پښتو اسلامي کتابونه
Islamic Books in Pashto
Results: 10
مشهور او مستند کتابونه ۱: کابلی تفسیر شریف: د دیوبند مدرسې دوؤ لویو علماؤ لیکلۍ دۍ لکه شیخ الهند مولانا محمود الحسن (رح) او علامه شبیراحمد عثماني (رح). دا تفسیر د حج په موسم کي افغاني حاجیانو ته مفت ورکول کیږي. د یادوني وړ ده چي د حضرت مولانا مفتی محمد شفیع صاحب (رح) مشهور تفسیر چي معارف القران نوميږي هم ډیر زیات ګټور دی ځکه چي دغه تفسیر اوس پښتو ژبي ته ترجمه سوی دی او ډیر ښایسته معلومات او مسائیل لري.
۲: فضایل اعمال: اورېدونکی کولایسي چي د مشکاة المصابیح خپرونه واوري. فضایل اعمال: مشهور محدث عالم شیخ الحدیث مولانا ذکریا صاحب (رح) لیکلي دۍ. د منختبو احادیثو یوه بهترینه پانګه ده. د رسول الله (ص)، صحابؤ (رض)، د رسول الله (ص) د مبارکو بیبیانو، لوڼو او نور صحابؤ (رض) کیسې او حالات، د لمانځه فضایل، د ذکر فضایل د روژې فضایل، د قران کریم فضایل او د دعوت او تبلیغ فضایل او داسي نور ډیر ښایسته او ګټور معلومات لري.
۳: بهشتي زیور: د اسلامي نړی مشهور او نامتو عالم حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علي تهانوي (رح) لیکلي دۍ چي د کور د پاره یو بهترین کتاب دي چي هر اړخیزه مسایئل چي هر مسلمان په هر وخت کي ضرورت ورته لري ځني زده کولایسي. یعني داسي مسئله به ډیره کمه وي چي پدې کتاب کي نه وي لیکلې.
۴:د شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب لیکلۍ نصاب: په دې نصاب کي ډیر ضروري کتابونه دي چي لومړي فقه المبتدي کتاب د یادولو وړ دی چي لنډ مګر جامع کتاب دي چي د لمانځه څخه شروع بیا تر حج پوره مکمل معلومات لري حتی چي نن د کندهار ښار په ځینو مدرسو کي هم دغه کتابونه تدریسیږي. په دې کامیابه نصاب کي دغه کتابونه هم شامل دي لکه تعلیم القران، تادیب الاطفال، هدایة الاطفال، ادبناکه هلک ادبناکه انجلی، دلیک مشق او هم حساب. دغه یو سټ کتابونه د کور د هر فرد لپاره ډیر ګټور دي خصوصاً د ماشومانو او ښځو لپاره د دیني تعلیم لپاره او تربیې لپاره.
۵: راه عمل: د منتخبو احادیثو یو ښایسته کتاب دی چي د هر کور په مدرسه خپرونه کي هم نشریږي.
۶: تسهیل الضروري: د مشهور کتاب قدوري شرح ده چي دا کتاب هم د هر کور مدرسې په خپرونه کي نشریږي.
۷: په اسلام کي د ژوندانه آداب: دا کتاب دیو مسلمان د پیدایښت څخه تر مرګ پوري د ژوند د ټولو مراحلو اسلامي آداب او طریقه راښيې. دا کتاب هم د ددې راډیو د هر کور مدرسې په خپرونه کي نشریږي.
۸: حصن مسلم (د مسلمان ساتنه): د مسنونه یا سنتو دعا ګانو او اذکارو (ذکرونو) هغه مجموعه ده چي د سهار څخه تر ماښام پوري یو مسلمان ضرورت ورته لري. که چيري دغه سنت دعاګاني او ذکرونه په تدریج سره یاد کړل سي نو د یو مسلمان ټوله ورځ به په عبادت تیره سي.
۹: شرعي حجاب: د فقه العصر حضرت مولانامفتي محمد یوسف لدهانوي (رح) کتاب دی، دا کتاب د حجاب په اړه مکمل معلومات لري ډیر ګټور او ښایسته کتاب دی او د نن سبا د بې ستري د ستري ګناه څخه د خلاصون لپاره اسانه لاري چاري لیکلي دي. که څوک په کور کي د بې ستری مشکل لري او په اسانۍ سره نه سي ترې خلاصیدلای نو دغه ګټور کتاب دي ضرور ووایې. ددې ترڅنګ د ښځو لپاره معلم الدین، د میرمنو فقه او جنتي ښځه ګټور کتابونه دي.
۱۰: بي خونده ګناهونه: د مفسیر القران حضرت مولانا مفتي محمد شفیع صاحب (رح) لیکنه ده چي د مشهور تفسیر معارف القران مؤلف هم دی. پدې کتاب کي هغه ګناهونه په نښه سوی چي ډیر خلک په اخته دي. انشاء الله دا کتاب د انسان د اجتماعي اخلاقو د سمېدو یوه ښه ذریعه ګرځیدلایسي. د مولانا صاحب یو بل کوچنی کتاب د سنت او بدعت په نامه چي د رښتني اولیاؤ الله یادونه هم پکښي سوی ډیر زیات ګټور تمامیږي.
۱۱: الاعمال الصالحه: د اسلامي نړی د مشهور عالم شیخ الاسلام مولانا مفتي محمد تقي عثماني صاحب لیکنه ده چي د نیکو اعمالو په اړه یو ښایسته کتاب دی. چي د ځان کورنی او ټولني د اصلاح لپاره ښه ګټور معلومات لري. د نومړي یو بل کوچنکۍ کتاب چي د لمانځه په اړه دی هم ډیر ګټور دی.
۱۲: جزاؤالاعمال: دا کتاب د حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رح) یو بهترین اثر دی. په دې کتاب کي د نیکو اعمال دنیوي ګټي او د بدو اعمالو یعني ګناهونو دنیوي تاوانونه ذکر سوي دي.
۱۳: سیرت النبي (ص) رحیق المختوم: چي د رسول الله ص د ټول ژوند حالات د پیدایښت څخه تر رحلت پوره پکښي ذکر سوی دي دغه سیرت یعنی رحیق المختوم په نړیواله سطحه مستند سیرت دی. او د مولوي عنایت الله صاحب سرور کاینتات هم په ۳ جلدو کي ښه تالیف دی
۱۴: حق پالونکي: په دغه ښایسته کتاب کي تقریباً د ۳۰۰ صحابؤ (رض) د ژوند حالات په لنډ ډول ذکر سوی دي. د خلفاء الراشدین د حضرت علي (رض) د ژوند په اړه تفصیلي کتاب المرتضی دي په دې کتابونو کي د حضرت ابوبکر صدیق (رض)، حضرت عثمان (رض) او د حضرت حسن او حضرت حسین (رض) د ژوند حالات هم بیان سوی دي. که چیري دغه کتابونه د اصلاح په نیت وویل سي نو الله تعالی (ج) به انشاء الله د نیکو اعمال توفیق ورکړي.
تنبه الغافلین په الفاروق مجله کي هم حواله سته د یادوني وړ ده چي الحمد لله د اسلامي نړی د مشهورو علماؤ ځیني کتابونه پښتو ته ترجمه سوی دی او اوس بازار ته راوتلي دي چي په لاندي ډول دي:
د عارف باالله حضرت مولانا شاه حکیم اختر (دامت برکاته) لنډي رسالې: مولانا صاحب د الله تعالی یو داسي عاشق دی چي په لیدو یې انسان ته بې اختیاره ژړا ورځي، ځکه دومره متقي او د الله تعالی ج د قانون پابند دی چي په لیدو سره یې یا د خبرو په اورېدو او یا د دده د لنډو رسالو په ویلو سره د مسلمان په ژوند کي ډیر بدلون او ښه والي راځي. د مولانا صاحب دغه تاثیرناکه رسالې په اردو، انګلیسي او پښتو ژ
تحفة النکاح: د نکاح او واده کولو اړوند ضروري مسائیل لري