسم برقی جریان تیر شی نو د کمپیو ټر په سکرین باندی A چاپ کړی . A په یو کراپی پروکرام کښی جوړ شوی تصویر دی چی د نوموړی بټن د کوډ سره لینک یعنی رابطه ورکړ شوی ده. یادونه: مونږ کولی شوچی د نوموړی کوډ سره د نورو حروفو رابطه جوړه کړو لکه د پښتوحروف . دA چاپول په سکرین بغیر د A بټن څخه! د کیبورډ دچپ طرف Alt بټن اونوموړی کوډ یعنی 65 پریس کړی تاسوته به په سکرین د A حروف چاپ شی
پروسیسر څنکه دوه عدده سره جمع کوی؟ ـ لکه څنکه چی په پورته مثال کښی لومړی یی عدد په دوه باندی تجزیه کړ په دی ځای کښی هم لومړی عددونه په دوه باندی تجزیه کوی ورسته یی جمع کوی او حاصل جمع یی د Output پرزی ته ورکوی تیزوالی ، سرعت یعنی سپیټ په پروسیسر کښی ډیر زیات اهمیت لری .
د پروسیسرونو جدول
د پورته جدول لنډه تشریح
۱ . د پروسیسر نمونی/ نسل په لومړیو وختونو کښی پروسیسر د ایټی (80 ) فیملی پروسیسر په نوم یادیده کله چی د ایټی فیملی پینځم پروسیسر جوړ شو نو په نوموړی پروسیسر باندی یی د پینټیم نوم کیښود او پینټیم له پینځو څخه اخیستل شوی دی . او دی پسی پینټیم ون ،پینټیم ټو ، پینټیم ټری ، پینټیم پور مکر اوس چی تر ټولوتیزترین پروسیسر خلک استعمالوی د AMD Athlon 64 په نوم یادیږی .
۲ . کال : پروسیسر چی په کومو کلونو کښی جوړ شوی .
۳ . Data / Address bus width : بس په مدر بورډ کښی هغه واړه ،نری برقی نصف شوی لینونه دی چی پروسیسر ته ډیټا وړی او راوړی چی نوموړی لینونه د ۸ نه شروع تر ۶۴ لینونو پوری رسیږی چی هر لین ته یی یو بیټ (bit) وایی او د بیټ نه مطلب 1 او 0 دی . چی د 1 معنا په لین کښی برقی جریان شته او صفر معنا په لین کښی برقی جریان نشته .
۴ . Level 1 Cache : Cache یا ساتنځی نوموړی د پروسیسر په داخیل کښی دداسی میموری نوم دی چی ډیټا یعنی معلومات د ډیر کم وخت له پاره په کښی ساتل کیږی.
۵ . Memory bus speed : په لینونوکښی د ډیټا سرعت یعنی تیزوالی . هغه لینونه چی ډیټا پروسیسر ته وړی او راوړی . په دی ځای کښی سرعت په MHz باندی ښودل کیږی . مطلب لینونه په یوه ثانیه کښی څوMHz ډیټا د وړلو او راوړلو قابیلیت لری.
۶ . Internal clock speed : د پروسیسر د تیزوالی څخه عبارت دی . یعنی په یوه ثانیه کښی پروسیسر په څومره ډیټا باندی پروسیس کوی . د نوموړی سپیټ یعنی تیزوالی هم په MHz باندی ښودل کیږی .
یادونه : کله هم چی مونږ د کمپیوټر پروسیسر تبدیلوو یا کمپیوټر ته بل پروسیسر لکوو نو باید لوموړی مونږ د خپل کمپیوټر د مدربورډ د لینونو (buses) سرعت وکورو ترڅو نوموړی لینونه د پروسیسر قابیلیت لری او کنه . ځکه که چیری نوموړی لینونه د پروسیسر قابیلیت نه لری نو موږ نشو کولی د پروسیسر د تیزوالی څخه استفاده وکړو. دا په دی معناچی دیو لوی اوبو پیپ مخی ته یوه وړوکی د اوبوپیپ ولکووـ اوس مونږ هغومره اوبه تر لاسه کوو څومره چی د وړوکی پیپ اندازه وی.
Hz (Hertz) : څه ته وایی؟ د فریکونسی د اندازه کولو سمبول دی چی د یو Hertz نه مطلب یوه دوره په یوه ثانیه کښی ترسره کول . چی1000 Hz مساوی د 1 KHz او 1000 KHzمساوی د 1 MHz او 1000 MHz مساوی د1 GHz او 1000 GHz مساوی د 1 THz سره کیږی .